لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
د بریا په مخ کې له ټولو لوې خنډ
د ناکامۍ ویره د یو بالغه انسان په ژوند کې یو تر ټولو لوې خنډ دې- کله چې دا حالت وروستي برید ته رسیږي نو مونږ په دې لټه کې بوختیږو چې خطا رانه ونه شي او مونږ خپل مصونیت ته پر هر نور څه لومړیتوب ورکوو- د ویرې تجربه ”زه نه شم کولې“ ”زه نه شم کولې“ الفاظو کې ده- مونږ دا د خپل بدن په مخکینۍ برخه کې احساسوو چې د خیټې د پاسنۍ برخې د اعصابو جال (solar plexus) څخه پیل کیږي او د زړه د چټک درزیدو، تیزې ساه اخیستنې او او ستونې د بندیدو سره پورته ځوځیږي- مونږ دا ویره په مثانه کې هم احساسوو او اړ کیږو چې هرومرو تشناب ته لاړ شو-
د ردیدو (rejection) ویره هم تاسې په شا تمبوي
دویمه لویه ویره چې د یو چا په کړو وړو باندې منفي اغیزه کوي او د شخصیت د څرګندیدو مخه يې نیسي هغه د رد کیدو ویره ده- دا مونږ هغه مهال زده کوو کله چې مور او پلار زمونږ دپاره خپله مینه زمونږ په برخوردونو باندې مشروطه کړي- که مونږ هغه څه وکړو چې د دوي د خوښۍ لامل ګرځي نو دوي مونږ ته مینه او خپله موافقه راکوي- که مونږ داسې یو څه وکړو چې د دوي نه وي خوښ دوي خپله مینه او زمونږ د کړنو سره خپله موافقه بیرته اخلي کوم چې مونږ د رد په توګه تعریفوو-
د لومړي ډول برخورد بنسټ
هغه خلک چې د مشروطې مینې سره ستر شوي د یو بالغ په توګه د خپل ځان په اړه د نورو خلکو د اند په اړوند فکر کې بوخت وي- ډیر خلک د دغه لومړي ډول برخورد خاوندان وي کوم چې ځانګړې خاصیتونه لري چې هغه عبارت دي له تریخوالي، شکمنتیا او تر ډیره د یو کار د ناملومو لویو معیارونو سره د کولو-
تر ټولو عامه لومه
له ۹۹ سلنې څخه ډیر بالغان دغه دواړه ډوله ویرې چې د ناکامۍ څخه ویره او د رد کیدو هغه ده تجربه کوي- دوي د دې احساس په لومه کې چې واي ”زه نه شم کولې“ خو ”زه یې باید وکړم“ ”زه یې باید وکړم“ خو ”زه نه شم کولې“ را ګیر دي-
د ښو کړو وړو لوړې څوکې ته د رسیدو لار
د یادو ویرو دارو په ځان کې زړورتیا، حیثیت او ځان مننه (self-esteem) پیاوړي کول دي- د ویرې ضد اصلاٌ مینه، ځان سره مینه او د ځان دروند ګڼل دي- د ویرې څخه ډکو حالاتو کې زړور برخورد یو داسې ساده تخنیک دې چې زمونږ په ځان باور تر هغه کچې پیاوړې کوي چې زمونږ ویرې له منځه ځي او زمونږ په کړو وړو او پریکړو دغه ویره د اغیز ځواک له لاسه ورکوي-
عملي تمرین
دوه کاره درته دلته ښودل کیږي چې په کولو یې تاسې خپل ځان مننه او په ځان باور پیاوړې کولې شئ او همدار راز له ویرې څخه خلاصون موندلې شئ-
لومړې په دې پوه شئ او دا ومنئ چې تاسې هر کار کې چې خپل ذهن په کار واچوئ هغه کولې شې- که کله د کوم څه له کبله ویریږئ نو دا الفاظ تکرار کړې ”زه دا کولې شم“ ”زه دا کولې شم“ –
دویم، په دوامداره توګه د خپل ځان په اړه د یو باارزښته او مهم کس په توګه فکر وکړئ او په یاد ولرئ چې موقتي ماتې د بریا د ترلاسه کولو د طریقې د زده کولو په خاطر دي-
You also might be interested in
لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم ستر مشران یا رهبران[...]
لیکنه: مشتاق رحیم وايی نړۍ د ټکنالوجۍ د پرمختګ له[...]
لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم ځان ارزانه مه خرڅوئ[...]