ژباړه: نورآغا حبیبي
خوشبخته نجونې او هلکان هغه څوک دي چې اتلان ښوونکي لري.
هلن له نورو نجونو سره فرق درلود. هغې نشوای کولای چې د خپل کور ګلونه، او یا هغه شاپرک چې له یوه ګل نه بل ګل ته الوتل، وګوري او یا په شنه آسمان کې د وریځو حرکت وګوري، هغې نشوای کولای چې د مرغانو آوازونه او یا هم د هغو ماشومانو غږونه چې یې لوبې کولې واوري، کوچینئ هلن کڼه او ړنده وه.
ددې په خاطر چې یې د چا غږ نه اوریدو، هیڅ کله یې نشوای کولای چې خبرې وکړي. د خپلې مور لمن به یې نیوله او ورپسې به یې د کور په شاوخوا کې منډې وهلې، خو نشوای کولای چې ووایې: ٫٫مورې ستا سره مینه لرم. ٬٬ د خپل پلار پر ګونډو به کښېناسته خو نشوای کولای چې ووایې: ٫٫پلاره، لطفاً ما ته کیسه ووایه.٬٬ هغه په خپله تیاره او چوپه نړۍ کې، یوازې او بیکسه وه.
په اووه کلنې کې یوه ورځ غرمه لمر ته ولاړه وه، چې پر خپلې څېرې باندې یې د ګرمئ احساس وکړ؛ ولې نه پوهېده چې دا ګرمي د لمر ده. هغې به د هغو ونو له خواږه بوی څخه چې د کور څخه یې بهر وې خوند اخیست ولې نه پوهېده چې هغه د ونو بوی دی.
هلن د کور څخه د باندې تر یوې ونې لاندې ناسته وه چې ناڅاپه چا د شا لخوا په غیږ کې ونیوه؛ پوهېده چې هغه یې پلار یا مور نده. لومړی یې په سوکونو او لَغتو وهلو سره هڅه وکړه چې ترڅو خپل ځان ددغه بیګانه څخه خلاص کړي. ولې وروسته یې وغوښتل چې پوه شي چې دا څوک دي. هغه له خپل ځای څخه را پورته شوه او دهغه بیګانه پر څېرې یې لاس کش کړ وروسته یې په کالیو او بکس باندې هم لاس را کش کړ. دا کس ځوانه ښځه ٫٫آني سولیوان٬٬ وه، راغلې وه تر څو د هلن کورنۍ ښوونکې شي او له هغې سره په یوه کور کې ژوند وکړي.
آني هغه لانځکه چې د هلن لپاره یې د ډالۍ په توګه راوړې وه په لاس کې ورکړه، او د بل لاس په ورغوي کې یې د ٫٫ل – ا – ن – ځ – ک – ه٬٬ کلمه ورته په ګوتو سره ولیکله. هلن د آني د ګوتو حرکت حس کړ ولې هغه پوه نشوه چې دا ښځه دې ته څه ویل غواړي. هغه نه پوهېده چې دا هر حرکت یو توري دي او دا توري د لانځکې د کلمې املاء ده. هغې آني له ځانه لرې کړه.
نوې ښوونکې له خپلو هڅو څخه لاس وانخیست. هغې هلن ته د کیک یوه ټوټه ورکړه او د لاس په ورغوي کې یې ورته د ٫٫ک – ی – ک٬٬ کلمه ولیکله. دا چې هلن په خپلو ګوتو سره د کیک کلمه هم ولیکله، ولې بیا یې هم پر معنی پوه نشوه.
آني د ورځو او اونیو په تیرېدو سره د هلن په لاس کې ډېر شیان کیښودل او نومونه یې ولیکل. هغې کوښښ کوو ترڅو د میخ، پیالې، خولۍ او داسې نورو کلمو املاء هلن ته ور زده کړي. دا کارونه هلن ته عجیب وو. هغه لدې چې هره ورځ به یې بیګانه ښځې لاس نیوو ستړې شوې وه. کله به له هغې خفه شوه او په توره تیاره کې به یې له شاوخوا تاوېده، هغه به یې په لَغتو وهله او مخ به یې پرې شکارې کاوه. په لوړ غږ سره به یې چیغې وهلې، څراغونه او پیشقابونه به یې ماتول. کله به آني له ځان څخه پوښتنه کوله چې کله هغه کولای شي کوچینئ هلن د نړۍ له تیارو او چوپتیا څخه را بهر کړي. ولې له ځان سره یې ژمنه کړئ وه چې هیڅ کله به له خپلو هڅو لاس وانخلي او ناهیلې نشي.
یوه ورځ سهار آني او هلن د یوه قدیمي کاریز خوا ته ولاړل. آني د هلن لاس ونیو او د اوبو د نل لاندې یې کېښود او په بل لاس یې ورته په خپلو ګوتو باندې په کراتو د اوبو کلمه ولیکله. ناڅاپه د هلن وړوکی زړه له هیلو او خوشحالیو ډک شو. هغه پوه شوه چې اوبه هغه شی دي چې د لاس پر مخ یې روانې وې. هلن بلاخره متوجه شوه چې د آني مقصد او هدف له ټولو دغو هڅو او زیار څخه څه دی. اوس هغه پوهېده چې هر شی یو نوم لرئ او کولای یې شول چې په خپلو ګوتو سره د هر شی نوم ولیکئ! هلن په داسې حال کې چې د ډېرې خوشحالئ څخه یې ژړل، له آني سره د کور په لوري منډې کړې. خپل لاس یې پر هر شی او هرچا چې په کورکې وو لکه : څوکۍ، میز، دروازه، مور او ماشوم ایښود او غوښتل یې چې په نوم یې پوه شي. هغې ډېرې جالبې کلمې زده کړې، خو د ښوونکي کلمه ورته له ټولو نه جالبه وه. هلن خپل لاس د آني پر مخ کیښود او آني یې د لاس په ورغوي باندې د ٫٫ښ – و – و- ن – ک – ی ٬٬ کلمه ولیکله.
هلن کلر کله هم له زده کړې لاس وانخیست. د خپلو ګوتو په مرسته یې ویل، لیکل، او حتی دا چې خبرې کول یې زده کړل. هغه له آني سره ښوونځئ او وروسته پوهنتون ته ولاړه. هلن او آنی تل پاتې ملګرې شوې.
هلن کلر یوه مهمه ښځه شوه. هغې خپل ډېرئ ژوند د ړندو او کڼو خلکو سره مرستې ته ځانګړی کړ. هغې ډېره هڅه کوله، ډیر کتابونه یې ولیکل او ډېرو لرو ځایونو ته یې سفرونه وکړل. هر څېرته به چې تلله خلکو ته به یې جرأت او هیلې ورکولې. پادشاهانو به له هغې څخه هر کلی کوو. او د نړۍ خلکو له هغې سره ډېره مینه درلوده.
کوچینئ هلن خپل تیاره او د یوازیتوب ژوند د خوشحالي او روښنایئ څخه ډک ژوند ته اړولی وو. هلن وویل: ٫٫د ژوند تر ټولو مهمه او ښه ورځ مې هغه ورځ وه چې ښوونکې مې ماته راغله. ٬٬