ژباړه او تحلیل: قاسم امیری
د کاریزماټیکي خصلتونو روزل کاریزماټیکي اعجاز یا کاریزماټیکي سحر بلل کیږي، هغه سحر چې په عملي ډګر کې ستاسو کاریزماټیک کېدل تثبیتوي. د کاریزماټیک په اړه پوهای او د کاریزماټیک کېدو په لور لېوالتیا به تاسو ته دا فرصت درکړي چې: نړۍ ته د خپل شخصیت د لا تثبیت په موخه د یو آزمایښتی لابراتوار په سترګه وګورئ. کله چې له نویو څېرو سره لیدنه کتنه کوئ، بلافاصله به د خپلو منحصر په فرد مهارتونو د آزمایلو هڅه کوئ. تاسو به دا زده کړئ چې څنګه کولی شی، مقابل لوري ته یو اغېزمن، زړه راښکونکی او هیله من کرکټر ثابت شئ؟
تاسو به دا هم زده کړئ چې څرنګه کولی شی خپل کاریزماټیکي ظرفیت تر دې کچې لوړ کړی چې یو مجلس ته په ننوتلو سره هلته ناست کسان تر خپل بلاکیف اغېز لاندې راولئ او بالمقابل دوی ستاسو په وړاندې خارق العاده تمایل پیدا کړي.
آیا لا هم فکر کوئ چې کاریزما ته اړ نه یاست یا د خپلو شته کاریزماتیکي وړتیاؤ د روزلو وړتیا نلرئ؟
آیا کاریزماټیکې څېرې مثبت فکر کوي؟
ډېری کاریزماټیکې څېرې او د نړۍ په کچه تر ټولو بریالي کاریزماټیک مدیران د خپلو بریاؤ اساسي لاملونه د راتلونکو او روانو چارو په اړه د دوي مثبت اند په ګوته کوي. که چېرې مثبت اند او هیله مند لیدلوری ونلرئ؛ څنګه کولی شئ، د نورو لپاره الهام بښونکي اوسئ او پخپل دې خصلت د دوی د زړه راښکون سبب شئ؟
څېړنو موندلې چې مثبت اند لرونکي کسان پخپل اکاډمیک یا کاري چاپېریال کې تر ټولو بریالی کسان دي او نسبتاَّ اوږد عمرهم لري. له بلې خوا منفی اند لرونکي کسان په رواني مالیخولیا اخته کسان دي او په ډېره هوسایئ سره ځانونه ور پېښو ستونزو ته تسلیموي. مثبت اند او راتلونکي ته هیله مندي د دې سبب کېږي چې ستاسو ذهنیت د نورو په وړاندې خوښوونکی او معقول وبريښي. مثبت لید او مثبت اند پدې مانا چې تاسو پدې باورمند شئ چې: ټولې چارې نهایتاَّ ښې پایلې لرلی شي، پدې شرط چې مونږ یې د مثبت اړخ لپاره هڅې وکړو، آن تر دې که له ورایه ناهیلې کوونکې او له ناکامیو سره مل هم برېښي. که په رښتیا مثبت اند لرونکي یاست؛ کولی شئ خپل اند و نورو ته هم ولېږدوئ او د دوی د خوښۍ سبب هم شئ. مثبت اند یا مثبت لید دا چې هڅه وکړئ په هر حال د مثبتو ټکو په لټه کې اوسئ، او خپل کرکټر مو د مثبتو ټکو په تمایل آموخته کړئ! طبیعتاً خلک د هغو خلکو په وړاندې تمایل ښیي چې مثبت اند لري، د ستونزو د حل لپاره حل لارې لټوي او د ناخوالو غروب یواځې او یواځې د خپلو مدبرانه هڅو په پایله کې د حل لارو په طلوع کې ویني.
اوس چې د کاریزماټیک په مبادیو او متشکله عناصرو پوه شوو، راځئ د کاریزماټیکو څېرو لس هغه ځانګړنې وڅېړو چې د دوی د کاریزماټیک کېدو سبب شوې.
۱: کاریزماټیک کسان د ډېرو خبرو کولو پرځای چوپتیا او اورېدو ته ارزښت ورکوي
پوښتنه وکړئ، سترګې په سترګو شئ، موسکي شئ، خپله ناراحتي مو په څېره کې وښیئ، خپل سر وښوروئ او دېته ورته داسې کړنې ترسره کړئ چې د خبرو کولو او ژبې ښورولو پرته خپل نظر مقابل اړخ ته ولېږدوئ! دا ټول هغه کارونه دي چې تاسو اړ یاست ترسره یې کړئ تر څو خپل شخصیت نورو ته مهم تثبیت کړئ. پخپلو خبرو کې هېڅکله د ناصح دریځ مه خپلوئ! مګر دا چې تاسو د یو مشر یا رهبر په حیث نصېحت کولو ته وبلل شئ. کله چې: تاسو نصېحت کول پیل کړئ، ستاسو ډیرې خبرې بېرته تاسو ته در ګرځي. نو دا قاعده په یاد ولرئ: یواځې هغه وخت خبرې وکړئ چې د خبرو کولو لپاره اړتیا وینئ او یواځې هغه وخت خپلې خبرې بل ته ورسوئ؛ چې پوهېږئ ستاسو خبرې هغه کس ته مهمې دي او خپلې خبرې پداسې طرز ولېږدوئ چې: د مقابل لوري لخوا په لېوالتیا واورېدل شي.
۲: کاریزماټیک کسان اورېدونکې دي دوی هره خبره او د هرې خولې اوري
یقین لرم چې دا ډول خلک مو پخپل چاپېر کې لرئ یا ورسره مخامخ شوي یاست: کله چې تاسو خبرې کوئ؛ دوی درته په پوره ذهني تمرکز او پاملرنه غوږ نیسې او ستاسو خبرې تر وروستي توري اوري… تر څو چې تاسو ترې بیا ونه پوښتئ یا عملاً د خبرو کولو بلنه ورنکړئ؛ دوی درته غوږ نیسي، خو په بشپړ چوپتیا، او آرامتیا. کله چې د دوی په مخ کې خبرې کوئ، داسې احساس در پېښېږي چې ګواکي دوی ستاسو د خبرو کولو په درشل کې پخپلو خیالونو کې ډوب تللي… حتی چې یو توری هم له خپلې خولې نه وباسي او نه هم داسې کوم خوځښت ترسره کوي چې خپل ذهني تمرکز څو ځایه وویشي. یواځې یې خپله ټوله پاملرنه او د حواسو تمرکز ستاسو خبرو اورېدو ته ځانکړي کړي. کاریزماټیک کسان عادت لري چې حتی د متکلم ډېرو بې اهمیته خبرو ته هم غوږ ونیسي، آن تر دې که خبرې یې ډېرې اوږدې او مفصلې هم وي. کاریزماټیک کرکټر ته یې خپله کاریزما اجازه نه ورکوي چې د خبرې کوونکې کس خبرو ته د هغو د مقام، تعلیم، نسب، شتمنۍ او یا کومې بلې مشخصې په نظر کې نیولو سره اهمیت ورکړي یا یې په وړاندې توپیري چلند غوره کړي. د کاریزماټیک کرکټر پر وړاندې متکلم (خبرې کوونکی) کس داسې فکر کوي چې ښایي زما د خبرو اورېدونکی کس د موضوع په اړه علاقمندي لري، یا زما سره د نظر ورته والی لری او یا داسې نور… خو داسې نده! بلکه دوی هر چاته همدا احساس ورکول او د احساس له مخې د همدې فکر کولو انګېزه وربښي.
۳: کاریزماټیک کسان خپل حواس راټول ساتي
دوی پدې پوهېږي چې که چېرې خپل حواس په ارتباطي وسایلو یا بل کس ته په همزمان غوږ نیولو بوخت کړي، هېڅکله له خپل مخامخ کس سره خپله اړیکه ټینګه نشی ساتلی، او د هغو له خبرو سم او مسلسل اخذ نشي کولی. کله چې تاسو خپل مخامخ کس سره په خبرو بوخت یاست، یا د نوموړی خبرو ته غوږ یاست؛ هېڅکله خپل ټلېفون کې ځان مه بوختوئ، یا مو خپلې سترګې د لپ تاپ ښېښې ته مه راګرځوئ، د لارې په سر تېرېدونکو کسانو یا موټرانو ته هم مه ورګورئ!…. بلکه هڅه وکړئ! یواځې او یواځې خپل مقابل خبرې کوونکی کس ته غوږ شئ، چې دا په حقیقت کې تر ټولو غوره ډالۍ ده چې تاسو یې خپل ملګري ته ورکوئ.
په تېره بیا نن سبا چې د حواسو د ویشلو لپاره تر بل هر وخت وسایل ډیر دي، نو که تاسو د خپل مقابل متکلم په خبرو کې ډوب ولاړ شي؛ د نوموړي په حق کې مو ستر د اجر او ثواب کار کړئ… که تاسو خپل مقابل ملګري ته د پوره پاملرنې او تمرکز ډالۍ ورکړی؛ دا به ومومئ چې نوموړی څومره ستاسو سره د کښېناستلو او خبرو کولو لپاره لېوالتیا ښکاره کوي، هغه څه چې ستاسو د کاریزماټیک کېدو په لور خورا اغیزمن سبب ګرځي.
۴: کارېزماټیک کسان له راکړې مخکې ورکړه کوي
که چېرې غواړی اوږد مهاله او پایېدونکې اړیکې ولري؛ تل پدې فکر اوسئ چې څرنګه کولی شي له نورو سره مرسته وکړي، د دې پرځای چې له نورو څخه مرسته ترلاسه کړئ. پدې فکر اوسئ چې څنګه نورو ته خوښي ورکولی شي، د دې پرځای چې نور د خپلو خوښیو لپاره وکاروئ. که چېرې تاسو د نورو څخه د لاس ته راوړنو یا یو څه ترلاسه کولو تمه ولرئ، پدې یقین ولرئ چې: له یو یا دوه ځل مخامخ کېدو وروسته مقابل لوری له تاسو څخه لېرې والی او تفرق غوره کوي آن تر دې چې ستاسو سره په تصادفي مخامخ کېدو به هم ناخوښ برېښي او په پلمو سره به له تاسو څخه د تېښتې لار لټوي، تر دې چې ډېر ژر به د نوموړي لخوا د اړیکو د مطلق پرېکون شاهد اوسئ.
۵: کاریزماټیک کسان هېڅکله ځان تر نورو مهم نه ګڼي
یواځې ځان خوښوونکي، او پخپل نفس د کاذب اعتماد لرونکي کسان دي چې له نورو کرکه کوي. لدوی سره ځان ناخوښ احساسوي او یواځې خپل ځان ورته تر ټولو مهم ښکاري. پخپل ځان اعتماد لرونکي کسان نباید د نورو په وړاندې د بې تفاوتی پرېکړه وکړي. خو ډېر ځان خوښوونکي کسان غالباً په مجلس کې په نورو غمېږي ځکه چې دوی له نورو سره ناسته پاسته نه خوښوي او خپل ځان ورته تر نورو غوره ښکاري. کاشکی دوی رښتیا هم د نورو په نظر همدومره معزز وی چې داسې نده بلکه د دوی خپل ځان خوښوونه دوی نورو ته د دوی تر فکر هم ورهاخوا کرکجن ورپېژندلي.
۶: کاریزماټیک کسان پوهېږي چې باید نورو ته ارزښت ورکړي
تاسو په هغو څېزونو پوه یاست چې باید پوه شوي وی. له خپل فکري طرز څخه خبر یاست، خپل باور او عقاید مو درته معلوم دي، د نورو په اړه مو نظر او فکر درته څرګند دی. په ټولو هغو څیزونو چې پوهېږئ؛ په تاسو پورې تړاو لري او ښایي په همدې خاطر درته مهم ندي ځکه چې په تاسو پورې تړاو لري. تاسو له خپل ځان څخه هېڅ نشی زده کولی. اماَّ آیا پوهېږئ چې نور په کومو څېزونو پوهېږي؟ کومې تجربې لري؟ کومې اېډیولوژي لري؟ د نړۍ په هکله څه فکر لري؟ د خبرو کولو مخکې پدې فکر کې اوسئ چې د نورو خبرو ته تر خپلو خبرو ارزښت ورکړئ، ځکه چې تاسو باید له نورو یو څه زده کړئ! لدې وروسته د خبرو په وخت د خپل مقابل لوري په خبرو کې د نویو موندنو لپاره غوږ ونیسئ، د دوی څخه د یو څه تر لاسه کولو په تمه دوی ته په پوره ځیرکتیا او فکري تمرکز غوږ ونیسئ آن تر دې چې د دوی څخه د دوی د نظریاتو، اندونو او اعتقاداتو په اړه وپوښتئ!
۷: کاریزماټيک کسان څراغ د نورو په مخ ور اچوي
هېڅوک پدې نړۍ څومره چې ښایی ندي ستایل شوي، نه زه تاسو او نه هغه چې تاسو ورسره خبرې کوی. خو د یو کاریزماټیک فرد په حیث دا ستاسو دنده ده چې نورو ته ووایئ چې: دوی څومره ښه اجراآت لري، کړنې یې ستاسو خوښې دي او راتلونکې یې روښانه وینئ، کومې ښې ځانګړتیاوې لري او ولې تاسو ته ارزښت لري؟؟؟
آیا تاسو نه پوهېږئ چې موصوف څومره ښه اوصاف لري، کومې فردې ځانګړتیاوې لري، ولې تاسو ته اهمیت لري…؟ که هو، دا د افسوس خبره ده! تاسو باید د هغو اوصاف ومومئ او ځان پرې خبر کړئ.
که چېرې تاسو پخپل ځان کې دا خصلت را ژوندی کړئ؛ نه یواځې دا چې نور به ستاسو کړنې وستایي بلکه ستاسو د کاریزماټیک کېدو په لور به مو تر ټولو اغېزمن ګام پورته کړي وي. پدې ترتیب سرکولی شئ نورو ته ارزښت وکړئ، لا نورې لاس ته راوړنې ولري او ستاسو دا نیکي به دوی هېڅکله هېره نکړي.
۸: کاریزماټیک کسان خپلې وینې (کلمې) او جملې له مخکې جوړوي
د تورو او الفاظو ځواک له شک پرته بارز دی اما دا په تاسو پورې تړلې چې څومره خپل دې ځواک څخه سمه ګټه پورته کولی شئ؟ کاریزماټیک کسان د الفاظو په ټاکنه کې خورا دقت کوي، دوی د الفاظو ځواک په سمه او منطقي لاره لګوي. کاریزماټیک کسان الفاظ او د الفاظو ټاکنې ته د تورې په سترګه ګوري. توره هم دوې څنډې لري چې یوه څنډه یې تېزه او غوڅوونکې ده خو بله څنډه یې پڅه او پلنه ده. د بېلګې په ډول: تاسو نباید پيرودونکو ته ښه وړاندیز ولری بلکه د پیرودونکو د لا جذب او علاقې لپاره تر ټولو غوره وړاندیزونه ولرئ. تاسو نباید یو کاروکوونکی وګمارئ بلکه تاسو باید تر ټولو وړ د دندې متقاضي کس خپل کاري ټیم کې د ننه کړئ. د یو کاریزماټیک فرد په حیث ستاسو وینې (کلمې) باید له انرژي، قوت او خوښۍ ډکې وي. ښه به دا وي چې: ناهیلې کوونکې، ناراحت کوونکې او هغه کلمې چې احساس وژونکې دي له خپلې ډېکشنرۍ حذف کړو.
۹: کاریزماټیک کسان د نورو د ماتې په اړه خبرې نه کوي
که چېرې د نورو د ماتې او یا نورو پسې خبرو کول درته خوښوونکې وي؛ باید پوه شئ چې ښایي درته خوښوونکې او جذاب وي…اما لازمه نده. ستونزه دا ده چې: د نورو ماته او د نورو د ماتې په اړه خبرې کول واقعا مهم ندي. کاریزماټیک کسان حتی د هغو کسانو خبرو ته غوږ نه اېږدي چې تل د نور د ناکامیو په اړه خبرې کوي. دوی پوهېږي چې د نورو په اړه تر خبرو کولو غوره دا ده چې د نویو لارو چارو او نوښتونو په اړه خبرې وکړي او د شته ستونزو د حل لارو په اړه فکر وکړي. دوی د وخت ارزښت پدې کې بولي چې یواځې د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې د وخت په لګښت ارزي. دوی حتی د خبرو اورېدو کې هم د وخت ارزښت له پامه نه غورځوي.
۱۰: اما کاریزماټیک کسان خپلې ماتې مني
معمولا کله چې د عادي خلکو څخه د کاریزماټیک کسانو په وړاندې د دوی د تمایل په اړه پوښتل کیږي دوی په ځواب کې وایی چې: کاریزماټیک کسان خپلې تېروتنې او د تېروتنو له امله په چارو کې پاتې راتلل په بشپړ اخلاقی جرائت مني.
هو، کاریزماټیک کسان له تيروتنو نه ویریږی بلکه دوی پدې عقیده لري چې انسان په هر حال له تېروتنو مبری ندی. دوی خپلې تېروتنې منی او د هغو د پټولو یا نه منلو لپاره دلایل هم نه جوړوي.
د دې لپاره چې کاریزماټیک اوسئ؛ هېڅ اړتیا نشته چې نابغه اوسئ او پخپلو کړنو کې هېڅ خطا او تېروتنه ونلرئ. د دې لپاره چې کاریزماټيک اوسئ؛ یواځینۍ لاره همدا ده چې خپلې تيروتنې ومنئ او د بیا ځلې ارتکاب څخه یې په پوره تدبیر ډډه وکړئ!
مهم ټکی: تاسو هېڅکله د نورو په تېروتنو مه خاندئ، بلکه پکار ده چې پخپلو تېروتنو وخاندئ او پدې ترتیب به نور په تاسو نه خاندي بلکه ستاسو سره به ګډ وخاندي. یقین لرم چې تاسو هر یو داسې کسان پېژنئ چې: د مهم والی او اعتماد خصلت پکې نغښتی. دوی کاریزماټیک کسان دي خو له بده مرغه کومه کاریزما چې یو فرد په فطري ډول له ځان سره لري؛ د وخت په تېرېدو یې له لاسه ورکولي شي او که چېرې یې د بیا پیاوړتیا لپاره خاص مهارتونه ونه کاروئ؛ له شک پرته چې د وخت په تېرېدو به یی آثار هم پاتې نشي.
د کاریزماټیک بحث په پای کې
ژباړه او تحلیل: قاسم امیری