لیکنه: ګلاب بهار
کاروباري دوران یا Business Cycle چې معمولاً د سوداګريز دوران (Trade Cycle) او اقتصادي دوران (Economic Cycle) په نوم هم ياديږي، په لومړي ځل په کال ۱۹۷۴ میلادي کې د استرالیايي اقتصاد پوه Friedrich له خوا په علمي او تیوریکي ډول وپېژندل شو، چې د همدې څيړنې پر اساس ورته د نوبل جايزه هم ورکړل شوه.
کاروباري دوران په نا خالص داخلي تولید یا Gross Domestic Product کې دوامداره پراختیا او يا کموالی رامنځته کېدل په ګوته کوي، چې یو بشپړ کاروباري دوران يا جریان معمولاً له درېیو کلونو څخه پنځو کلونو پوري وخت په بر کې نیسي؛ خو ځینې وختونه شاید له دوو کلونو څخه تر لسو او یا د څلور کلونو څخه تر اتو کلونو پوري وخت په بر کې ونیسي، چې دا بیا د هېوادونو په اقتصاد او د نورو هېوادونو سره يې په اقتصادي وابستګۍ او تړلتیا پوري اړه لري.
په پرمختللو هېوادونو کې دولتونه دا هڅه کوي، چې کاروباري دوران تر ډېره حده د اقتصادي رونق په مرحله کې وساتي او د زوړتیا مرحله يې تر ممکنه حده کمه او ټيټه وساتي؛ خو په وروسته پاتې او پرمختیايي هېوادونو کې ددې برعکس دولتونه يې نه شي کولای، چې خپل کاروباري دوران تر ډېره د اقتصادي رونق په مرحله کې وساتي او یا هم کله چې د نوموړیو هېوادونو اقتصاد د زوړتیا مرحلې ته ورسيږي، نو د زوړتیا له مرحلې څخه د وتلو لپاره کافي وساېل په لاس کې نه لري، تر څو بېرته د اقتصادي رونق مرحلې ته ننوزي، چې دا حالت ډېری وخت په ډېرو وروسته پاتې او فقيرو هېوادونو کې تر سترګو کېږي، چې ددې لپاره بیا نوموړي هېوادونه اړ دي څو د پرمختللو هېوادونو څخه مرستې وغواړي او ځان د اقتصادي زوړتیا مرحلې څخه د اقتصادي رونق مرحلې ته داخل کړي.
د کاروباري دوران مرحلې
د کاروباري دوران نوساني مرحلې او پړاوونه معمولاً په څلورو برخو ويشل کېږي چې عبارت دي له:
1. د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق مرحله (Expansion)
2. څوکه (Peak)
3. د کساد یا زوړتیا مرحله (Contraction)
4. د لېږد مرحله (Trough)
1. د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق مرحله (Expansion): د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق په مرحله کې د اقتصادي فعالیتونو سطحه لوړه، د بېکارۍ کچه په کميدو، عاید او پانګه په زياتيدو او اقتصادي وده د زیاتيدو په حال کې وي، چې په پایله کې يې د خلکو په تقاضا او تولید باندې مثبت تاثیرات اچول کېږی او ویلی شو چې په نوموړي مرحله کې اقتصاد په ټوله کې د ودې او پرمختګ په حال کې وي. یا په لنډ ډول د اقتصادي رونق مرحله هغه مرحله ده، چې پکې اقتصادي فعالیتونه د ډېريدو، د وزګارتیا کچه په کميدو او اقتصادي وده د ډېريدو په حال کې وي.
2. څوکه (Peak): د کاروباري دوران د پرمختګ او اقتصادي هوساينې مرحلې څخه د کساد او اقتصادي رکود اوښتون مرحلې ته د څوکې مرحله ويل کېږي، چې ځينې وختونه ورته د بوم (Boom) اصطلاح هم کارول کېږي.
په دغه مرحله کې تقريباً وزګارتیا د بشپړ استخدام یا Full employment په حالت کې قرار لري او د توکو او خدماتو پیر او پلور په لوړه کچه وي. همداشان د خلکو د تولید، عاید، بيو، پانګې او نورو متخولینو کچه زیاته وي، چې له همدې امله پيسې هم په انفلاسیوني حالت کې قرار لري، ځکه په دغه مرحله کې د خلکو عاید او تقاضا پراختیا مومي او د پير ځواک يې د پخوا په پرتله زیاتيږي، چې په دې سره تولیدونکي هم د خپلې عرضې په کچه کې زیاتوالی راولي، چې وروسته بیا د عرضې د زیاتيدو په نتيجه کې قېمتونه په خپل وار سره ښکته خواته مېلان کوي او د انفلاسیون باعث کېږي.
3. د کساد یا زوړتیا مرحله (Contraction): د کساد مرحله د کاروباري دوران له هغې مرحلې څخه عبارت ده، چې د اقتصادي فعالیتونو کچه په کميدو، د بېکارۍ کچه په زياتيدو او اقتصادي وده د کميدو په حال کې وي. يا په بله اصطلاح ویلی شو چې په دغه مرحله کې د تولید، عاید، روزګار، قېمتونو، پانګې او یو لړ نورو عواملو په کچه کې کمښت رامنځته کېږي او وګړي په تدریجي ډول له استخدام لویږي او بالاخره په دغه مرحله کې د اقتصادي سرچېنو څخه هم په اعظمي ډول استفاده صورت نه نیسي او اقتصاد د لېږد مرحلې ته مېلان کوي. یا په لنډ ډول هغه مرحله چې اقتصادي فعالیتونه په کې د کميدو، د وزګارتیا په لوړیدو او اقتصادي وده د کمیدو په حال کې وي د کساد يا زوړتیا مرحلې په نوم ياديږي.
4. د لېږد مرحله (Trough): د لېږد په مرحله کې کاروباري دوران د کساد مرحلې څخه د اقتصادي هوساینې او اقتصادي رونق مرحلې ته ننوزي، چې د اقتصادي بیا رغښت مرحلې په نوم هم یاديږي. په دغه مرحله کې د اقتصادي فعالیتونو کچه زیاتوالی پیداکوي او اقتصادي متخولین هم زیاتوالی کوي.
د يادولو وړ ده چې ځينې ځایونو کې د اقتصادي رونق یا Expansion مرحله د بیارغیدنې (Recovrey) او غوړېدا (Prosperity) په نوم هم ياديږي او د کساد (Contraction) مرحلې څخه د لېږد (Trough) مرحلې ته د اقتصاد لېږد د اقتصادي رکود (Depression) په نوم یاديږي؛ خو د کساد (Contraction) مرحلې ته ځينې وختونه د Recessin او یا هم د Decline اصطلاحات هم کارول شوي دي.
د کاروباري دوران شاخص
د کاروباري دوران شاخص د اقتصادي احصائیو يا د مټريکس (اعدادو او ارقامو له مخې څېړنه) ده، چې د کاروباري دوران يا دايرې د انبساط (Expansion) او انقباظ (Contraction) د مرحلو په اړه ګټور معلومات ارايه کوي او یا هم د کاروباري بنستونو او سوداګريزو فعالیتونو د رفتار او تحرک په اړه وړاندوینه کوي، چې ددې دوران يا دایرې د اندازه کولو لپاره تر ټولو غوره او منل شوي اندازه ګيرۍ د واقعي نا خالص داخلي تولید د ودې سطحه، د وزګارتیا سطحه او د انفلاسیون سطحې څخه عبارت دي.
د کاروباري دوران د شاخص معلومولو لپاره دلته له درېیو کلیدي شاخصونو یادونه کوو، چې په لاندې ډول دي:
1. لارښوونکی اقتصادي شاخص یا Leading Economic Indicator
2. نتيجوي اقتصادي شاخص یا Lagging Economic Indicator
3. منطبق اقتصادي شاخص یا Coincident Economic Indicator
1. لارښوونکی اقتصادي شاخص یا Leading Economic Indicator: له هغې اقتصادي شاخص څخه عبارت دی، چې په اقتصاد کې د اجتماعي نوساناتو څخه وړاندې اقتصادي شاخصونه په ګوته کوي او د لنډې مودې لپاره د اقتصادي حالت د وړاندوینې لپاره يو غوره او اړین شاخص بلل کېږي؛ خو لازمه نه ده چې نوموړی شاخص تل د اجتماعي نوساناتو څخه وړاندوې اقتصادي شاخصونه په ګوته کړي، شاید ځینې وختونه نوموړی شاخص د معکوس حالت وړاندوینه هم وکړي.
2. نتيجوي اقتصادي شاخص یا Lagging Economic Indicator: نتیجوي یا تاخیري اقتصادي شاخص له هغه شاخص څخه عبارت دی، چې نوسانات يې په یو بل او یا هم په اصلي شاخص کې د رامنځته شویو نوساناتو تابع وي. د بيلګې په توګه که چېرې اقتصاد د اقتصادي رونق په حالت کې وي، نو د استخدام، پانګونې او اقتصادي ودې کچه هم د لوړيدا په حال کې وي او برعکس بیا استخدام، پانګونه او اقتصادي وده د کميدو په حال کې وي.
3. منطبق اقتصادي شاخص یا Coincident Economic Indicator: منطبق يا همزمان اقتصادي شاخص د هغه شاخص څخه عبارت دی، چې د اقتصادي نوساناتو سره جوخت او همزمان تغییر کوي. د بیلګې په توګه کله چې اقتصاد د اقتصادي رونق په مرحله کې وي، نو د وګړیو عاید او نا خالص داخلي تولید کچه به هم لوړه وي او برعکس یعنې د کساد په مرحله کې به د وګړیو د عاید او نا خالص داخلي تولید کچه نزول کوي.
په کاروباري دوران اغېز لرونکي عوامل
هغه عوامل چې کاروباري دوران تر تاثیر لاندې راولي په لاندې ډول دي:
• پانګونه: کورنۍ او بهرنۍ پانګونې کاروباري دوران مستقيماً تر اغېزې لاندې راولي، په دې معنا چې هغه هېوادونه کوم چې د پانګونې لپاره په کافي اندازه امکانات لري او زياتې پانګونې په جریان کې وي، اقتصاد يې په چټکی سره وده کوي، خو برعکس هغه هېوادونه چې هلته د پانګونې لپاره کافي امکانات وجود ونلري، اقتصاد يې د زوړتیا په لور نور هم مېل کوي.
• بهرنۍ سوداګري: بهرنۍ سوداګري هم په کاروباري دوران باندې مستقيماً مثبت او منفي تاثيرات اچوي. په داسې حال کې چې هغه هېوادونه کوم چې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره زیات تمايل ولري او ځواکمنه بهرنۍ سوداګري هلته صورت ونیسي او په ځانګړي ډول يې د صادراتو ارزښت د وارداتو په پرتله ډېر وي؛ نو اقتصاد يې د ودې او پرمختیا په لور سوق کېږي، خو برعکس هغه هېوادونه چې د صادراتو ارزښت يې د وارداتو په پرتله کم وي، اقتصاد يې نه شي کولای چې د اقتصادي رونق مرحلې ته ورسيږي.
• سیاسي حالت: د سیاسي حالت څخه موخه امنیت او سياسي ثبات دی، یعنې هغه هېوادونه چې سیاسي حالت يې باثباته وي اقتصادي دوران يې د اقتصادي رونق او یا هم د څوکې په مرحله کې قرار لري؛ خو برعکس بیا هغه هېوادونه چې سیاسي حالت يې ثبات ونلري اقتصادي وده او کاروباري دوران يې په ډېره ټيټه کچه کې قرار لري او یا دا چې نوموړي هېوادونه ډېر په مشکله د اقتصادي رونق مرحلې ننوزي.
• مالي او پولي سیاستونه: هغه هېوادونه چې د خپلو اقتصادي شرایطو، وسایلو او اسانتیاو په پام کې نېولو سره مالي او پولي سیاستونه جوړوي او په دې ډول غواړي چې اقتصاد د ودې په حالت کې وساتي کاروباري دوران يې د هغه هېوادونو په پرتله چې ناسم مالي او پولي سیاستونه تعقیبوي او په لازم وخت کې د ناسمو اقتصادي سیاستونو څخه استفاده کوي، ډېر په لوړه سطحه کې قرار لري.