ليکنه: ډاکټر نوید خپلواک
د معدې د ځنډني التهاب د معدې د زخم سبب ګرځي،ښه لمړی باید پوه شو چې د معدې التهاب څه ته وایې او کومې علامي لري؟
کله چې د معدې د دیوال تر ټولو سطحي او لمړنۍ پرده زخمي شي نو د معدې التهاب منځ ته راځي.
اوس پوښتنه پیدا کیږي چې د معدې د دیوال لمړنۍ برخه ولې زخمي کیږي؟
هغه انسانان چې د اوږدې مودې لپاره د NSAID درمل لکه بروفین خورې نو د معدې د التهاب سره مخ کیږي، د څښکونه او د نصوارو اچول د معد التهاباتو او زخمونو سبب ګرځي،په معده کې د ایچ پایلوری مکروب ،دوامداره ډیپریشن،د تیزابو څښکل،له کولمو معدې ته د صفرا د افرازاتو راپورته کیدل دغه ټول حالات د معدې د التهاب سبب ګرځي،چې په نتیجه کې یې د معدې التهابي لایه له منځه ځي او د معدې دیوال د معدې د تیپواسطه تخریش او بلاخزه د زخمي کیدو سبب یې ګرځي.
د معدې د زخم نښې:
•د معدې دردونه:دغه دردونه د ډوډۍ له خوراک نه تقریبا لس دققې وروسته شدید کیږي او د زړه بدوالي سبب ګرځي،ډیرې وخت ناروغ استفراق کوي او د استفراق سره یې دردونه تسکین او ارامه کیږي.
دا چې د خوړو سره سم د ناروغ معده شدید دردونه کوي نو ډیری مریضان د ډوډۍ له خوراک نه ډاریږي او نغواړي چې خواړه چې په پتیله کې ناروغ ضعیف او وزن له لاسه ورکوي.
•قبضیت: هغه ناروغان چې د معدې زخم لري او خواړه په سمه توګه نشې هضمولی نو چې خواړه هضم نشي هغه جذبیدلی نشي او چې جذب نشي نو کولمو کې به ژوندي ژوندي پراته وي او د قبضیت سبب ګرځي.
•په غایطه موادو کې د وینې موجودیت: کله چې معده زخمي شي نو وینه به ترې بهیږي دغه وینه له غذایی وادو سره ګډهوډه کیږي او کوچنیو کولمو او بلاخره سترو کولمو ته ورځي پدغه جریان کې وینه تور رنګ ځان ته غوره کوي او د غایطه موادو د تور رنګ سبب ګرځي،پدې معنی چې د غایطه موادو تور رنګ د وینې د موجودیت په معنی ده.
•په خیټه کې بادونه،د معدې د زخم یوه ځانګړنه نفخ یا په خیټه کې د بادونو موجودیت او د خیټې د پړسوب شتون ده.
•د اشتها کموالی یا په ټوله کې د اشتها نشتون
•په استفراق کې د تازه وینې موجودیت په معده یا مرۍ کې د شدید او ستر زخم شتون بیانوي،پدې حالت کې باید ناروغ پرته له کوم ځنډه له ډاکټر سره مشوره وکړي.
باید یادونه وکړم چې د معدې زخم د معدې د سرطان چانس لوړوي پدې معنی :که چرته په کوچنیو کولمو کې زخم موجود وي او وینه ترې بهیږي خو د سرطان چانس نلري مګر د معدې زخم کولی شي ناروغ د معدې په سرطان اخته کړي.
•د معدې د زخم دردونه ډیری وخت د سینې د قفس په ساحه کې احساسیږي چې ځینې وخت ناروغ او ډاکټر دواړه داسې انګیري چې ګواکې ناروغ د زړه پر تکلیف آخته شوی ده.
•خولې ته د ترخو او ترشو اوبو راپورته کیدل:کله چې د معدې تیزاب د مرۍ له لارې خولې ته راپورته شي نو د ناروغ حلق تروش وي همدا ډول که د خوړو سره د صفرا کیسې مالګې د معدې له لارې مرۍ او له مرۍ نه خولې ته راپورته شي نو د ناروغ حلق تریخ وي،دا حاالات د معدې د زخم اړینه ځانګړنه نده مګر د معدې د زخم په موجودیت کې یې د شتون کچه لوړه ده
څنګه پوه شو چې معده مو زخمي شوې ده؟
د تشخیص لپاره یې لاندې لابراتوارې معاینې باید وشي
•په غایطه موادو کې د ایج پایلوري لیدنه
•د وینې مکمله معاینه که چیرته معده زخمي وي او ترې وینه وبهیږي نو هرو مرو به ناروغ کم خونه وي.
•په وینه کې هم د ایچ پایلوري مکروب لیدلی شو
•انډسکوپي: د ناروغ معدې ته د هغه د خولې له لارې کامره ننباسو او په مرسته یې پر خپلو سترګو کولی شو د معدې زخم ووینو.
درملنه:
د معدې د زخم په موجودیت کې ناروغ باید هرو مرو ډاکټر ته مراجعه وکړې او ډاکټران هم د معدې د زخم د موجودیت په صورت کې دوه لمړیتوبونه باید جدې په پام کې ونیسې.
•لمړی: که چرته له ناروغ وینه بهیده نو تر هڅه دمخه یې باید د وینې د بهیدو مخه ونیسې.
•د زخم سبب دې تداوي شي: که چرته ایچ پایلوری د معدې د زخم سبب ګرځیدلی وي نو باید د ایچ پایلوری د وراکاوي درمل ناروغ ته د لسو ورځو لپاره ورکړل شي.
* که د معدې له زخمه د وینې بیهدل د ناروغ د کمخونۍ سبب ګرځیدلی وي نو د ناروغ د کمخونۍ مخه دې ژر تر ژره ونیول شي
* له درملنې وروسته دې نوموړي معاینات بیا وکړل شي چې ووینو زمونږ تداوۍ مثبته پایله لرله که نه.