لیکنه : ستیفن څفیګ
ژباړه: دوکتور لطیف بهاند
تا ته نه زه درياده شوم او نه دې وپيژندم . نه ، نه تا ونه پيژندم ځكه كه تا پيژندلې واى ، هغه څه چې تا بيا څو شېبې وروسته وكړل، هغه به تا هېڅكله نه واى كړي،تا زه ښكل كړم. بيا،بيا دې په شوق سره ښكل كړم .په داسې شوق دې ښکل کوم، چې زه اړه شوم څڼې مې سره راټولې او جوړې كړم. هو زه هيندارې ته ودرېدم چې ويښته او ځان جوړ كړم. په همدې شېبه كې مې ستا يو وحشتناك عمل ته پام شو، هوكې ما ليدل چې تا په پټه زما د کوټ په جيب كې پيسې منډلې . نيږدې و چې له شرمه بې سده شم، نيږدې و چې ولويږم. زه نه پوهيږم څنګه مې وکولاى شول چې ځان راونيسم او ستا پر مخ ګوزاردرنه كړم . هو كې تا هغه چا ته د يوې شپې د تيرېدو پسې وركولې چې له ماشومتوبه ، ته ورته ګران وې. تا هغه چا ته د يوې شپې د تيرېدو پيسې وركولې چې ستا د ماشوم مور وه، هوكې زه ستا له پاره د ښار د بدو كوڅو نه يوه كمچنۍ وم او بس ، تا د يوې شپې پيسې راكولې . تا نه يوازې زه هېره كړې وم بلكې پر ما دې ملنډې دې هم وهلې .
ما نور نو ځان له لاسه وركړ او په تلوار مې د خپلو جامو په راټولو پيل وكړ چې څومره ژر كيږي ، هومره ژر ستا له كوره ووزم ، ژر تر ژره . ستا دا كار پر ما ډير ګران تمام شو، اور مې واخيست ، په منډه او غصې مې خپله خولۍ چې ستا د ليك پر ميز پرته وه راواخيسته ، خو د خولۍ د راخيستو په وخت كې مې بيا هغه ګلدان ته چې زما له خوا راليږل شوي سپين ګلاب په كې ايښي و، پام شو. زړه مې يو بل تكل وكړ، يو نامعلوم قوت راكې پېداشو او تا ته مې وويل :
- له دې سپينو ګلابو نه به دې يو رانه کړئ ؟
په ډير تعجب سره مې وليدل چې په ډيرې مينې او خوشحالۍ دې يو ګلاب راوخيست او ما ته دې ونيوه، ما بې له ځنډه مې درته وويل:
- كېداى شي دا به هغې ښځې دركړي وي چې ډير ورته ګران يې؟
تا ځواب راكړ:
- كېداى شې ورته ګران به يم ، زه هغه نه پيژنم ، دا كومې نا اشنا ښځې راليږلي دي، نو ځكه ډير راته ګران دي .
او ما ځواب دركړ:
– كېداى شي هغې ته به ته اشنا وې مګر تا به هېره كړې وي.
تا په خواشينۍ ما ته وكتل ، خو ما بيا يوه بله هڅه وكړه او ستا د سترګو منځ ته مې رډ ،رډ وكتل او په سترګو كې مې په چيغو ، چيغو زارۍ درته كولې :
– ومې پيژنه ، تا ته وايم ومې پيژنه ! د خداى له پاره ومې پيژنه! خو ځواب د تل په شان و، تا لاسونه رانه تاو كړل ، ښكل دې كړم او د پيژندنې نښه هماغسې وركه وه.
زه په منډه د كور د دروازې پلو ته لاړم ، ځكه داسې مې احساسوله چې اوښكې نور نو ، ورېدو ته چمتو شوې دي ، خو ما نه غوښتل چې دا صحنه وګورم . ما داسې په تلوار او بې واره منډې وهلې چې نيږدې و ستا له هغه زاړه نوكر سره چې پر مخه راغي ټكر وكړم . هغه په تلوار ځان يو خواته كړ او په منډه او بې ځنډه يې ور راته خلاص كړ .د همدې سترګو په رپ كې ، تا ته وايم اورې ! په همدې يوه رپ كې ، هغه نه يوازې زما د سترګو نه د راخوځېدونكو اوښكو لومړني څاڅكي وليدل ، اورې ! تا ته وايم! په همدې لنډه شېبه كې ، په همدې يوازينۍ شېبه كې ستا هغه سپين ږيري او وفادار نوكر نه يوازې زما د مينې اور، زما لومړنۍ اوښكې وليدې بلکې زه يې پوره وپيژندلم. تا ته وايم هغه له هماغه ماشومتوب نه تر ننه پورې بيا هېڅكله او هېڅ چېرې زه نه وم ليدلې . په همدې شېبه كې مې زړه غوښتل چې د درناوي په خاطر د هغه په وړاندې په ګونډو شم او لاسونه يې ښكل كړم . غوښتل مې هغه ته ځكه په ګونډو شم چې دى يوازينى څوك و چې زه يې هېره كړې نه وم. په همدې شېبه كې ستا هغه ناولې پيسې چې تا ما ته ، له تا سره د يوې شپې د تيرېدو په خاطر راكړې وې، رايادې شوې . په منډه مې جيب ته لاس كړ او د هغه په جيب كې مې ورمنډلې . هغه هم ګبنۍ واخيست او په ډار سره يې ما ته كتل . ما داسې وانګېرله چې كېداى شي هغه په هماغه يوه شېبه كې زما په اړه تر هغه څه زيات فكر كړی وي ، چې تا په ټول ژوند کې كړی و. زه ټولو هغو خلكو ته چې ما پيژندل ګرانه وم. ټول له ماسره خواخوږي او مهربانه وو. دا يوازي ته وې ، يوازې ته ، چې نه دې په يادوم او نه دې پيژندلم. دا ته وې چې په ټول ژوند كې دې يووار هم ونه پيژندم.
بيګا زموږ ماشوم مړ شو . زه اوس په ټوله نړۍ كې له تا پر ته بل څوك نه لرم،داسې بل څوک نه لرم چې يا زه هغه ته ګرانه واوسم يا هغه ما ته ، خو زه نه پوهيږم چې ته زما څوك يې ؟ هغه څوك چې په ټول ژوند كې دې هېڅكله ، هېڅكله ونه پيژندلم. ته زما تر څنګ داسې تيريږې لکه تيرېدونكې اوبه چې په سختو تيږو لګيږي تيريږي او فنا كيږي . ته له دې ټولو چارو سره سره له مانه لرې كيږې ، په جدايي او دايمي انتظار مې محكومه وې .يو وار مې په ژوند كې تصور وكړ . ته نه خپليدونكى او نه رانيونكى مې راو نيولې او خپله مې كړې ، هغه هم ستا او زما په ماشوم كې . هغه هم تا ته شوى و. هغه په ظلم او بې عاطفګۍ كې تا ته شوى و او ډير ژر يې د سفر ملا وتړله او زه يې يوازې پريښودم. هغه په داسې سفر لاړ چې بيرته نه راګرځي ،دا دى زه بيا يوازې يم، داسې يوازې چې هېڅكله داسې يوازې نه وم. زه هېڅ نه لرم ، حتى له تا نه هم كومه نښه نه لرم. نه ماشوم ، نه كوم ليك ،نه كوم شعر ، خلاصه ستا له يادونو پرته بل هېڅ شى نه لرم ، آن كه ته زما نوم هم واورې ، تا ته به هېڅ معنا ونه لري . زما نوم به تا ته هېڅ نه وايي ، نو ولې زه له مرګه وويريږم ،له مرګه، زه چې ستا په ژوند كې مړه يم . ته چې له مانه ځې نو زه ولې كينم . ژوند زما له پاره هېڅ معنا نه لري ،نو دا به ښه وي چې مرګ ته مخه كړم . ته ډاريږې ، مګر زه نه غواړم تا كوم كار ته اړ كړم . ته به ما وبښې . زه اړه وم په ژوند كې لږ تر لږه يووار هغه څه يو چا ته ووايم چې ټول ژوند مې په زړه كې ساتلي و ، هغه هم هغه وخت چې زما د ژوند يوازينۍ هستي زما له لاسه رانه وتلې ده. ماشوم مې مړ دى . زه به ډير ژر بيا هغه شان خاموشه شم لكه ټول عمر چې وم ، خوغواړم تا ته د يو شي په اړه ډاډ دركړم او هغه دا ، تر هغه چې زه ژوندۍ واوسم دا خبرې چې زه يې كوم نه به يې څوك واوري او نه به يې څوك ولولي ،دا زما وصیت ليك دى . ته به زما دا وصيت ليك ، ما ته تر ټولې دنيا ګرانه ، د هغې ښځې ، وصيت ليك ،هغه وخت تر لاسه كړې چې زه به په دې دنيا كې نه يم ، هوكې دا هغه ښځه وه چې تا ته د خپل ټول ژوند په اوږدو كې سترګې په لاره وه. هغه ستا غږ ته سترګې په لاره وه، خو كېداى شي ته ما ته هغه وخت راغږ كړې چې زه به ونه شم كولاى له لحد نه تا ته راوګرځم .
( نارې وهم غږ راته نه كړې + بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه ) .
زه هغه څوك وم چې تا ته يې سترګې په لار تيرې كړې . زه نه غواړم ستا په شان تا ته كوم خپل عكس ، كومه نښه ، کوم يادګار او يا بل څه پريږدم، ځكه اوس نو نور نه غواړم چې ته مې هېڅكله وپيژني .كه په ټول ژوند كې دا زما قسمت و، نو پريږده چې په بله دينا كې هم زما تقدير همداسې وي . زه د خپل ژوند په وروستيو شېبو كې هم نه غواړم تا ته درغږ كړم. زه غواړم له دې دنيا نه په داسې حال كې لاړه شم چې نه مې ته نوم پيژنې او نه مې څېره تا ته در په زړه كيږي. زه په كراره مرم او ته له مانه ډير لرې يې ، نو ځكه نه شې کولاى هغه څه احساس كړې چې زه يې احساسه وم. كه زما مرګ په تا ګران تمامېدلاى ، زه به نه مړه كېدم.
نور نو زه نه شم کولاى ليكنې ته دوام وركړم…سرهم ډير را دروند شوې دى .داسې ښكاري چې بايد چېرته په كراره پريوزم . كېداى شي په ژوند كې كه يووار هم وي د تقدير زړه په ماخوږ شي . له ما سره مرسته وكړي او هر څه پاى ته ورسيږي. داسې مرسته چې آن د خپل ماشوم د مړي وړلو غم هم ونه ګورم . زه نور نه شم کولاى ليك ته دوام وركړم، د خداى په امان ګرانه ، د خداى په امان . خو له دې ټولو خبرو سره سره هر هغه څه چې زما او ستا تر منځ و، ټول ښه وو . ډير ښه … زه له تا نه زما د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې مننه كوم . زه په دې خوشحاله يم چې ما وکولاى شول ،ټول هغه څه مې چې ټول عمر مې په زړه كې ساتلي وو، تا ته ووايم . ته خو اوس پوهيږې چې ته څنګه ما ته ګران وې ، نه نه پوهيږې ، كېداى شي يوازې تصور يې وكړې . دغه راز زه پوهيږم چې زما مينه تا دې ته اړه وي چې ته به غمجن شې او دا خبره ما روحاً اراموي . زه پوهيږم چې زما په تګ سره ستا په خواږه ژوند كې هېڅ شى نه بدليږي …………
خو په دې نه پوهيږم چې ستا د كاليزې په درشل كې به څوك تا ته سپين ګلاب درليږي ؟ ستا د ليكلو د ميز ګلدان به په دې وروستيو يوولسو كلنو كې د لومړي ځل لپاره تش پاتې شي كه څنګه ؟ ايا زما د ژوند نازكه وږمه به په كال كې يو وار ستا ليدو ته درځي كه نه ؟ تا به غيږ كې ونيسي؟
اى زما د زړه سره او د سترګو توره ،! زه له تا نه په ژوند كې د لومړي او وروستي ځل لپاره يوه هيله لرم ، هيله لرم چې هغه زما په خاطر تر سره كړې او هغه داده چې :
– هر كال د خپلې كاليزې په ورځ ، ځكه دا هغه ورځ ده چې هر څوك د ځان په اړه فكر كوي ، هر كال د خپلې كاليزې په ورځ سپین ګلاب واخلې او د خپلو ليکلو پر ميز يې په شنه كرستال ګلدان كې كيږدې ،هوكې ګرانه ! يوازې همداسې ، همداسې وكړه لكه نور خلك يې چې د خپلو خداى بښلو په يادكوي .. زه نور نو له خدايه بل هېڅ نه غواړم ،ما له خدايه يوازې يوتن ، ته مې له خدايه غوښتې ، راته ګران وې او اوس به هم راته ګران يې… زما هيله همدا ده چې ته هغه تر سره كړې . ګرانه ،ته راته ګران وې ،تر هر څه راته ګران وې .. د خداى په امان.
د ليك پاڼې هماغسې د ده په لاس كې وې ،دهغه تر لوستلو ډير وخت وروسته ،همداسې په چورتونو كې ډوب و.ليکوال د څه تتو خيالونه په غيږ كې راون وو او كرار ، كرار دده تت يادونه په ده كې راژوندي كېدل . د ګاونډي ماشوم، د ګاونډۍ نجلۍ ، په ټول ژوند كې ليدلې ښځې ، د شپې رستورانونه او هوټلونه دا ټول يادونه داسې مبهم وو لكه د اوبو په تل كې د تيږو رنګ . د هغه په ذهن كې يادونو نه يوازې ځان نه راژوندى كاوه بلکې ورك کاوه يې ، نو ځكه داسې كومه څېره چې ده ته په دې ليك کې تصوير شوې واى ، نه پېداكېده . كوم تت ياد د ده په ذهن كې غوښتل ځان راژوندى كړي، خو هرڅه يې چې كول نه كېده . هغه ته داسې بريښېده چې ده دا ټول په خوب كې ليدلي دي ، په كوم ژور او هېر شوي خوب كې ،په ډير ژور او سخت هېر شوي خوب كې .
سر يې پورته كړ، ناڅاپه يې په هغه شين كرستال ګلدان کې چې د ده د ليكلو د ميز پر سر ايښى و، سترګې ولګېدې . ګلدان تش و او په دې وروستيو لسو – يولس كالو كې د لومړي ځل لپاره د هغه د زوكړې د كاليزې پر ورځ تش او بې سپينو ګلابو و……
پای