ژباړه: حمیدالله حمیدي
څلور کاله مخکې مې د « خاوند او مېرمنې ترمنځ د بښنې» تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې کولو. په تلار کې ناستو کسانو زما د چمتو کړي سمینار په اړه بېلا بېلې څرګندونې کولې. د دوی له منځه یوه راته وویل «څه دې، چې په سمینار کې وړاندې کړل ډېر په زړه پورې وو، خو زما په اند هرڅوک هم د دې لیاقت نه لري، چې باید وبښل شی تر کومه به ورته بښنه کوو؟!»
کېدای شي ډېر داسې کسان پیدا شي، چې په دې اند وي. دوی فکر کوي هغه کسان، چې یوځل تېروتنه کوي او یا ستاسو په اړه بد فکر کوي باید وبښل شي، خو که دغه کړنه دوام وکړي نو بیا څوک د بښلو وړ نه دي.
پوره دوه کاله ورسته مې هماغه کس ولید، په تندي کې یې خوښي له ورایه ښکاریده راته ویل یې « د بښنې په اړه اوس زما فکر بدل شوی ځکه ما د بښنې خوند ولید او له دې وروسته نه غواړم بښنه له بل څه سره معامله کړم.»
بې له شکه په تاسو به هم ډیره کله داسې وخت راغلی وي، چې له یوه چا څخه مو ضرر لیدلی وي او يا مو هم خوا ترې بده شوې وي. ډېری کسان دې ډول وړو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او بابېځه یې بولي، خو داسې کسان هم شته، چې دغه ډول کارونه یا خبرې یې په ذهن کې بیا بیا راګرځي په دې ډول سره په خپل ذهن کې منفي زیګنالونه خپروي او خوابدي یې یو پر دوه کیږي. دوی تل په دې اړه فکر کوي، چې مقابل کس یې په حق کې ډیره ستره جفا کړې ده په دې ډول یې له هغه څخه زړه سوړ شي او په اړه یې منفي فکرونه کوي، چې داکړنه د دې سبب ګرځي، ترڅو خپله روهي ارامتیا له لاسه وکړي.
راځي دلته د کور یوه مېرمنه بېلګه ورګرځو:
یوه شپه یې خاوند له کار ځایه ناوخته راځي، څه فکر کوي مېرمنه یې له دې پېښې سره څه ډول چلند کوي؟
۱- ایا فکر کوي، چې دا نو یوه وړه خبره ده کیدای شي کار یې اوږد شوی وي او ناوخته کور ته راغلی وي.
۲- او یا هم کېدای فکر وکړي، چې ماشومان یې د دې له لاسه تر اوسه وږي ناست او خاوند یي دومره بې غوره دی،چې د دوی په اړه فکر نه کوي.
د مثال به ډول دویم فکر عملي کوي:
په ذهن کې د دې ډول خبرو تکرار مېرمن له یو ډل بل حالت سره مخکې کوي همدا چې خاوند یې له دروازې را ننوزي، مېرمن یې په یو ډول غوسه پارونکو خبرو ښه راغلاست کوي، دا چې خاوند یې هم ټوله ورځ د خپل کار په ځای کې ستړی شوي د مېرمنې په نسبت یې دوه چنده غوسه کیږي او بلاخره کور پر یوه دوزخ بدلیږي!
او یا دا چې مېرمن یې په پوره دقت سره په دې فکر کوي، چې هر څه باید نور مال مخته ولاړ شي د بېلګې په ډول فکر کوي، چې « خاوند یې له دې کبله، چې کارونه یې زیات دي نن شپه یې ناوخته کړه ان دومره مصروف دی، چې نه دی توانېدلی ورته یو کوچنی لیکلی پیغام هم واستوي، تر څو ورته د ناوخته راتلو په اړه خبر ورکړي. کله، چې خاوند کورته راځي په ډیره نرمه لهجه ورته وایي « ګرانه نن ناوخته راغلې؟!» دغه ډول خبرې په خاوند کې د مثبتې انرژۍ د تولید سبب ګرځي او په ډیره ښه او خوږه لهجه ورته ځواب ورکوي « وبښی نن مې کارونه یو څه زیات وو او و مې نه شو کولای په خپل وخت راشم.»
خبروه روښانه ده خاونده ناوخته کړې ده او کورنۍ ته یې هم د خپلو ناوخته راتلو خبر نه دی ورکړی کېدای شي هغه وبښل شي چې دا کار تر ټولو لذت بخش او خوندر دی.
څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان،چې بښنه کوي له هره اړخه سالم دي. جالبه ده، چې پوه شئ هغه کسان، چې بښنه کوي ډېر کم د زړه په ناروغیو اخته کېږي، کم خپه کېږي او له رواني اړه ډیره ارام ښکاري.
خو ولې داسې؟
زموږ په کلتور کې هم دا څه شته، چې وایي هغه خوند، چې په بښنه کې دی په غچ کې نشته. باید تجربه وکړئ تر څو دا خوند درک کړئ.
هر څوک کېدای شي یوه ورځ تېروتنه وکړي. د بېلګې په ډول خپل ځان ته مو پام وکړئ؛ فکر وکړئ تېروتنه مو کړې ده او له مقابل کس څخه یې د بښنې تمه لرئ. بښنه په شخص کې هیجاني او عاطفي حالت پیدا کوي، چې د شخص مثبته عاطفه زیاتوالی پیداکوي او غوسه له منځه وړي. غوسه د انسان بې کچې انژي له منځه وړي او کېدای شي کله کله یې د تباهۍ سبب وګرځي.
کېدای شي تر اوسه مو ډېر بد خبرونه لکه قتل او دې ته ورته نور اورېدلي وي او قتل تر ډیره د زیاتې غوسې پایله وي. اوس فکر وکړئ که د خاوند او مېرمنې تر منځ هم بښنه وجود ونه لري ژوند یې په دوزخ بدلېږي.
اوس پوښتنه دلته ده، چې موږ باید په خپل کورني ژوند کې څمره بښنه او ګذشت ولرو؟
ځواب اسانه دی، ډیر زیات! بښنه هېڅ اندازه نه لري او باید ویې هم نه لري. ایا تاسو په دې پوه یئ، چې بښنه د خدای پاک یوه ځانګړنه هم ده، موږ ټول په همدې هیله شپې او ورځې سبا کوو، د ورځې په اوږدو کې له خپل خدای پاک څخه د بښنې غوښتنه کوو او په دې هم پوره عقیده لرو، چې خدای پاک یو بښوونکی ذات دی.
د بښنې خوند وڅکئ تر څو مو ژوند رحماني شي.
(فیلیپ مک ګرا) په دې برخه کې په زړه پورې سپارښتنه کړې ده « له هغه ځورنې ، چې نورو پر تاسو باندې تحمیل کړی ځان خلاص کړئ؛ که نه همدا غوسه به مو د خپل وجود د ننه وخوري او د ژوند په یوې برخې به مو تبدیله شي. د غوسې له زندانه تېښته یوازې په بښنې سره کولای شئ.
لوستونکیه!
ژوند ستاسو خپل دی او یوازې په خپله کولای شئ هغه ښایسته کړئ.
یوازې تاسو یئ، چې کولای شئ له خپله ژونده خوند واخلئ، دا کار یوازې ستاسو په اراده پورې اړه لري.
د ډېری خوښیو یوازنۍ کلۍ بښنه او ګذشت دی.
که د بښنې خوند مو وڅکلو بې له ځنډه به د هغې د ښه والي په اړه شاهدي ورکړئ او خپله به قانع شئ.
ستاسو مېرمن، ستاسو اولادونه او بلا خره ستاسو د کورنۍ ټول غړي د بښنې وړ دي.
مثبته انرژي یوازې د بښنې په وسیله خپلاولای شئ.