لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي
ځواني د انسان د هلوځلو هغه مرحله ده، چې مغز یې د کار او د بدن غړي یې د زحمت لپاره اماده وي.
که دځوانۍ په قدر پوه نه شو، په زړښت کې به ډېر ارمانونه وکړو، دا دوره د کار، تحصیل،خدمت،عبادت او نور …… لپاره یو ښه وخت دی.
سړي چې زوړ شي د نورو محتاجه شي، ډېر وخت مریض او د نورو د اوږو بار شي.
انسانان، حیوانات، نباتات، جمادات او نور ځوان اوزوړ لري.
ونه چې ځوانه وي، ښه سیوری کوي، ښا خونه یې په خپل وخت له میوو ډک وي او ښکلا ورسره وي، همدا ونه چې زړه شي، چینجي یې ووهي، مریضه شي او بلاخره ورسته یې له لرګی هم استفاده نه کېږي، د یوې ونې د خدمت وخت هم د ځوانۍمرحله ده.
حیواناتو کې ځوان غویه ښه قلبه کوي او مځکه اړوي، د دهقان د مځکې د کرلو او تخم اچولو وسیله ګرځي، خو برعکس یو زوړ غویه بیا دا کار نه شي کولای او هغه قصاب له حلالې لپاره اخلي، د زوړ مال غوښه خلک نه خوښوي او په مقابل کې د ځوان مال غوښه خوښوي.
یو باز په ځوانۍ کې خپل مالک ته ښه ښکار کولای شي، چې زوړ شي له کاره ولویږي.
په جماداتو کې که غرونه وګورو، ځوان غر ښکلی وي او له تیګو یې استفاده کیدای شي او د زوړ غره تېږې یو ډول پکه او خوړل شوې وي او د استفادې نه وي.
د ټولنې د پرمختګ واګي د ویښو ځوانانو په لاس کې دي او له دوی سره نوی او ځوان فکر وي.
اصلي او حقیقي ځوان هماغه دی، چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي،که دی ځوان او کارونه دزړو کوي، دې ته بیا د ځوان په قواره او جسامت زوړ ویلای شو.