ژباړه: قاسم امیري
پنځه لس دقیقه ئیز لنډ مهاله ورځنی پلان:
دا قانون که څه هم ډېر ساده ښکاري خو خورا آزمایل شوی او مؤثر په ګوته شوی. د دې قانون پر مټ د کوچنیو بدلونونو فوق العاده ځواک ترلاسه کېدای شي.
د (اخلاق او اعتماد پر نفس) کتاب لیکوال ښاغلی »ساموئل اسمایلز« پخپل کتاب کې لیکلي: د ځینو کوچنیو کارونو بیا بیا ترسره کول نه یوازې د انسان په شخصیت جوړونه کې رغنده رول لوبوي بلکې د ملتونو او پرګنو لپاره په ټولیزه توګه په شخصیت جوړونه کې مرسته کوي. ښاغلي اسمایلز د خپل کتاب په یوه برخه کې د دې قانون پایلې په جاپان کې د پراخو او لویو بدلونو اسباب بولي.
که چېرې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې خپل وخت خپل ځان جوړونې (خود سازي) او پخپل ځان غور کولو ته ځانګړی کړئ؛ د کال په پای کې به پخپل ځان کې ډېر پراخه او حیرانوونکي مثبت بدلونونه احساس کړئ.
که چېرې هره ورځ لږ تر لږه د ۱۵ دقیقو لپاره له خپلو بېهوده بوختیاؤ او بېځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړئ؛ په نږدې وخت کې به له حیرانوونکي بریا سره مخامخ شئ.
که چېرې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې خپل وخت د ژبې زده کړې ته ځانګړی کړئ؛ دا به درته تر دې غوره وي چې اونۍ کې څو ځل د ژبې زده کړې ټولګي ته ورځئ.
که چېرې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې خپل وخت پلې تګ ته ځانکړی کړئ؛ دا به لدې غوره وي چې په اونۍ کې څو ځلې ورزشي کلپ ته ورځئ.
که چېرې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې خپل وخت مطالعې ته ځانګړی کړئ؛ دا به مو د ټول عمر تر ټولو غوره پخپل ځان پانګونه وي.
په همدې ترتیب ځینې نورې اړینې چارې مو هم په منظم ډول پخپل کاري ورځني مهال ویش کې د ننه کړئ. د دې قانون غوره والی پدې کې دی چې هېڅکله ستاسو د نورو چارو په وړاندې خنډ نه جوړوي بلکې په ډېره چټکتیا سره تاسو ته هره ورځ نوې ساه او انرژي دربښي او په تداوم سره یې په اوږد مهال کې تاسو له سترو بریاؤ سره یوځای کوي.
په ژوند کې د ډېرو آزمایل شویو تکتیکونو لپاره تداوم او تسلسل شرط ګڼل کېږي خو د ۱۵ دقیقو قانون د تداوم او په چارو د روږدي کېدو لپاره تر ټولو غوره نسخه ده.