لیکنه: لقمان حکيم حکمت
( په تېر پسې )
۳ – : په اسلامي حدودو کې انساني ازادي د اسلامي دين بنسټ او د ايمان مقتضا ده ، دا چې اسلامي دين د توحيد فطرتي دين دی او الله پاک ورته د فطرت دين ويلی دی نوټول هغه څه چې د فطرت بنسټ ګڼل کېږي تر څو يې شرعي مانع نه وي نو د اسلامي دين شعبه او برخه ده ، هغه قراني ايتونه چې هر ساکښ انسان غريب وي که امير ، باچا وي که ګدا ، پلار وي او که زوی ، نارينه وي او که زنانه خو د اسلامي دين په ټاکلو حدودو کې يې ازاد بللي دي يو هم دا ايت دی [ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ ۙ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ] ( سورت اعراف : ۱۵۷) .
ژباړه : هغه خلک چې د امي ( نالوستي ) پيغمبر نبي پيروی کوی چې دوی يې په تورات او انجيل کې هم ګوري چې په نېکو پسندو کارونو ورته امر او له بديو څخه يې منعه کوي ، پاک مزيدار خواړه ورته حلالوي او ګنده پليت خواړه پرې حرام بولي ، او هغه درانده امور ترې پورته کوي ( دوی ترې حرکت نه شو کړای ) او هغه اتکړۍ ترې ختموی چې پر دوی پرتې وې، پس هغه خلک چې باور پرې ولري او عزت او مرسته يې وکړي او دهغه نور پېروی وکړي چې ورته نازل شوی دی نو دغه ډول خلک سرفراز دي .
په ايت کې مذکور ( أغلال ) له ( اصر ) څخه کاملا توپير خوري ، الله مې دې نه خطا کوی داسې معلوميږي چې ( اغلال ) د جاهليت د دور عبوديت څخه استعاره ده چې دوی به په بوتانو راپراته وو او د احجارو او اشجارو تعظيم او بړايي به يې کوله ، خپل ټولواکان يې د معبود په حيث پېژندل ، تل به خپلو قائدينو ته په سجدو پراته او جلاليت ته به يې قائل وو .
۴ – : اسلام په خپلوټاکلو حدودو کې انسان د ژوند په ټولو ډګرونو لکه ديني ډګر ، ټولنيز ډګر ، سياسي ډګر ، اقتصادي ډګر او نورو کې د کرامت تر څنګ ازادي هم ورکړې ده ، اسلام هر وګړی په دې کې ازاد بللی دی چې کولی شي د ځآن لپاره ديني ناحيه د منهج او عقيدې په توګه وټاکي ، الله پاک فرمايي [لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّـهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّـهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ] ( سورت بقره : ۲۵۶ ) .
ژباړه : په دين کې پر چا اکراه نشته ( دين به په زوره پر چا نه منل کيږي ) ايمان له کفر څخه ( د دلائلو له مخې ) ډېر ښه توضيح شوی دی ، څوک چې په طاغوت باندې کفر کوي او پر الله ايمان لري نو پر هغه کلکې رسۍ يې منګولې ښښې کړې چې نه شکيږي ، او الله اورېدونکی او ليدونکی دی .
له دې ايت څخه مطلب دا نه دی چې چا ته کومه عقيده پسنده وي کولی شي معتقد يې جوړ شي !! نا ، بلکې مونږ مخکې وويل چې د انسان ازادي به د اسلام رسم کړي دائرې څخه تعدا نه وي ځکه دا د الله حقوق پايمالول دي او د کفري عقايدو له مخې د اسلامي دين بېخ کني ده ، ځکه که دغه ډول ازادي چې هر سړی د خپل طبيتعت څښتن دی او چې څنګه وړ ويني هغسې به د نفس د غوښتنې پر بنسټ معتقد وي ، که داسې شي د اسماني استازو ګرد مزايا له منځه ځي ، اسماني رسالت به له ګټو وټو لوڅ شي ، انساني سعادت به معيار نه وي ، دين او تقوا به هېڅ ارزښت نه لري ، او داسې نور ډېری شرونه چې انسان د ابدي شقاوت په کندو کپرو کې اچوي ، هر چا چې له دې او ورته نورو ايتونو څخه دا استدلال کړی دی چې هر انسان د عقيدې په باب کې ازاد دی نو هېڅ نه ارزي او نه يې استدلال قابل قناعت دی ،ان شاء الله په دې موضوع به تفصيلي خبرې د اديانو او عقايدو د حريت په باب کې په تفصيلي توګه راشي ، خو که بيا هم څوک پر هغه يهودانو او نصرانيانو چې د مسلمانانو ترمنځ به اوسېدل د عقيدي په باب کې پر ازادۍ دليل نيسي نو دليل يې ځکه ناسم دی چې يو خو مسلمانان په قوت کې وو او بل هغوی به د خپل ژوند اوځان د ستاتنې په بدل کې ټېکس ورکو ،اوس مهال خو کفر له اسلام نه ټېکس غواړي نو څنګه دې کفر ته ازادي ورکړل شي ، او بله مهمه خبره دا ده چې کافر به د اسلام په سيورې کې کله ژوند کولی شي چې خپل مذهب ته داعي نه وي خو که ولې کولی شي چې خپل مذهبي شعاير ادا کړي ، لږ څه وروسته به يې تفصيلي شننه په خپل ځای کې راشي .
( نور بيا…) لومړۍ برخه – دریمه برخه