• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د افغانستان ملي سرود، د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې

Home لومړيتوبد افغانستان ملي سرود، د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې
د افغانستان ملي سرود، د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې

د افغانستان ملي سرود، د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې

لیکنه: جلال یعقوبي‎

په افغانستاان کې بیلابیل قومونه ژوند کوي، پر دغه هیواد د تاریخ په اوږدو کې بیلابیلې واکمنۍ تیرې شوي، په بیلابیلو پړاوونو کې په بیلابیلو نومونو یاد شوی، آریانا، خراسان او باختر یې له بیلګو څخه دی، په همدې ترتیب په بیلابیلو پړاوونو کې بیلابیل ملي سرودونه هم ویل شوي دي.
په معاصره دوره کې د افغانستان لومړنی ملي سرود خپله خلکو ویلی وو، سندره یې رجب بیګ ترکي جوړه کړې وه او د اماني ملي سرود په نامه یادیده، دغه ملي سرود که څه هم ښکلی او شعر یې ډیر له معنا ډک وو، خو بیا یې هم په ولس کې یې دومره محبوبیت نه درلود.
دغه ملي سرود چې په دری ژبه ویل شوی وو، او پیل به یې په لاندې عربي دعا سره کیده:
[quote]الهنا فانصرلنا سلطاننا سلطان افغان امان الله خان
وطن عشق تو افتخارم
وطن در رهت جان نثارم
وطن خاك پاكت بهشتم
وطن گلخنت لاله زارم
وطن عاشقم بر شكوهت
به از دُر بود سنگ كوهت
ومن هركجايي كه باشم
تويي جان فزا، اي ديارم
وطن قلب من هستئ من
بود رگ رگم پر زخونت
بتو همچو گل عشق ورزيم
اگر در خزان يا بهارم[/quote] پر افغانستان د روسي یرغلګرو تر پوځي یرغل وروسته دغه ملي سرود کم رنګه شو، خو پر دغو یرغلګرو د افغان مجاهدینو بري نوي ملي سرود ته لاره پرانیسته، چې د افغان جهاد د بري او د آزادۍ ښائیسته سندرې یې زمزمه کولې، دغه ملي سرود په لاندې ډول وو:
[quote]

قلعهٔ اسلام قلب اّسیا جاودان، اّزاد، خاک اّریا
زادگاه قــهرمانان دلیر سنگر رزمنده مردان خـدا

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر

تیغ ایمانش به میدان جهاد بنـد استبداد را از هم گسست
ملت اّزادهٔ افغــانسـتـان در جهان زنجیر محکومان شکست

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر

سر خط قراّن نظام ما بود پرچم ایمان به بام ما بود
هم صدا و هم نوا با هم روان وحدت ملی مرام ما بود

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر

شادزی، اّزاد زی، اّباد زی ای وطن در نور قــــانون خدا
مشعـــــل اّزادگی را بـــر فراز مـــــردم سرگشته را شو رهنما

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر

[/quote]

قلعه اسلام قلب آسيا جاودان ، آزاد خاك آريا زادگاه قهرمانان بزرگ سنگر رزمنده مردان خدا الله اكبر الله اكبر الله اكبر تيغ ايمانش به ميدان جهاد بند استبداد را ازهم گسست ملت آزادة افغانستان در جهان زنجير محكومان شكست الله اكبر الله اكبر الله اكبر در خط قرآن نظام ما بود پرچم ايمان به بام بود هم صدا و همنوا و همزبان وحدت ملي مرام ما بود الله اكبر الله اكبر الله اكبر شاد زي آزاد زي آباد زي اي وطن در نور قانون خدا مشعل آزادگي را بر فراز مردم برگشته را شو رهنما الله اكبر الله اكبر الله اكبر
ملي سرود باید ملي وي خو د خلکو په وینا چې پورته ملي سرود ملي جنبه نه لرله او د ځینو مشخصو کړیو لپاره جوړ شوی وو، له ملي سرود څخه موخه دا وي چې په یو هیواد کې میشت ټول قومونه او میلیتونه په یو ټغر راټول او په ملي مسايلو کې خلکو ته ملي احساس ورکړي، په همدې اساس اړتیا دیته وه چې همداسې یو ملي سرود دې جوړ شي، چې په پایله کې اوسنی ملي سرود رامنځ ته شو.
د افغانستان اوسنی ملي سرود ببرګ ویسا جوړ کړی او شعر یې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ اوسني وزیر عبدالباري جهاني لخوا جوړ شوی، دغه ملي سرود په ۲۰۰۶ کال په برلین کې ثبت شوی چې لوستونکي یې له: عبدالوهاب مددي، صادق فطرت (ناشناس)، پیکر افسانه، حسین آرمان، مشعل آرمان، شهنا او څو نورو څخه عبارت دي، د دغې ملي سرود شعر په پښتو ژبه لیکل شوی.
دا ملي سرود په افغانستان کې تر ټولو قوي ترین او پر نفوذ ترین ملي سرود دی ځکه یاد ملي سرود په خپل ایډیالوژیک روح، لفظي چوکاټ او زړه کې یې ټولو میشتو قومونو ته ځای ورکړی، دا ملي سرود په لاندې ډول دی:
[quote]دا وطن افغانستان دی دا عزت د هر افغان دی
کور د سولی کور د توری هر بچی یی قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی د بلوڅو، د ازبکو
د پښتون او هزاره وو د ترکمنو، د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دی پامیریان، نورستانیان
براهوی دی، قزلباش دی هم ایماق، هم پشه یان
دا هیواد به تل ځلیږی لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کی د آسیا به لکه زړه وی جاویدان
نوم د حق مو دی رهبر وایو الله اکبر وایو الله اکبر[/quote]

ملي سرود د ټول ملت د زړه آواز وي، دا هغه څو جملې وي چې په اوریدو سره یې د سړي احساسات وپاریږي او د وطن مینه یې په زړه کې تیغ ووهي، را وټوکیږي او د وطن پالنې مینه را ژوندۍ کړي، خو دا تمه له کوم ډول ملي سرود څخه کیدای شي؟
د تاریخ په اوږدو کې ګڼ ملي سرودونه ویل شوي او وبه ویل شي، خو دا وروستی یې هغه دی چې په اوریدو سره یې د هر افغان په زړه کې د وطن پالنې جذبې راپاریږي، دا هغه ملي سرود دی چې په خپل زړه کې یې د دې ملت ټول قومونو ته ځای ورکړی او د وحدت، یووالي او سولې پیغام له ځانه سره لري او له اسلامي نظره په اوس وخت کې د نړۍ یواځینی ملي سرود دی چې د الله اکبر کلیمه پکې دوه ځلې راغلې.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

افغانه پیغله له روسي زړه، آلماني هنر او امریکایی فکر سره

افغانه پیغله له روسي زړه، آلماني هنر او امریکایی فکر سره

Jun 25, 2016

لیکنه: اندي ژباړه: جلال یعقوبي د کوم ځای یې؟ دا[...]

د تعلیمي رشتې انتخاب د کانکور په خوښه!‎

د تعلیمي رشتې انتخاب د کانکور په خوښه!‎

Jun 21, 2016

لیکنه: جلال یعقوبي د افغانستان تعلیمي سیستم څو لسیزو پرلپسې[...]

جلال یعقوبي

جلال یعقوبي

Aug 2, 2016

Share this: Click to share on X (Opens in new[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d