۹۶ ډالره
ژباړه: شفیق امیرزی
یوه ورځ د پوست کارکوونکي داسې لیکونه پلټل چې نامعلومه او ناپیژنده آدرسونه یی لرل داسې یوه لیک ته یی پام شو چې په پاکټ په رږدیدلي لیک لیکل شوي وو؛ خدای ته !
له ځان سره یی فکر وکړ چې باید دا لیک ولولی او پاکټ خلاص کړي ځکه له ډېره یی سودا شوه په بېړه یې لیک پرانیست، په لیک کې لیکل شوي وو:
ګرانه مهربانه خدایه ! زه کونډه یم ۸۳ کلنه یم، او ژوند مي د تقاوت په کم معاش تیروم پرون مي یوه نفر له لاسه دپسو بټوه چې سل ډالره په کې وو و تښتوله دا زما ټولې پسې وي چې ما باید د دې میاشتې ترپایه لګولې وی، د بلې اونی په یکشنبه اختر دی او مې دوه خواږه خپلوان د ماښام ډوډی ته را بللي دي نو له هغو پیسو پرته هیڅ نشم اخیستلی هیڅ څوک هم نه لرم چې ترې پور وکړم اې لویه خدایه ته زما هیله یی زما سره مرسته وکړه.
د پوست کارکوونکی ډیر تر تآثیر لاندې لاړ او لیک یی خپلو نورو ملګرو ته چې له ده سره په کار لګیا وو ور وښود.
ټول خپه شول، نو ټولو خپل جیبونه ولټول او هر یوه ورسره څو څو ډالره یو ځای کړل چې حساب یې کړل، د میز په سر ۹۶ ډالره شول او هغه یی بوډی ته ولیږل.
د پست کارکوونکو ډیر خوشحاله وو چې له کونډې او یوازې ښځې سره یې مرسته وکړې.
اختر خلاص شو له دې خبرې څو ورځې تیرې شوي، چې بل لیک پوسته خانې ته روارسید او د هغه په پاکټ لیکل شوې وو.
خدای ته !
ټول کارکوونکي راټول شول لیک یی پرانیست داسې یی لیکلي وو:
زما لویه او مهربانه خدایه !
هیڅ نه پوهیږم چې څنګه له تا مننه و کړم ستا په مهربانۍ بریالۍ شوم، چې خپلو ملګرو ته ښه ډوډی ورکړم ښه ماښام مو درلود ما ټولو ته ستا د ډالی کیسه وکړه.
سره له دې چې څلور ډالره یی کم وو، زه باور لرم چې د پست کارکونکو به هغه اخیستې وي !!!
