پښتو ژباړه له ګڼو ستونزو سره مخ ده. په دې لړ کې په يوه مهال د څو ژباړونکو له لوري د يوه کتاب ژباړل يوه ستره ستونزه ده کومه چې زموږ د ډېرو ليکوالانو او ژباړنانو وخت او انرژي يې ضایع کړی او ډېر مهال د ځينو کسانو د زړه ماتوالي لامل شوې ده. له ټولو درنو ليکوالانو او ژباړنانو هيله کوو تر څو لومړيتوب ته د خپلو تر ژباړه لاندې کتابونو په اړه وليکي. موږ به دلته د هغوی نوملړ خپور کړو او دا کار به د دې لامل شي چې په کتاب دوه ځايه انرژي او وخت ضایع نشي. د دې کار لپاره لومړيتوب ته لاندې مالومات ولېږئ.
1. د کتاب نوم
2. د ليکوال نوم
3. د ژباړن نوم
4. څانګه (لکه ارواپوهنه، انجينیري، طب، ادب)
5. د پیل نېټه
پته: admin@lomritob.com