لیکنه: منصور احمد مبارز
خان عبدالغفارخان په څو مختلفو نومونو مشهور دی لکه فخر افغان ، باچاخان او د سرحد ګاندي. دبهرام خان زوی بابا یې سیف الله خان او غورنیکه یې عبیدالله خان بابا و دوی هغه ازاد خیال پیاوړي او منلي مشران وو چې د انګریز د استعمار (ښکېلاک) پر ضد یې ډیرې هلې ځلې کړیدي.
باچاخان د پيښور په ۲۰ کیلومترۍ د هشنغر په اتمانزو کلي کې چې د سوات او باجوړ د سیند په غاړه لمرخاته ته پروت دی، په کال ۱۸۹۰ع کې دې د ظلم او تشدد دنیا ته سترګې لوڅې کړې او تر ۱۹۸۸ ع کال پورې ژوند وکړ .دا هغه وخت دی چې دپرنګیانو په امپراطورۍ کې لمر نه دوبېدو. باچاخان چې کله په ښه او بدو پوه او خپل چاپیریال ته ځیر شو، په هغه کې غلا، قتل، دښمني، ظلم زور زیاتی، غریبي، لوږه، تنده، بربنډۍ د خونونو او قتلونو پورنه د یوه نسل نه بل ته پاتې کیدل او له بل نه بل ته پاتې کیدل خلک له دغه حالته نور هم د ظلم او تشدد په اورونو کې ډوبیدل په زړونو او ذهنونو باندې یې خرافاتو (چټیات) واک موندلی و. او د انګریزانو ناروا چلند د باچاخان سترګې نورې هم پرانیسې. په دغه تیاره ماهول کې باچاخان تعهد وکړ چې د پښتون قوم لپاره به خدمت کوم. نو کلي په کلي، جماعت په جماعت، حجره په حجره وګرځید او د خلکو سره یې پراخه اړیکې او مفاهمه پیل کړه او د ترنګزو د حاجي صاحب په ملګرتیا یې د انګریز ښکېلاک پر ضد د افغانانو د راویښولو او ملي حکومت د جوړولو لپاره تاریخي کارنامې سرته رسولي دي. د خدایی خدمت ګارو موسس د هند ستر مشر مهتاماګاندي او جواهر لال نهرو سره یو ځای د هند د نیمې وچې د ولسونو لپاره نژدې خپل ټول ژوند قرباني کړو هغوی نژدې څلویښت کاله په زندانونو تیرکړل پښتۍ یې ماتې شوې نظر بندی یې تیرې کړې. مګر هوډ یې لا پسې ټینګه شو، ډیر په وطن مین کسان یې پیدا کړل او د ژوند تر اخري سلګۍ ورسره ودریدل. ددې او د خدایی خدمت ګارو تر بیرغ لاندې راټول شول. باچاخان د ځان لپاره څه نه غوښتل هغه چې هر څه کول د پښتون قوم لپاره یې کول هغه غوښتل چې پښتانه یو شي ځان و پيژني د باچاخان سره د هوسا ژوند د تیرولو ټولې وسیلې وې، ځکه دوی خانان وو مګر ده دنیایي کارونه پریښودل او د پښتنو د یو کولو لپاره یې ملا وتړله، دی دپښتنو په کم زورۍ ښه خبر وو ده ته معلومه وه چې پښتانه یو بې اتفاقه قوم دی چې نه منزل لري او نه لارښود د کوم قوم چې مشر نه وي هغه همیش په مصیبت کې ګیر وي نو باچاخان دې همدې په اساس د پښتنو مشري وکړه، پښتنو ته یې همت، جرأت ورکړ او ددې جوګه یې کړل چې په دغه براعظم کې ښه کردار ترسره کړي. دلته پوښتنه پیداکیږي آیا په پښتون قوم کې دومره همت او جذبه شته چې هغه مقاصد ترلاسه کړي کوم چې باچاخان اختیار کړي وو، او د کومو لپاره چې باچاخان خپل ټول ژوند وقف کړی وو، ایا پښتون به ددې مقاصدو لپاره کوښښ وکړي؟ خدایي خدمتګار خان عبدالغفار خان (رح) د عدم تشدد د فلسفې او د پښتون ملت هغه روڼ آندی ستوری دی که دده د روښانه فکر په لار موږ قدم کیږدو. نو زر ده چې د نړۍ د سیالو او پرمختللو قومونو سره به سیال او اوږه په اوږه روان شو. د باچاخان سترتوب په دې کې دی چې د پښتنو د ګډ ژوند لومړنۍ ستونزې لکه: تشدد (ځځښت) بې علمي، افراطیت، بې ځایه سیالي، جهالت، نفرت، تربګني او د بدبینۍ کلک مخالف و. او دې له منځه وړلو لپاره یې په کلکه او میړانه مبارزه وکړه، چې اوس بدبختانه پښتانه بیا هماغه حالت تللي دي او د ستونزو د حل لار یې همدا ده. د نړۍ اوسنی امنیت د یوه لوی خطر سره مخ دی، ټول مسلمان هیوادونه کفري نړي ددهشت ګیري په لومه کې ښکېل کړي دي په ځانګړي توګه د پښتنو په سیمه کې د فساد او وژونو اور لګولی دی، د بې ګناه پښتنو وینه لکه د اوبو په شان بهیږي او راتلونکي ته یې هم خطر پيښ دی. هوښیاران وایی د یووالي په زور کمزوري قومونه هم وده کولی شي لکه ( هزاره قوم چې په لسو کلونو کې پرمختګ کړی ) او په بې اتفاقۍ سره غټ غټ قومونه تباه کیږي لکه بد قسمته پښتانه تر څو چې موږ یو شوي نه یو زموږ حیثیت د دوهم ځل لپاره نه په حال کیږي نو په داسې حال کې اړینه بولم چې د عدم تشدد د ستر علم بردار باچاخان د روښانه فکرونو څخه ګټه پورته کړو او نورو خلکو ته یې ورسوو. موږ پښتانه ورته (بابا)وایو مګر دی وایی:
زه مو بابا نه یم باباګانو خوړلي یی …
زه ستاسو خدمتګار یم زه له تاسو نه څه نه غواړم. زه خدایي خدمتګار یم، تاسو نه هم دا غواړم، چې تاسې هم خدای دپاره بې له کومې طمعې او توقع نه د خدای د مخلوق خدمت وکړی، خدای خو خدمت ته ضرورت نه لري د هغه خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی.
د باچاخان فلسفه یواځنۍ فلسفه ده چې د ظلم زور او زیاتي څخه پاکه او پر ولسواکۍ ولاړه ده. نړیواله ټولنه نن پدې قانع شوې ده چې د افراطیت څخه د خلاصون یوازنۍ لار د عدم تشدد لار ده، کومه چې بایزد روښان (رح) خوشحال خان خټک (رح) او باچاخان (رح) غوره کړې وه. موږ پښتانه ویاړو په داسې پلرونو او نیکونو چې د خپلې خاورې د خپلواکۍ لپاره په عدم تشدد کې ددښمن سره د جګړې په میدان کې خپله قهرماني ټولې نړۍ ته وښوده.
په درنښت
منصور احمد مبارز