– ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ
(سل لومړۍ ورځې د محمد اشرف غني د واکمنۍ) د هغه کتاب نوم دی چې نوی له چاپ څخه را وتلی او د افغانستان د وګړو په خدمت کې قرار لري. باید وویل شي چې د یو هېواد د لارښود، جمهور رئیس، حاکم یا پاچا د ورځنیو چارو منظم آرشیف او ملت ته یې په کتابي بڼه وړاندې کول د دې لپاره صورت مومي څو له کارونو یې د ولس وګړي خبر شي، په مثبتو کړنو یې خوښي څرګنده کړي، د موجودو ستونزو د تشخیص او حل لارو په نښه کولو کې ورسره مرستندوی واقع شي. همدارنګه د یوې ټولنې د لومړۍ درجې مسوولینو د کړنو منظمه کرونولوژي د ټولنې موجود او راتلونکي نسل ته د مسوولینو د چارو په اړوند د قضاوت ښه چانس په لاس ورکوي څو د چارواکو د کړنو څخه په عبرت د ټولنې د پرمختګ بهیر په سم لوري روان کړي. د یو هېواد مشر هغه مهال د بریا لاره په سمه توګه په نښه کولی شي چې ولس یې له چارو څخه خبر وي، د خپلو خلکو د رغنده مشورو، همکاریو او وړاندیزونو په بدرګه مخته ولاړ شي، د روانو ناخوالو مخنیوی وکړي، ستونزو ته مناسبې حل لارې و لټوي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د بریالیتوب پړاوونه و وهي.
دا دی په همدې لړ کې د افغانستان د منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د واکمنۍ د سلو لومړنیو ورځو (د ۱۳۹۳ کال د تلې د میاشتې له ۷ مې څخه د ۱۳۹۳ کال د مرغومې تر ۱۶ مې) نېټې پورې د چارو لنډ انځور په خپل اثر (سل لومړۍ ورځې د محمد اشرف غني د واکمنۍ) تر عنوان لاندې د ګرانو لوستونکو خدمت ته په دې موخه ډالۍ کوم چې افغان ولس د خپل ولسمشر د لومړیو ورځو د چارو څخه په ښه توګه خبر شي، ژمنې یې تر ژورې کتنې لاندې راولي، د ستونزو په لرې کولو کې ورسره همکار شي، په پرمختګونو یې و ویاړي، د ناخوالو په مخنیوي او د ستونزو په حل کې همکاري ورسره وکړي څو د بریا په لوري د شریک کاروان سفر آسانه شي.
د افغانستان د منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني واکمني په داسې حالت کې پيل شوه چې د ټولټاکنو یو اوږد، عجیب، بې ساری، ستړي کوونکی، ځورونکی او له ستونزو ډک بهیر یې شاته پرېښود. دغه بهیر د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې په ۱۶ مه نېټه پیل شوی وو، دویم دور ته ولاړ، نږدې ۶ میاشتې و غزېد او د ۱۳۹۳ کال د تلې د میاشتې په ۷ مه نېټه د نوي جمهور رییس د وفادارۍ په لوړې کولو سره پای ته و رسېد.
د دې حقیقت څخه سترګې نه شي پټېدای چې نن ورځ د زیاترو پېښو انځور په راډیويي او تلوېزیوني خپرونو سربېره د بریښنايي ژورنالېزم پر مټ د برېښناپاڼو، فېسبوک پاڼو او داسې نورو ګړندیو نشراتي آسانتیاوو له لارې په سملاسي او بیړنۍ توګه په ملي او نړیواله کچه خپرېږي او یو شمېر وګړي لاسرسی ورته پیدا کوي. خو د دې ټولو خپرنیزو آسانتیاوو سره سره په کتابي بڼه د یو هېواد د سیاسي نظام د ورځنیو پېښو را ِغونډول، آرشیف کول، خوندي کول، خپرول او وګړو ته د هغه په هکله د ارزونې او قضاوت چاپېریال برابرول هېڅکله خپل اهمیت له لاسه نه ورکوي بلکي د ټولو نشراتي آسانتیاوو سره سره کتاب خپل اهمیت په ټولنه کې د تل لپاره ساتلی دی.
له بلې خوا په دې کې شک نشته چې زیاتره افغان روڼ آندي، لیکوالان، د پېښو شنونکي او څېړونکي تر ډېره حده نه خوښوي چې په مناسب وخت د خپل هېواد د لومړۍ درجې مشرانو په هکله منظم آثار و لیکي او د ملت وګړو ته یې وړاندې کړي بلکي په ټولنه کې د ځینو ناسمو اندونو د ترویج له کبله دغه راز لیکنې د ځینو په وړاندې ښه کار نه ګڼل کېږي. له همدې کبله تاریخ پوهان او د چارو شنونکي په خپله ټولنه کې له معلوماتي خلا سره مخ کېږي او وروسته بیا د اړتیا پر مهال هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي ډګر د پېښو انځور د پردیو له لیکل شوو آثارو څخه واخلي او د کتابونو ژباړې ته یې زړه ښه کړي. همدارنګه یو شمېر شنونکی فکر کوي که د خپلې ټولنې د مشرانو په هکله د پېښو واقعي انځور وړاندې شي نو شاید چې نور به یې په ډول ډول نومونو متهم کړي. له همدې کبله په افغاني ټولنه کې د داسې لیکوالانو او څېړونکو شمېر محدود دی چې په خپل وخت د افغانستان د مشرانو او سیاسي ډګر د ورځنیو پېښو لیکلو او په کتابي بڼه خوندي کولو ته اهمیت ورکوي. شاید دا کتاب چې ما یې د لیکلو هڅه کړې او چاپ کړی مې دی، په خپله برخه کې لومړۍ هڅه وي چې د یو منتخب افغان ولسمشر د سلو لومړنیو ورځو د پېښو انځور په خپل وخت او واقعي بڼه ولس وړاندې شي.
غواړم افغان ولس ته د بهتره چوپړ په موخه د دې نوي اثر په وړاندې کولو سره دا دستور د تل لپاره مات او دا وېره لرې کړم چې څوک وروسته را پسې څه وايي او د یو آزاد لیکوال په توګه د هېچا له فرمایش او امر پرته په کتابي بڼه د هېواد د ملي پېښو انځور خوندي کولو ته لومړیتوب ورکړم. همدارنګه غواړم چې د افغانستان د منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د سلو لومړیو ورځو د کړنو انځور تر ګرانو لوستونکو او مینه والو پورې و رسوم.
د دې کتاب د منځپانګې برابرول څه آسانه خبره نه وه بلکي د هغې د برابرولو لپاره مې په ملي او نړیواله کچه ګڼو چاپي، غږیزو، برېښنايي او انځوریزو رسنیو ته مراجعه کړې، پاڼې مې یې اړولې، روانې چارې مې په دقیق ډول څېړلې او د نوي منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني له ورځنیو چارو سره ګام پر ګام مخته تللی یم. همدارنګه له ګڼو کسانو څخه مې پوښتنې مطرح کړې دي څو افغان ولس ته د نوي منتخب رژیم د پېښو حقیقي انځور وړاندې کړم.
د دې کتاب په منځپانګه کې د ولسمشریزو چارو اړوند راپورونه د دې لپاره په بشپړه توګه را اخیستل شوي دي چې په هغه کې د افغانستان ولسمشر او ملاقات کوونکي اړخ تر منځ داسې تبادله شوې خبرې شتون لري چې له ګټورو نظریاتو، غوښتنو، ستونزو، وړاندیزونو او مشورو څخه ډکې دي او د ملت وګړو ته یې په مناسبه تفصیلي بڼه بېرته رسول ځکه ضروري ګڼل کېږي چې د چارو په هکله قضاوت د بشپړو معلوماتو په رڼا کې وکړي.
باید یادونه وکړم چې د دې کتاب منځپانګه د ولسمشر محمد اشرف غني د هغو ورځنیو چارو پر بنسټ برابره شوې ده چې معلومات یې عامو مطبوعاتو ته راوتلي او له رسنیو سره شریک شوي دي او د همدې اثر په منځپانګه کې د ښاغلي ولسمشر د کار هغه برخه شامله نه ده چې د نوموړي پر خصوصي ملاقاتونو او دفتري چارو را څرخي.
باید یادونه وکړو چې د دې اثر په منځپانګه کې د افغانستان د منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د سلو لومړیو ورځو د چارو پر معلوماتو سربېره د نوموړي د واکمنۍ د ۱۰۶ مې ورځې مهم خبر چې د نوې کابینې د اعلان په هکله دی، هم راغلی دی ځکه چې په دې خبر کې د نوو نوماند وزیرانو نومونه شتون لري.
د دې کتاب د منځپانګې د برابرولو پر مهال هڅه شوې چې د ښه وضاحت لپاره د هجري لمریز تاریخ تر څنګ زېږديز یا مېلادي نېټه هم ذکر شي څو د لوستونکو، مینه والو او د چارو د شنونکو لپاره زیات وضاحت رامنځته کړي. همدارنګه د کتاب په وروستي څپرکي کې د تېرو سلو ورځو د چارو منظمه کرونولوژي په مختصره بڼه را اخیستل شوې څو د هغو لوستونکو لپاره آسانتیا رامنځته کړي چې نه غواړي موضوعات په تفصیلي بڼه و لولي.
د ټولو هڅو سره سره کېدای شي چې د کتاب منځپانګه د لوستونکو د ارزونې په تول پوره و نه خېږي، معلومات سم نه وي انتقال شوي او یا د محتوی او طباعت له نظره اشتباوې و لري. نو ډېره مهرباني به مو وي چې د همدې اثر د متن په اړوند هر ډول اشتباه، وړاندیز یا نیوکه د کتاب له لیکوال سره شریکه او د خپلې همکارۍ په مینه مو و پالی. همدارنګه هغه دوستان چې په دې کتاب سالمه نیوکه لري، هیله ده چې په لیکلې، مستدله، اصلاحي او علمي بڼه یې تر نیوکې لاندې راولي څو د راتلونکي لپاره یو ښه لارښود شي.