خوشال بابا فکري بهیر
شينډنډ په رسمي ډول په اداري تشکیل کې د هرات ولایت يوه ولسوالي ده، چې ۶۷۶۲ کيلومتر مربع پراخوالی او له ۵ سوه زره زیات اوسېدونکي لري. دغه ولسوالي له يوې خوا د هرات له ادرسکن او فارسي ولسواليو سره او له بلې خوا له غور او فراه ولايتونو سره پولې لري. شينډنډ همداراز له ايران سره د ادرسکن ولسوالي له لارې شاوخوا ۳۰ کيلومتره پوله او دوه نارسمي بندرونه لري. د شينډنډ له مرکز څخه د ايران تر پولې ۱۲۰ کيلومتره واټن، د هرات تر مرکزه ۱۳۰ کيلومتره، تر ادرسکن ولسوالۍ پورې ۶۲ کيلومتره، تر فراه ولايت پورې ۱۰۵ کيلومتره او د غور ولايت تر مرکزه ۳۰۵ کيلومتره واټن دی، چې پدې توګه خلک اړ دي د خپلو ستونزو لپاره ډېر لرې واټنونه ووهي.
شينډنډ ۳۱۴ ثبت شوي کلي او په ټوليزه توګه ۵۷۲ کلي لري، څرنګه چې شينډند يوه ډېره پراخه ولسوالي ده نو په پنځو بلوکونو وېشل شوې چې دا ډول وېش په نورو ولسوالۍ کې نه ليدل کېږي. د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې که څه هم ډېره ناامني وه، خو له ۱۲۰ زرو تنو څخه چې د رايو کارتونه يې اخېستي وو ۶۰ زره رايې واچول شوې. شينډنډ همداراز د يوه لوی هوايي ډګر او پوځي اډې په درلودلو سره ځانګړی اهميت لري.
د شينډنډ مساحت د هېواد له نهو ولايتونو (کابل، کاپيسا، پنجشېر، لوګر، پکتيا، خوست، پروان، کونړ او لغمان) څخه لوی او نفوس يې هم له يو شمېر ولايتونو څخه زيات دی، خو دغې ولسوالۍ ته د هېواد د نورو عادي او وړو ولسواليو هومره امکانات او تسهيلات په پام کې نيول کېږي. د څوکلو مخکې د ارقامو له مخې دغې ولسوالۍ ته ټول د ۶۴ تنو پوليسو تشکيل ورکړی شوی و. همدا دليل دی چې له بده مرغه د شينډنډ له مرکز څخه بهر حکومت رښتيني واکمني نه لري او دا ولسوالي د وسله والو مخالفينو لپاره نه يوازې يو خوندي پټنځای دی، بلکې د وسله والو مخالفينو لپاره په يوه اکمالاتي او ترانزيتي دهلېز هم بدله شوې ده. همدا لامل دی چې له شينډنډ څخه نه يوازې د هرات نږدې ولسوالۍ، بلکې د غور، فراه او حتی بادغيس ولايتونه ناکرارا او ناامن دي.
د نارسمي ارقامو له مخې د هرات په زندان کې چې د ټول لوېديز زون بنديان پکې خوندي دي، د ۳۱۰۰ تنو بنديانو څخه شاوخوا دوه زره تنه يې د شينډنډ اوسېدونکي دي. يوه بله بوږنوونکې شمېره ښيي، چې يوازې د زيرکوه په بلوک کې يو نيم زر کونډې ژوند کوي.
پداسې يوه سيمه کې چې هره ورځ جنګ جګړې روانې دي او شاوخوا ۶ لکه وګړي ژوند کوي، يوازې يو ۵۰ بستريز روغتون فعاليت کوي. په ټول شينډنډ کې يوازې ۱۶.۵ کيلومتره هوار سړک وجود لري. د ټولې ولسوالۍ په کچه ۱۰۲ ښوونځي شته، چې زياتره يې ودانۍ نه لري، يو شمېر يې د ناامنيو او يو شمېر يې هم د فساد له کبله تړلي دي او په يو شمېر نورو کې نظامي پوستې او مرکزونه جوړ شوي دي. د نارسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۷۰٪ ماشومان له زده کړې څخه بې برخې دي او د ټولې ولسوالۍ په کچه د سواد سلنه ۱۳ ده.
څرنګه چې په شينډنډ کې د مدني ژوند حتی ډېرې لومړنۍ اړتياوې هم په سختۍ پوره کېږي او پدې برخه کې شته اسانتياوې ډېرې محدودې او تقريباٌ په نشت حساب دي، لدې کبله هغه کورنۍ چې يو څه امکانات لري له شينډنډ څخه يې مهاجرت کړی او همدا اوس په زرګونو شينډنډي کورنۍ د هرات په مرکز کې د مهاجرت ژوند تېروي.
څرنګه چې د شينډنډ ستونزې ډېرې ژورې دي او مرکزي دولت يې د حل پر بنسټيزه لار غور نه دی کړی، همدا لامل دی چې د شينډنډ ولسوال تر څو مياشتو زياته دنده نه شي ترسره کولای او ژر ژر بدلېږي.
يوازې د چارواکو بدلون د شينډنډ او شاوخوا سيمې ستونزه نه شي حلولای، بلکې د حل بنيادي لاره دا ده چې دغې ولسوالۍ ته د هغوی د نفوسو او مساحت په کچه امکانات او سهولتونه ورکړل شي او د شينډنډ ستراتيژيک موقعيت ته په کتو سره د امنيت په برخه کې جدي توجه وشي.
ډېری لوري په دې باور دي چې د شينډنډ د ستونزې عملي او اساسي حل لاره دا ده چې دا ولسوالي په ولايت بدله شي. د سيمې د مشرانو اصلي غوښتنه هم دا ده. دا يوازې د نن ورځې غوښتنه نه ده، بلکې شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې هم د دولت په کچه دا نظر موجود و چې شينډنډ بايد ولايت شي، خو له بده مرغه ځينې خاصې کړۍ د خپلو ځانګړو ګټو او سليقو له مخې د دې چارې مخنيوی کوي.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د بشري حقونو د کميسون يو شمېر متخصصينو هم د شينډنډ وضعيت د ارزونې پر بنسټ وړانديز وکړ، چې دا ولسوالي بايد په ولايت بدله شي.
د افغانستان دولت او ولسمشر باید نور د شينډنډ په اړه د بې پروايۍ او ناپامۍ سياست خواته کړي، د دغې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته جدي پام وکړي او د يوه دايمي حل لارې په توګه د دغې سيمې ظرفيتونو او اړتياوو ته په کتو سره، د ولايت په طرحه جدي فکر وکړي.