THE EFFECT OF CURING CONDITION ON COMPRESSIVE STRENGTH IN HIGH STRENGTH CONCRETE
د لوړ مقاومت لرونکو کانکريټو په فشاري مقاومت باندې د کانکريټو د ساتنې د بېلابېلو ډولونو اغېزې
Author: Ali H. Hameed
Civil department, college Engineering, Diyala university.
Translator: Eng. Inamullah “Inam”
Civil and Structural department, Graduate School of Engineering, Kyushu University, Japan
(لومړۍ برخه)
لنډيز – ABSTRACT :
دا ليکنه په بېلابېلو حالاتو کې د لوړ مقاومت لرونکو کانکرېټو په فشاري مقاومت باندې د کانکرېټ ساتني يا Curing اغېزې په ډاګه کوي. دلته درې بېلابېل ډول ساتنې په پام کې نيول شوې.
لومړی ګروپ: کانکريټ لومړی د 7 ورځو لپاره په اوبو کې او نور په وچه هوا کې ساتل شوي.
دوهم ګروپ: نمونې د ازموينې تر پيل پورې په اوبو کې ساتل شوې.
دريم ګروپ: نمونې د 6 ورځو لپاره په لوړه درجه تودوخه (۶۰درجې د سانتي ګريد) کې ساتل شوې.
دوه ډوله مکعبي نموني150x150mm and 100x100mm) کچه لرونکي) د ازموينې لپاره تيارې شوې چي د 4 ډوله مکس ډيزان لرونکې ( Mix No.1- 40MPa، Mix No.2- 60 MPa، Mix No.3 – 70 MPa او Mix No.4 -80 MPa) وې. دا نمونې په 7، 28 او 90 ورځو کي ازمویل شوې دي. د ازموينو پایله ښيي چې دوهم ګروپ نمونې چې د 28 ورځو لپاره په اوبو کي ساتل شوې؛ د لوړمقاومت لرونکې دي؛ په داسې حال کې چې اول ګروپ نمونې لومړی د 7 ورځو لپاره په اوبو کي او نور په وچه هواکي ساتل شوې. په Mix No.3 (5-12%)، Mix No.4 (6٪) په پرتليز ډول Mix No.1 (3٪) او Mix No2(2-4٪) پوري دمقاومت زياتيدنه ليدل شوي مګر کله چي کانکريټ د تودوخې په لوړه درجه کې ساتل شوي؛ دمقاومت زياتيدنې سلنه نظر لومړي او دوهم ګروپ نمونو ته بدلون موندلی. دمقاومت زياتيدنه په 7، 28 او 90 ورځوکي د Mix No. 1, 2, 3 لپاره (20،15،14%) ، (7،11،5%) او (13، 12 او 5%) ليدل شوې مګر د Mix No.4 لپاره دمقاومت زياتيدنه 4 او 10% په 7 او 28 ورځو کي ښودل شوې او د 90 ورځو لپاره د 2% په اندازه مقاومت کې کموالی راغلی دی. عموماً کله چې د نمونې سايز کوچنی کيږي نو په لوړه درجه تودوخه کې د کانکرېټو په نمونه د ساتني اغېز زياتيږي.
- سريزه – Introduction
د کانکريټو ساتنې يا Curing پروسه په حقيقت د کانکريټو د هايدريشن د پروسې د تقويه کولو لپاره کارول کيږي. په دې پروسه کې د تودوخې درجې او لندوالي (رطوبت) کنټرول شامل وي. ددې لپاره چې ښه کيفيت لرونکي کانکرېټ ترلاسه کړو نو مهمه ده چې د کانکرېټو د مکس لپاره يو مناسب ځاي په نظر کي ونيول شي او همدارنګه د کانکرېټو د سختيدنې په وخت کې بايد کانکرېټ په ښه ډول وساتل شي. کېلېګر Kileger په خپله يوه ليکنه کې وايي چې د ټيټ Water/Cement ضريب کانکرېټو لپاره په اوبو کې ساتنه د لوړ W/C لرونکو کانکرېټو په پرتله ډېره ګټوره ده.
دوو څېړونکو Carrasquillo, Nilson and Slate خپلې څيړنې په دوو بېلابېلو ډولونو د وچيدنې اغېزې د لوړمقاومت لرونکي کانکرېټو په فشاري مقاومت باندي ترسره کړې دي. دوي په خپلو څېړنو کې دکانکرېټو يو شمېر نمونې د 7 ورځو لپاره په اوبو کې او بيا تر 28 ورځو پورې په وچه کې چي دهوا رطوبت 50% په پام کي نيول شوی و؛ ساتلې دي او ځينې نورې نموني يې د 28 ورځو لپاره په اوبو کې او بيا تر95 ورځو پورې په وچ ډول چي د هوا رطوبت 50% و؛ ساتلې دي. له 28 او 95 ورځو وروسته د کانکرېټو فشاري مقاومت دا نمونې ازمویل شوي او د دې ټسټونو پایله د هغه نمونو سره پرتله شوې کومې چې د ازموينې تر مودې پورې په اوبو کې ساتل شوي. دوي د خپلو څيړنو په پایله کې ليکي چې که چيرې نمونې د ازموينې د مودې څخه د مخه په وچه هواکې وساتل شي نو په لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټو کي نظر نورمال مقاومت لرونکي کانکرېټو ته د مقاومت کميدنه ليدل کيږي. که چيرې نمونې د 7 ورځو لپاره په اوبو کي او بيا تر 21 ورځو پوري په وچه هوا کې چي رطوبت 50% په پام کي نيول شوی وي نو په لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټوکي (تر 10% پوري مقاومت کميدنه) نظر هغه نمونو ته چي تر 28 ورځو پوري په لوند حالت کې ساتل شوې؛ ليدل شوې اما په يو شان حالاتو کې په نورمال مقاومت لرونکي کانکرېټو کې 4% دمقاومت کموالی ليدل شوی. همدا شان که چيرې دکانکرېټو نمونې لومړی د 28 ورځو لپاره په لانده او بيا تر 95 ورځو پورې په وچ ډول او 50% رطوبت کې وساتل شي نو د لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټو مقاومت کي 4% کموالی ليدل کيږي.
اما ځينې نورو څيړونکو دکانکرېټو مقاومت چې په مختلفو چاپېريالونو (لوند، وچ ) کې ساتل شوي وي؛ سره پرتله کړی چي په پایله کې دوی د خپلو څېړنو لنډيز په دې ډول وړاندې کوي: د لوړمقاومت لرونکي کانکرېټو لپاره لومړنۍ 7 ورځې دکانکرېټو ساتنه په لانده ډول بسنه کوي او نور لوند ساتنې ته اړتيا نشته تر څو د کانکرېټو مقاومت لوړ کړي. دوی په خپلو څېړنو کې داسې موندلې چې که دکانکرېټو نمونې چې د 7 ورځو لپاره لندې او نور 21 ورځې وچې وساتل شي؛ نظر هغه نمونو ته چې په مسلسل ډول تر 28 ورځو پورې لندې ساتل شوي وي؛ دمقاومت زياتيدنه صرف ۶٪ تر لاسه کيږي چي دغه زياتيدنه ډيره زياته نه ده.
نيوایل Nevile وايي چې دکانکرېټو ساتنه تر 28 ورځو لپاره په لانده ډول او نور په وچه هواکې ډيره ګټوره ده ترڅو د 90 ورځو مقاومت محفوظ وساتي. همدا ډول Aitchin او Riad په خپلو څېړنو کې تر لاسه کړي چې د هغه کانکرېټ لپاره چې د ټيټ اوبو-سمنټو نسبت لرونکي وي؛ که چيري په معياري ډول سره ساتنه شوې وي نو د 28 ورځو فشاري مقاومت د کانکرېټو د حقيقي مقاومت څرګندويي کوي. کلېګر Klieger په خپلو څيړنو کې موندلي چي د تودوخې ددرجې لوړوالي تر څو اونيو پورې مقاومت لوړوي اما وروسته له يو نه ترڅلور اونيو پورې مقاومت کميږي. Eliverly او Evans ليکلي چې هغه کانکرېټ چې د تودخې په نورماله درجه کې مکس او په ۴۰ درجې سانتي ګرېد کې ساتل شوي وي؛ د هغو کانکرېټو په پرتله چې په نورماله تودوخه کې مکس او په نورماله تودوخه کې ساتل شوي وي؛ د ماتېدنې پر وړاندې لوړ مقاومت تر لاسه کوي. سېبسي Cebeci د خپلې څېړنې لنډيز په لاندې ډول وړاندې کوي: هغه کانکرېټ چې په اوبو کې تر37 درجه سانتي ګريد لاندې وساتل شي نو تر 90 ورځوپورې د لوړ مقاومت لرونکی وي اما وروستی مقاومت يې په 360 ورځو کي د هغو کانکرېټو په پرتله چې د تودوخې تر نورمالې درجې لاندې ساتل شوي وي؛ ټيټ وي. سلېمن Selman په خپله څېړنه کې موندلي چي که چيرې کانکرېټ د 29 درجې سانتي ګريد څخه په ټيټه درجه تودوخه کې مخلوط شي او په ګرمه هوا کې تر 7 ورځو پورې په لوند شکل وساتل شي نو د کانکرېټو فشاري مقاومت تر 90 ورځو پوري دحرارت په زياتيدو سره 4-22% پوري نظر هغه کانکرېټو ته چي په نورمال درجه دحرارت کي ساتل شوي وي؛ زياتيږي.
(دوام لري…)