موږ ټول خپلو هغو سترو هيلو ته د رسېدو لپاره پلمې يا بهانې لرو چې زموږ پر وړاندې دي. پلمې يوازې زموږ د محدوديت د باورونو لپاره توجېه ده. د دې لپاره چې د پلمو د منلو مخه ډب کړو او خپلو هيلو ته ورسېږو نو بايد د دې باورونو جرړې پيدا کړو او په داسې هوډ يې بدلې کړو چې ورځ په ورځ مو پر خپل ځان باوري کړي.
هدف دا نه دی چې غير واقعي فکر وکړئ. زموږ هدف ډېره هڅه ده تر څو له خپلو مهارتونو او ځواک څخه په خپل ژوند کې د خپلې خوښې د کارونو تر سره کولو لپاره ښه ګټه واخلو.
پلمې په دوه ډوله دي: د ډېر کمښت لپاره بهانې او د ډېر زياتوالي لپاره بهانې. لاندې د دې ډول پلمو تر ټولو ډېرې کارېدونکې او پر هغو د بريا لارې چارې په ګوته کوو:
د نه بسيا (کمښت) اړوند پلمې
- کافي وخت نه لرم
له هيلو او کار څخه د لاس اخستلو لپاره دا تر ټولو ډېره کارېدونکې پلمه ده؛ مګر که چېرې کېنئ او حساب وکړئ چې خپل ۲۴ ساعته وخت په څه تېروئ؛ پوه به شئ چې دا پلمه بيخي نه منل کېدونکې ده. له دې پرته فکر وکړئ چې څه ډېر مهم دي: په انټرنېټ کې وخت ضایع کول او که خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره يو ګام وړاندې کېدل؟ که ډېر وخت ته اړتيا لرئ؛ په هغو کړنو فکر وکړئ چې کولای شئ خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره يې د لنډ مهال لپاره څنګ ته کېږدئ. (د بېلګې په ډول فېسبوک)
- پوره پیسې نه لرم
ډېر کسان له دې پرته چې فکر وکړي چې هيلو ته د رسېدو لپاره څومره پیسو ته اړتيا ده؛ زر پایله اخستنه کوي او له کاره لاس اخلي. که چېرې دې پیسو ته لاسرسی هم ونه لرئ نو د هدف د پرېښودلو لپاره دليل نشي کېدای. که لږ تر لږه د دې پانګې دقيقه کچه په فکر کې ولرئ؛ نو ښه حالت لرئ، ځکه کولای شئ چې د پسانداز، ډېر کار، لږ لګښت، د ملګرو مرستې او داسې نورو بېلابېلو لارو يې په لاس راوړئ او په وړ فرصت کې ترې بشپړه ګټه واخلئ.
- بشپړ مهارت نه لرم
کله چې دا بهانه کوو نو هېر مو وي چې تر اوسه مو په ژوند کې کوم مهارتونه لاس ته راوړي. په لاره تلل، خبرې کول، پخلی کول، ټایپ کول، لوستل…او نور هغه څه دي چې يوه ورځ مو نه وو زده؛ د زدکړې لپاره مو وخت ورکړی او زيار مو ايستلی. هغه څه دي چې د بيا زدکړې لپاره ستاسې مخه نيسي؟
- بشپړ ملاتړ نه لرم
دا ډېره سخته ده، که چېرې مو هدف ته د رسېدو لپاره څوک ملاتړ ونه کړي؛ خو دا مو له هدف او هڅو څخه د شاته کېدلو لپاره دليل نشي کېدای. که له دوستانو يا کورنۍ مو څوک ملاتړ نه کوي نو په هغو کسانو او ځايونو فکر وکړئ چې کېدای شي له تاسې ورته ملاتړ وکړای شي.
- ځيرکتيا مې کمه ده
تر هغه مهاله چې خپل ځان ته واياست چې د يوه کار لپاره بشپړه ځيرکتيا او هوښياري نه لرئ؛ هېڅکله به يې ونه مومئ. په خپلو وړتياوو باور ولرئ او د خپلو برياوو نوملړ جوړ کړئ. خپل ځان ته اجازه ورکړئ تر څو خپلو مو خپلو هيلو ته ورسوي.
- بشپړه تجربه او اړيکې نه لرم
د دې پر ځای چې دا جملې بشپړې شوې وګڼئ؛ دا پوښتنه هم ورزياته کړئ: زما له لاسه څه کيږي؟
هماغه ډول چې هېڅوک له خپلو اوسنيو مهارتونو سره نړۍ ته نه دي راغلي؛ له تجربې او اړيکو سره هم چا نړۍ ته سترګې نه دي غړولې. تجربه د وخت په تېرېدو تر لاسه کيږي او د پیل لپاره هره ورځ؛ ښه ورځ ده. اړيکې هم همدا شان دي؛ هر څومره زر چې پیل وکړئ؛ هماغومره زر يې پراخولای شئ.
د ډېر زيات اړوند پلمې
- ډېر خطر لري!
ښايي خطر شتون ولري خو دليل نشي کېدای چې له هڅو لاس واخلئ. وپلټئ چې هيلو ته د رسېدو لپاره مو خطرونه څه کېدای شي (د ډېرې شتمنۍ له لاسه ورکول؟ د دندې له لاسه ورکول؟ ستاسې په اړه د نورو کسانو ناسم قضاوت؟…) وروسته هغه تر ټولو بد حالت چې ښايي رامنځته شي؛ تصور کړئ. د خپلو ځان په تيارۍ کار وکړئ او د خطرونو د کمولو لپاره هڅه وکړئ.
- لا ډېر وختي دی
دا هم د پورته نورو پلمو په شان يوه پلمه ده چې بايد لاملونه او جرړې يې ولټول شي. ډېر مهال د دې پلمې تر څټ وېره پرته وي. دا وېره کېدای شي له ناکامۍ او يا هم له کم عقل ښکاره کېدلو وي. د لېنکډين (LinkedIn) بنسټ اېښودونکی رېډ هافمن (Reid Hoffman) په دې اړه وايي: «که د خپلې لاسته راوړنې په لومړني ډول يا وېرژن ونه شرمېږئ نو پوه شئ چې ډېر ناوخته مو پیل کړی.»
بايد په ياد ولرو چې هدف ته د رسېدو لپاره زموږ لومړنۍ هڅې د کار برخه ده.
- ډېره ناوخته ده
د دې پلمو يو بل ډول دا دی چې وايو «د دې کار لپاره ډېر زوړ شوی یم» يا «دا کار ډېر وخت ته اړتيا لري». دا چې د خپلې خوښې د کړنو تر سره کول او ژوند کولو لپاره وخت محدود دی؛ که تاسې خپلو هيلو ته درسېدو لپاره هڅه وکړي، يا يې ونه کړئ دا وخت به خامخا تيريږي. نو بيا ولې له دې لنډ وخت نه تر ټولو ډېره ګټه وا نه خلو؟
- ډېر بې ارزښته دی
نه! دا ستاسې هيله ده او هماغه څه دي چې ډېر ارزښت لري. که غواړئ چې ډېر کسان مو تر څنګ وي او دا خبره تاسې ته بيا بيا تکرار کړي؛ يو ځل بيا ۴مه ګڼه ولولئ.
ځينې نورې ناسمې پلې په دې ډول دي:
- نه پوهېږم له کومه ځايه پیل وکړم
دا چې هيلې مو تل هيلې پاته کيږي؛ يو لامل يې دا دی چې د ځينو سترو پروژو او کارونو پیل ډېر سخت دي. که د کار له حجم نه چې بايد پیل يې کړئ، وېره لرئ؛ هڅه وکړئ چې هغه په درې وړو پړاوونو يا برخو ووېشئ تر څو يې پیل آسانه او شونی شي.
- نه پوهېږم مخکې بل چا دا کار کړی دی؟
مخکې له دې چې په دې پلمه له خپلو هڅو تېر شئ؛ د هغو کسانو پيدا کولو ته چې دا کار يې تر سره کړی دی او يا هم له تاسې سره يو شان هيلې لري؛ وخت ورکړئ. کېدای شي په خپله شاوخوا ملاتړې شبکه ومومئ تر څو مو د کار تر سره کولو لپاره انګېزه ډېره کړي.
- نور کسان هم شته چې بايد په اړه يې فکر وکړم
دا هم د اوومې ګڼې په شان له ځان سره واقعيت لري. که داسې وي نو په دقيق ډول پلټنه وکړئ چې په اهدافو پسې تلل څه ډول کېدای شي د هغو کسانو د ملاتړ لپاره چې په ژوند کې درته ارزښت لري؛ ستاسې په وړتياوو اغېز لري. د بېلګې په ډول کېدای شي خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره له دنده پرېږدئ او د يو څه وخت لپاره هېڅ لاسته راوړنه يا عايد ونه لرئ.
له هغو کسانو سره چې په اړه يې اندېښمن ياست؛ خبرې وکړئ او ورته روښانه کړئ چې دا هيله او هدف څومره ارزښت لري. له هغوی سره مشوره وکړئ او په قانع کولو يې هڅه وکړئ چې فکرونه مو يو کړئ. دا همفکري لامل کيږي چې پرته له دې چې خپله يا د بل چا نېکمرغي يا سوکالي قرباني شي؛ خپل هدف ته ورسېږئ.
- ښايي بریالی نه شم
له ناکامۍ (پاتياليتوب) نه وېره يوه تر ټولو ډېره کارېدونکې پلمه ده چې کېدای شي هدف ته درسېدو مخنيوی وکړي. که تاسې هم له همدې کسانو ياست؛ تصور وکړئ چې د ژوند په پای کې ياست او فکر وکړئ چې په خپلې کومې کړنې به ډېر افسوس وکړئ: هڅه کول او (احتمالي) ناکامي يا هڅه نه کول او هېڅکله خپل ځان ته د بريا فرصت نه ورکول؟
محمود سعيد
سرچينې:
http://www.freeleticsworld.com/