ليکنه: محمود سعيد
پای په نړۍ کې تر ټولو ډېر پېژندل شوی ثابت عدد دی چې د يوې دايرې د محيط کچې پر قطر له وېشلو څخه په لاس راځي. دا نسبت د هرې دايرې لپاره که څه هم د لاس په اندازه وړه او يا د کهکشان په کچه لويه وي؛ ثابت او مساوي دی. د دې عدد تقريبي کچه (۳٫۱۴۱۵۹) ده خو حقيقي او وروستی عدد موندل يې ډېر ستونزمن دي. د دې عدد د تقريبي شمېرې لپاره بېلابېل فورمولونه او لارې په نښه شوې؛ د بېلګې په ډول د (22/7) د وېش له حاصل څخه هم دا تقريبي ګڼه په لاس راتلای شي. پای په ( π يا П) ښوول کيږي او (PI (paɪ) تلفظ کيږي. دا عدد په هندسه، فزيک او رياضي کې ډېر کارول کيږي او د ارشميدس د ثابت په نوم هم ياديږي. د دې عدد نښه يونانيانو وښوده خو کارونه يې له دوی مخکې بابليانو، هندوانو او تر ټولو مخکې مصريانو کړې ده. د ځينو څېړنو له مخې په مصر کې د پای کارول شوی عدد له ميلاد څخه ۱۶۵۰ کاله د مخه کښل شوی دی.
پای د دايرې د مساحت او د استوانې له حجمه نيولې، ان د انشتين د عام نسبيت په معادله او د کپلر د قوانينو په شان په مهمو فورمولونو کې کارول کيږي. ښايي تاسې ته په زړه پورې وي چې د پای د اعشاري رقم له شمېرې څخه حتی د سترو کمپيوټرونو د ځواک معلومولو په ازموينه کې کار اخيستل کيږي.
تر اوسه د پای عدد وروستی قيمت نه دی موندل شوی خو د تقريبي قيمت موندلو لپاره زياتې هڅې شوې دي؛ تر دې چې ځينو کسانو د دې عدد د وروستي حد د موندلو لپاره خپل ټول ژوند وقف کړ خو د کمپيوټر تر پنځېدنې مخکې يې له زرمې اعشاري شمېرې هاخوا سم ګڼل ونشوای کړای.
لومړنۍ کمپيوټري شمېرنه په ۱۹۴۹ زېږديز کال شوه او دا عدد يې تر دوه زرمې اعشاريې وشمېره او بيا په ۱۹۹۹ زېږديز کال د توکيو پوهنتون يوه ستر کمپوټر تر (۲۰۶٬۱۵۸٬۴۳۰٬۰۰۰) شمېرې ګڼل وکړای شوای.
په دې وروستيو کې د پای لپاره تر دوه زره، اووه سوه ميلياردمې اعشارې شمېرې پورې د فابريس بلارډ له لوري د يوه ستر کمپيوټر په مرسته ګڼل شوی دی او په ۲۰۱۳ کال کې دا شمېره ۱۳،۳ تريليونمې اعشاريې ته ورسېده.
دلته تر زرمې اعشاري شمېرې پورې د پای عدد ليدلی شئ:
3.1415926535 8979323846 2643383279 5028841971 6939937510 5820974944 5923078164 0628620899 8628034825 3421170679 8214808651 3282306647 0938446095 5058223172 5359408128 4811174502 8410270193 8521105559 6446229489 5493038196 4428810975 6659334461 2847564823 3786783165 2712019091 4564856692 3460348610 4543266482 1339360726 0249141273 7245870066 0631558817 4881520920 9628292540 9171536436 7892590360 0113305305 4882046652 1384146951 9415116094 3305727036 5759591953 0921861173 8193261179 3105118548 0744623799 6274956735 1885752724 8912279381 8301194912 9833673362 4406566430 8602139494 6395224737 1907021798 6094370277 0539217176 2931767523 8467481846 7669405132 0005681271 4526356082 7785771342 7577896091 7363717872 1468440901 2249534301 4654958537 1050792279 6892589235 4201995611 2129021960 8640344181 5981362977 4771309960 5187072113 4999999837 2978049951 0597317328 1609631859 5024459455 3469083026 4252230825 3344685035 2619311881 7101000313 7838752886 5875332083 8142061717 7669147303 5982534904 2875546873 1159562863 8823537875 9375195778 1857780532 1712268066 1300192787 6611195909 2164201989
له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهيسې په امريکا کې د مارچ ۱۴مه ورځ د پای عدد په نوم نومول شوې او د دې عدد د ارزښت او پېژندنې لپاره په ډېرو هېوادنو کې بېلابېل مراسم تر سره کيږي. ډېر کسان د پای عدد د اعشاري ګڼو د يادولو هڅې کوي؛ تر اوسه د پای د اعشاري ګڼې د يادولو ريکارډ تر ۶۷،۰۰۰مې اعشاريې پورې ثبت شوی دی.
دلته د پای په مرسته د ځينو شکلونو د حجمونو د پيدا کولو څو بېلګې کتلی شو: