لیکنه : ظاهر خان حقپرست بېړه ولي کوو ؟
په ځینو کارونو کې انسان احساساتي شي او سمدستي له بېړې کار اخلي او که یاد شوي کار یې سم تر سره شي نو بیا د هر کار ژر ترسره کول ورته سم بريښي . او یو ډول عادت یې وګرځي .
همدا ډول په اوسنیو شرایطو کې موږ پر حالاتو ډېر ژر قضاوت کوو . او د سم او ناسم پرېکړه د اورېدل شوي خبرې په رڼا کې کوو .
خو د اورېدل شوي خبرې تېر او راتلونکي ته هسې سرسري پام کوو او یا یې هیڅ نه کوو .
په ځینو وختونو کې باید د ( خو ) ټکي ته انتظار وکړو او د وخت په تېرېدو سره زموږ نظر ښایي د هغه څه په اړه بدل شي . او هغه نظر مو پاتې نشي کوم چې مو مخکې درلود .
د کوم څه په اړه چې موږ زیات خوشبینه کېږو باید له نرمښت څخه کار واخلو او دهغه څه په اړه باید زیات ځیرک ووسو .
په نن سبا حالاتو کې چې هر څوک کولای شي هر رنګ خبره په لنډ وخت تر زیاتو خلکو ورسوي نو ضروري نده چې هر سړی دي ريښتیا ووایي شاید منفي فکر ورسره وي . او که ښایي وغواړي چې ريښتیا تر خلکو ور ورسوي او خلک ترې خبر کړي .
خو دهغې خبرې چې د چا لخوا خپره شوي ، که له نرمښت څخه کار واخلو وخت یې ښه معلومولای شي .
نوموږ باید پرخپل ځان آزموینه ونه کړو بلکې وخت تجربه کړو .
په درنښت