لیکنه: عبیدالله حسام
دا چې تر ټولو غوره میاشت د رارسېدو په درشل ده، پر مونږ لازمه ده چې دغه میاشت د لاندې کړنو په ترسره کولو بدرګه کړو، ترڅو مو دغه مبارکې میاشتې په ښه ډول پاللو خپل رب راضي او جنت مو پر ځان لازم کړی وي.
مونږ د خپل خالق خاص بندګان یو! ځکه هغه تعالی پرمونږ دا احسان وکړ چې دې مبارکې میاشت ته یې ژوندي پاتې کړو، که فکر وکړو زمونږ په څېر په زرګونه کسان تر دې میاشت مخکې مړه شول، څه معلومه ده څومره ګناهونه به یې کړي وو، ایا الله تعالی به هغوی ته بښنه کړې وي؟
لله الحمد مونږ خو الله تعالی دې میاشت ته راورسولو او ان شاء الله چې دا میاشت به هم پای ته ورسوو.
دا هغه میاشت ده چې رسول الله ﷺ به ددې میاشت رسېدو ارمان درلود او تل به یې ویل: (اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان).
ددې لپاره چې له دې یوې میاشت لنډې مودې مو لویه ګټه پورته کړې وي، باید لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړو:
لومړی: کله چې د روژې رارسېدنه په خپل ژوند کې تجربه کوو، له امله یې باید د لوی رب بې اندازې حمد او شکر ادا کړو، ځکه هغه تعالی پر مونږ لوی نعمت او احسان وکړ چې تر دې میاشتې یې ژوندي پاتې کړو، ګنې څومره خلک به تر خاورو لاندې شوي وي، چې ددې فرصت نه محروم پاتې شول او تقدیر د دې مبارکې میاشت ارماني پاتې کړل!
ترڅنګ یې باید د خپل صحت شکر هم ادا کړو، چې الله تعالی مونږ دې میاشتې ته په ښه صحت او حوصله مندۍ پاتې کړو، که نه څومره خلک به وي چې ژوندي دي خو د روژې نیولو توان به نه لري!
دویم: باید د خپل قول او عمل د اصلاح کولو قوي عزم او تکل وکړو، باید له خپل خالق سره ټینګه وعده وکړو ترڅو له دې میاشتې پوره ګټه پورته کوو او په خپل طاعت او عبادت د هغه تعالی تقرب یا نېږدې والي ترلاسه کولو پوره هڅه کوو.
ددې کار لپاره باید د روژې له پیل نه نیت وکړو چې دا روژه به په ښه ډول پالو.
دریم: روژه کې انسان ډول ډول روحي تکالیفو سره لاس او ګریوان وي، په نشه يي توکو روږدي خلک بیا په روژه کې تر نورو ډېر کم حوصله وي، باید له دوی سره او نورو ټولو روژه تیانو سره پوره ګوزاره وشي، ځکه دوی د روحي نارامتیا تر ډېر فشار لاندې دي. روژه لرونکي ته نه ښايي چې جدل او جګړه یا بد رد ووايي، ځکه دده هدف یوازې د الله تعالی راضي کول وي او بس.
څلورم: دا میاشت د توبې لپاره لوی فرصت دی، هېڅ انسان له ګناه خالي نه دی، په تېر یو کال کې شاید مونږ ډېرې داسې ګناه وې کړې وي چې له امله یې د دوزخ مستحق شوي یو، خو دا مبارکه میاشت بیا یو ښه او لوی فرصت دی چې له ټول ګناهونو توبه وباسو او الله تعالی زمونږ د توبې له امله د تېر کال ټوله ګناهونه وبښي.
د توبې نه وروسته باید له خپل خالق سره ټینګه وعده وکړو ترڅو له ګناه، غلطو خبرو او کړنو څخه لاس اخلو.
پنځم: پر هر مسلمان لازمه ده چې ددې مبارکې میاشتې اړوند احکام لکه (فرائض، واجبات، سنت، مستحبات، مکروهات، حرام، اداب او غیره) مسائل زده او عملي کړي.
شپږم: زمونږ شاوخوا حتما داسې خلک شته چې د ژوره نیولو او ماتولو لپاره خواړه نه لري، محتاج دي، دا لوی چانس دی چې خپل خالق دوی ته په خواړه ورکولو راضي کړو، او جنت پر ځان واجب کړو.
دا کار ښايي مونږ ته ډېر عادي او اسانه وي، خو د روژه نیونکي په اندازه ثواب الله تعالی مونږ ته هم راکوي!
په دې اړه رسول الله ﷺ فرمايي:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “مَنْ فَطَّرَ صَائِمًا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ غَيْرَ أَنَّهُ لَا يَنْقُصُ مِنْ أَجْرِ الصَّائِمِ شَيْئًا” (رواه ابن ماجه والترمذي).
ژباړه: رسول الله (ص) وفرمایل: چا چې صائم (روژه لرونکي) ته روژماتی تیارکړ، ده لره د صائم د روژې په اندازه ثواب دی چې د روژه لرونکي له ثواب نه هیڅ نه کمیږي.
من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي).
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په اندازه ثواب وي.
مونږ باید دا یوه میاشت مهلت غنیمت وګڼو او ترې لویه استفاده وکړو، ځکه یوه میاشت د لمح البصر غوندې تېریږي، خو ددې میاشت عبادت او نیکې کړنې د دنیا او مافیها څخه غوره او بهتره ده، او په قیامت کې یوازې همدا پکاریږي او بس.