ليکوال: محمد محق
يو له هغو علتونو څخه چي ولي موږ شرقي وګړي ونه توانېدو چي له اوسني جهان سره لاره يوسو او په معاصره نړۍ کي ځان ته مناسب ځای وګورو او له نورو سره خپل روابط سم کړو، همدا دی چي موږ له دې علومو ناخبره وو.
موږ د منځنيو پېړيو له ذهينت سره د نننۍ نړۍ هرکلي ته ورغلي يو او هڅه مو کړې ده په هماغه اساس يې تحليل او تجزيه کړو. دغه ذهنيت د نورو واقعيتونو په بستر کي د نورو علومو په واسطه را منځته شوی وو، خو اوس د هغو واقعيتونو اثار هم لا نه دي پاتي. همدا وجه وه چي دا ډول ذهنيت په دې وخت کي په درد نه لګېده او ان د دې پر ځای چي د انسان او نړۍ په پېژندلو کي راسره مرسته وکړي لا يې سربداله کولو او لا يې ګډوډولو.
په پخواني ذهنيت کي د کليوال او ښاري ژوند تر منځ پوله نه وه کښل شوې. د دولت او ملت تر منځ د رابطې تعريف خام او غير عملي وو. د ټولنيزو بنسټونو په نامه څه شی نه وو، ځانګړي صنفي او طبقاتي حقونه چا په رسميت نه پېژندل او د ځينو صاحب نظرانو په باور طبقې لا زيږېدلې نه وې. هنر، اقتصاد، سياست او ډېرو نورو مقولو لا پوخ علمي تعريف نه درلود.
د هماغه ذهنيت له مخې د انسانانو اړتياوې د هماغه مهال د ژوند له واقعيتونو سره سمون درلود او د اوسني ژوند له اړتياوو څخه يې واټن جوت وو. بده به نه وي چي يو مثال يې ياد کړو: که فقهي کتابونو ته مراجعه وکړو، د انسان اساسي اړتياوې (حاجات اصليه) په دريو شيانو را لنډېږي:کور، خر، نوکر. څوک چي دغه درې ولري د فقيرانو له ډلې راووځي او د ښه ژوندانه څښتنان بلل کېږي او داسي ګڼل کېږي چی ټولي اړتياوې يې پوره دي. خو په نننۍ نړۍ کي د انسان اساسي اړتياوې دا نه دي. نن سبا تعليم، درملنه، کار روزګار، د ژواک سالم چاپېريال او ډېر نور شيان په اساسي اړتياوو کي حسابېږي. پر دې سربېره ډېر نور شيان دي چي د ژوند لازمي اړتياوې ګڼل کېږي، لکه راديو، تلويزيون، ورځپاڼه، کمپيوټر، انټرنيټ او نور شيان چي ورځ تر بلې يط شمېر زياتېږي.
پرونی ذهنيت د ننني ژوند په تحليل او د ننني انسان په پېژندلو کي خورا ناتوانه دی. دغه ذهنيت ان په دې هم ناتوانه دی چي خپله ناتواني وپېژني، دا نه شي درک کولای چي د نوې نړۍ او اوسني انسان په پېژندلو کي عاجز دی. دا ذهنيت نه شي پوهېدلای چي د لومړۍ او درېيمې نړۍ تر منځ واټن ولي دی او د دې مسئلې په تحليل کي ټولي قضيې يوه يادوو کليشه يي عواملو ته راجع کوي، مثلا دا هر څه له استعماره او د استعمار د تفرقه اچونې له سببه ګڼي.
دې ذهنيت ته د دغو ټولنو د دروني ستونزو د حل لاره هم نه ده ور معلومه چي په هغې باندي د مختلفو اديانو او مذهبونو د پيروانو تر منځ د سوله ييز ژوند زمينه برابره کړي او د بېلابېل قومونه او قشرونه سره پخلا کړي. که د ستونزو او مشکلاتو د فشار په وجه کله دې ته اړ کېږي، نو د دې ستونزو په اړه د تاريخي ليد او علمي تحليل د نه لرلو په وجه د دې پر ځای چي له واقعيتونو سره د مخامخ کېدو مېړانه ولري او اساسي حل لاره را وباسي، هڅه کوي عوام پسندو او تيارو شعارونو ته مخه کړي او د مسألې له اساسي حل څخه وتښتي. د اسلامي مذهبونو په تېره بيا دسني او شعيه تر منځ د نزدېکت مسأله يې يوه جوته بېلګه ده. به دې اړه په تېرو څه له پاسه پنځوسو کلونو کی هيڅ کار نه دی شوی، ايله يو څو نمايشي کنفرانسونه جوړ شوي او يو څو بې معنا شعارونه ورکړل شوي دي. د دواړو خواوو يوه هم دې ته حاضره نه شوه چي ځان نقد کړي او مقابل لوری د خپلو دريځونو په خاطر معذور وګڼي. هر کنفرانس چي پای ته رسېدلی، هر څوک بيرته په خپله زړه لاره تللي دي. هيچا هم پوښتنه ونه کړه چي د دې بې معنا لوبو حاصل څه دی؟ له دبې اساسه او بې مصداقه ويناوو سره به څوک وغولوو؟ په همدې وجه د سني او شعیه ستونزه په خپل قوت پاتي ده او هيڅ توپير يې نه دی کړی. همدا چي د عراق په شان د دې اسلامي ټولنو شرايط ګډود شي، وبه وينو چي څومره وينې د دې اختلافونو په سبب توييږي، د عراق د پېښو يو درس دا وو چي څومره بې بنسټه کورونه مو جوړ کړي دي … داسي کورونه چي تاداو يې په سست او بې کاره عقلانيت ايښودل شوي دي.
موږ چي اسلامي مذهبونه سره نه شو پخلا کولای، څرنګه به له نورو اديانو او فرهنګونو سره د ګډ ژوندانه خبرې وکړو او د تمدنونو د خبرو اترو خبره وکړو. دا شعارونه هغه شخوند ته ورته دي چي تر خولې مو غټ دي او په مرۍ کي به مو ښخ شي.
حال دا چي نننی بشر تر بل هر وخت له نورو سره ګډ سوله ييز ژوند، تفاهم او همکارۍ ته اړتيا لري او که له نورو سره په ګډه هڅه او همکاري ونه کړو، د ټولو ګانده به خرابه وي. خو ستونزه داده چي د منځنيو پېړيو ذهنيت د نړۍ د راتلونکې په اړه هيڅ تصور نه شي کولای، د زرګونو علمي موندنو او د څېړنو د نتيجو په مقابل کي، د دې ډول عقلانيت لپاره همدا بس دی چي د يوه پخواني کتاب په حاشيه کي يو کمزوری روايت پيدا کړي چي موعود منجي به يې راشي او ټوله دنيا به ګل و ګلزار کړي. بيا نو نه ورته د ژوند چاپېريال اهميت لري، نه په نړۍ وال اقتصاد او په اټومي بټيو چورت خرابوي، نه د ټولنيزو جنجالونو په کيسه کي وي، نه د وګړو زياتېدل ورته مهم ښکاري، نه د طبعي منابعو کمېدل ورته د فکر کولو وړ برېښي او نه دې ته ورته لسګونه او سلګونه نوري قضيې چي همدا اوس يې د نړۍ ځينو پوهانو ته اندېښنې ور اچولې دي. د دې عقلانيت په حساب د نورو مصيبت، مصيبت نه ګڼل کېږي ځکه په جلا دين او مذهب پوري اړه لري. د انسان جمعي برخليک ورته بې معنا ښکاري، ځکه د دوی په باور د انسانانو عمده برخه د ضلالت خوا ته ور روانه ده او له اهل ضلالت سره ګډ برخليک نه شو لرلای. دوی فکر کوي چي د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه د تحقيقي مرکزونو تحليلونه مفتې کيسې دي چي يوازي د ساعت تېرۍ لپاره په درد لګېږي، د دوی په ګومان دا څېړنې اغلبا د توطيو پر اساس روانې دي چي د امپرياليستي او پانګوالو ځواکونو له خوا طرح شوې دي چي ناپوهو ولسونو ته فکري خرواک برابر کړي.
حقيقت خو دادی چي دا ډول طرز فکر او عقلانيت او دا ډول ذهنيت په اوسنۍ نړۍ کي ريښه نه لري او له اوسنيو علومو سره يې پيوند خورا سست دی.
د دې لپاره چي شرقي ملکونه له اوسنيو کړکېچونو راووځي او ځان نننۍ نړۍ ته ورسوي، بايد لومړی له دې ډول عقلانيته تېر شي او له دا ډول ذهنيته وژغورل شي. له دې فکري او ذهنی وضعيت څخه خلاصون خورا ستونزمن کار دی، ځکه ځانګړي مديران او مهندسان غواړي. داسي مديران چي تر اوسه يې په قدر څوک نه پوهېږي او څوک يې په نقش باندي باور نه لري. دا هغه متفکران دي چي د نويو الهياتو او نوي کلام بنسټ به کېږدي. دغه الهيات به د ډېرو مفاهيمو بيا پېژندلو ته ملا وتړي، انسان، ټولنه، طبيعت، کاينات، تاريخ، ښځه، ماشوم، قانون، علم، بين الملل روابط، تمدن، دين، دنيا، اکثريت، اقليت، حقوق، په اوسنۍ نړۍ کي ژوند… او نور مفاهيم به له سره تعريفوي.
داسي رسالت فلسفې ته ورستنېدل لازمي کوي، ځکه کلام له فلسفط پرته نه غوړېږي. سره له دې چي کلام پر نورو علومو هم تکيه کوي، خو زياته تکيه يې پر فلسفه باندي وي.
بايد زموږ په علمي او فکري مجامعو کي فلسفي بحثونه پيل شي. ډېر مفاهيم بايد له سره وڅېړل شي. د تابوګانو او بوتانو يوه لړۍ بايد ماته شي، د کرښو يوه لړۍ چي هسي په ناحقه سرې کرښې معرفي شوې دي بايد ناليدلې وګڼل شي. بايد فکر ته لاره خلاصه شي چي حرکت وکړي. د انسانانو د دې خدای ورکړي ځواک مخه بايد ونه نيول شي. کاذبې پوهې بايد ختمې شي. بايد ټولو ته د پوښتنې جرئت ورکړل شي، بايد خلک له ناپوهۍ وځورېږي او وشرمېږي او د پوهېدو لپاره يو په دوه هڅه وکړي.
د فلسفې په غوړېدو سره ذهنيتونه بدلېږي او د همدې پوهو په موجوديت کي به داسي کلام او الهيات را منځته کېږي چي د دې دورې له شرايطو او غوښتنو سره به اړخ لګوي.
Review Overview