د روژو په نيولو سره بدن د نوو سپينو حجرو د توليد تحريک پيدا کوي ( ساينسدانان وايي)
ژباړه: حيات الله مومند
د کراچۍ څخه خپريدونکې اردو پواينټ اخبار د ۲۰۱۵ کال د جون د مياشتې د ۲۷ تاريخ ګڼه!
د طبي ساينس له مخې څه وخت وړاندې داسې فکر کيده چې روژه د انسان هضمي جهاز ته د آرام ورکولو يوه ښه وسيله ده، مګر په نوي طبابت کې کارپوهان ددې حقيقت نه په پرده پورته کولو کې کامياب شوي، چې روژه يو داسې حيرانونکی طبي علاج دی چې د انسان مدافعتي سيستم ته مظبوطوالی ورکوي او تر دی وراخوا د انسان ټول مدافعتي سيستم له سره رامنځته کوي. امريکايي ساينسدانانو دا مطالعه د څيړنو په نړۍ کې د پام وړ پرمختګ بللی. د دوې د وينا له مخې، تر دريو ورځو پورې مسلسل روژې نيول د انسان ټول مدافعتي سيستم له سره نوی کوي، ځکه چې په روژې سره د انسان بدن د نوو سپينو حجراتو توليد ته تحريک کيږي. ساينسدانان وايي، چې د انسان په بدن کې د مدافعتي سيستم د سره د نوي کيدو له پاره يوه توکمه شتون لري د کوم په لګولو سره چې اسټيم حجرات د سپينو حجراتو د توليد له پاره اشاره کوي. او دا سپین حجرات د انسان سره مرسته کوي تر څو د بکترياوي، ويروسي او نورو ناروغيو په وړاندې مقاومت وکړي. د کيلفورنيا د سډرن پوهنتون ساينسدانانو د وينا پر اساس، ددې حجرو رامنځته کيدل د سرطان د ناروغانو او د بيکاره مدافعتي سيستم لرونکو خلکو له پاره مفيد ثابت کيدلی شي، او بيا په خاص ډول سره په بوډاګانو کې چې د عمر د ډيروالي له امله يې مدافعتي سيستم د کاره لويدلی وي او د عادي مرضونو په وړاندې هم مقاومت نه شي کولی ډير مفيد دی.
دوۍ وايي، چې په سرطان د اخته کسانو او بوډاګانو مدافعتي سيستم د روژې په وجه بيرته له سره رامنځته کيږي او په يو نوي مدافعتي سيستم يې بدلوي. دوۍ وايي، کله چې تاسې وږي شې نو دا سيستم د انرژې د ساتلو هڅه کوي او بدن د ذخيره شوي ګلوکوز او چربي څخه په استفاده مجبوروي. ددې برعلاوه بدن د مدافعتي سيستم د سپينو حجراتو څخه هم استفاده کوي، د کوم له وجې چې د سپينو حجراتو ډيره اندازه له منځه ځي. د کليفورنيا پوهنتون د جيرينټولوجي او بايولوجيکل ساينس د څانګو پروفيسر والټر لونګو وايي، د اوږدو روژو له امله په بدن کې د پي کی ای (PKA) په نامه انزايم د کمښت سره مخ کيږي، کوم چې د سرطان د تيمور د زياتوالي د هارمون سره تعلق لري. حال دا چې اسټيم حجرات هغه وخت د نوو حجرو د پیدا کيدو مرحله شروع کوي کله چې د پي کی ای (PKA) هارمون توکمه بنده وي . په اساسي ډول روژه اسټيم حجراتو ته سګنل ليږي چې د نوو سپینو حجراتو د بيا رامنځته کيدو عمليه شروع کړي او د ټول مدافعتي سيستم ترميم وکړي او بيا يې له سره جوړ کړي. او تر ټولو ښه خبره داده چې د روژې له امله مدافعتي سيستم د نقصاني، خرابو او غير فعاله برخو څخه نجات حاصلوي. څيړونکو په يوې تجربې کې د شپږ مياشتو په دوران کې خلکو ته د دوه څخه تر څلور ځلو پورې د روژو نيولو له پاره وويل. دا پروفيسران وايي، چې مونږ په انسانانو او حيواناتو باندې د څو تجربو کولو نه پس وليدل چې د اوږدو روژو له امله د دوي بدنونو کې د سپینو حجراتو کمښت شروع شو اما کله چې روژه ختمه شوه نو د دوي په بدنونو کې دا حجرات بيا پیدا شول. د دوي د وينا له مخې د اوږدو روژو په حالت کې په بدن کې د سپینو حجرو له وجې پیدا شوې تبدیلي اسټيم حجرات د نوو سپینو حجراتو توليد ته هڅوي. ددې مطلب دا دی چې کله انسان د روژې نه وروسته خوراک کوي، نو د دوۍ بدن د ټول سیستم د جوړښت له پاره اسټيم حجراتو ته سګنل ورکوي او د انرژۍ د ساتلو له پاره مدافعتي سيستم د حجرو يوه لويه برخه چې یا ورته اړتيا نه وي او يا بيکاره وي يو طرف ته کوي. ددې څيړنې مرستيال لیکونکی پروفيسر تانيا ډورف وايي، چې د کميو تراپي عمليه د انسان د ژوند د بقا له پاره يوه ښه وسيله ده اما دوه اويا (72) ساعته روژه نيول د کميو تراپی د زهرجنو اثراتو په مقابل کې د سرطان د ناروغانو حفاظت کوي. مګر ددې خبرې اړتيا شته چې د يو طبي معالج تر نظر لاندې ناروغ د بعضو خوراکونو څخه ځان وساتي.
د څيړنې د نتيجې په هکله پروفيسر لونګو وايي، چې د څيړنې په جريان کې مونږ داسې هيڅ شواهد پیدا نه کړل د کوم له امله چې روژه خطرناکه وبلل شي اما ددې برعکس د روژې د فايدو په اړه مو ډير موثق شواهد لاسته راوړل. څيړونکي وايي چې هغوۍ پدې هم څيړنه کوي چې آيا روژه يواځې د مدافعتي سيستم د ښه والي له پاره مفيده ده او که نه دا د بدن په نورو سيستمونو او اعضاوو باندې هم تاثير لرونکې ده.
دا څيړنه د سيل پريس ژورنال د جون په شماره کې خپره شوې.