لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د مسلمان وخت په عمومي توګه زیات قېمت بها او د لوړ ارزښت درلودونکی دی خو د رمضان په میاشت کې د دې وخت ارزښت څو چنده نور هم اضافه کېږي. نو له همدې کبله ضروري ده چې په دې لیکنه کې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو پاملرنه ځینو مهمو ټکو ته را جلب کړم.
لومړی: ځینې کسان د رمضان په میاشت کې ټوله شپه په ویښه تېروي یا شپه رڼوي چې دې کار ته د پوهانو له خوا ښه نه دي ویل شوي بلکي لازمه خبره دا ده چې د شپې یوه برخه د عبادت او زیاته برخه د خوب لپاره ځانګړې شي ځکه چې د انسان بدن خوب ته د خپل طبیعیت او بدني غوښتنو له مخې اړتیا لري. له بلې خوا شپه د خوب، آرامۍ او هوساینې لپاره او ورځ د کار، هڅو، ژوند او د اړینو چارو د سر ته رسولو لپاره پیدا شوې ده. بله مهمه خبره دا ده چې د شپې خوب د انسان د بدن د هراړخیزې ودې، دمې او استراحت لپاره ډېر مهم دی او هېڅکله د ورځې د خوب سره برابر نه دی او نه هم د مقایسې وړ دی ځکه چې د شپې یو یا دوه ساعته خوب د ټولې ورځې له خوب سره هم د پرتلې وړ نه دی بلکي د پوهانو په نظر د شپې یو ساعت خوب د ټولې ورځې له خوب څخه غوره دی.
دویم: د مسلمان لپاره ښايي چې خپل وخت د قرآن تلاوت، د لمانځه ادا کولو، دعاوو، د زده کړې حصول، د ګټورو آثارو لیکنې، جومات ته د تګ او داسې نورو غوره چارو په سر ته رسولو مصرف کړي. همدارنګه که چېرې مومن انسان له ځان سره د کوچنۍ کچې یو ټوک قرآن کریم ولري څو هغه په کور، موټر او هر هغه ځای کې تلاوت کړي چې د تلاوت کولو زمینه یې ورته برابره ده زیات ثواب به یې لاسته راوړی وي. اسلامي پوهان په دې آند چې د مسلمان لپاره غوره ده چې لږ تر لږه یو ځلې خو قرآن کریم د رمضان په میاشت کې ختم کړي او نوموړی ختم د تراوېح د لمانځه او قیام لیل د تعقیب په بڼه وي نو ډېر ښه او که چېرې دا کار ورته ناشونی وي نو له ځان سره دې قرآن کریم ختم کړي.
دریم: غوره خبره دا ده چې د رمضان په میاشت او له رمضان څخه پرته یو مسلمان له داسې مجالسو څخه ډه ډه وکړي چې له چټیاتو، لهو لعب، غیبت، بهتان او داسې نورو څیزونو څخه ډک وي. کله کله په رمضان کې داسې پېښ شوي دي چې ځینې کسان او په ځانګړې توګه ځوانان د تراوېح د لمانځه وروسته سره غونډېږي او د نظر تبادله کوي نو که چېرې دغه راز راټولېدنه د یوې سپېڅلې موخې لپاره وي، پوهنیز افکار له یو بل سره تبادله کړي او د ټولنې د ستونزو د محو کولو لپاره د اغیزمنو تصمیمونو لړۍ پياوړې کړي نو تر دې خو بله ښه خبره نشته. خو که چېرې دغه راز ناستې او مجلسونه د مزخرفاتو د اورېدلو، بې اندازې لوړې خندا، قطعه بازۍ او داسې نورو ناوړه څیزونو په مقصد جوړېږي نو له دې کار څخه باید مخنیوی وشي او مسلمان باید خپل وخت په داسې ګټورو څیزونو و لګوي چې د دین او دنیا خیر یې پکې نغښتی وي. همدارنګه شاید ځینې دغه راز مجلسونه د کبیره ګناهونو درجې ته ورسېږي او غیبت، بهتان او داسې نورو کبیره ګناهونو ته مخه کړي چې د مسلمانانو د ګناهګارېدو سبب ګرزي نو باید په دې هکله زیاته پاملرنه وشي.
څلورم: ځینې ځوانان او په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې هوا ګرمه او معتدله وي د رمضان په میاشت کې ټوله شپه ګرزي او شپه په ویښه تېروي، په لوبو لګیا وي او سهار پرې خوب ژوره غلبه وکړي، کلی، بانډه او ښار یې داسې ښکاري ته به وایې چې د مړو ښار ته راغلی یم. په داسې حال کې چې یو خو د رمضان د میاشتې او د دې میاشتې د ورځې شېبې چې مومن انسان روژه نیولې وي ډېرې قېمت بها دي، بل دا چې شپه د خوب او ورځ د ژوند لپاره ده نو هغه کسان چې شپه په ویښه تېروي او د ورځې ویده وي د زیاتو پوهانو په نظر د روغتیايي نواقصو تر څنګ ډېر معنوي زیان هم کوي او له هغو فیوضاتو څخه بې برخې کېږي چې روژتی مومن یې د ورځې له خوا تر لاسه کوي. بل دا چې هغه کسان چې شپه په ویښه او ورځ په خوب تېروي نو د لوی خدای (ج) د هغه نظام سره په ټکر کې واقع کېږي چې باید یو روژتی انسان هغه تکلیف احساس کړي چې خدای پاک ده ته خوراک، څښاک او روا جنسي اړیکو څخه د اجتناب امر کوي. بلکي ټوله ورځ ویده او خوبوړی انسان اصلا د روژې له هراړخیز کیفیت او اهمیت څخه بې خبره وي. له دې لنډې یادونې څخه مطلب دا نه دی چې ګواکي ځوانان دې د رمضان په میاشت کې لوبې او سات تېری نه کوي بلکي په رمضان او غیر رمضان کې د عبادت، کار، هڅو او هاند تر څنګ د لوبو لپاره هم د مناسب وخت ځانګړي کول ښه کار دی خو داسې باید نه وي چې د خپل خوب او عبادت قېمتي وخت په ټولیزه توګه په لوبو و لګول شي. په همدې توګه ځینې کسان د تلویزیوني سریالونو داسې روږدي وي چې زیاتره وخت د لمانځه او تراوېح وخت هم د هغه په لیدلو لګوي او ځینې کسان بیا له ځان سره وایي چې یاره ملا صاحب ژر ژر یې خلاصوه چې ډرامه راڅخه تېره شوه او ټول ذهن یې په دې ډول بې ګټې سریالونو باندې مغشوش وي. همدارنګه د زیاترو سریالونو په جریان کې په لسګونو داسې صحنې او بربنډ عکسونه راځي چې لیدل یې د مسلمان لپاره ښه نه دي او شاید چې سړی د ګناه لوري ته بوزي.
پنځم: ځینې کسان چې د رمضان په میاشت کې د شپې له خوا وخت په یاد شوو څیزونو په ویښه تېروي نو د ورځې له پلوه کوښښ کوي چې که خوب ورځي او یا نه ورځي نو ټوله ورځ په کور کې پروت وي او د کور فضا یې داسې ګرزولې وي چې ماشومان یې له وېرې څخه آه هم نه شي ویستلی او د کور ښځې ورسره سختې په تکلیف وي. دغه راز کسان فکر کوي چې یاره که له کوره ووت نو یا خو به یې لمر ووهي، یا به یې تنده چولاوه کړي او یا به یې هم لوږه ورسره په هوا کړي په داسې حال کې چې رمضان د الهي برکاتو تر څنګ د کار، هڅو، صبر، حوصلې، آزمېیښت او له سختیو سره د مقابلې او روزنې میاشت ده. په دې مبارکه میاشت کې انسان کولای شي چې خپل تمرکز له بل هر وخت څخه زیات په علمي تحقیقاتو او څېړنو بوخت کړي او د ژوند په هر اړخ کې د زیاتو بریاوو خاوند شي. همدارنګه ممکن انسان د رمضان په میاشت کې داسې لوی لوی کارونه سر ته ورسوي چې په غیر روژه کې یې په خیال کې هم نه ورځي خو دا کار هله شونی دی چې انسان هوډمن وي، د رمضان په میاشت کې د خپلو چارو د سر ته رسولو، خوب او بیدارۍ لپاره منظم پلان ولري. د همدې پلان له مخې یې د هر څه حق په سمه توګه ادا کړی وي او د خپل کور د ښځو، ماشومانو او اولادونو مشکل هم په نظر کې ولري. له دې یادونو څخه مطلب دا نه دی چې ګواکي روژتی انسان دې د رمضان په میاشت کې د ورځې له خوا استراحت نه کوي بلکي د امکان په صورت کې د ورځې له خوا هم د ماسپښین د لمانځه وروسته یو یا دوه ساعته خوب ښه خبره ده چې انسان د خپلې بدني او ذهني آرامتیا په لاره کې ترې ګټه واخلي.
د رسنیو رسالت
خبري رسنۍ لکه ورځپاڼه، مجله، اونیزه، مهالنۍ، بریښناپاڼه، رادیو، تلویزیون، فېس بوک پاڼه او هر ډول ویدیويي، آدیويي او طباعتي خپرونه دنده لري چې د ورځنیو مسائلو، خبرونو، مرکو، تودو بحثونو، معلوماتي توکو او هراړخیزو معلوماتو تر څنګ د رمضان د میاشتې د فضایلو، احکامو، آدابو، شروطو او معلوماتي خپرونو لړۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي. په دې توګه چې د دې میاشتې د عبادت، روژې، لمانځه او هر ډول نیکو عملونو بیانول خپله ژورنالیستیکه، ملي او اسلامي وجیبه وګڼي او د خپلو خلکو د روزنې په بهیر کې رغنده ونډه واخلي.
د هرې ټولنې وګړي په خپلو خبري رسنیو معنوي حق لري څو د دوی د معلوماتو د زیاتوالي لپاره ګټور پروګرامونه خپاره کړي او د خبري رسنیو تر ټولو مهم مسوولیت دا دی چې د خلکو لپاره خدمت وکړي. په همدې توګه خبري رسنۍ دنده لري چې د خپلې اړوندې ټولنې د وګړو د اصلاح، سمون او لارښوونې په لاره کې تر ممکن حد پورې رغنده، جوت او ګټور ګامونه پورته کړي چې له شک پرته به د دې نېک ګام په بدل کې د هغه چلوونکي د دنیا او آخرت ثوابونه ترلاسه کوي. د رمضان په میاشت کې د خبري رسنیو ځانګړې دندې په دوو کته ګوریو وېشل کېږي.
لومړی: د رمضان د راتګ څخه د مخه د خبري رسنیو مسوولیت
په دې مرحله کې خبري رسنۍ دنده لري چې د خپل ملي، اسلامي او ټولنیز مسوولیت د درک کولو له مخې د رمضان د میاشتۍ د راتګ څخه وړاندې د نوموړې میاشتې ټول هغه ضروري احکام، ارکان او شروط په اغیزمنه توګه د خپلو وګړو په وړاندې بیان کړي چې د رمضان راتګ ته لحظې شمېري. په دې هکله مخکې له مخکې د پروګرامونو جوړول، د پوهانو سره د اړینو مرکو ترتیبول، د ګټورو او ضروري معلوماتو تهیه کول او په داسې یوه اغیزمن شکل خلکو ته د هغه وړاندې کول چې هر لوستونکی، لیدونکی او اورېدونکی په خوند سره د خپلو معلوماتو زیرمه پرې ډکه او د خپل عبادت د سمون په لاره کې ترې کار واخلي. که په دې هکله د خبري رسنیو مسوولین ځانګړې مشورتي غونډې وکړي، د معلوماتي پروګرامونو د وېش په هکله یوې هوکړې ته سره ورسېږي او مخکې له مخکې د معلوماتو د وړاندې کولو کمیټې جوړې کړي نو د اړینو معلوماتو د وړاندې کولو داسې یو انقلاب به رامنځته کړي چې پخوا یې ساری چېرې نه وي لیدل شوی. همدارنګه خبري رسنۍ په دې مرحله کې د رنګارنګ پروګرامونو د ترتیب، د هغه د وړاندې کولو د پوهانو مشخص کولو او په اغیزمن ډول سره یې د وړاندې کولو اجندا جوړه کړي نو په آسانۍ سره به یې د رمضان په میاشت کې د وړاندې کولو تابیا کړې وي او د کار اغیزه به یې په ټولنه کې جوته وي. د دې موضوع اهمیت ځکه ډېر دی چې رمضان د کال په اوږدو کې یو ځل راځي او د اجرونو ونډه یې د هر مسلمان لپاره ډېره مهمه ده نو ضروري ده چې په دې هکله مخکې له مخکې د خبري رسنیو له خوا اړین ګامونه پورته شي.
دویم: د رمضان د میاشتې د راختلو وروسته د خبري رسنیو رسالت
کله چې د رمضان میاشت د رحمتونو په آسمان باندې را بره شي نو په دې وخت کې خبري رسنۍ دنده لري چې د خپلې ځانګړې اجنډا له مخې مشخص او غوره شوي پروګرامونه په داسې ډول د خپلې ټولنې وګړو ته وړاندې کړي چې د لیدونکو، لوستونکو او اورېدونکو لپاره د منلو وړ وي، اغیزمن وي او له هغوی سره د رمضان په میاشت کې د وړ عبادت د سر ته رسولو په لاره کې مرستندوی واقع شي. همدارنګه د رمضان په اړوند معلوماتي پروګرامونو کې ټول اړوند توکي لکه د رمضان د میاشتې مانا، اهمیت، د روژې وختونه، شروط، احکام، صفات، ارکان، ماتوونکی او د هغو څیزونو بشپړه شرح موجوده وي چې د رمضان په میاشت کې مومنان ورڅخه ډه ډه وکړي. د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې خبري رسنۍ د خپل ملي او اسلامي رسالت پر بنسټ کولای شي چې د خلکو د اصلاح په لاره کې اغیزمن ګامونه پورته او د یوه مثبت انقلاب راتللو ته لاره هواره کړي. همدارنګه خبري رسنۍ دنده لري چې د رمضان حقیقي تصویر د خلکو د اذهانو په نړۍ کې پلی او د یوې روښانه ټولنې په لوري د خوځېدو په لاره کې له هغوی سره مرسته وکړي. په همدې توګه زړه سواندې خبري رسنۍ کولای شي چې د هغو اشتباهاتو او ناسمو افکارو په محو او مخنیوي کې له وګړو سره مرسته وکړي چې د کره معلوماتو د نشتوالي له کبله یې د خلکو په منځ کې د دې عظیمې میاشتې په باب ځای نیولی او د عبادت پر وړاندې د مزاحمت پیدا کېدو باعث کېږي. د ساري په توګه په بیړه ناکه توګه د تراوېح د ادا کولو د لمانځه سیستم چې د افغاني ټولنې د ځینو ملا امامانو او خلکو په ذهنونو کې یې ځای نیولی دی د خبري رسنیو او پوهانو په زړه سواندو هڅو یې د حل کېدو او سمون شونتیا شته ده چې باید اصلاح شي. له بلې خوا له رمضان څخه د مخه د ځینو خلکو له زړونو څخه د هر راز وېرې، رعب او تشویش لرې کول د خبري رسینو دنده ده چې د رمضان د مبارکې میاشتې د راتللو څخه د مخه ورسره موجوده وي او د دې میاشتې روژه نیول ورته ډیر سخت ښکاري. په همدې توګه خبري رسنۍ کولای شي چې د رمضان په هکله د دیني موضوعاتو د بیانولو تر څنګ د هغه روغتیايي او ټولنیزې ګتې هم د ټولنې وګړو ته بیان او د رمضان یو بشپړ تصویر د دوی د معلوماتو په کچکول کې خوندي کړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…