لیکنه: سیف الله هلمند
بسم الله الرحمن الرحیم
امیر عبدالرحمن، چې په کال ۱۸۸۰ کې واکمن شو، دافغانستان دځینو افراطي سیمو خانان دافغان ــ انګس ددوهم جنګ په نتیجه کې دپه خپل سرتوب په حال کې وو، نوامیر په اوله درجه دې ته توجه وکړه، چې یوټینګ مرکزي حکومت په پښو ودروي او په ټول افغانستان باندې دهغه نېغ حاکمیت خپور کړي. په دغه وخت کې دافغانستان باندنۍ اړیکې په شوې موافعې سره دبرتانوي هند دحکومت له لارې اجرا کېدلې او په نورو ټولو چارو کې امیر پوره خپلواک و، نو امیر دخپلې واکمنۍ له پیله په تېره له افغانستان نه دخپل سیال تربور غازي محمد ایوب خان له اېستلو نه ورسته دمنظم پوځ دتنظیمولو، دمالیاتو او عایداتو دزیاتولو او ټولواو دیاغي سیمو د ایل کولو په مقصد پروګرامونه ایستل او په ټول قوت یې عملي کول.
یو مهم پروګرام دا و، چې افغان واکمني ان تر پيښوره پورې یقیني کړي، که څه هم ده تر اباسین پورې پښتانه د دین او قومولۍ پر بنسټ خپل ګڼل. ددغه مقصد لپاره يې په کال ۱۸۸۶ کې سپاه سالار غلام حیدر څرخي (یوسفزي) په مشرقي کې په ملکي او پوځي ساحو کې په لوړ اختیار سره دخپل وایسرای په توګه وګوماره.سپاه سالار دشپږو کلونو په مودې کې په شینوارو، خوګیاڼیو،مومندو او کونړیانو باندې دحکومت واکمني یقیني کړه او په کال ۱۸۹۲ کې یې خپل لوی پوځ په اسمار کې دېره کړ، په دې مقصد چې باجوړ، دیر او سوات هم دحکومت ترنیغې ادارې لاندې راولي. تردغه وخته پورې حکومت په کرمې، اپریدیو او وزیرستان کې هم ښه پرمختګ کړی و او په واڼه کې یې یوه نظامي پوسته هم ځای پرځای کړې وه.
دبرتایوي هند حکومت دباندنیو چارو وزیر سرمارتمر ډیورنډ ددغه پرمختګ له لامله اندېښنه ښکاره کړه او يې ویل، چې: موږ له تور غره نه تر وزیرستان پورې ددغه اوږده سرحد په اوږدو کې بد خبرونه ترلاسه کوو: کرمه دامیر ترګواښ لاندې ده، اپریدیان په لړزنده حال کې دي او دا میر ماموران ورته وسلې ورکوی.؛ بیا نو د ۱۸۹۲ کال په جولای کې دبرتانوي هند حکومت وایسرای لارډ لینز ډاون په دغو عبارتونو سره امیر ته خبرداری ورکړ:؛ دبرتانیې حکومت به ستاسې دافسرانو نور وړاندې تګونه ونه زغمي او نه به تاسې والاحضرت پرېږدي، چې نوې پوستې جوړې کړئ یا هغه پوسته پیاوړې کړئ، چې تاسې یې اوس په وزیرستان کې یا ددغه ملک دسهیل په لور لئ. دا هغه وخت و، چې دبرتانوې هند حکومت دافغانستان له لارې په هند باندې دروسې داحتمالي یرغل ددفاع لپاره دعلمي سرحد په نامه یوه طرحه ایستلې وه، چې دهغې له مخې دروسیې دیرغل په وخت کې به دافغانستان دهندوکش خوا ته ټول ښارونه په چټکۍ سره نیسي او هغو ته دچټک رسېدلو لپاره باید دسرحدي سیمو سترتیجیک ځایونه د دوی په لاس کې وي. دغه ټوله موضوع دلیکوال په کتاب کې په اوږده ډول بیان شوې ده.
په ختیځو یا لرو پښتنو باندې ستر احمد شاه بابا دبر درانیو نوم ایښی و. دسپاه سالار په سروالۍ دافغان پوځ وړاندې تګ دهغو اړیکو په رڼا کې پيژندل کېدلی شي، چې بردرانیو له افغانستان سره لرل. لکه چې دمخه وویل شول، امیر عبدالرحمن دننه په وطن کې په تېره دختیځو پښتنو په سیمو کې دنیغ حاکمیت خبرولو او پیاوړي کولو ته ځیر شو. که څه هم داکار ګران و، خو امیر ورته منابع، وسیلې او ټینګه اراده لرله. دی په خپله دهغو له سیمو او خلکو سره بلد او اشنا و، له ځینو سره یې لا د کورنۍ او شخصی اړیکې هم لرل. داچې ده دغه سیمې د حکومت ترنیغې ادارې لاندې راوستلی شول، په دې کې شک نه شته خو دا کار بې ستونزو هم نه و. دامیر شېر علي خان په واکمنۍ کې او له هغه نه ورسته دروسیې او انګلیس امپراتورۍ ګانې دافغانستان په لور دمخه راتللې او پوځی افسرانو یې له دېنه ډډه نه کوله، چې دافغان افسرانو د وړاندې تګ مخه ونیسي. په دغه حال کې امیر عبدالرحمن دوهم احمد شاه کېدلی نه شو، که څه هم په نظامي مهارت او دتنظیمولو په فن کې له هغه نه کم نه و.
له ټولو اطرافي سیمو نه دهغه سمیې، چې دافغانستان په ختیځ او سهیل کې پرتې وې، دافغانستان لپاره په خاص ډول مهمې وې. افغانستان دیوه هېواد په توګه له دغې سیمې نه هک شو و. له لرغونې دورې نه را ورسته دلته هغه خلک اوسېدل، چې نږدې ټول یې پښتانه وو او هغو له ستر احمدشاه بابا سره دافغانستان په جوړولو کې برخه اخیستې وه او ځانونه یې افغانان او دافغانستان تابع ګڼل دهمدغه ډول اړیکو له لامله وه، چې پښتنو ددغې پراخې سیمې دننه کې مهاجرتونه کړی دي. دبېلګې په ډول له مغولو نه ورسته دیارلسمې پېړۍ کې ځینې قومونه د ابدالیانو به ګډون له دغې سیمې نه تر کندهار او هرات پورې کوچېدلي دي. په مخامخ لوري کې ددیارلسمې او شپاړسمې پېړیو ترمېنځ ډېر شمېر پښتني قومونه له افغانستان نه په هغې سیمې کې خپاره شوي او لاندې کړي یې دي، چې له اوس مهالي صوبه سرحد ولایت سره سمون کوی.
په دواړو خواوو دپښتنی قومونو لیږد رواج درلود. هروخت چې پښتانه به دباندینو ترفشار لاندې راتلل یا به خپله دنویو ملکونو او ورشوګانو په لټه کېدل، په داوړو خواوو به کوچېدل.دوی په اصل کې د پخواني پاراپامیزاد،غور، اوکسې یا د سلیمان دغرو درو دځایې اوسیدونکیو په توګه له ویدي دورې نه را ورسته دغې مهاجرتونه کړي دي، خو دغه ختیځ ـ سهیل سیمه یواځې د دوی هستوګنځي نه وو، له دوی سره نور خلک هم اوسیدل، په منځنیو پېړیو کې دوی د افغانستان په حدود کې دننه همدغسې کړي دی. افغانستان په دغه وخت کې له اباسین نه تر هلمند پورې غځېدلی هېواد و، چې زیاتره اوسېدونکي یې پښتانه وو، چې په ویداګانو کې په پکتویس (paktues) یا پکتهاس (pakthas) او ورسته د (هیرودوت) لخوا دپکتیس (paktyes) په نامه یاد شوي دي.
دافغانستان نو م لمړي سر کې دهغه هیواد لپاره په کارېده، چې له اباسین نه تر غزني پورې غځېدلی و او مستونګ یې لوی ښار و او پښتانه پکې اوسېدل. په غالب احتمال دغه هېواد و، چې هېرودوت د پکتیک هېواد په نامه یاد کړی. هغه دغه هېواد د پاتې هند شمال ته ښودلی او خلک یې په هندیانو کې تر ټولو زړور معرفي کړي، چې د باختریانو په شان یې ژوند کاوه. همدغه سیمه وروسته دګندهارا برخه وه. دیونان پخوانیو تاریخ پوهانو دغه خلک د (اسواکا) او (اسپه زیو) په نومونو یاد کړی دي.
لکه چې دمخه وویل شول، دخپل وخت افغانستان په زیاته اندازه پښتنو په تېره دختیځو پښتنو په ملګرتوب جوړ کړی دی. وروستیو له ستر احمدشاه بابا سره تر باسین پورې دافغانستان په جوړولو او د دراني امپراتورۍ په تاسیسولو کې غټه برخه اخیستې وه. له احمدشاه بابا نه ورسته ټولو افغان واکمنو دوی خپل رعیت ګڼل، نه یواځې له دې لامله چې دوی پښتانه وو، یانې په پښتو، قومولۍ، دین، تاریخ او کلتور کې سره یو وو، له هغو سره یې دهندوستان په لاندې کولو کې ان تر ډهلي پورې ملګرتوب کړی و. سدوزي واکمنو پيښور لا دخپل ژمي پای تخت ګرځولی و.
دامیر عبدالرحمن خان په نظر اباسین دافغانستان ختیځه پوله وه، چې اوسېدونکي یې دخپل قوم او مذهب خلک ګڼل. ددغو اړیکو بهرنۍ نښه دا وه، چې دسدوزیو په واکمني کې او ترهغه ورسته افغان واکمنو او داسې هم دهغو دکورنیو نورو غړیو له دغو پښتنو سره خېښي او خپلوي درلوده. دامیر عبدالرحمن مور،نیا،دوه ماینې او دځینو زامنو ښځې یې هم دهمدغو پښتنو څخه وې.دامیرشېرعلي یوه ښځه دقمرجان په نامه د سعادت خان مومند لور وه. سعادت خان دمومندو یو نومیالی خان تېر شوی دی او امیر محمد یعقوب او غازي محمد ایوب د هغه ددغې لور زامن او دده لمسیان وو، خو دافغان واکمنو دضعف ټکی دا و، چې دوی په ختیځو پښتنو باندې په نېغ ډول حکومت نه شو کولی. دامیر عبدالرحمن تر وخت پورې حکومتي طرز داسې و، چې اطرافي سیمو ته یې داخلي ازادي منلې وه، یا مجبور وو ورته دغسې ازادي ومني، په تېره دختیځو پښتنو سیمو ته چې خلکو یې په خپلو چارو کې د حکومت نېغ حاکمیت ته غاړه نه ایښوده.
په هغه سربېره امیر عبدالرحمن دختیځو پښتنو په اړه تر خپلو پخوانیو (اسلافو) نه په بد حال کې و. دواکنمۍ په سر دخبرو په وخت کې دانګلیس سیاسي استازی لیپل ګریفن ورته وویل، چې هغه سیمې چې دګندمک دتړون له مخې له افغانستان نه بیلې شوې دي، افغانستان ته به بېرته پرې نه ښوولې شي. امیر عبدالرحمن خان په هغه وخت کې څه ونه ویل، ممکن ددې لپاره چې څه وخت یې خپل حکومت ټینګ کړی وي او دسیاسي مانورې لپاره لار خلاصه وي. لکه چې دمخه ولیدل شول دغازي محمد ایوب له شړلو نه وروسته دهېواد په ختیځه برخه کې یې خپل پیاوړی او نامتو جنرال غلام حیدر خان څرخی مامورکړ، خو شینوارو ان تر ۱۸۹۲ کال پورې ټینګ مقاومت وکړ او له لسو ډغرو وهلو نه وروسته حکومت ته تسلیم شول. تر همدغه مهاله پورې نور مهم بغاوته په وطن کې هم ځپل شوي وو. سپاه سالار چې خپل پوځ اسمار ته ورساوه، په دې هیله و چې باجوړ او نورې سیمې به هم لاندې کړي، خو په دغه وخت کې چې دهند برتانوي حکومت په اصطلاح د علمي سرحد طرح تکمیله کړې وه، دسپاه سالار دوړاندې تګ ته خنډ شو او بیایې د ډیورنډ توافق لیک په امیر باندی تحمیل کړ. که دهند حکومت دافغانستان دپرمختګ په مخ کې خنډ شوی نه وای، امیر عبدالرحمن دسپاه سالار په همت او تدبیر سره ان تر پېښور پورې دبر دراینو په سیمو باندې دافغانستان حاکمیت خپراوه، چې دامیر دوست محمد په وخت کې د کابل تر ادارې لاندې وې.
د ډیورنډ توافق لکی سره سره امیر له نظامی اړخ نه پرته په نورو ساحو کې په بر درانیو کې دپخوا په شان دخپل نفوذ خپرولو ته داوم ورکړ. ډېر وسلې او پیسې یې وراستولې او دجهاد روحیه یې پکې پیاوړې کړې وه. له بلې خوا ددغو ټولو قومونو جرګې به په پرله پسې ډول کابل ته تللې او هلته به یې هغه ته دخپل امیر په صفت داطاعت وعدې ورکولې. امیر به له دوی سره په نږه پښتو کې غورې کولې، خوږې ترخې به یې ورته ویلې او په دې ډول یې تر مرګه پورې له هغو سره دافغانستان اړیکې ټېنګې ساتلې وې.
ډیورنډ، دواحد ملت دبېلتون کرښه هېڅ یو افغان ته هم دمنلو وړ نده.!