لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
–۴–
د زيرک پرلپسې بدلېدونکو کړو وړو او چال چلند زرمينه په سوچ و اندېښنه کې اچولې وه. د زړه په شاړه کرونده کې يې تازه راټوکېدلې هيلې ورو ورو ورزموللې. کله به يې تېرو غملړلو کيسو پر ذهن و زړه يرغل راوست او دې پايلې ته يې راوسته:
((نه چې پرهردمخياله مېړه مې کومې نوې ((هرځا يي)) کوډې
کړې رابې لارې کړی يې او په دې توگه مو دغه اوسنی ارام و پتمن کورنی ژوند و ژواک دهوسونو لمبو ته ور سپاري!
بيا به دې سوچ پسې واخېسته:
(( ښه،که پر وړاندې يې څه توندوتېز غبرگون څرگند کړم، خبره به تاوتريخوالي ته ووځي.زه خوارکی بې له هغې لکه يتيمه په ژړا پخه يم، خو د درې سره تنکيو زامنو برخليک به مو څنگه شي. دغلته يې مټې يوه ارامه سا اخېستې او د توغنديو مرگوني غږونه يې هم مخ پر هېرېدودي… )).
کله به يې ځانته داسې ډاډ ورکړ:
((که هرڅومره راته گرانه هم پرېوځي، ورسره به يې گالـم او هره ناخواله به يې پر زړه تېروم. نه چې د راپارولو او دکورني تشيال او چاپېريال د خړپړولو پلمه پر لاس ورشي او په ترڅ کې څښاک ته يومخيزه مخه وکاندې. ځکه د يېنې راپارېدنه يې يو بل سرباري شړک دی!
په کورکې کرۍ ورځ ځانتوالی بې له هغې هم زرمينې ته دا پلمه برابروله چې دمېړه په اندېښنوکې ډوبه شي. يوه ورځ چې ډېرو سوچونو او چورتونو يې سر پر درد راوستی وو، له ځايه راپاڅېده، خپل زوړ دوتر يې راواخېست. په دې کې يې ناڅاپه د((کابلۍ)) پرهغه ليک سترگې ولگېدې چې په هماغه لومړيو کې يې د پوهنځي تر بشپړونې راروسته د زيرک په جيب کې موندلی او ترې اخېستې کاپي يې تردغه دمه لکه تاويز په اوو پوښونو خوندي ساتلې وو، را وکېښ. داسې ليک چې دې پرې د ((ختيزې مينې)) د يوه لاسوند په توگه خپلې ورپېښې اندېښنې تسلولې او ورسره ورسره په دې خام اټکل چې ((لوېديزه)) دابه يې دومره ژراويومخيزه نه ورځاينا ستې کوي!
هغه ليک داسې راپيلېده:
(( زما د زړه واکمنه!
ستا مينې راڅخه خوب و ارام لوټلي او شپه او ورځ دې هسې تش پر تشه په مينه وړي خيال ځان غولوم!
همغه لومړۍ شېبې ارمانم چې له گهيځه تر مازيگره مو سره په پوهنتون کې ليدل او پټ او ښکاره مو سره د زړه خواله کول. خو اوس مو هغه ورځني ليده کاته او د زړه خواله، د اوونيو لاڅه چې دمياشتو تر بريده را رسېدلي دي. هغه هم چېرې په مياشت دووکې د راديويي مرکې نيمې يوه پلمه در برابره کړم او په هماغه لنډ تنگ رسمي چوکاټ کې درسره وگورم او وغږېږم!
ستا ورځنۍ بوختيا خو تر پېنځه= شپږ ساتو تېری نه کوي او زما پښوته خو له هرې خوا زولنې پرتې دي. له گهيځ وختي تر سکڼلي ماښامه له راديويي دندې شېبه وزگارېدای نه شم. او تر هغه روسته راته موزيگی د کور په وربوی کې پيلودی بډ وهلی ناست وي او زماد ورتگ شېبې شمېري چې نه چېرې کومې بلې خواته ولاړه شم او دی يومخيز شينگړ پرېږدم!
ته ما په دې پړه بولې چې ولې مې له موزيگي سره واده ته غاړه کېښووه، خو، داتول درسره نشته چې په دې دوديزه نرواکي ټولنه کې مې څنگه د کورنۍ پر وړاندې سرغړاوی کړی وای؟. .
هيله ده، د پوهنتوني رښتې له خونديينې(باحفظ حقوق) سره دې راديو ته د رابدلېدو بهير تر دې زيات د ميرزايوالې بلها ري نه شي او ژر تر ژره دې بېلتانه ته پای ټکی کېښږدې او همدلته مې گرده ورځ د غاړې لونگين شې!
ستا بېلتون ځپلې گلالۍ
زرمينې د پردېسۍ په نړۍ کې له هسې ځان غولونې پرته نور زيات څه کولای هم نه شول. تر هرڅه ورته د الماني ژبې نه پو هېدنه لويه ربړه وه. د کورس نيم لاره هم مېړه ور ډپ کړې وه. که کله به ورياده کړه، هغه به همدا يوه ورمخ ته کوله:
= د الماني کورس ته څه اړتيا نشته، کوم رسمي کار دنده ته نه لرې او هسې خبرې به ورو ورو دومره زده کړې چې خپله جاله هومره له اوبو پورېستای شي!
په هر ډول، زرمينې ته ډېر وخت په کار وو چې دخبرو اترو له لارې پر الماني ژبه يو څه لاسبری پيداکړای شي. له همدې لامله د ېته اړوتې وه، له ببري دوی سره ورپېښه ربړه شريکه کړي او په هواري کې يې مرسته تر لاسه کاندې. په ترڅ کې به يې ورسره همدا کار د تگ راتگ او نا ستې پاستې يوه پلمه او پيلامه وگرځي او تر منځ به يې د ناباندۍ پدل هم نور مات شي..
هسې خو، لکه څنگه چې زيرک په هماغو لومړيوکې زرمينې ته کيسه کړې وه، له زيرک دوی سره د ببري او مېرمنې د نه پالنې، ناباندۍ او يا مرورتيا آر لامل داوو چې گوندې زيرک يې ځايناستی شوی، او د چا خبره په ((روزۍ)) کې يې ورته لغته وهلې ده. په همدغه نگېرنه انگېرنه يې څومره چې د ببري او مېرمنې له لاسه کېدل، زيرک يې د پوهنتوني همکا رانو او د بلاک لا ندې باندې گا ونډو پېژاندو او دوستانو پر وړاندې په يوه پيسه کړی وو.
هغوی دواړو ټول داسې پوهولي ول چې زيرک د کابل پو هنتون همېشنی استاد نه، بلکې په فرهنگي چارو کې د يوې لويې څوکۍ څښتن وو، گوندي غړيتوب هم نه لري؛ دلته په ناحقه د مېلمه استاد په توگه را غلی او هسې د مړې خېټې ((پارسي)) وايي.ببري بيا خپل ځان نه ياداوه چې پوهنتون يې يومخيز پرېښی وو!
په زړه پورې يې داچې ببری څنگه د انقلاب د اړودوړ په لومړيو مياشتوکې د نوې پرانېستې((افغاني څانگې)) مر ستيال د کابل په يوه سفر کې د پښتو ښوونکي په توگه دغه دوست هېواد(دېموکراتيک المان) ته گړ سره په ځانگړي او درغلي ډول کډن راوستی وو او له هماغه لامله يې د انقلاب په دويم پړاو کې د کابل او هو مبولت پو هنتو نونو د همکا رۍ دنوي لاسليک شوي تړون (پروتوکول) پر بنسټ يې دغلته پاتېدنه نور کوم رسميت نه لري!.
په ترڅ کې زرمينې ته دا پته پوره لگېدلې وه چې په تېرو دروکلوکې هم پخپله ببری او هم يې مېرمن و زوی له چم گا ونډ سره پوره بلد شوي ول. د برا برۍ له مخې پلار و زوی له رنگ پلوه، لکه اروپاييان سره سپين ول، ژيړ وېښته او شنې زر غونې ستر گې. مېرمن يې هم ترې کمه نه وه، دنگه ونه، غټې غټې او بر ندې سترگې، تورې نرۍ وروځې، او تر څنگ يې ورځني ډول و ډال او مودوسينگار د سپين چکې څېرې راکښون څو گرايه ور زيات کړی وو.
له بې ليک لوستۍ سره سره د مېرمن ببري کارگري وزمه گړنۍ الماني، څه له درېکلن زوی او څه له ځايي وگړو ښا يسته ډېره زده کړې وه. په کړو وړو، ناسته ولاړه، ژوندو ژو اک،اخلي پخلي، او سيالۍ شريکۍ کې تر چا روسته پاتې نه. په زرنگۍ او چالاکۍ کې يې خو د کوډ گرو سرگرولی وه وو؛ ډېرې المانيانې يې تر سينده تږې بيولې او بيرته تږې را وستلې او د چا خبره، له سترگو يې رانجه تښتول!
يوه کوډه يې داچې د يادې شوې څانگې د مرستيال په مرسته يې په يوه تيخورتون (شيرخوارگاه) کې ځانته کار مار پيدا کړی وو. که څه هم تنخا يې تر څو سوو مارکو تېری نه کاوه، خو سره له هغې يې کورنی لگښت پرې په وچ زور پوره کاوه او د مېړه هغه ورته وچه کلکه پرځای پاتې کېده.
له هغو ټولو خبرو سره سره، زرمينه نوره دېته اړوتې وه، د خپل مېړه او کور نۍ په رازکې داسې چستو چالاکو او زرنگو هېوادوالو ته گډون ورکاندې چې تر هغه دمه يې ور سره نه يوازې سمه پالـله نه، بلکې کورټه يې ورسره تربگني دښمني درلوده. خو له پېښې تېښته نه وه او يومخيز رغېدن ترې نه کېده.
هر څنگه چې وه، د زرمينې ورتگ مېرمن ببري ته بيا له بله پلوه، هسې بې گټې وټې و نه اېسېد او تود هرکلی يې وکړ . چای او کولچې يې پر مېز مخې ته ور کېښووې. خو ترهغې مخکې چې هغه ترې د ورتگ پلمه وپوښتي، زر مينې ورته
د زيرک د ناخوالو او بيا روغتيايي ستونزو کيسه راوا خېسته:
= مکۍ خورې! له تا دې څه پرده وي، له زيرک سره زما د واده دا يوه نيمه لسيزه شوه، خو يوه ورځ مې ترې ارامه ورځ نه ده ليدلې…
د زرمينې ستونی را ډک شو، خو له بښنې غوښتو سره يې د خبرو لړ بېرته راټينگ کړ:
سره له دې چې مېړه مې په هېواد کې د يوه وتلي ليکوال او شا عر په توگه پوره نوم و نښان لري او له همدې لامله په انقلا بي دولت کې هم له ناگونديتوب سره سره بې څوکۍ نه دی پا تې شوی!
څنگه چې مکۍ د زيرک په اړه کله نا کله له خپل مېړه نه اړو پېچ خبرې ښايسته ډېرې اورېدلې وې، خو د دې لپاره چې په خپلو مغزو کې يې را کښل شوی انځور لا ښه ترا روښانه او بشپړ کړی اوسي، هڅه يې وکړه، د زرمينې له خولې نورې خبرې هم را وباسي، نو تار يې ښه ترا ورسست کړاو ځان يې ورته پو ره خوالگره وښووه:
=زرمينه جانې، تا نو ورسره داهرڅه په پټو سترگو زغملي او گاللي دي؟
زرمينې غوښتل، د مکۍ په خبرو کې ورولوېږي، خو هغه پرې رامخکې شوه:
= داسې مېړه که اپلاتون هم شي، څوک يې په بلا وهي،
په هماغو لومړيو کې به ترې موروپلار کره تللې وای!
زرمينې په مات مخ وويل:
= څه وکړم، چاره څه ده،خدای به راته همدا په تندي کې ليکلي ول چې پر يوه داسې مېړه مې سر شي!
= ولې چاره نشته؟
د زرمينی پر بارخوانو ورټې ورټې اوښکې را ورغښتې او له يوه ساړه اسوېلي سره يې مکۍ ته ورغبرگه کړه:
= زما بدمرغي په همدې کې وه چې ما او ده سره تر څوکلنې مينې روسته د دواړو کورنيو له ناباندۍ سره سره، د ډېرو جرگو مرکو په مټ د خپلې خوښې واده کړی وو. نو راروسته مې چې ترې هرڅومره بدې ورځې ليدې، پر زړه مې تېرولې….
زرمينې خپله خبره لا بشپړه کړې نه وه، چې مکۍ پکې ورټوپ کړ:
= نو تا موروپلارته دومره سترگې نه لرلې چې ورشې او بښنه ځنې وغواړې؟
= ما چې تر څو د پوخلاينې لارې چارې پلټلې، مور مې نا څاپه مړه شوه او ورپسې سم له سمونې د انقلاب شړک را ولوېد او پلار يې راڅخه د فيوډال په نامه د نورو زرگونو بېگناهو هېوادوالو په څېر د زنديو او زندانونو بلهاري کړ!.
زرمينې تر هغې وړاندې چې مېرمن ببری ترې د نورو کورنيو غړيو پوښتنه وکړي، يو سوزنده سايې وشړله او ورزياته يې کړه:
يوازېنی کشر ورور مې هم پر ۱۳۵۸کا ل د هرات په هغه خو نړي فاشېستي ټولوژله کې سروخوړ چې په څو ساته هوايي بمباران يې ټول ښار له لسگونو زرو بېگناهو بلهاريانو سره پر بل مخ کړ!
مکۍ ورته په دې هڅه چې زرمينه يو سرغړاوي ته راو څکوي، وويل:
= ولې اوس درباندې څه شوي، چې ځان ځنې نه شي را شکولای ، لا ځوانه جانه او بيا لا منتبۍ هم يې، د مېړونو څه کمی دی. همدا اوس هم اوبه تر ورخه تېرې نه دي. که هلته ناشونې وه او ترې بېلېدای نه شوې، دلته خوکولای شې، دی همدلته شينگړ پرېږدې،ځانته يا بچوسره ترې بېرته هېوادته لاړه شې!
زرمينې بې له دې چې مکۍ ته سم له لاسه د بچيانو غم پلمه کاندې، بل ځواب نه لاره:
= که له مېړه پرېژه(طلاق) واخلم، د زامنو روزنه مې گډوډېږي او پلاريې ور ته بې له هغې نه وخت لري، نه زغم. نو له دې لامله ورسره په دغه هېواد کې دوه درې کاله مېشتيا غنيمت گڼم او په دې ارزي چې د تېر په څېر يې هر راز ناخوالې اونا دودې وگالم!
مکۍ چې وليدل، زرمينه جلاوالي ته زړه نه ښه کوي، نو په زړه سواندۍ يې ورغبرگه کړه:
= ښه خورې چې بېلېدونکې ترې نه يې، بس گاليه ورسره، که يوازې د ناروغتيا خبره وي، ډانکتر ته دې لاړ شي، او چې ستا خبره نه مني، زموږ به څه ومني ؟
= دا پېنځلس کاله مې چې ورسره گاللې، تر يوه وخته به يې نوره هم وگالم، د خره خاوند ته پېښه ده!
په پای کې زرمينه دېته اړوته چې مکۍ ته د خپل مېړه د غبر گو مينو يو لنډ جاج وړاندې کړي او په دې چم پوره سر ور خلاص کاندې، نو داسې يې ورته راپيل کړه:
زما مېړه له هغو کمپېښو افغاني مېړونو څخه دی چې پر يوه مينه هېڅکله ټينگ و ترينگ نه پاتې کېږي. زما مينه يې پر ((کابلۍ)) بدله کړه او دادی، له څه مهال راهيسې يې له کومې المانۍ سره رانښلولې ده.
مکۍ يوه شېبه په چورت کې ولاړه او زرمينه يې لا زيات سپړ اوي ته وهڅوله:
= ښه نو، هغه يې ولې پرېښووه؟
= ده غوښتل، د الماني شاعر گويتې پېښې وکړي او هممهاله دوې مينې ولري، يوه ((ختيزه)) او بله ((لوېديزه)). مانا داچې د هغې ترڅنگه يې همدلته له يوې المانۍسره هم وپالي.
= نو ولې يې ستا پرځای هغه نه راوسته؟
= خو بې له مايې هم نه رغېږي، نه د يوې عادي مېرمنې، بلکې د يوې خدمتگارې يا مينځې په توگه.
په هره توگه مکۍ لکه مچۍ ورپورې کلکه نښتې وه او د ((کابلۍ)) مينې په اړه يې بيا پرخبرو راوسته:
= مېړه دې بياهم غواړي، هغه راولي؟
= دده ډېر زړه کېده، د راتگ يوه پلمه وربرابره کاندې، او په دې لړ کې يې دکوم زده کړيز بورس غم وخوري، خو…
زرمينې له ((خو)) ټکي سره نوره خوله ونيوله او په لوی لاس يې مکۍ ته د پرلپسې پوښتنو پلمه پر لاس ورکړه:
=(خو) يانې څه؟
هغې يو سوړ اسوېلی واېست او ورته يې وويل:
= خورې، څه به مې زړه راسپړې او گوتې پکې وهې،.((خو)) مې په دې وويل چې له ښه مرغه مې د بېلارې مېړه د غبرگو مينو ارمان تر سره نه شو. که نه تر ډېره يې له اوسنۍ سره ، زمانه، بلکې د هماغې پر ېښې ((ملگرې)) پر وړاندې د يوڅه خيانت نگېر نه (احساس) کاوه.
د زرمينې روستۍ خبرې د څانگې تلوسه نوره هم پسې را وپاروله. زرمينې يې هم چې اکرته وکتل، بې پوښتنې يې وروغځوله :
= له هغې راهيسې چې داړوندې راديويي څانگې مشر ((ښاد)) پر يوه رسمي سفر برلين ته راغلی وو دهغې له تېښتې يې، نه يوازې خبرکړ، بلکې هممهاله يې داپېغور هم ورکړ چې هغه له يوه نوي انډيوال سره ړومبی اسلام اباد او ورپسې همبو رگ ته پټي پالا راتښتېدلې،نو ټول خيال پلونه يې له خاورو سره خاورې شول. او په دې توگه يې د نوې ((لويد يزې)) مينې موندنې لپاره هوډ و هوس نورهم پسې گړندی شول.
مکۍ ته هم خدای ورکړې وه او زرمينه يې د دغې بې پردې کورنۍ کيسې لا اوږدونې ته بيا بيا پوښتله:
= په دې ډول دې مېړه نوې مينې ته وپتېيله؟
= هسې خويې بې له هغې هم برلين ته د راتگ له هماغو لو مړيو څخه د نوې((لويديزې)) مينې په لټه کې هرې خواته سترگې لکه کچکول لکې گرځولې راگرځولې، څو يې دا يوه راپيدا کړه.
مکۍ د زرمينې خبرې ته هکه پکه شوه او ورځنې يې د نجلۍ نوم وپوښت او دې هم ورته همدومره وويل:
= نوره يې نه پېژنم، خو دومره پوه شوې يم چې له څو ورځو
راهيسې يې په همدې بلاک کې له کومې شينۍ سره د مينې تارنښلولی او په دې ډول بيرته پر څښاک راغلی دی!
زرمينې يوپلا بيا مکۍ ته د پېغور پلمه پرلاس ورکړه:
= تا خو بې له هغې داهرڅه پرځان منلي، نو څه سر پرې خوږوې؟
= زه يې په دې کې نه يم چې ولې يې تورسترگې پر شين سترگې بدله کړې، زه يې د روغتيا اندېښنې اخېستې يم.
= ولې، څه اندېښنې؟
زرمينې تر يوې لنډې لارغې روسته مکۍ ته بياهم دا دک و دليل وړاندې کړ:
= څه وکړم، د زامنو برخليک مې ورسره غوټه دی. زيرک له پخوا راهيسې د يېنې له رنځه رنځېږي، په هېواد کې يې يوڅه دارو درمل کړي ول، خو دلته يې له بدپرهېز ۍ بابېړی وکړاو ډاکترانو پرې له الکولي څښاکه دسخت پرهېز ټينگار کړی دی.
مکۍ ورته وويل، دومره چې له مېړه پکو شوې يې، نو ولې يې پرې زړه سوزوې. له خبرو دې دا هم جوتېږي چې بچيانو دې هم ترې کله ښه ورځ نه ده ليدلې؟
زرمينه ورته بېځوابه غوندې شوه او نه پوهېده چې نورڅه ووايي،. له ناکامه يې بياهم هماغه د زامنو برخليک ورپلمه کړ.
مکۍ چې بلې پوښتنې ته بيا ځان جوړاوه، زرمينه بياهم پر مېړه راو څرخېده:
= ما له بېلارې او چړچه مار مېړه سره د يوې نيمې لسيزې په ويرلړلي گډ ژوندکې د زغم او سازښت پوره کړاو(مشق)کړی او له ((شدي زن خر، بکش بار خر)) پارسي متل سره سم مې د ده درستې ناخوالې او نادودې زغملې او زغمم يې. خو څه چې ما ډېره ناراموي، هغه يې څښاک وڅکاک ته بيا راما تېدل دي او دغه کار يې له دغې نوې مينې سره تړلی دی.
څنگه چې له گړدودي او ادبي پلوه د زرمينې په يونيم ټکي دمکۍ سر نه خلاصېده، نو ځنې يې وپوښتل:
= څښاک ټکی خو مې لږوډېر له يوبله اورېدلی چې څښلو(( ډرېنگ)) ته وايي، نو دا ((څکاک)) يې لاڅه شی دی؟
= څکاک هم د څښاک سکه ورور دی او او د تمکو دودولو يا سېگرېټ څکولو ته وايي.
مکۍ يوه شېبه له ځان سره چورتي غوندې شوه او بيايې زرمينې ته مخ کړ:
= نو ډاکتر دې دې مېړه له سېگرېټه هم پرهېز کړی دی؟
= هو کنه! سېگرټ خو يې د ډېرو چاپېريالي بندېزونو له لاسه وار له مخه کم کړي ول، نو په اسانه يې يومخيز پرېښوولو ته چمتو شو او څښاک يې هم په اوونۍ دووکې تر نيم گيلاس بيرو يا واينو تېری نه کاوه.
مکۍ ته د مېړه د روغتياپه اړه د زرمينې دومره اندېښنه او پاملرنه هسې بې مانا و برېښېدې او بيا يې ورته د پېغور پلمه برابره شوه:
= چې پر يو داسې بېلارې مېړه دې سر دی او يو توت هومره درته ارزښت نه درکوي، پرهېز به پرې څنگه ومنلای شې؟
= زه د ډاکتر له سپارښتنې سره خپله هڅه وسه کوم. چې د راز راز هوسانو او پر هېزانو له لارې يې له توند وتېز څښاکه راواړوم، خو د شينۍ له مينې سره زما گرده خواري الاکي پر اوبو لاهو کېږي.
مکۍ د زرمينې په سترگوکې سترگې ورننه اېستې او ورته يې وويل:
= ښه نو، زه يې د نوې مينې په تړاو څه کولای شم؟
= ما په همدې هيله دا راز له تا سره شريک کړ چې د داسې يوې هرځايي نجلۍ څرک راسره وباسې،ځکه ستا سې دلته څوکاله شوي او له ډېرو گاونډيانو سره پېژنئ يېژنئ !
که د دې پېښې مخنيوی ژر تر ژره ونه شي او اوبه تر ورخه تېرې شي، بيانو خدايزده…
مکۍ يوه اوږده لارغه پس سوړ اسوېلی وکېښ، بيايې زرمينې ته ټاغ ټاغ وکتل او په گواښنده گړدود يې ځنې وپو ښتل:
= که څرک يې در ولگوم، نو بيا؟
= بيا داچې دهغې شينۍکره راسره يوځای ولاړه شې چې زيرک ورسره دمينې تار نښلولی!
= غواړې، ايرۍ ناندرې ورسره ووهې؟
= نه نه، تش همدومره چې د زيرک پر بوالهوسۍ او هردم خيالۍ يې سر ور خلاص کړم او زړه يې ځنې تورکړم!
داچې مکۍ سم له لاسه زرمينې ته څه گپ ورکړ يا څه ژمنه، اوساټه باټه وکړه يانه، خو دببري په کورکې نوره غوا لنگه شوه، او داسې وسله وسيله پرلاس ورغله چې مه يې کوه پو ښتنه!
پرهماغه ورځ، ماښام ناوخته مېړه او مېر من د لومړي ځل لپاره زيرک دوی کره ورغلل. زرمينې ته، په هره توگه، خو زيرک ته يې دا ناببره او بې خبره ورتگ، هغه هم ړومبی ځل خورا هېښنده و برېښېد.
زيرک په هر ډول ، خپله هېښتيا او واروپار راکابو کړل او په پوره درناوي يې نابللو مېلمنوته ښه راغلاست ووايه، له دود سره سم يې له ببري سره د غاړې روغبړ وکړ او له مېرمنې سره يې د لاس، او زرمينې بيا سرچپه، مېړه ته لاس ورکړ اوله مېر منې سره غاړې وته او بيايې ورسره دوه درې ځله،چړپ چړپ مخ ښکلول وکړل.
دواړې جوړې سره مخامخ پر ارامڅوکيو کښېناستې او د چای څښلو په ترځ کې سره له عادي ورځني گپ شپه رانيو لې، تر ځانگړو او رسمي بوختياوو پورې پر بېلابېلو سکا لوو وغږېدل. زيرک او زرمينه په دې ښه پوهېدل چې د مېړه او مېرمنې هغه گردې لوڅې پوڅې د ورځچارۍ له مخې دي او خپلې موخې يې پکې نغښتې دي، خو دوی هم بله چاره نه درلوده.
تر يو لړ خبرو اترو روسته ببري وړانديز وکړ:
= چای او مېوه خو مو وکړل، نو که د ټولو خوښه وي، اوس به په گډه يوه گړۍ نيمه لاندې شپېغالي ته ور کوز شو او سرونه به لږ گرم کړو؟
زيرک چې له کوره پر سارا خوښ وو، له واره هو کړل:
= سمه ده، بس ټول زما مېلمانه ياست او لگښت يې زه پرېکوم!
زرمينې څه انې بانې وکړې، خو چې مېړه يې هم پرې ټينگار وکړ، نو چار ناچار يې ورسره ملگرتيا ومنله او هغه هم په دې آړ و گرا:
= زه خو بې هغې له الکولي څښاک سره روږدې نه يم، او
زير ک هم ترې ډاکتر تازه پر تازه پرهېز کړی دی، نو موږ دواړه به درسره خوږوبی مږوبی و څښو!
ببري هم ورسره ومنله، څلور واړه د شپېغالي په تکل له کوره ووتل او په ښله(لېفټ) کې ورکښته شول.
سم چې شپېغالي ته ورننوتل،پر گډامۍ(ډېسکو ډانس) واوښتل او په دې ډول ورته، له ډېرې گڼې گوڼې ځای پيدا کول اسان نه ول. ترڅو يې په يوه لرې گوټ کې يو دوه کسيز ونجړی (مېزگی) له دوو څوکيو سره وموند، دوه يې ورسره نورې کړې او سره جو خت و نجت کښېناستل.
ببري وليدل چې دمېلمه پال يا مېلمه پالې څرک نه لگي، نو پخپله يې په هماغه ټېل ماټېل کې ځان د څښاک تر نا ستو
ځي (باره)ورساوه او څو بوتله يې په غېږ کې را ونيول، تر مېزه يې راورسول، او زيرک ته يې په خندا خندا کې وويل:
= د دې لپاره چې لگښت تا پر غاړه اخېستی، يا د چا خبره
(( پيسې د خليفه له جېبه ځي))، نو ما هم ورته اړي و نه کړه!
زيرک هغه بوتلونه تر ځغلندې کتنې تېرکړل او ورغبرگه يې کړه:
= آفرين، چې په دومره گڼه گوڼه کې دې بېلابېل ډولونه تر گوتوکړای شول. داچې د ۹۹ پرځای دې لس او شل والا راو ړل، نو شل يې ستا او لس يې زما. مېر منې به هم د جوسو پرځای درې سلنې والا بير وڅښي
په دې کې زرمينې پر مېړه سترگې را برگې کړې او هغه يې هم د بيرو څښلوته اړېست.
د ببري له زړه نه خرخشه نوره وتلې وه او په پراخه ټنډه يې هغوی درو واړو ته له بيروگېلاسونه ورډک کړل او ځانته له شل سلنې واينو څخه.
همدا چې ببري د لومړي بوتل روستی غړپ تر ستوني تېر کړ، اوچته پاڅېد او له مکۍ يې وغوښتل، ورسره و ناڅي.
مکۍکه له خپل مېړه سره پخوا نڅل هم، خو نن يې د زيرک او په تېره د زرمينې له شرمه غوښتنه و نه منله. له دې نټې سره يې مېړه ته پلمه پرلاس ورغله. سره له دې چې لا پوره نشه شوی هم نه وو، ځان يې نشه وا چاوه او په گڼه گوڼه کې يې په وچ زور ځان ور ننه اېست. ترڅو يې د يوې نشه وړې لاس له بتر ډوب نشه مېړه څخه راکښه او ورسره په چورلکونو شو. نوره يې، نه له خپلې مېرمنې سترگه سوزېده او نه له زيرک او زر مينې نه
زيرک هم چې وليدل، انډيوال يې له يوې سره تاوراتاوکېږي، نو له څوکۍ يېغ نېغ راپاڅېد، له مېرمنو يې يوه سرسري غو ندې اجازه وغوښته او پسې ورغی. له بده شامته، دی لا د ملگرې په لټه کې وو چې ناڅاپه ډنگ و ډونگ غلی شواو دی هم شوړ غوږونه خپل ونجړي ته راستون شو.
مکۍ په يوه خواخوږي گړدود زيرک ته ډاډ ورکړ:
= ځه خير دی، زيرک سېب، دا پيشپو او غرتو تر نيمې شپې روانه ده او هرو مرو به تاته هم يوه پر لاس درشي!
ببري هم د دې لپاره چې زيرک ته يې ښه ترا تسل ورکړی وي، په ورته ټکو ورڅرگنده کړه:
= دادی، شېبه روسته بيا پيلېږي او دواړه به هڅه وکړو، وار له مخه يو دوه نجونو يا ځوانو مېرمنو ته بلنه ورکړو او ترڅو يې چې خپل انډيوالان راڅخه بېلوي، موږ به ورسره څه ناڅه ځانونه ستړي کړي اوسي!
مکۍ ته يوځل بيا د ټوکو پلمه پر لاس ورغله او په خندا يې وو يل:
= خير، که داځل تاسې څوک و نه موندل، موږ دواړو ته پېښه ده، درجگې شو او پرده مو وکړو!
زيرک چې تر دغه مهاله د مېړه او مېرمنې پر ټوکو ټکرو غوږ ونه کاڼه اچولي ول، موسکی شو او دکنايې په توگه يې ورته دا متل تېرکړ:
= هو ، که اوبه نه وې، نو بيا به هرو مرو تيمم ته اړوځو!
په پای کې تر تيممه و نه رسېده او د ((چې غواړې، پرې واو ړې))کانه شوه او له بيا پيل سره دواړه مېړونه خپلې موخې
ارمان ته ورسېدل. دوې نجونې سره، لکه همنوږې (لېز بيا نې) په خپلوکې نڅېدې، نو يوه،يوې ته غېږ پرانېسته او بل له بلې سره غاړه غړۍ شو. د لوړ او مست موزيک په انگا زو کې ور سره داسې پر گډا سرشول چې تابه ويل، ټول ژوند يې په لويديځ کې تېرشوی دی!
مکۍچې وليدل، مېړه يې له پېغلې سره نور خوله پر خوله شوی او دومره ټينگه او ترينگه يې په ځان پورې رانجتلې چې بل مينه وال يې ترې هډو بېلولای نه شي، نو سور اور ور باندې بل شو. اوچت يې ور ودانگل، نجلۍ يې ترې خلاصه کړه او دې خپل لاسونه په غاړه کې ورکړۍ کړل. داچې هغه شېبه يې مېړه څومره کنځلې او گواښلې، څه پته يې نه لگېده.
هغه وه چې زرمينه هم په ورته پلمه او سيالۍ په مېړه پسې ور جگه شوه او په نه سترگو موندلې نجلۍ يې ترې رابېله کړه. که څه هم دا خواره کۍ د څانگې هومره له داسې پيشپو گانو سره دومره روږدې نه وه، خو، خدای پرې راوستې وه او په مات مخ له مېړه سره پر تيندکو او چورلکو شوه.
په دې کې به شپږ اووه پېله(مېنټه) تېر نه ول چې موزيک غلی شواو دنورو په څېر دوې دواړې جوړې هم خپل تنگ وتورش ونجړي ته راستنې شوې.
داچې د مکۍ زړه پر خپل مېړه پوره يخ شوی نه وو او هما غسې ورته له ځاځ و پرغزه توده اېشېده، مېړه ته يې مخ کړ او څومره يې چې وسه او متره وه، سابه يې ور پر مالگه کړل.
ببري چې د خپلې مېرمنې پر وړاندې بېځوابه شو ، پاتې بوتل نيم يې پر سر راواړاوه او په دې چم يې پر پرلپسې گوا ښونو او غوړچونو ځان ناگاره واچاوه.
خو پارېدلې او قارېدلې مېرمن يې چېرې پرېښوونکې وه، له څوکۍ را پاڅېده، د تالار په هغه بل سرکې يې هماغه نجونې سهي کړلې چې تر نڅاروسته د بار پر اوږ دړيو څوکيو څښاک ته ناستې وې. څنگ ته يې ورغله او په ماته گوډه کارگري المانۍ ورته په سپکو سپورو لگيا شوه.
نجونو چې وليدل،خبره څه ده، نو له ښځې يې بښنه وغوښته او د پوره ډاډېينې لپاره يې دواړه له څوکيو را کوزې شوې او تر خپل مېز گوټي يې بدرگه کړه. دواړو مېړونو چې وليدل، انډيولانې يې پسې راروانې کړې دي ، مخې ته يې اوچته ور پاڅېدل او ترڅو چې يې ورته هرکلی وايه، هغوی پرې خولې راوسپړلې:
((تاسې دروغجنو مړونو موږ وغولولو او داسې مو راوښووله چې دلته ځانله راغلي ياست. خو اوس راته پوره پته ولگېده چې له ځان سره مو خپلې ځوانې جانې مېرمنې راوستې، همد لته ناستې دي او بې له اجازې يې راځئ او له نورو سره نڅېږ ئ .. .!))
ببري ددې لپاره چې خپلې مېرمنې ته يې ځان کم نه وي راوړ ی، سر يې نيم ځوړند غوندې ونيو او د پخو روږدو نشه يانو په گونگوړۍ ژبه يې له پېغلو نه بښنه وغوښته او بيايې ور زياته کړه:
= موږ دواړه نشه يو او ښځې مو لږ ې بې کولتوره شانتې دي، نه يې څښاک دومره خوښېږ ي او نه نڅا، او زموږ چې سرونه يو څه گرم شي او په نڅا کې برخه اخلو، دوې مو ملتيا نه کوي، او چې له بل چاسره ناڅو، نو …
زيرک چې نه يې نشه دومره کړې وه او نه د ببري غوندې دومره وازگړواز وو، په يوه پسته ادبي انگرېزۍ داسې ور غبرگه کړه:
= زه هم پر خپل وار له تاسې دواړو اغلو د زړه له کومي بښنه غواړم، نه ستاسې گناه وه او نه زموږ د مېرمنو،. همدا موږ دواړه مېړونه گرم يو، هيله ده، داځل مو وبښئ، بيا به داسې بې ادبي او بې نزاکتي نه کوو!
شپه نوره پخه شوې شوه، همدا چې د روستۍ پاڼۍ په توگه د موزيک غږ پورته شو او نورو ټولو ورسره چورلکونه پيل کړل، دوی څلور واړو له وخته په گټه اخېستنه له نيمروښانه شپېغالي راووتل . بې له دې، چې يو سپڼ هومره يې سره له خولووخېژي، د خپل بلاک پر خوا راروان شول. ببري دوی ترې له((شپه ښه!)) ويلو سره په پېنځم پوړ کې له ښله ووتل او دوی شلم پوړ ته راوختل.
زيرک له هماغې لږې بد پرهېزۍ سره نور له اخه ټوخه لوېدلی وو او کور ته له ننوتوسره پر ارام څوکۍ براب براب پرېوت. خو زر مينې د دې لپاره چې گهيځ يې کشری زوی بيا په هغه انکړ و نه ويني، بوټ و سوټ يې ترې ورو ورو وکښل، خوب کالي يې ورواغوستل او په ډېرو تيندکو او چورلکو يې نيم خوبولی تر کټه ورسولای شو.
زرمينه ترې له لوښې سره سمه گهيځ وختي له خوانه غلې را پاڅېده او په پخلنځي کې د سهارنۍ په تيارونه بوخته شوه. هلکان هم پرخپل ټاکلي وخت راويښ شول. همداچې يې سها رنۍ وخوړله او د ښوونځي او وړکتون په تکل له وره ووتل، دا هم له کمخوبۍ او نارامۍ د زامنو کوټې ته ور ننو ته او هملته له کمپلې نيمې سره پر غولي پراته توشکگي با ندې منجيله رامنجيله څملاسته.
مټې د ورځې يوولس نيمې بجې به وې چې د تېلېفون پر لپسې بوږ نوړي ترنگهار له خوبه راويښه کړه. خو چې ترڅو يې غوږۍ تر غوږه رسوله، زيرک بيا په يوه ټوپ ځان ورسو لی وو. سم يې چې خبرې اترې بس کړې، په تونس او پارېدلي اکر يې غوږۍ بېرته پر خپل ځای کېښووه. شېبه نيمه اخوا دېخوا تاو راتاو شو او بيا له ځان سره پربنگنېدو شو.
زرمينه ورته لاس تر زنې لاندې هکه پکه ولاړه وه، خو د مېړه له ادبي= رسمي خبرو دومره پوه شوې وه چې پېښه څه ده.
زرمينې سره له دې چې د پارېدا او پرغزتيا په وخت کې يې ورسره يو چوڼ هومره کولای نه شو، خو بيا هم سل زړونه يو کړل او په يو خواخوږي گړدود يې ځنې وپوښتل:
= خدای مکړه، څه ناوړه پېښه…؟
زيرک يې په خوله کې خبره ور وچه کړه، د مچۍ غوندې را وپارېد او څه يې چې پر خوله راتلل، ببری يې د خره تر لکۍ و اېست او بيا يې وويل:
=دې نا لتي بېگانۍ کيسه بيا وخته د څانگې تر مرستياله رسولې ده!
زرمينې هم تر هغې روسته چې پر ببري يې يو تو نالت وويل، مېړه ته په خواخوږۍ څرگنده کړه:
= له دې چاپلوسو چوغلگرو سره به نور چېرې پل وا نه خلو!
زيرک ورزياته کړه:
= له دې سره سره چې نن ما لوست هم نه درلود، مرستيال را څخه پوښتنې گرويږنې پيل کړې چې څنگه پرکور پاتې يم، داهم ټول همستا له لاسه!
زرمينې غوښتل چې د ځان سپيناوي وکړي، د سړي گړدود يې لاپسې توند کړ:
= که تايې له ښځې سره سلام اليکي نه وای کړی، بېگا به ورته زموږ کره د راتلو پلمه ولې برابرېده او بيا خبره تر شپېغالي رسېده؟
زرمينې بياهم مېړه ته کړل:
= زما له دې څه باگه وه چې مېړه يې دومره ادول پدول او بدورده دی او په تاپسې شونټۍ گرځوي. که نه، په دې يې څه سر غټېده چې له نه څه خبرې نه، يوه ببولاله جوړه کاندې، که د نشې خبره وي، هغه هم د همده له لاسه!
زيرک بياهم خپلې مېرمنې ته د پړې گوته ونيوله:
= له دې خو خبره وې چې مېړه او مېرمن دواړه له مرستيال سره ټينگ اړيکي لري او يو وېښته يې له موږ سره نه برا بر وي. په کاروه، زموږ له راتگ سره يې سم له سمونې بيرته هېواد ته لېږلی وای، خو تر اوسه يې دا څلور پېنځه مياشتې په نارسمي ډول دلته راټينگ گړي. ما خو خپله لار پوکوله او ترې تېرېدم او که کله به راسره په څانگه، وره يا ښله کې ستر گه پر سترگه هم شول، په يو سر سري سلام به مې ځان ځنې تېرکړ!
زيرک منډه کړه، بوتل نيم بير شراب يې چې مېلمه اېزمه ته ساتلي ول، له يخچاله را وکښل او ټول يې په خځلنۍ کې واچول. پر څوکۍ غلی او خواشينی کښېناست او خپل سر يې په لاسونوکې کلک ونيو.
زرمينې دا دم گړۍ له خدايه غوښته چې مېړه يې له څښاکه تردې بريده بېزاره شي.
که زيرک هرڅومره زړه خوړينی وو، خو مېرمنې يې په زړه کې گوړې ماتولې. ترڅنگه يې کښېناسته اودواړه لاسونه يې ترې راچاپېر کړه، لکه ووړ ماشوم يې غېږې ته را کښه او په مينه مينه يې پر دواړه مخه پرلپسې ښکل کړ. تر يوې شېبې غلې غليا روسته مېرمنې په ډډ ژړغوني غږ د مېړه په غوږکې دا سې ورزمزمه کړه:
= د ببري خو همدا لوښه او خوی دی، او په همدې چوغلۍ او چاپلوسۍ تردې وخته چلېدلی او ښايي، که همدا بازار او همدا نرخ وي، نور به هم وچلېږي.
زرمينې زياته کړه:
= زما يوازېنۍ هيله او موخه ستا د روغتيا او نوم و نښان ژغورنه او خونديينه ده. داچې تا له خپلې پرېکړې سره سم بيرته خپل هوډ راټينگ کړ او تر پېښېدونکي خطره دې مخکې له مخکې څښاک ته پايټکی کېښووه، د ډېرې خوښۍ ځای دی. زما په خيال دابه غوره وي چې مرستيال ته همدانن ورشې او سم سهي يې پر بېگانۍ کيسه پوه کړې!
د زيرک ماغزه لږ ارام شول، ورو له ځايه پاڅېد او پر تشناب ننوت. زرمينې ورته د منډې له مخې يو ساړه تاوده ورتيار کړل او په پخلنځي کې يې ورته پر مېز کېښوول. پسې خو بخونې ته ولاړه او تر څو چې زيرک له تشناب او بيا خوراک څښاکه را وزگارېده، دې يې درېشي اوتو کړې او بوټ رنگ کړي ول. کله چې له کوره وته، دا ترې له مخه شوه، د ښله (لېفټ) تڼۍ يې ووهله او تر وررسېدو پورې يې ورسره د بيا ژر ليدو په هيله په مينه مينه ښکلول وکړل.
زرمينې چې د ببري چوغلي پدولي بياهم د ځان او مېړه په گټه انگېرله، نو وړه يې و نه بلله چې داسې ژر تر ژره يې له کورنۍ سره بيرته وشلوي او د پخوا غو ندې ورسره هېڅ تگ راتگ و نه کاندې. هرگوره، دالوست يې ځنې اخېستی وو چې په راتلونکې کې ور سره د مېړه خبرې دومره ډېرې ونه څېړي.
زيرک چې مازيگر د څانگې له مرستيال سره تر خبرو اترو رو سته خوښ خوشاله راستون شو، دې هم ورته هماغسې په مينه مينه ستړي مه شي وويل. نور يې نو وړنده و نه بلله، سم له سمونې يې تر ستوني کلک ونيسي او د ليدوکتو پايله ځنې وپوښتي، ځکه ډاډه وه چې بې پوښتنې يېږنې ورته هغه پخپله کيسه کوي.
څو چې زرمينې پياله قهوه ور تياروله، زيرک خبره راپيل کړه:
= گرانې، د مشرغبرگون د هغه څه پر خلاف چې مااو تا انگېر لی وو، خورا بابيزه، او لا ان دوستانه وو. هغه زما سر په دې پوره خلاص کړ چې نه ما او نه ببري د کوربه ټولنې کوم دود دستور تر پښو لاندې کړی، او د هغو نجونو نيوکه نيمه هم د مکۍ د بېځايه پارېدنې پايله وه.
داچې د ببري دوی په اړه د زرمينې زړه هم يوڅه پاک شو، خپل مېړه ته يې وويل:
= بس که دې خوښه وي، همدا نن به ورکره تر ماښامنۍ رو سته يو سر ورښکاره کړو؟
زيرک ورته د((هو)) سر وښوراوه او دې هم ورته سم له سمونې د خپل ورتگ تېلېفوني خبر ورکړ.
د ببري دوی کره يې داسې توده پر توده ورتگ له يوڅه خر خشې سره اړخونه بدلول او له همدې لامله يوې خوا هم زړه نه ښه کاوه، بېگانۍ پېښه رامخته کاندې. خو زرمينې يې په خبرو خبروکې پدل مات کړ او مېړه يې هم په خورا ادبي جا مه کې پرببري باندې خبره وربرابره کړه او تېروتنې ته يې ور ځيرکړ. هغه چې هرڅومره دځان سپيناوي هڅه کوله، زيرک ور ته په نرمه او گرمه بيرته ورغبرگوله
زيرک تر يوې نيمې ټوکې بوکې روسته پر سکالو راوڅرخېد او څرگنده يې کړه:
= موږ او تاسې د يوه کولتور خلک يو، ولې خپله لمن پر سر راواړوو!
ببري له خپلې کليوالې لوښې سره سم په يوه سا څو قرآنونه سوگندونه وخوړل او زياته يې کړه:
= ما د څانگې پازوال ته هسې په ټوکو ټوکوکې کيسه وکړه، ځکه پوهېدم چې دلته څوک داسې چارو ته دبدگڼو نه، چې لا د ښېگڼو په سترگه گوري!
په هره توگه د هغه ماښام ناسته پاسته ښه تېره شوه او زيرک دوی په خوښۍ او خندا خپل کورته راستانه شول.
خو، ببري ته نوره خدای ورکړې وه، کله به چې دڅا نگې مر ستيال د لاسباړې (حق الزحمې) په بدل کې کومه ليکنه يا ژباړنه ځنې غوښتله ، پر زيرک به يې تاوانوله. ده به هم ورته چار ناچار اوږه ورکوله او د چا خبره د خره خاوند ته پېښه وه او له پېښې يې تېښته نه وه.
مرستيال چې د ببري څو پرلپسې څېړنيزې ليکنې او ژباړنې وليدې، ورته هک پک پاتې شو او د مشر په گډون به يې هر سپي او سړي ته د هغه ستاينه کوله. ځکه غوښتل يې، په دې چم سره د خپل انډيوال د استادۍ د بيا تړون او يا هم لږ تر لږه په هغه هېواد کې د پاتېدنې د ويزې لاره ورهواره کاندې.
يوه ورځ چې له هېواده د لوړو زده کړو راغلي وزير د افغا نپېژندنې څانگه ليدله او مرستيال ورسره د مېلمه پال او ژباړن په توگه گومارل شوی وو، نو له وخته په گټه اخېستنه يې ببری وروستايه. وزير يې چې پر موخه پوه شو، په ځواب کې يې ورته وويل:
= د افغانستان انقلابي دولت دا وړنده وبلله چې د زيرک صا حب غوندې يو وتلی پوهيال او فرهنگيال د مېلمه استاد په توگه تاسې ته راولېږي.
له چک چکېو سره زيرک هم پر خپل وار د وزير او نورو پر وړاندې د مننې او درناوي سرکښته کړ.
مرستيال چې د ژباړن په توگه د دواړو هېوادو د غټانو په لومړۍ ليکه کې ولاړ وو، ببری په يوه سترگک راميدان ته کړ، لاس يې پر اوږه ور کېښووه او په دې روستيوکې يې د هغه د پرلپسې څېړنيزو کارونو تر يادونې او ستاينې روسته څرگنده کړه:
زموږ څانگه وياړي چې تر استاد ببري روسته مو د زيرک غو ندې يو بل پياوړی استاد په برخه کېږي، خو دابه لا غوره وي چې هممهال راسره دواړه پياوړي استادان تدريسي چارې پر مخ يوسي!