ليکنه: قتيل زوی خوږياڼی
د لوى ننگرهار د لوړ او سمسور سپين غر په لمن کې د خوږياڼو لويه او پراخه سيمه پرته ده، چې اوس درې ولسوالۍ ترې جوړې شوي(خوږياڼى، شيرزاد او پچيرو اگام). خوږیاڼی د فتح آباد د پل نه د تور غر تر کوړم کلي بيا تر حصارکه همداراز له حصارک څخه تر پچيرواگام پورې پراته خلک دي.
دا، چې خوږياڼي څوک دي د تاريخ په حواله خوږياڼي کرلاڼي قبائيل دي، چې د نسب لړۍ يې په دې ډول ده:
خوږياڼى د ککي زوى، ککى د کرلاڼي قبائيل زوى دى.
د خوږياڼي پنځه نور وروڼه ول، چې برهان، ځدران، اتمان، سليمان، شيتک.
د خوږياڼي د ورور برهان شپږ زامن ول، چې عثمان، لقمان، ځدران، اتمان، ماپي، ځلنى.
وروسته بيا عثمان په اپريدي او لقمان په خټک مشهور شول.
د خوږياڼي دوه ښځې وې:
د لومړۍ ښځې نه يې شيرزاد، پړبه خدرخيل، بارک، بولو، عبدالرحمن زامن ول.
د دوه يمې ښځې نه يې خربونى، تورى، ځاځى، مندوزى زامن ول.
وزير د خوږياڼي اولاد نه دى؛ خو اوس د خوږياڼيو سره گډ شوي.
ښاغلي سيال یاده ټوله سيمه د خوږياڼي په نوم يادوي او یادونه یې کړې، چې د خوږياڼيو خلک کرلاڼي قبائيل دي، چې د سپين غر په لمن کې تر خوسته پورې پراته دي. توري، چې اوس توريان بلل کيږي او شيعه مذهبي دي د خوږياڼو څانگه ده.
ځاځى، پړبه، درمان دا هم د خوږياڼي اولاد دى، چې اوس له خوږياڼيو بېل شوي دي.
د شاه جهان بادشاه په وخت کې د لقمان خيلو او شادي خيلو ترمنځ جگړه راغله. بيا شيرزاد او خدرخېل اړ شول، چې د بادشاه اطاعت ومني.
د شاه جهان بادشاه د وخت يو تاريخي باغ، چې اوس هم په هماغه بڼه دخوږياڼو په سيمه کې ، چې نژدى د سل جريبو په شاوخوا کې دى د شاه جهان د لور نيملي په نوم شهرت لري، چې اوس يې ځايي خلک د ميملي په نوم پېژني.
د خوږياڼو ولسونه په خپلو کې قومي تړون لري.
په وطن مين، توريالي ميلمه پالي خلک دي.
ټول مسلمانان او د امام ابو حنيفه پېروان دي.
د خوږياڼو قوم، چې ټول پښتانه دي په هر پېر کې يې د اسلام او وطن په خاطر نه هېرېدونکې قرباني ورکړې.
د ښوونې او روزنې په ډگر کې هم له چا بېرته پاتې نه دي.
لوى لوى عالمان، استاذان، پوهان، اديبان او شملور مشران لري.
د خوږياڼي بابا اولاد شيرزاد او خربوني تر دې دمه د سپين غر په لمن کې ژوند کوي. اوس مهال يې سر شمېرنه څو چنده زياته شوې.
خوږياڼي له سیاسي او فرهنگي ناورين وروسته ډېرو هېوادونو ته په گډه لاړل او هلته هم د خوږياڼي په نوم پېژندل کيږي د څو پېړيو راپدېخوا د خوږياڼي قام په کندهار کې په لوى شمېر کې پراته دي. خپل کلي او پېژندنه لري. ويل کيږي، چې د ميوند ملاله هم د دې قام څخه وه. دا څو لسيزې کيږي، چې د يو لوى سازش لاندې د خوږياڼو په لوى ولس ظلم او ناروا کيږي.
د ښکېلاک له وروستیو نوکرانو وروسته يې تش په نوم مجاهدينو هر څه وسوځول؛ له ښوونې، روزنې او حکومتي ډاډگیرنې بې برخې شول. واکداران ورته په درناوي او درنښت نه گوري؛ هر مشر او واکمن يې د خپل شخصي غرض لپاره استعمالوي او خپلې گټې د خوږياڼو په جنگولو کې لټوي.
حکومتي او تنظيمي نادودو تراوسه د خوږياڼيو ژوند ناارامه کړى؛ خلک یې د آرام سا اخیستلی نه شي او بديو یې د خوږياڼو نوی نسل د اور لمبو ته نيولى دی.
تنظيمي مشرانو د خپلو لارښودو په لارښوونه د خوږياڼي درې لوى قامونه خربوني، شيرزاد او وزيرو زړې بدۍ او مړ اور ته داسې په راستۍ پکي ووهل، چې تراوسه پورې د خوږياڼي بابا زامن په تنظيمي او سیاسي اور کې سوځي.
اوس هم دولتي چارواکي ورسره د ميرې مور سلوک کوي؛ مکتبونه، سرکونه، ښوونیزې ادارې، روغتونونه، ويالې، پلونه هر څه يې په نشت حساب دي.
که دولت او سیاسي کړۍ د سیمې او نړۍ له ښکېلاکي منگولو څخه د ځان ژغورنې نیت وکړي؛ اړینه ده، چې ولسي ملاتړ به یې په برخه شي. چا، چې خوږیاڼي ته کار کړی خوږياڼى ور سره مرستې ته حاضر شوی دى.
په وروستیو کلونو کې حکومتونو خپلې گټې له یو شمېر معلوم الحاله افرادو، اشخاصو، ډلو، تنظیمونو او گوندونو سره ورگډې کړي او د ولس له ملاتړ پرته یې پر ولس وژنې له یو او بل سره ښکاره لوبې روانې وساتلې.
زما په اند خوږياڼی اړ کيږي، چې که بشپړ نه وي څه نا څه غبرگون ښکاره کړي؛ ځکه، چې هر عمل خپل عکس العمل لري.
د بېلگې په توگه د دغو کړيو مشران او کشران څو څو ځله له مخدره توکو سره لاس په لاس نيول شوي؛ خو د دولت د يو خاص فرمان له مخې راخلاص شوي او سرې سترگې گرزي؛ خو که د خوږياڼو يو ولسي کس له تش سگريټ سره ونيول شي، بيا په کلونو کلونو په زندان کې پروت وي.
دې ته ورته ډېر داسې څه شته، چې دولت د يوې سپږې لپاره ټولې چپنې ته اور اچولی.
دغه کړۍ د خپل نوم او بقاء په خاطر د خوږياڼو د ولسونو له ژوند او اولاد سره لوبې کوي.
دولت بايد ټول خوږياڼي ته پاملرنه راواړوي او د دې قام روا غوښتنې دې ومني؛ په بېلابېلو سیمو کې دې مکتبونه، سرکونه، روغتونونه، ويالې، بندونه او پلونه ورته جوړ شي، په زراعت او په مالدارۍ کې دې ورسره ملاتړ ته ورودانگي.
له بندونو سره د اوبو زیرمې پیدا کیږي او له وچ کالۍ څخه به وژغورل شي، چې نورې ډېرې اړتیاوې به یې هم پوره شي.
له يوې خوا به له ولسونو سره د خپل ژوند فکر پيدا شي او له بلې خوا به د وطن او د اسلام د دښمنانو لاسونه لنډ شي، چې ورسره به نادودو او نارواوو ته هم د پاى ټکي کيښودل شي.
مونږ زړور، غيرتي، توريالي، په دين او وطن مين سړي او سړیتوبونه لرو؛ شملې او مټې لرو، چې د اسلام او وطن د دښمنانو خولې ماتوي.
د پښتنو د دښمنانو دسيسو او ځان غوښتنو د ملي وحدت او ملي روحيې د غوړیدو مخه نیولې او په وړاندې یې خنډ شوي هم دي.
له خوږياڼو، شينوارو، مومندو، پلکزو او ساپو څخه مو دا يوه هيله ده، چې په خپلو کې يوه ملي اسلامي او په پښتو ولاړه جرگه راوغواړي؛ د ولسونو د ژوند لپاره دې په يووالي کار پیل کړي او د خود غرضو اړخونو د اسلام او وطن ضد احساساتو مخه دې ونیسي او لوی ننگرهار له روان مذهبي، سیاسي او فرهنگي ناورین څخه وژغوري او که د دغو منفی هڅو مخه ونه نيول شي؛ نو ښکاره ده، چې له ډېرو سترو سترو قومي جهادي، سياسي، فرهنگي، ادبي او ټولنيزو شخصيتونو څخه به مو خلاص کړي. بيا به قومونه بې سره او بې څاروانه گرځي او دوی به په ځاني او نفسي غوښتنو کې پردي پالي او خپل خلک به د تېرو ۲۱۵ کلونو په څېر له حکومتي ادارو شړي او یا به یې بې برخې او بېوسي ساتي.
د دین، پت او خپلواکۍ غوښتنې، پالنې او هڅونې په هیله- قتیل زوی.