لیکنه: استاد فضل الدين احسان بنوزئ
ايا تاسو پوهيږئ چې شين خونيزه ګازونه (Green House Gasses) زمونږ د ژوند لپاره څومره ګټور دي او څومره زيانمن دي………؟
شين خونيزه ګازونه د ځمکې د اتوموسفير د فزيکي خاصيت وړاندوينه کوي شين خونيزه ګازونه عبارت دي له اوبو (H2O) ، کاربن داي اکسايد (CO2) ،ميتان (CH4) ،نايترس اوکسايد (N2O) ، اوزون (O3) او کلوروفلور کاربن (CFC) څخه دي .
دشين خونيزه ګازاتو ګټې : په اوس وخت کې د ځمکې د اتوموسفير نارمل حرارت درجه 15c سانتي ګراد دی نو که چيرې دا شين خونيزه ګازونه د ځمکې په اتوموسفير کې نه وايي نو د ځمکې د اتوموسفير حرارت درجه به د اوسنئ حرارت درجې نه 33c سانتي ګراد ښکته واي يعنې که د ځمکې په اتوموسفير کې دغه ګازونه نه واي نو د ځمکې د اتوموسفير حرارت درجه به (-18)C درجې سانتي ګراد وه نو که چيرې شين خونيزه ګازونه نه واي نو زمونږ ژوندبه د ځمکې په مخ مشکله وه ځکه چې -18 درجې سانتي ګراد کې انسان نشي کولای چې خپل ژوندته دوام ورکړي. همدغه ګازات دي چې طبعي سيستم يې متوازنه ساتلي دی ددې ګازاتو په موجوديت کې زمونږ ژوند ممکنه شوئ دی او مونږ ته يې د ژوند کولو شرايط برابر کړي .
د شين خونيزه ګازاتو تاثيرات : شين خونيزه ګازاتو د انسانو په ژوند باندې ډير زيات تاثيرات کړي د کله نه چې په 18 ميلادي پيړۍ کې صنعتي دوره شروع شو نو د شين خونيزه ګازاتو فيصدي په هوا کې د هغه وخت نه مخ په زياتيدو ده ځکه چې انسان د خپل ارام او سوکاله ژوند د تيريدو لپاره ماشينونه ،فابريکې ،موټرې ،طيارې او نور وسايل جوړ کړل او همدارنګه د اندازې څخه زيات د انرژي د سرچينو (نفت ،ګاز،ډبرو سکاره او نور) څخه د ګټې اخستنې په نتيجه کې په چاپيريال ناوړه اغيزې وکړې چې په نتيجه کې يې په هوا کې د شين خونيزه ګازاتو اندازه زياته کړله او دغو ګازاتو د طبعي سيستم توازن ګډ وډ کړ لکه پخوا به د لمر وړانګې په مکمل ډول يعنې 100% د ځمکې مخې ته راتلې چې پدې فيصدي کې به ځينې وړانکې د وريځو پواسطه او ځينې به په هوا کې د ګازاتو پواسطه او ځينې به د ځمکې د سطحې په واسطه منعکسې کيدلې او بيرته به 100% هوا ته رسيدلې دا يو طبعي سيستم او الله تعالې د انسانانو او نورو ژونديو موجواتو په ګټه برابر او ترتيب کړئ وو خو د بده مرغه اوس د انساني فعاليتونه په واسطه باندې په دې سيستم کې تغير راغلئ او توازون يې د لاسه ورکړئ چې اتوموسفير ته د زياتو شين خونيزو ګازاتو ورکول ددې سبب شوي چې طبعي سيستم ګډوډ کړي او د لمر د وړانګو هغه فيصدي(49)% چې د ځمکې مخ ته رارسيږي دغه وړانګې کله چې منعکس کيږي نو په اتوموسفير کې زيات شين خونيزه ګازات يې نه پريږدي چې اتومو سفير ته تيرې شي ددغو ګازاتو سره د ټکر نه وروسته بيا ځمکې ته راځي او په همدې ترتيب دا عمل تکراريږي چې په نتيجه کې ګرمي يا حرارت جوړيږي او د ګرمي د جوړيدو په نتيجه کې هوا ګرمه کيږي او د نړئ ګرميدنه (Global Warming) رامنځته کيږي او کله چې د نړئ ګرميدنه رامنځته شي نو د اقليم بدلون (Climate Change) سبب ګرځي.
شين خونيزه ګازات زمونږ د ژوند لپاره په اتوموسفير کې ضروری او حتمي دي خو ضرور دا ده چې په منځنۍ اندازې سره بايد وساتل شي .
هغه شين خونيزه ګازات چې د شين خونيزه ګازاتو سره په اغيزو کې زياته مرسته کوي په لومړۍ درجه کې اوبه (36-72)% پورې ،کاربن داي اوکسايد (9-26)% پورې ،ميتان ګاز (4-9)% پورې او ازون ګاز (3-7)% پورې مرسته کوي.
د WMO(World Meteorological Organization) د احصايې له مخې د 1961-1990 کلونو ترمنځ د نړئ منځنئ حرارت درجه 14.0 C وه خو په 2011 کال کې کلنې منځنۍ حرارت درجه 0.41 C زياته شوې ده . د 1850-2011 کالونو ترمنځ 2011 کال د ځمکې پر مخ لسم زيات ګرم او تود کال وو .
شين خونيزه ګازاتو منابع: زياتره شين خونيزه ګازات طبعي او هم انساني منابع لري د شين خونيزه ګازاتو غلظت په هوا کې د صنعتي دورې څخه مخکې ثابت وو ،خو په صنعتي دوره کې زيات شين خونيزه ګازات د انساني فعاليتونو پواسطه اتوموسفير ته ازاد شول په خاص ډول سره د سون موادو اود ځنګلونو له منځه وړلو په نتيجه کې يې ازاد کړل.
د شين خونيزه ګازاتو هغه منابع چې د انساني فعاليتونو پواسطه توليديږي :
- د سون موادو استعمال او د ځنګلونو له منځه وړل چې په نتيجه کې هوا ته ډير کاربن ډای اوکسايد ورکوي.
- د استعمال وړ ځمکو کې تغيرات يعنې اکثره ځمکې کومې چې په ځنګلونو باندې پټې وې د کر په ځمکو ، د کورجوړولو لپاره ،فابريکو جوړولو لپاره او داسي نور ضرورياتو لپاره استعماليږي.
- د حيواناتو په بدن کې دننه د تخمر د عمليې څخه وروسته کله چې دحيواناتو فاضله مواد بهر ته راووځي نو ددې موادو څخه هم زيات ميتان ګاز هوا ته ورکول کيږي.
- د پايپونو د چاودنې څخه هم ډير ګازات هوا ته ورکول کيږي
- اکثره باتهـ رومونه چې کندې ورته ايستل کيږي ددې څخه هم د ميتان ګاز هوا ته ورکول کيږي
- په کورونو کې ريفريجريتور ( سړونکي يا يخونکي) وسايل هم CFC ګاز هوا ته ورکوي
- کرنيز فعاليتونه لکه د سرې استعمال هم شين خونيزه ګازات هوا ته ورکوي.
د کاربن داي اوکسايد ګاز منابع :
- مايع د سون مواد ( پټرول)
- جامد د سون مواد (ډبروسکاره )
- ګازي د سون مواد ( طبعي ګاز )
د ميتان د ګاز منابع :
د ميتان ګاز هم د 50% زيات د انساني فعاليتونو پواسطه هوا ته خارجيږي او نور په طبعي ډول د مختلفو منابعو نه خارجيږي.
- د سون موادو د توليد په وخت کې
- د وريجو د کرلو په وخت کې
- مرطوبو ځمکو څخه
- ضايعاتو د تنظيم په وخت کې
- د سمندرونو څخه
- د تازه اوبو څخه
- خودبخوداور لږيدنې څخه هوا ته خارجيږي
د نايترس اوکسايد منابع :
- د حيواناتو د د حيواناتو د فاضله موادو څخه
- د خاورې د تنظيم په وخت کې
- د حيواني سرې د تنظيم په وخت کې
- د ډيرانو د سوزوولو په وخت کې
- د نايتريک اسيد د تيزابو د توليد په وخت کې