ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ څوک چې د نورو له پاره خیر او نېکمرغي غواړي، بالاخره به خپله نېکمرغي هم تر لاسه کړي .
۲ ـــ ټولنیزه نېکمرغي په ځانګړې نېکمرغۍ باندې لوړه او، اوچته ده .
۳ ـــ زما دښمنان په درې ډوله دي : ۱ ـــ له ما څخه ځواکمن . ۲ ـــ له ما سره برابر. ۳ ـــ کمزوری . له لومړي سره د مقابلې پایله هلاکت دی . له دویم سره باید په مېړانه مقابله وکړم، تر څو له منځه یې یوسم . درېیم باید په خبرو لاندې کړم، ځکه له کمزوري دښمن سره مقابله کول د انسان حیثیت را ټیټوي .
۴ ـــ طبیعت انسان ته ښکلا وربښي او ټولنه هغه بېرته فاسد وي .
۵ ـــ د ژوند څپې اخلاقو ته ځواک وربښي .
۶ ـــ د نېکمرغۍ د لاس ته راوړنې له پاره باید نېک او غوره اخلاق بر لاسی شي او د ناوړه اخلاقو پر ضد مبارزه وشي .
۷ ـــ د دې له پاره، چې فردي ژوند خراب نه شي، باید په هر نارینه او ښځینه کې څلور صفتونه وي : عدالت، اعتدال، عقل او پرهېز .
۸ ـــ بخیل چې څومره شته او مال راټولوي، هومره خپله حیا له لاسه ورکوي .
۹ ـــ له دوسته په لږ څه چې پېښ شوي وي لاس اخیستل پوهه نه ده .
۱۰ ـــ روزنه ډېر غوره شی دی، چې ستر خلک یې ذخیره کوي .
۱۱ ـــ له دوست سره داسې چلند وکړه، چې هېڅکله حاکم ته دې اړتیا پیدا نه شي او له دښمن سره داسې چلند وکړه، که چېرې محاکمې ته راښکل شې، نو ګټه ستا وي .
۱۲ ـــ یوازې عدالت دی، چې د نېکمرغي لامل کېږي .
۱۳ ـــ تر ټولو ستره بې انصافي داده، چې عادل ښکاره شو، په داسې حال کې چې نه یو .
۱۴ ـــ په دنیا کې د انسان یوازینۍ نېکمرغي مینه ده .
۱۵ ـــ د هر څیز، چې ساتونکي ډېر وي مضبوط او مستور شي، مګر د راز چې هر څومره ساتونکي ډېر شي، ډېر ښکاره کېږي .
۱۶ ـــ کله چې کامیاب شي، نو ټول ښه دي او کله چې ناکام شي، نو ټول بد .
۱۷ ـــ له مینې پرته ژوند ستونزمن دی .
۱۸ ـــ د خلکو له پاره له مینې پرته دنیا پراخه هدیره ده .
۱۹ ـــ له ریا او نیرنګ پرته حقیقي ښادي مال او بچي دي .
۲۰ ـــ زما په اند د انسان تېر ایستلو په پرتله به د انسان وژلو ګناه به ډېره کمه وي .
۲۱ ـــ که یو وخت ستا مقام ښکته شو مه خپه کېږه، ځکه لمر هم د لوېدو پروخت ښکته کېږي او بیا پورته کېږي .
۲۲ ـــ له ناوړه خلکو سره ملګرتیا مه کوه، که چېرې سپکاوی دې ونه کړي، نو احسان درباندې باروي .
۲۳ ـــ شریر او بد خلک نېکان پرېږدي د بدانو متابعت او پېښې کوي، لکه مچان پاک ځایونه پرېږدي په ناولتوب پسې ځي .
۲۴ ـــ د دریو کسان ناسته درته ډېر زیان رسوي، یو هغه چې تا بدو ته رابولي، بل هغه چې په چل دې مغرور کړي او بل هغه چې وړتیا او همت یې ستا له وړتیا او همت څخه کم وي.
۲۵ د بدو او شریرو خلکو سره نږدېوالی مه کوه، ځکه چې ستا طبیعت د هغوی له طبیعت نه شرارت غلا کوي او ته پرې نه خبرېږې .
۲۶ ـــ څوک چې ستا د کامیابۍ او خوشالۍ په ورځ ستا، ستاینه او صفت کوي او هغه په تا کې نه وي، نو البته په بده ورځ به هم ستا په حق کې له درواغو او بهتانه ډډه ونه کړي .
۲۷ ـــ په دنیا کې دوه شیان دي، توره او تدبیر ډېر ځلې توره په تدبیر غالبه شوېده .
۲۸ ـــ د دندې سرته رسول ویښ وجدان، پوه زړه او باطني مینه غواړي .
۲۹ ـــ د هېواد له مینې بله زوروره مینه نه شته .
۳۰ ـــ پوه سړی ته پکار دی، چې د درملو د خوږوالي او تریخوالي په کیفیت پوه شي او ډېر ونه خوري .
۳۱ ـــ همدا چې یو سړی له خپل برید نه واوړي او هغه ځای ته ورسېږي، چې دی یې وړ نه وي، اخلاق یې ورانېږي .
۳۲ ـــ د ځمکې د مخ او لاندې ټول سره زر د یوې اخلاقي ښېګڼې ارزښت نه لري .
۳۳ ـــ ځان تر ملګري ځار کړئ .
۳۴ ـــ مینه مه هېروئ او بې ارزښته یې مه ګڼئ .
۳۵ ـــ یوازینۍ ناروغي، چې ناروغ خوند ترې اخلي مینه ده .
۳۶ ـــ بې مینې ژوند نه کېږي .
۳۷ ـــ مینه داسې بلا ده، چې ټول یې غواړي .
۳۸ ـــ مینه مینېدل له هر چا نه شاعر جوړوي .
۳۹ ـــ هنر د رښتینې نړۍ ترڅنګ د ایډیالي نړۍ جوړول دي .
۴۰ ـــ د انسان په اروا کې د موسیقۍ وزن او نغمه لوی اغېز لري او که سم وکارول شي د ښکلا مانا ور پېژندلای شي .
۴۱ ـــ بشر په ژوندانه کې موسیقي ته اړتیا لري، موسیقي د انسان د څېړنې، ځیرتیا، پوهې، حس، لیدلو، ارزونې او په پای کې د مینې ځواک پیاوړی کوي. تاسې یوه شډله اروا زما لاس ته راکړئ، زه د موسیقۍ په مرسته شډلتوب او تیاره ترې لرې کړم او بېرته به یو پوه او مېړنی سړی در وسپارم .
۴۲ ـــ عام خلک له شتمنو سره مینه لري او خاص خلک له پوهانو سره .
۴۳ ـــ د غم وختونه په خپل عمر کې مه شمېرئ .
۴۴ ـــ انسان په درې څیزونو ښکلی کېږي : علم، مینه او آزادي .
۴۵ ـــ په چا کې، چې د ښېګڼې او خوا خوږي احساس نه وي، ښه ورته نه شي ویل کېدای .
۴۶ ـــ دنیا تل د پوه په مرګ او د ناپوه په ژوند اوښکې تویوي .
۴۷ ـــ انصاف دې ته نه ویل کېږي، چې د خلکو نیمګړتیاوو ته ګوته ونیول شي او په ښېګڼو یې پرده واچول شي .
۴۸ ـــ په وینا کې د غوسې اندازه هومره په کار ده لکه په اوړو کې د مالګې .
۴۹ ـــ بې عمله عالم د هغه ړوند په څېر دی، چې څراغ یې په لاس وي خو لاره پرې نه شي میندلای .
۵۰ ـــ د علم په زده کولو کې شرم نه وي پکار، ځکه چې ناپوهي تر شرم ډېره بده ده .
