ژباړه: محمود سعيد
هماغه شان چې په انځورونو کې ښکاري؛ د لاسونو کرښې د هر کس اروايي ځانګړنې په ګوته کوي. دا پایلې په اوږده مهال کې د بېلابېلو کسانو په اړه له څېړنو وروسته تر لاسه شوې دي. د لاسونو د دوو سترو کرښو تر څنګ دريمې کرښې ته د زړه کرښه وايي. دا چې د دې کرښې ځای پر ځای کېدل؛ ستاسې په اړه څه وايي؛ راځئ لاندې يې ولولو:
A – که ستاسې د زړه کرښه ستاسې تر منځنۍ ګوته لاندې وي؛ تاسې د رهبرۍ وړتيا لرئ. همدا شان تاسې ځواک غوښتونکي، خپلواک او هوښيار يئ او د پرېکړه کولو ښه مهارت لرئ. تاسې لږ حساس او د نورو پر وړاندې د ساړه غبرګون درلودونکي ياست.
B- که دا کرښه د شهادت او منځنۍ ګوتې تر منځ وي نو تاسې ملاحظه لرونکي او مهربانه ياست. همدا ډول تاسې زړه نازړه او احتياطکاره ياست. کله چې نور کسان هم ښکېل وي؛ خلک په تاسې باور کوي. تاسې تل هوښيارانه پرېکړې کوئ.
C- که د لاسونو دا کرښه مو د شهادت له ګوتې لاندې پیليږي؛ تاسې د A کتهګورۍ ته ورته ځانګړنې لرئ.
D- که چېرې دا کرښه د شهادت او بټې ګوتې تر منځ پیليږي؛ تاسې صبر کوونکی، پاملرنه کوونکی، ښه نيت لرونکی او نرم زړي ياست.
سرچينه: lessonslearnedinlife.com
ـــــــــ
يادونه: د بيا خپرولو پر مهال د لومړيتوب وېبپاڼې نوم يادول اړين دي.