ژباړه: هدیه فاروق
ناڅاپي! او له منظم پلان پرته درس ویل لویه او بدترینه اشتباه ده چې هر زده کړیال د هغی مرتکب کیدلای شي، منظم پلان نه لرل هر زده کړیال او محصل له ماتې سره مخ کوي، د زده کړیالانو لپاره لازمه ده چې د درس لوستلو لپاره یو منظم پلان او برنامه ولرئ، پریکړه وکړئ چې کوم درس، څه وخت او زمان غواړی ولولئ نو په همدې اساس خپل لومړیتوبونه مدیریت کړئ تر څو وکولای شي په ښه او سمه توګه درس مطالعه وکړئ.
مرحلې:
۱ـ درسونه مو هماغه ورځ مطالعه کړئ. هره ورځ مدرسه، ښوونځي او پوهنتون کې نوي څیزونه زده کوي؛ نو پر همدي اساس کله چې کور ته ولاړ شي هماغه درس چې تاسو ته په مدرسه کې ښوول شوي دي ولولئ.
۲ـ بیا کتل (مرورکول). هر هغه درس چې تاسو ته د اونۍ په اږدو کې ښوول شوي او زده کړی مو دي، د اونۍ په وروستۍ ورځ چې رخصتي وي مرور کړئ.
۳ـ لومړي هغه درس وټاکۍ او مطالعه یې کړئ چې مجبور یاست،نه هغه درس چې خپله یې غواړۍ.
۴ـ هڅه! وکړئ هغومره وخت چې د هر درس لپاره اړین دی تخمین او اټکل یې وکړئ.
۵ـ د هر درس لپاره لومړیتوب وټاکۍ، د فوري مثال او نمونې لپاره، وروستۍ.
۶ـ کتابتون ته ولاړ شي؛ د ستونزو او تکالیفو لپاره مو کتابتون ته ولاړ شئ، تر څو کتابدار هغه کتابونه چې ستاسو ستونزو او تکلیفو سره مرسته کولای شي، لارښوونه وکړۍ.
۷ـ د تیر شوي ازموېنې پوښتنلیکونه ځواب کړئ. ټول پوهنځي د تیر شوي ازموینې زیرمه لري، دا پنوښتنلیکونه حل کړئ، ځکه دا مو پر ځان ډاډ او باور پیاوړي کوي اود دي پوښتنو په ځواب کولو کې د ځان لپاره وخت ونیسئ.
۸ـ څو ساعته هره ورځ درس ولولئ، روزمره مطالعه کول ستاسو د مغزو سلولونه فعاله کوي، وروسته له څو صفحو مطالعې څخه هڅه وکړئ، پرته له دي چې غلا،غلا یا د سترګو په کونجونو کې کتاب ته وګوري، هغه څه مو چې لوستي دي خلاصه یې ولیکئ.
سرچینه: wikihow