دوهمه برخه
ژباړه: محمود سعيد
په دې برخه کې تر ټولو جنجالي ازموينې او نظريې د امريکايي ارواپوه ډانيل واګنر له لوري خپرې شوې. هغه په ۲۰۱۳ کې تر خپلې مړينې مخکې استدلال کړی و چې د خپل ځان د کړو وړو په اړه د اختيار احساس توهم دی. هغه يادونه وکړه چې موږ په تېروتنه خپل ځانونو د کړنو تر سره کوونکي ګڼو او په دې اړه ګڼې بېلګې شته. ځينې وخت کړنې تر سره کوو خو فکر نه کوو چې هغه کار مو تر سره کړ. د بېلګې په ډو ل د ارواوو د راغوښتلو په تخته د ګيلاس ښورېدنه، د اوبو د لټون پر مهال د لښتو خوځېدل او يا هم د هپنوتيزم تر اغېز لاندې د کړنو تر سره کول. له بل اړخه کله ناکله هېڅ کړنه نه تر سره کوو خو تصور کوو چې د يوه کار د کولو په حال کې يو.
وګنر په خپله ازموينه کې يوه تخته د کمپيوټر په جایسټېک ونښلوله او له دوو ګډونوالو يې وغوښتل چې دواړو اړخونو ته کېني او ګوتې په تخته کيږي تر څو د کړکۍ پر مخ نښه کوونکی وخوځيږي. دوی ته ویل شوي وو چې هر وخت غواړي؛ کولی شي نښه کوونکی ودروي. وروسته له دې چې نښه کوونکی ودرېد؛ له ګډونوالو پوښتنه وشوه چې تر کومې کچې احساس کوي چې نښه کوونکی په هغه ځای درېدلی؛ کوم چې دوی غوښت؟ په مطلق ډول ټولو ګډونوالو وویل چې د درېدلو ځای دوی ټاکلی دی.
وګنر خپله په دې اړه وايي چې موږ په پرله پسې ډول ځان خطا باسو او په موږ کې (د ارداې هوښيارانه توهم) وجود لري. دا موضوع د دې لامل شوه چې ډېر ارواپوهان او عصب پېژندونکي يو ګام وړاندې ولاړ شي او ووايي چې هوډ يا قصد کول هغه څه دي چې انسان يې د کار له کولو وروسته له خپلو کړنو سره نښلوي. د دوی په وينا موږ داستانونه جوړوو تر څو وکولی شو چې خپل ځان ته د ټولو کړنو د مالکيت نسبت وکړای شو.
ان تر دې چې تر ټولو زياتو پراګماتيستي پوهانو ته هم د انسان پر وړاندې دا نظر ځوروونکی دی. هغه نظر چې انسان يو ګمارل شوی روبات ګڼي او د تفکر پر ځای زموږ کړنې د غير شعوري پلانونو زېږنده ګڼي. اما دا د ټولې ماجرا پای نه دی. که تر دې مخکې علم د اختيار په اړه بحث له سنتي ليد (خپلواکۍ) څخه وړاندې وړی وای؛ اوس به د انسان د ځان پېژندنې په اړه نوی درک موجود وای. په دې اړه د بحثونو له پیله نيمګړتياوې شته. ځکه نو پوهان او فیلسوفان د آزادۍ د واقعي مانا موندلو په لټه کې دي.
ستر بحث
د پاتريک هاګارد په نوم يو امريکايي عصب پېژندونکی له لېبېټ سره همکاري لري او د اختيار او ارادي عمل په اړه څېړنه کوي. هغه د لندن په کالج کې عصب پېژندنې د انستيتيوت استاد دی. هغه چې تر دې وروستيو پورې يې په (اختيار ضد) شهرت موندلی وايي چې نظريو يې د سنتي بحثونو په پيکه کېدو، ورځ تر بلې بشپړتيا تر لاسه کړې. هاګارد وايي چې يو شی روښانه دي: نور نشو کولی دوه اړخيزه ليدلوري له علمي کړنلارو سره پخولا کړو. دوه اړخيزتوب هغه ګروهنې دي چې د رنه دکارت په شان فیلسوفانو په آثارو کې شتون لري او پر بنسټ يې يو روح یا ذهن کولی شي له مغزو او يا وجود څخه د باندې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. هغه وايي: «عصب پېژندونکي اړ دي؛ په دې باوري وي چې زموږ ټول فکرونه، احساسات او تجربې؛ زموږ په مغز کې د الکتريکي او کيميايي پېښو پایله ده.» دا يعني دا چې د هغه نظر لرې غورځول چې وايي (ځان) شته چې مغز ته وايي څه وکړي.
په همدې حال کې هغه باوري دی چې دا نظريه چې موږ ځانونونو ته هوښيارانه ارادې په اړه دوکه ورکوو؛ تېز تلل دي. هغه په فرانسه کې د آرون شورګر تازه اثر ته ګوته نيسي چې پکې د لېبت د (آمادګۍ پوتانشیل) نظريه کومه چې د راتلونکې کړنې لپاره د مغز پلان جوړونه بلل شوې وه؛ ننګولې ده. شورګر په پخوانيو څېړنو چې ښووله يې، د بېلګې په ډول موږ د بصري اخستنو پر بنسټ پرېکړه کوو او دا مهال د مغز يوه ډله سلولونه د بېلابېلو پایلو په دفاع کې د شواهدو په راټولولو پیل کوي؛ نويو پایلو ته ورسېد.
کله چې د اعصابو دا کړنه اوج ته رسيږي؛ له يوې لارې تېريږي او يوې پایلې ته رسي. په تېر مارچ کې د يو ډول جامو په اړه بصري توهم، کوم چې خلکو په بېلابېلو رنګونو ليد؛ انټرنېټ فتحه کړی و. دې انځور وښووله چې بېلابېل مغزونه د بېلابېلو څو اړخيزو شواهدو په پام کې نيولو سره بېلو پایلو ته رسيږي.
شورګر زياتوي چې دا عصبي غبرګون په ټولو پرېکړو کې ګډون لري. هغه د اطلاعاتو د اوډون پر مهال د مغزو د الکتريکي فعاليت کمپيوټري موډل رامنځته کړ او ويې موندل چې دا د لېبټ د پوتانشیل تيارۍ بېلګو ته ورته دی.
هغه استدلال وکړ چې هغه څه چې د هوښيارانه پرېکړې مخکې پروسه نظر ته راځي؛ ښايي د هوښيارانه پرېکړې لپاره د تياري ښوونکې وي. هغه په يوه ازموينه کې وښوده؛ هغو کسانو چې د نيورونو زيات غبرګون يې درلود؛ په خپل سري ټاکنه کې ګړندي وو.
هاګارد وايي: «د شورګر نظريې په زړه پورې دي. تاسې کولی شئ ووايئ چې د هغه تيوري د ارادې له آزادۍ سره همغږې ده؛ ځکه چې دا له هوډ څخه تر عمل پورې د تېرېدلو برخه ده، خو هغه هم ښايي دې ته ځير وي چې همدا يو هوښيارانه کړنه ده.»
هغه ستره پوښته چې بايد حل شي؛ ځان پېژندنه ده. ځکه د ځان له پېژندنې وړاندې د اختيار په اړه بحث کول ناسم دي. هاګارد وايي: «زما په نظر موږ د خپلو کړنو مخکنی هوښيارانه تجربه لرو. موږ بايد پوه شو چې د چای دمولو په شان د هوښيارانه او په لاره د تللو په شان د طبيعي کړنو تر منځ توپيرونه څه دي؟»
عصب پېژندونکي د مغز په هغه برخه څېړنه کوي چې ښايي موږ ته د اختيار حس راکوي. داسې ښکاري چې مغز د شا لوړه برخه زموږ په پلانونو او پر کړنو د کتنې دنده لري. او د مغز د دوو نيمو کرو تر منځ برخه له حرکت وړاندې فعاليږي. کله چې ډاکټرانو د الکتريسيتې په مرسته دا برخه تحريکوله؛ ناروغانو وویل چې د لاس خوځولو انګېزه يې په ځان کې حس کړه. هاګارد وايي: «دا کړنه ارادې ته د يوې ذرې په کچه ورته ده.»
فیلسوفانو هم د اختيار په اړه خپلو بحثونو ته د عصب پېژندنې پرمختګونه ورزيات کړي دي. په منچستر پوهنتون کې د فلسفې استاده، هلن بيبي وايي: «د عصب پېژندونکو خبرې ډېرې حيرانوونکې نه دي. د فلسفې يو ستر مکتب چې زه يې هم پلوي يم؛ وايي چې هر څه چې موږ يې تر سره کوو؛ يو لامل ولري چې کړنه په بشپړ ډول توجېه کړي؛ بيا هم آزادانه کړنه تر سره کول شوني دي. له لېبټ مخکې هم زموږ ډېرو فکر کاوه چې پخواني لاملونه شته؛ يوازې په دې نه پوهېدو چې دا لاملونه څه دي؟»
بيبي په دې باور ده چې د بشر تجربې ته يو ټوليز ليد دا ښيي چې عصب پېژندنه يوازې د کيسې يوه برخه ده. يعني که فرض کړو چې تېر يو ميليون کلونه له ماليکولي نظره وګورو نو تکاملي پروسې يا د ژوو کړنې به مو له پامه غورځولې وي. همدا ډ،ل کولی شئ له فزيک او کيميا څخه په ګټه اخستنه خپله کيسه د علت او معلول له نظره وګورئ خو په همدې وخت کې به ډېر نور څه له له لاسه ورکړئ. که مغز ته د يوه عصبي ماشين په سترګه وګورئ نو په ډاډ ویلی شم چې د ارادې آزادي به پکې ونه مومئ. هغه زياتوي: «څه اړتيا ده چې خامخا دې جبرګرايي درواغ وي تر څو موږ ژوند په لاس کې ولرو؟ له موږ نه هېڅوک دا حس نه کوي چې ګواکي په ټنډه يې وسله ايښول شوې تر څو ځان ته چای برابر کړي يا د بېلګې په ډول د څروي په شان د خوځنده مړي حس ولري.»
له وروستيو څېړنو څخه د بشر د پرېکړو او ځان پېژندنې په اړه واقعي درس اخستنه دا ده چې هم عصب پېژندونکي او هم فیلسوفان په دې پوهيږي چې موږ روباتونه نه يو چې له مخکې په ګوته شوې کړنې تر سره کړو. موږ پوهيږو چې مغز د انسانولۍ د غني تجربې د بېنهايت تطبيق لپاره له حده زياتې پروسې لري او اوسنۍ څېړنې تر اوسه د دې شننې يوه وړه برخه ده. د يوې بټنې د کېکښلو او له يو چا سره د واده کولو په اړه پرېکړې دوه بيخي بېل شيان دي. د ارادې د آزادۍ رد کول لا هم ډېر کار او څېړنو ته اړتيا لري.
سرچينه: Big Bang