بشپړ نوم مې (امان الله اېمان) دی، خو په خپل چاپیریال کې راباندې اکثر ملګري د (ایمان) په نوم غږ کوي. تر نن ۲۶ كاله مخکې په ۱۳۶۷کال کې د وردګو، سيداباد ولسوالۍ د شش كلا سیمه كې، دې نړۍ ته راغلم.
ابتدايه زده کړې مې د خپل كلي په محمديه ښوونځي، تر هغه وروسته مې متوسطه او ليسه دورې په 1383كال کې د چك ولسوالۍ په ((شهادت)) لیسه كې پاى ته ورسولې. د دغه كال په پاى كې د كانكور ازموينې له لارې د كابل پوهنتون، شرعيات پوهنځي، قانون او فقهې څانګې ته بريالى او په ۱۳۸۷كال كې په همدغه رشتې کې لیسانس شوم.
د پوهنتون په لومړي کال، دا ویر هم په اوږو رابار شو، چې په ۱۳۸۵ کال کې مې د ټول ژوند تکیهګاه مور د سرطان ناروغۍ له امله له لاسه ورکړه، مرګ یې له کړاوونو راته ډک و.
له رسنيو سره د مينې له امله، د پوهنتون د زدهکړو ترڅنګ، په كابل كې مې له ګڼو ورځپاڼو او رسنيو سره د راپورټر، ليكوال غړي او ايډيټور په توګه دنده ترسره کړې. د ژورنالیزم د لنډمهاله کورس له لوستو وروسته مې – د پوهنتون د زده کړو په دریم کال – لومړی د (۸صبح) له ورځپاڼې سره د خبریال په توګه، څه موده وروسته مې د اډیټور او لیکوال په توګه په ویسا ورځپاڼه کې تر یو کال زیاته موده او وروسته، مې له (اراده) ورځپاڼې سره د تحقیقې خبریال په توګه دوه کاله د ژورنالیزم له کړاوه ډکه دنده مخته یوړه.
له (اراده) ورځپاڼې سره د کار له پیلولو سره سم، له پوهنتون څخه هم فارغ شوی وم، د یوې ورځپاڼې په ورځنیو کارونو سربیره مې د هيواد په روان وضعيت مختلفې تحقيقي مقالې او رپوټونه پاسنيو ورځپاڼو ته د ۵۰۰ په شاوخوا کې لیکنې او راپورونه چمتو کړي دي، د ۵ میاشتو لپاره مې له پژواک خبري اژانس سره د خبریال په توګه دنده مخته یووړله.
په ۱۳۸۷ کال کې له پوهنتونه تر فراغت وروسته مې د حقوقو (د دفاع وکالت، څارنوالي) په برخه کې د تطبیقي زدهکړو د ترلاسه کولو لپاره- د يوې ازموينې له لارې، کابل پوهنتون د (( حقوقي زده كړو خپلواك ملي مركز(INLTC) ته بريالى شوم، دغه حقوقي ستاژ ۱۳۸۸ کال کې بشپړ شو.
د پوهنتون د زده کړو پر مهال، په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې له حقوقي زده کړو سره لیوالتیا او ژورنالیزم او لیکوالۍ سره اړیکو اړ ایستلم چې د پوهنتون ځینې تدریسي کتابونه پښتو ته راوژباړم – له هغه نه تر ننه مې لاندې کتابونه راژباړلي دي:
- (نړيوال عمومي حقوق) ۶ ځلې چاپ شوی – د حقوقو د پوهنځي تدریسي مضمون دی،
- (د روسانو د يرغل پر مهال د افغانستان حقوقي شخصيت ) حقوقي رساله ده او چاپ شوې،
- د میراثو حکمونه- د سترې محكمې د غړي پوهاند عبدالعزيز عزيز كتاب – د ځينو مصروفيتونو له امله يې تر اوسه په چاپ نه يم توانيدلى.
- فامیلي حقوق- ۳ ځلې چاپ شوی،
- جزایی حقوق او دعوای ته یې د رسیدهګۍ کړنلاره- ۳ ځلې چاپ شوی،
- مدني حقوق او دعواګانو ته یې د رسیدهګۍ کړنلاره- ۳ ځلې چاپ شوی،
- افغانستان او انتخابات- چاپ شوی چې د هیواد د انتخاباتو د مقدماتي معلوماتو په رابطه مفید کتاب دی،
- دیپلوماتان او امتیازات- ( د لیسانس د فراغت تیزس دی چې لیکل شوی خو چاپ شوی نه دی- چې ډیر ژر به انشالله د کتاب په بڼه چاپ شي.)
- معارف تر هره کوره- د افغانستان د نوي معارف د پرمختګونو غورچاڼ، ۴ ځلې چاپ شوی دی،
- د فقه او قانون له نظره د مدني دعوا اجراات – پښتو ته ژباړه او چاپ دی.
د لیسانس تر بشپړولو او د ژورنالیزم په ډګر کې له څو کلن خدمت وروسته، په دولت کې مې د – ( اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون) سره د رسنیو او د دفتر رییس په توګه دنده پيل کړه- ۸ میاشتې مې دلته کار وکړ.
تر هغه وروسته د (افغانستان اسلامي جمهوریت د لویه څارنوالۍ) په رسمي غوښتنه او په دې برخه کې د مسلکي زدهکړو لیوالتیا، اړ کړم او د ۱۳۸۹ کال په قوس کې ددې ادارې د ویاند په توګه مې دنده پيل کړه.
د ۱۳۹۰کال په سرطان کې مې په دې اداره کې په رسمي توګه له خپلې دندې استعفا او د سرطان په ۱۶مه د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د ویاند په توګه وټاکل شوم، د ۱۳۹۲ تر سنبلې مې په ډیره مینه، دغه دنده مخته یوړه.
په خپله مورنۍ پښتو، په دري، عربي او انګلیسي ژبو هم تسلط لرم او لیک لوست پرې کولی شم. خو ډیری لیکنې مې په پښتو او دري ژبو خپرې شوې دي.
پاکستان، اذربایجان، هندوستان، ترکیه او امریکا متحده ایالتونو ته مې رسمي سفرونه کړي او په دغو هیوادونو کې مې په ځینو کنفرانسونو او سمینارونو کې برخه اخستې ده.
په معارف وزارت کې له ویاندويۍ وروسته مې د دغه وزارت د مقام د سلاکار په توګه یو نیم کال دنده مخته یوړه، په وروستیو کلونو کې له دولتي مصروفیتونو سربیره، په پلازمینه کابل کې په دعوت اوکاروان پوهنتونونو کې د استادي مقدسه وظیفه هم مخته وړم.
په ځینو نړیوالو حقوقي / مدني قضیو کې د مدافع وکالت چارې هم ترسره کوم.
ژوند راته یو سفر ښکاري، په ځوان نسل باور لرم او په کار یې باور لرم ځکه د نورو په پرتله یې ولس او وطن ته تعهد راته شدید پیاوړی ښکاري، ځوان نسل ښه وجدان لري. هیڅ شی هم داسې نه ګڼم چې زده دې نه شي، خو د انسان مقاومت ډیر اړین ورته بولم. تر ټولو چې راته ګران دی هغه افغانستان دی او د افغانستان په ولسمشرانو کې مې ایډیال ولسمشر شهید سردارمحمدداوودخان دی چې په قربانیو یې ویاړ او غرور احساسوم.