لیکنه: غریب الله هلال
عقیده په لغت کي څه ته وایې؟ عقیده د عقد نه اخستل شوې چې تړلو، یقین، تمسک، ربط او اثبات ته ويل کېږي.
او هم د حل لاری تضاد قرارداد ته ويل کېږي
لکه: عقده یعتقیده عقدا او د عقد نه قسم او نکاح هم مراد کېږي، لکه الله ج په سورة المایدة ایات نمبر ( ۸۹ ) کي وایی: لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ ) الا اخره، نه نیسی تاسو په بی ارادی د قسمونو ستاسو کي او لیکن نیسی تاسو لره په هغی سره چه تړلی وي تاسو قسمونه….دلته ترینه مراد تړل او کول د قسم دی.
او عقیده هغه حکم او امر دي چې په هیڅ صورت د هغی معتقید په شک کي نه اچوي، په مذهب او دین کي مقصد د عقیدي نه اعتیقاد لرل دي نه عمل کول لکه د الله ج په وجود د عقیدي لرل د انبیاو علیهم السلام په رسالت باندې ایمان او عقیده لرل، خلاصه دا شوه چې یو انسان په یو څه باندی عقیده لرل د زړه له کومی برابره ده که په حق وي او که په باطل وي همدی ته عقیده ويل کېږي، مثال: یو کس مومین دی په الله تعالی باندی ایمان او عقیده د توحید لری، خو بل کس مشرک دی باور او عقیده پخپل پیر او یا پر مرشد باندی لری، هندوان، چاپانیان او سرلنکن په بودا یا بوتانو باندی عقیده لری، او معتقدین یو ددینه هم په خپل عقیده باندی شک نکوي دیته عقیده وایې.
عقیدة په اصطلاح کې څه ته وایې؟
عقیده قطعی ایمان لرل چې شک ته پکې هیڅ لاره نوي او لازمه خبره ده چې د غه عقیده لرل د واقیعت سره مطابقت ولری او هیڅ شک او ګمان قبول نکړی، او کچېرته همدغه باور قطعی یقین ته ونه رسیږی نو بیا دیته عقیده نه ويل کېږي.
اسلامی عقیدة څه ته وایې؟
اول تعریف: قاطع ایمان لرل په ربوبیت د الله(ج) ، په اولوهیت د الله(ج) ، په اسماوُ صفاتو د الله(ج) ، په ملایکو، په اسمانی کتابونو، په رسولانو، په ورځ د اخرت، په اندازه د خیر او شر، په ټولواموراتو د غیب، په اصولوددین، په هغه څه چې اجماع او اتفاق د سلفو صالینو په هغی شوي وي، الله (ج) ته ځان تسلیمول په ټولو احکامو ددین او دنیا کي او تابیداری او اطاعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم کول دیته عقیده اسلامی وایی، انسان چې هرکله ایمان په پورته ذکرشوي اصولو باندی ولری پداسی حال کي چې عقیده یی خالصه او قاطع وي او پدی کي هیڅ شک، ګمان، شبه او وسوسه ونکړی نو همدا اسلامی او پاکه عقیده ده په الله(ج) باندی، هرکله چې انسان پر یو ددی اصولونه شک او شبه وکړی نو بیا دا عقیده خالصه او سالیمه نده.
دوهم تعریف: اسلامی عقیده په نیز د اهل سنت والجماعت چې دلالت کوي په توحید، سنت رسول(ص)، اصول الدین، فقه الاکبر، شریعت، ایمان، او دا ډیر مشهور اطلاقات دی د اهل سنت والجماعت د عقیدی په علم کې او دوي وایی چې پدی اصولوباندي یوانسان ایمان او عقیده ولری نو همدا اسلامی عقیده ده خو پدی کې به هیڅ قسم شک او ګمان نکوي که شک او ګمان پر یو ددی اصولوباندی وکړی نو بیا دا عقیده ناقیصه ده.
داچې عقیده مو وپیژندله نو راځو د سلف صالحینواو اهلحدیثو پیژندلو ته، سلف څوک دی او چاته ويل کېږي اهلحدیث څوک دی او چاته ويل کېږي.
سلف څه ته وایې؟
السلف په لغت کې، مامضی وتقدم، یقال سلف الشيُ سلفآ، ای مضی، یعنی هر هغه شی چې تیر شوي وي هغه ته سلف ويل کېږي (یا الجماعة المتقدمون او یا القوم المتقدمون فی سیر)ته ويل کېږي مطلب یو جماعت چې مخکې تیر شوي وي یا یو قوم چې مخکې تیر شوي وي په تاریخ کې هغه ته سلف ويل کېږي دلیل پرې د الله(ج) قرانی ایات دی چي په سورةالزخرف کې الله (ج) داسی فرمایلئ دی (فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِلْآَخِرِينَ (56) نو وګرځول مونږ دوي تیر شوي نمونه او عبرت د پاره د روستنو.
والسلفُ، یعنی هرهغه څوک چې له تانه مخکې تیر شوي وي لکه پلار، نیکه او هر هغه څوک چې ستا خپلوانو کي وې او له تانه یی عمر ډیر وي اوپوهه کي زیات وي نو دیته سلف وایې نو له دي وجهی نه اولني صحابه کرام علیهم السلامو او تابعینو ته سلف صالحین وایی ولي چې دوي هم مخکې تیر شويدي،.
په اصطلاح کې سلفین: یا سلف الصاحین چاته وايي؟
هر کله چې د علماُ په نیز د سلفو یادونه کېږي نومراد ترینه صحابه کرام علیهم السلام، تابعین، تبع تابعین او هغه مشهور ددین امامان دي چې د هغوي په امامت باندې او په تابیدارۍ د سنتو باندې ګواهي ورکړیشوي وي او د بدعاتو، رسوماتونه یې اجتناب کړیوي او هم امت د هغې په امامت اتفاق او اجماع کړیوي نو دیته صدر الاول وایې یعنی السلف الصالح او الله(ج) ترینه په سوره التوبه کې یادونه کړیده (وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (100) او مخکې کېدونکې ایمان ته چه ړومبی دي د مهاجرینو او د انصارو نه او هغه کسان چه تابعداري کوي د دوي په ښه وينا کولو سره رضادی الله تعالی د دوينه او دوي رضا دي د هغه نه او تیار کړی دی دوي لره جنتونه چه بهیږی لاندې د هغی ولې همیشه به وي دوي په هغی کې همیشه دا کامیابی لويه ده. او نبی علیهم السلام وایی ( خیرالناس قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم) متفق علیه. یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانه چې صحابه کرام هم پکې وو ورپسی بیا د صحابه زمانه او د تابیعینو زمانه همدا د امت سلف دي، او هم د عبد الله بن مسعود – رضي الله عنه – نه نقل دی : ( من كان مستنًّا؛ فليستن بمن قد مات، أولئك أصحاب محمد -صلى الله عليه وسلم- كانوا خير هذه الأمة، وابرها قلوبًا، وأعمقها علمًا، وأقلها تكلفًا، قوم اختارهم الله لصحبه نبيه -صلى الله عليه وسلم- ونقل دينه فتشبهوا بأخلاقهم، وطرائقهم، فهم كانوا على الهدي المستقيم ).
ترجمه : څوک چې اقتداکوي نو په هغه چاپسی دی اقتداوکړی چې مړه دي ، ( مرادیي صحابه کرام وو ځکه وروسته بیا وائ )دغه د محمد صلی الله علیه وسلم ملګری ووچې ددی امت غوره خلک وو ، دزړونو په لحاظ ډیرنیک وو ، اودعلم په لحظ ډیرژوروو ، اوپه تکلف کې ډیرکم وو ، دوی داسې خلک وو چې الله تعالی د خپل پیغمبرصلی الله علیه وسلم د ملګرتیا اودهغه ددین دنقل کولو اوخورولو لپاره چاڼ کړی وو ، نود هغوي اخلاق اولاری خپلی کړئ ، ځکه چې هغوي په سمه سیده لارؤ . نو له دینه معلومه شوه هرهغه څوک چې خلک رابلي او دعوت کوي هرهغه څه ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، تابعینو ورته خلک رابلل نو همدغه خلک په طریقه د سلفو دي او په سمه لاره دي. پدی کې محدودیت د زمانی شرط ندی بلکې شرط پدی کې عقیده د الله(ج) په کتاب او سنت الرسول (ص) ده نو هرهغه څوک چې د کتاب الله او سنت الرسول (ص) سره موافق عقیده د توحید ولري او رد د شرک، بدعاتو، رسوماتو، ناروا رواجونوکوي نو همدوي تابیدار د سلفو دی او هم دوي سلفین دی ولو که ددوي ترمینځ جداوالی د ځائ او زمانې وي او هر هغه څوک چې مخالفت وکړی نو دوي تابیدار د رسول الله صلی الله علیه وسلم او سلفو ندي، په ننی عصر کې بعضی وروڼه د سلفینو یا ددوي په اصطلاح د وهابینو نسبت امام عبد الوهاب نجدی ته کوي چې دا سلفین له دی ځایه له دی وخت څخه شروع شويدي خو دا قضاوت به غیر عادلانه او غیر ی انصافې وي ځکه چې مخکې مو د اسلافو ددین تعریفات وکړل برابره خبره ده هرهغه څوک چې مخکې د نن ورځې نه تیر شوی وي که دا امام عبدالوهاب نجدي وي که یو عادی شخص وي خو چې د اسلافو ددین تابیدار وي او پیروان وي همدا سلفی دی د سلفیت نسبت یو ډلی یا تنظیم ته نکېږي ځکه دا د کوم تنظیم نوم ندی دا د کومی ټولنی نوم ندی دا د یوی اسلامې عقیدی، د یوي اسلامې نظرې وا اسلامې مفکورې نوم دی په کومه عقیده او نظریه چې رسول الله او د هغی صحابه کرام او تابعین روان وو، راځو د وهابیت نوم ته کله چې مونږ د وهاب نوم اخلو نو وهاب نوم د الله(ج) دی وهابې معنی لغوی معنی بښونکې او اصطلاحا نسبت یې الله (ج) ته په معنی د الله پرست په الله ایمان لرونکې هر هغه څوک چې په الله او د هغی په خوږ رسول (ص) باندی ایمان ولري همدا وهابې دی پکار مسلمانانو ته دادي چې اول د مسلئ په حقیقت باندې ځان پوهه، قانع، او د حدیثو مطالعه وکړی، اود دین څخه ځان په صحیح او پوره معنی خبر کړي بیا قضاوت وکړي دا به عدل او انصاف ته نیزدی وي، ولي چې په اسلام کې بد نومونه ویل، د کفر اطلاق کول،توهین، او د تحقیر په سترګه کتل یو مسلمان ته دا د مسلمان د اخلاقو او عمالو سره برابر عمل ندی لکه بعضی متعصب، د دین او مذهب نه ناخبره مسلمانان وروڼه چې اهلحدیثو یا سلفینو ته خوارج، وابی او یا د مذهب نه منونکي وایي حال دا چې همدا سلف صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین ؤ او منونکې د حدیثو وو ( یعنی صحابه کرام ) چې د خواریجو مقابله یي وکړه او د هغی سره د مقاطعی او جنګ اعلان وکړه دا به ډیر ظلم وي چې څوک سلفینو ته د وابی یا خوارجو نسبت وکړی حال دا چې سلف یا اهلحدیث چې ورسته یی تفصیل راځی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کامله توګه تابیدار، منونکي د احادیثو او سنتو د رسول الله (ص) دي او عقیده یي د توحید ده لکه مو چې مخکې ذکر کړه هر هغه څوک چې د شرک، بدعاتو او رسوماتو باندی عقیده لری او صحیح احادیثو او قرانکریم ته د خپلو شخصی ګټو په خاطر مراجعه نکوي او سلفین په بد نوم یاده وي یا ورته سپکې سپوری وایی او یا یی زمونږه پدی کم علمه ټولنه کې د خلکو په منځ کې په بد نوم او خواریجو معرفی کوي او هم د لمانڅه په وخت کې کله چې د رسول الله(ص) سنت چې رفع الیدین او امین باالجهر دي ترسره کوي، نو دا بې علمه ورڼه ورته د اشارو او رمباړو نسبت کوی، نو په ورځ د قیامت به داسی خلک یا بی علمه علما د الله ج په وړاندی مسؤل او جواب ویونکي وي. او هغه کارونه او صیفات چې په مسلمان کې موجود نوي او نسبت ورته کېږي سم کار ندی ولی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایئ که څوک چاته د کفر نسبت وکړی او هغه کافر نوي نو دا انسان پخپله کافر شوو او په قران کریم کې الله ج فرمایی تاسو د کافرو خدایانو ته کنځل مه کوي ورنه دوي به ستاسو خدای وکنځی العیاذ باالله، او که څوک د رسول الله(ص) په احادیثو پورې ریشخند او مسخري وکړي نو دا انسانان کافر کیږي ولی چې تمسخر ( توقې تقالې ) په شعایرو پسې انسان کفر ته رسوي، او هم چونان داسلام دین مونږ د غیبت او بوهتان نه منع کړی یو باید هر مسلمان د غیبت او یو چا پوری بوهتان تړلو نه ځان وساتی،ولی چې الله ج به سورة الحجرات کې فرمایی
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) اي د ایمان والو مسخري دی نکوي هیڅ نارینه په نورو نارینو پوری کېديشی چه هغوي به غوره وي د دوي نه او طعنونه مه کوي په خپلو ځانونو باندي او مه یادوۍ یو بل په ناکاره نو مونو سره بد نوم فسق والا روستو د ایمان نه او چاچې توبه اونکړه نو هغه کسان دوي ظالمان دی، اي ایمان والو ځان بچ کوۍ د ډیر ګمانونو نه یقینآ بعضی ګمانونه ګناه ده او غیبونه د یو بل مه لټوۍ، او غیبت دی نه کوي بعضی ستاسو د بعضو ایا خوخوي یو ستاسو چه او خوری غوښی دورورچه مړوي نو تاسو بد ګڼی او ويره کوۍ د الله تعالی نه یقینآ الله تعالی توبه قبلونکې رحیم کوونکې دي.
اهل حدیث په لغت کې څه ته وایی؟
اهلحدیث په لغت کې: ددوه الفاظو نه جوړ شوی لفظ دی، یو یې اهل دویم یې حدیث دی.
اهل ( فعل ماضی ) دی په معنی د حق ورکول، مستحق ګرڅول او لقب ورکولو ته وایي.
حدیث په لغت کې: خبری، صحبت او محاوری کولو ته ویل کیږي او هم یو نوی شی ته ویل کیږي. دلته مراد د حدیث نه د الله (ج) د رسول الله (ص) وینا، خبری او بیان دی برابره خبره ده که قولي، فعلي او که تقریري وي،
اصطلاحآ اهلحدیث چاته دي؟
د اهلحدیثو نه مراد هم هرهغه څوک چې تابیدار، منونکی او عملی کونکی د احادیثود رسول الله (ص) وي هم هغه اهلحدیث دي.
اهلحدیث او سلف الفاظ مترادف دی او اصطلاحی معنی یی تقریبآ یو شی ده سلف هم چې مخکې مو ذکر کړه هرهغه څوک چې تابیدار د الله تعالی او د رسول الله وي همدا سلف یعنی صحابه کرام، تابعین او تبع تابعین دي ولی چې دوي تابیدار او منونکي د حدیثو ؤ او هم دیته اهلحدیث ويل کېږي نو برابره ده که دا درسول الله (ص) په وخت کې ؤ او که په اوس وخت کې دي خو چې تابیدار او منونکې د حدیثووي همدا اهلحدیث دي،هر هغه څوک چې مسلک او لاره د محدیثینو اختیار کړي همدوی اهلحدیث دي ولی چې اهلحدیث د يو څو محدودو خلکو نوم ندی دا یو عامه اصطلاح ده چې مخکې مو یادونه وکړه، او د لا ښه وضاحت لپاره د بعضو علماؤ نظرونه ذکر کوم: قال الإمام أحمد: عن الطائفة المنصورة: “إن لم يكن هم أصحاب الحديث فما أدري من هم !” (فتح الباري 1/85
امام احمد د طایفی منصوری په هکله فرمایلی دی : که طائفه منصوره اهل حدیث نه وی نوماته نورڅوک نه دی معلوم ،
قال القاضي عياض :إنما أراد أحمد أهل السنة والجماعة ،ومن يعتقد مذهب أهل الحديث شرح النووي على صحيح مسلم 5/58-59 . 7.)
امام نووی دقاضی عیاض څخه نقل کوی چی دطائفی منصوری نه مراد دامام احمد اهل السنه والجماعه او هغه خلک دی چی داهل حدیثو دمسلک عقیده ساتی . نوددی نه معلومه شوه چی هرڅوک داهل حدیثو دمسلک عقیده ساتی هغه ته اهل حدیث ویل کیږی . همدارنګه له شیخ الاسلام ابن تیمیه نه نقل دی : قال شيخ الإسلام (رحمه الله) : “ونحن لا نعني بأهل الحديث المقتصرين على سماعه، أو كتابته أو روايته، بل نعني بهم: كل من كان أحق بحفظه ومعرفته وفهمه ظاهراً وباطناً، واتباعه باطناً وظاهراً” (مجموع الفتاوى4/95
له شیخ الاسلام ابن تیمیه څخه نقل دی چی ( مونږ اهل حدیث یواځی هغو خلکوته نه وایو چی فقط حدیث اوری ، لیکیی ، اونقل یی کوی بلکه داهل حدیثونه مراد دحدیثو یادونکی اوهغه خلک دی چی دحدیثو ظاهری اوباطنی فهم درلودونکی وی اوهغه څوک چی دحدیثو ظاهری اوباطنی تابعداری کوی ) نو دحدیثو تابعداروته هم اهل حدیث ویل کیږی .
بل ځای فرمای : (أهل الحديث هم السلف من القرون الثلاثة ومن سلك سبيلهم من الخلف ) مجموع الفتاوى6/355
اهل حدیث سلفوته وای کوم چی د دری اولنیو پیړیو څخه وو اوپه خلفو کی یی هغو خلکوته وای چی ددغوسلفو لارتعقیبوی اودهغوی پرلارروان وی . نو په روستنیو خلکو کی چی هرڅوک په عقایدو اوعباداتو اومعاملاتو کی دسلفو پرلارروان وی هغه ته اهل حدیث ویل کیږی
په اسلام کې اولنی اهلحدیث په نارینه وو کې ابوبکر(رض) او ښځینه ووکې خدیجة الاکبرا رض وه ولی هرکله چې د الله په رسول(ص) باندی وحی نازلیږی نو اولنئ ښځه خدیجه الاکبرا رض ده چې د رسول الله صلی علیه وسلم خبره منی او یقین پری کوي او وایی چې ته ریښتیا واي بیا کله چې نبی علیه السلام معراج ته ځی او بیرته راځی نو ابوبکر صدیق (رض) ته مشرکېن د مکې وایی چې ملګری دې په شړو ويل شروع کړیدی واې چې زه د شپی اسمان ته ختلی اوم او بیت المقددس ته تللی اوم نو ابوبکر صدق رض ورته وایی چې دا خبره که هغوي کړیوي نو ریښتیا ده دروغ ندي نو دلته په احادیثو دوي دواړو عمل وکړه او ويی منل نواولنی اهلحدیث په اسلام کې خدیجه الاکبرا او ابوبکر صدیق دی اوبیا ټول صحابه کرام علیهم السلام دي.
په تبع تابعینو کی ددی اصطلاح بیلګی ( اهلحدیث )
۱ – له سفیا ن ثوری نه نقل دي چی هغه به داهل حدیث په نوم فخرکؤ، اوپری خوشحالیدوبه ، اوهغه به ویل چې که اهل حدیث زما کورته رانه شي نو زه به دهغوي کورنو ته ورشم ( کتاب شرف اصحاب الحدیث )
۲ – امام سفیا ن ابن عییینه رحمه الله فرمائ : چی زه خپل استاد امام ابوحنیفه رحمه الله اهل حدیث جوړ کړم (حدائق الحنفیه: 134، طبع نول کشور لکھنو تاریخ بغداد 9/178)
۳ – علامه شهرستانی په خپل مشهورکتاب ( الملل والنحل ) کې داهل حدیثو یادونه کړی وائې چی اهل حدیث حجازواله دي ، چې هغوي د امام مالک بن انس ، محمد ابن ادریس الشافعی ، سفیان ثوری ، احمدبن حنبل او داود بن علی بن محمدالاصفهانی ملګري وو ، همدا ډول علامه ابن خلدون په خپل تاریخ کې هم ذکرکړی دي (تاریخ ابن خلدون 372/1)
۴ – مشهور زاهد انسان فضیل بن عیاض ( المتوفی ۱۸۷ هجری ) به چی کله اهل حدیث ولیدل نو ورته ویل به یی : ائ دانبیاؤوارثانو…
۵ – هارون الرشید نه نقل دي چې هغه به ویل : څلور صفتونه می په څلورو ډلوکې وموندل : کفر په جهمیه ؤ کې ، بحث اوجدال په معتزله ؤ کې ، دروغ په روافضوکې او حق په اهل حدیثو کې. له دینه ورسته تر نن ورځی پوری هر څوک چې په احادیثو د رسول (ص) عمل کوي، که قولی وي، فعلی وي او که تقریری وي نو همدا، اهلحدیث دي.
ومن الله التوفیق
۱۶ میزان ۱۳۹۴ه ش