لیکنه: ګل رحمن رحماني
د ادبي غلا په اړه يې په “مريم ويبسټران لاين ډيکشنري” کې داسې ليکلي دي: “اکثره کسانو د بل چا د کار کاپي کول او يا په ځان پوري د لومړني کس د ليد لوري تړل ادبي غلا بللې ده.کاپي کول او په ځان پورې د بل چا د ليد لوري تړل په خپله يوه کلکه قانوني او اخلاقي سرغړونه ده.”
همدا ډکشنري زياتوي، “ادبي غلا په حقيقت کې د بل چا له کار او حاصل څخه په خپل نامه ګټه اخيستل دي، که چېرته له اصلي سرچينې څخه د ګټې اخيستلو وروسته سرچينه ياده نه شي، نو دا يوه ټګي ده او نه يوازې د يو چا د زيار او هڅو غلا ده، بلکې د هغه په اړه درواغ ويل هم دي.”
کره کتونکى او ليکوال استاد اسدالله غضنفر وايي چې تېرو وختو ته په کتو اوس د غلا تصور بدل شوی دی، پخوانيو به ښکاره د يو شاعر بيت را واخيست او پخپله به يې په اوښتي شکل ووايه او ويل به يې چې دا دی فلاني ته مې ځواب ورکړ. پر دې سربېره په تېرو وختو کې له بلې ژبې نه تقريباً را ژباړل شوی شعر بې له يادونې هم غلا نه بلل کېده.(۲۱،۱۴مخ)
په اوس وخت کې غلا داسې پېژندلای شو چې د يوشاعر يو بيت يا شعر له نورو سره جوت توپير ولري، نور يې کمزوری خو هغه د غلا شکمن شعر يې قوي وي، پر دې سربېره کولای شو چې د سبک له مخې يې هم وپېژنو.
کله کله داسې کېږي چې يو شاعر د بل شاعر په شعر کې داسې محوه شي چې فکر کوي، د هغه خبرې ددې خپلې دي او د شعر پنځولو پرمهال ورته پردۍ نه ښکاري. اوسنى شعر هم له ادبي او شعري غلاوو څخه خوندي نه دى پاتې او کله کله د شاعرانو تر منځ دا موضوع رامنځته کېږي.
بله مهمه خبره داده چې په اوسنۍ شاعرۍ کې دا ستونزه ځکه ډېره شوې چې ټولنيزو او خواله رسنيو که له يوې خوا لکه څرنګه مو چې مخکې وويل، د شعر او ادب او ادبي تجربو په غوړولو کې مرسته کړې، له بلې خوا يې ددې شونتيا هم ډېره کړې چې نوي او تازه شاعران د “پسټ کاپي” په ناروغۍ اخته کړي.
د Paste ،Copy اصطلاح دوې انګليسي کلمې دي چې لومړۍ يې له يوه ځايه د يوه متن د اخيستلو او دويمه يې په بل ځاى يا ځانګړې پاڼه کې دهغې کاپي کولو ته وايي او اوس دغه موضوع د کاپي پسټ په نامه مشهوره شوې ده.( ١٠١،۲۹مخ)
ددې تر څنګ اوسمهال د شاعرانو تر منځ اړيکې او راشه درشه دومره پراخ شوي چې يو شاعر د بل شاعر له نيمګړې هڅې هم خبر وي او شعر يې له بشپړېدو سره ګڼو ملګرو ته رسېږي، نو که اوس هم ځينې شاعران ادبي غلا ته زړه ښه کوي، نو پېژندل او رسوا کېدنه يې ډېره اسانه ده.
هسې خو په ټوله کې په افغانستان کې تر اوسه د کاپي رايټ کوم ځانګړى قانون نشته او دې موضوع له ادبياتو پرته د ژورنالېزم په نړۍ کې هم ګڼې ستونزې را پيدا کړې او د ليکوالو تر منځ کله کله د رسنيو او ژورناليستانو تر منځ هم دا موضوع را منځته کېږي چې ددې ځانګړي قانون او لومړي ليکوال د حق خوندې کولو چاره نيمګړې پاتې کېږي.
دلته زموږ موږ موضوع په اوسني شعر کې د شعري غلاوو په اړه ده او بايد ورباندې يو څه خبرې وکړو. خو شعري غلا څه ته وايي؟ په عمومې ډول شعري غلاوې په دوه ډوله دي . پټه او ښکاره غلا چې دغه هره يو بيا نور ډولونه لري.( ۹،٥٥ مخ)
١-١-٥-نا ښکاره غلا:
په دې ډول غلا کې بيا يو شاعر په ښکاره توګه د بل شاعر بيتونه کټ مټ نه راخلي، خو مفهوم يې د همغه شاعر وي، يوازې الفاظ يې ورته بدل کړي وي. د پياوړي شاعر پيرمحمد کاروان يوه مشهوره څلوريزه په دې ډول ده:
ژوند مې د سپين ستوري په څېر خوښېږي
لاس مې سپوږمۍ ځينې چاپېر خوښېږي
شاعر سړى يمه رښتيا به وايم
دا ښکلي نه دي دا مې ډېر خوښېږي
يوه بل شاعر عبدالمجيد وفا په خپل يوه شعر کې د کاروان ددې څلوريزې دويم بيت په دې ډول راوړى دى.
هوا خوږه شوه لونګينه راځي
په دغه لاره بياحسينه راځي
شاعر انسان يمه دروغ څه مانا
زما په ټولو ښکلو مينه راځي
(۳۰،٧٧مخ)
وفا چې ځوان او له پيرمحمد کاروان يې وروسته دغه شعر ويلى، په دويم بيت کې يې له کاروان صاحب څخه نا ښکاره يا غير مستقيمه شعري غلا کړې ده او دا ستونزه په اوسني شعر کې ليدل کېږي او ځوان شاعران له اوچتو شاعرانو کله کله داسې غلا کوي.
٢-١-٥- ښکاره غلا :
لومړی ډول ښکاره غلا دا ده چې يو شاعر د بل چا شعر بې له کوم معنوي او لفظي بدلون راواخلي او په خپله نامه يې کړي، دا ډول غلا ډېره بده او عيب جنه ځکه ده چې ورته بې له څرګندې او د رڼو سترګو له غلا پرته بل نوم نه شي ورکول کېدلى.
د هندي سبک يو مخکښ پيرو کاظم خان شيدا چې هندي سبک يې عروج ته رسولى او په پښتو ژبه کې يې ډېر څه ورکړي او وروسته ورڅخه ګڼو نورو شاعرانو پيروي کړې، کله کله يې تقليد هم ورڅخه کړى دى. دى په خپل يوه بيت کې وايي:
په هندي ادايې وکړې په ما چارې
زه شيدا په زړه ساده د روح افغان يم
همدا بيت د هندي سبک يوه بل پيرو نورمحمد نورى له ده نه وروسته په خپل يوه بيت کې يوازې د الفاظو په بدلون سره په دې ډول راوړې ده:
په هندي ادايې هر څه له ما لوټ کړه
زه ساده په زړه پښتون د خراسان يم
(۲۹،١١٣مخ)
صوفي شاعر رحمان بابا هم خپل يو مشهور نعت شريف په دې بيت پيلوي:
که صورت دمحمد ص نه واى پيدا
پيدا کړي به خداى نه وه دا دنيا
پيرمحمد کاکړ هم له ده وروسته خپل يو نعتيه کلام په همدې قافيه او يو څو تورو په بدلون او دويم ټول نيم بيتي په راوړلو داسې ليکلى دى:
اول نور که درسول نه واى پيدا
پيداکړې به خداى نه وه دادنيا
همدا چاره په اوسنيو بېلګې کې هم موندلى شو. مثلا د کندهار يو شاعر ملا پيرمحمد او مولوي عبدالغفار بريالى په لاندې دوو بيتونو کې کټ مټ تقليد کړى او يوازې تخصلونه يې بدل کړي دي، ملا پيرمحمد وايي:
وايه تاچي”پروانه” وژلى نه دى ؟
دا په غېږ کي دي پرې کړى سر ګواه دى
ملا عبدالغفار بريالى بيا وايي:
وايه تاچي “بريالى” وژلى نه دى
داپه غېږ کي دي پرېکړى سر د چا دى؟
البته په نوي رواج شوي شعري فورم(لنډکي شعر) کې ډېر شاعران له يو بل نه تقليد کوي او شعرونه يې د منځپانګه له اړخه سره ورته او داسې وي چې د يوه شاعر خيال او پيغام ښکاري، ځکه چې ډېر لنډ او اغېز يې د بل شاعر په ذهن کې اسانه پاتې کېږي.
لاندې دوو بېلګو ته به اشاره وکړو چې لومړى يې زير نومي او شاعر يې صديق الله بدر او دويم شعر د بار په نامه دى چې شاعره يې د سيلۍ سيفي په نامه يوه شاعره ده:
زړه ته مې ستا
د راتلو زېرى ورکړ
چا راته ويل
سترګو دې بار نيولى
او اغلې سيفي په خپل دې ډول يوه شعر کې وايي:
بار
هندارې ته مې وکتل
سترګو مې بار نيولى و
منډه مې کړه
په زړه مې ستا د راتلو زير وکړى
(۳۰،٧١مخ)
پورتني دواړه شعرونه يو مفهوم او پيغام لري، يو يې د نارينه او بې يې د ښځينه شاعرې له خوا ويل شوى. بار په پښتني انګيرنو کې هغه ډکي ته وايي چې د بڼو له پاسه نښلي او په عام خلک يې دليدو پر مهال ورڅخه دا انګيرنه کوي چې ګڼي څوک يې خواته راځي.
موږ د پيروي اصطلاح هم لرو. كله نا كله يو شاعر د بل چا له شعرونو دومره متاثر شي چې په شعوري يا غير شعوري ډول د هغه له پيروي ځان نه شي ايستلى ، خو نور شاعران او دده د شعر لوستونکي په دې ښه پوهېږي چې څه دده خپل او څه يې د شعري غلا له لارې تر لاسه کړي دي.
استاد غضنفر د شعري يا ادبي غلا په اړه په په ديارلس سوه پنځوسمو کلونو کې د کندوز د سپين زر اخبار يوې مقالې ته په اشارې سره ليکي.
د دغه ولايت يوه شاعر په اخبار كې خپل غزل چاپ كړ، چې يو پكې دا بيت و:
چا چې ايښى ستا په لنډه زنه خال دى
هم هغه راته پېښ كړى دا جنجال دى
يوه ليكوال په دغه بيت مقاله وليكه چې هلته يې وليكل چې د استاد ګل پاچا الفت له دې بيته راغلا شوى دى :
چا چې ايښى دا شين خال ستا په جبين دى
زما زړه هم د هغه له لاسه شين دى
شاعر د ادبي غلا د تور د لرې كولو لپاره استدلال وكړ چې الفت صاحب د تندي د خال او د زړه د شين والي ذكر كوي مګر دى د زنې خال او جنجال يادوي.
په دې مباحثه كې د ځينو نورو دريځ دا و چې توارد شوى د ى . توارد دې ته وايي چې دوه كسه، په ناخبري كې ، كټ مټ د يو بل غوندې شعر ووايي. څرنګه چې د استا دالفت او نوموړي شاعر بيتونه بېخي يو شان نه دي نو توارد يې نه شو بللى .
ايا په دواړو بيتونو كې د موجود توپير په خاطر ويلى شو چې د ادبي سرقت تور سم نه دى ؟ په ځواب كې بايد ووايو چې ادبي سرقت ډولونه لري.
غضنفر زياتوي، اكثره غلاوې په چالاكۍ سره تر سره كېږي. شاعر يا ليكوال الفاظ بدل رابدل كړي ، يو نوى رنګ وركړي او په ظاهره نوي څه ووايي خو د پوهې خاوندان ورباندې پوهېږي چې شى پردى دى.(٩٧،٢۲مخ)
البته بايد هېره نه کړو چې د ادبي غلا په برخه کې کله کله د الهام او له بل شاعر نه د پيروي خبره هم کېږي او شاعران په داسې حالاتو کې توارد، الهام او پيروي بهانه کوي چې پيروي به د ادبي تقليد په برخه کې وڅېړو.
کله چې شاعر ادبي غلا ته دالهام کلمه بهانه کوي، دا ځکه سمه نه ده چې الهام دا ډول يو شى نه دى او د غوره ادبي اثر د پنځولو لپاره اړينه ده چې هر لوړ شاعر هم د خپل لوړ شاعر له اثارو څخه الهام واخلي او عالي اثار تر د الهام سرچينې وي.
استاد غضنفر هم دې موضوع ته په اشارې سره ليکلي: “دلته مو منظور سرقت(غلا) نه وي ، پيروي هم نه وي. ځكه پيروي كوونكى هغه مارغه ته ورته دى چې د بل چا د هنر په قفس كې ايسار دى او د وتلو قدرت نه لري، مګر ملهم اسير نه دى . ادب پوهانو همېشه د ښو اثارو د لوستلو سپارښتنې كړې دي چې د الهام مهمې سرچينې دي . الهام يو داسې محرك دى چې شاعر ته د نوې خبرې د كولو وړتيا وركوي.”(٩٩،٢۲مخ)
په ښکاره غلا کې يو شعر له بل شاعر نه په څو ډوله شعري غلا کوي. چې د د غلا شوي شعر د جوړښت او برخې په پام کې نيولو سره وېشل کېږي، خو دا يې هم د ښکاره غلا يو ډول دى چې دويم شاعر د لومړي شاعر په شعر کې ځينې يا ټولې کلمې بدلې کړي.
د عبدالقادر خان خټک يو بيت داسې دى:
چې پرې غم غلطوم درې مې محرم دی
يو قلم، دويم کتاب ، درېيم اشعار خپل
قلندر بيا دا شعر په دې ډول په خپل ځان پسې ليکلى دى.
چې پرې غم غلطاوه شي هغه درې دی
يو قلم ، دويم بياض درېيم اشعار
بايد ووايو چې له شعري غلا پرته نورې ادبي غلاوې هم پخوا او هم اوس نه يوازې چې اديبانو، بلکې د برحاله سياستوالو ترمنځ هم پېښېږي او کله کله دومره لويه رسوايي جوړه کړي چې د هغه کس د شرمېدو او برطرفۍ سبب شي.