ژباړه: شفیق امیرزی
یوه ورځ مې له یوه ملګري کره ورغلم، کوچنی ماشوم راووت، ښايي نه کلن به و، څو شېبې مې له ملګري سره کیناستم، په سرای کې د ماشوم چیغې شوې چې ور ووتو بایسکل غورځولی و، ټنډه یې ژوبله وه، مور یې په غصه شوه ورته ویې ویل: څو ځله مې درته ویلي چې بایسکل مه ځغلوه حوصله وکړه یو وخت به یې زده کړې.
زه ورنږدې شوم د مور خبر مې یې تکرار کړه، خو ماشوم عجیب ځواب راکړ، په غصه یې وویل که زه نن و نه لوېږم او ټپي نشم نو بایسکل نه شم زده کولی دا خو لومړی ځل نه دی چې زه لوېږم.
تاسې به لیدلي وي؛ یو ماشوم چې نوي درېدل زده کوي څو ځله لوېږي خو په موسکا را پورته کېږي، خو بیا هم خپله هڅه کوي نه غواړي کینې او د لويدلو له ډاره درېدل زده نه کړي، دا ځکه چې د ماشوم په ذهن کې تر اوسه کوم منفي فکر نشته.
ژوند همداسې دی د زده کولو او بریا لپاره باید ډير وخت ولرو، ډیر ځله باید بایلل و منو خو په پای کې بریا زموږ په برخه ده، خو هیڅ وخت د دې اجازه مه ورکوئ چې بایلل دې تاسې (مات) کړي. ښايي وخاندئ خو که مو غوښتل چې ژر وده وکړئ د ماتې امکان دوه برابره کړئ.
بریا ته د رسېدلو تګلارې
1- په دې کې شک نشته چې بریا پرته له ماتې کومه مانا نه لرې، په نړۍ کې یوازې یو کس دی چې ماتې نه خوري او هغه هم داسې کس دی چې هیڅ کار نه کوي، له ماتې ډک ژوند تر دې ډیر ښه دی چې یوازې د دې په هیله ژوند وکړي چې یوه ورځ به دا یا هغه کار کوم، که چې یو کار پيل کوئ ۵۰ سلنه باید باوري وی چې ښايي په دې کار کې بریالی نشم نو دا به ښه نه وي چې له بایللو وېره ولرئ.
2- مثبت فکر له مثبتې پایلې سره برابر دی، که مو یو څه نه خوښېږي بدل یې کړئ، خو که یې نشی بدلولی نو خپل لیدلوری د هغه په اړه بدل کړئ، که غواړی یو څه ترلاسه کړئ ښایي زیان آن زیانونه ووینئ نو له زیانه ویره د دې سبب نشي کېدای چې خپله موخه پرېږدی، دا په تاسې پروې اړه لري چې بایلل غواړئ که ګټل؛ یو پوه وايي (( پرته له وېرې او زړه خوړلو له یوې ماتې تر بلې ماتې تلل د بریا په مانا ده)) نو خپل ذهن پر دې باوري کړئ چې بایلل باید زموږ د لارې خنډ نشي.
3- دا تېروتنه نه ده
که تاسې پر ځان دا باوری لرئ چې د بایللو پر وړاندې درېدلی شئ او ملا مو نه ماتوي نو هیڅکله به له ماتې وېره و نه لرئ، که پخپل ځان باور ولرئ او قوي ګامونه پورته کړئ باور و لرئ چې مخه به مو پاکه وي هر څه به روښانه وینئ پخپله مخه کې به کلیومترونه لاره پرته له خنډونو ووینئ، دا مهمه نه ده چې تېر ژوند مو له څنګه ماتو ډک دی مهمه دا ده چې راتلونکی ژوند مو څنګه له ښکلا او ځلا ډکوئ.
4- د ژوند تر ټولو ښه درسونه له ناببره پېښو اخیستلی شئ، ډیر کله له هغه څه نه چې مخکې مو پلان لرلی وي هومره څه نه زده کوو خو که تصادفي له کوم څه سره مخ شو ښايي ډير څه ترې زده کړو، په یاد ولرئ چې د ژوند تر ټولو مهم درس مو تر ټولو نه په سخت وخت کې مخې ته راځي که په سختو شېبو کې د ژوند په درس کې بریالي راووتی نو سر لوړی ژوند لرئ، دا به له موږ سره مرسته وکړي چې قوي و، او د ژوند په سختو شېبو کې تر غر نه هم قوي وو.
5- تېروتنې د ژوند د بریا تمرینونه دي
هر هنرمند د خپل کار په لومړیو شېبو کې هنرمند نه دی؛ نابلده وي له هر څه سره، خو وروسته له ډېرو تېروتنو او تمرینونو دوی دومره څه زده کړي چې په ژوند او مرګ یې خلک شهکار بولي، موږ ټول په ژوند کې د یوې نوي او نابلده زدکوونکي په توګه هر څه زده کوو، هره تېروتنه زموږ د روزلو لپاره یو تمرین دی، موږ له تېروتنو ډیر څه زده کوو، موږ نه شو ویلی چې سل سلنه به په یوه کار کې بریالي وو خو دا ویلی شو چې سل سلنه به یوې ښې پایلې ته ورسېږو.
6- وروستی خبره دا چې ژوند روان دی
سمه ده چې ماتې خوړل ګران دي د زهرو غوړپ دی، خو د وخت په تېرېدو به د ماتې نوم له خپل ژوند او خیالونو پاک کړئ، ځکه هغه به ستاسې لپاره د ژوند تر ټول با ارزښته تجربې وې، ستاسې همدا تجربې ستاسې د بریا تر ټولو ستر لاملونه وي، ستاسې لیدلور تاسې ته د یوه قوي زړه په شان ارزښت لري، که مو تېروتنه وکړه خپل ځان وبښئ، خو هغه مه هېروئ په یاد یې ولرئ چې بیا هغه تېروتنه تکرار نه کړئ، دا د بریا یو ستر راز دی.
له یوې مجلې!
