راټولونه او زیاتونه: شاهدالله ساحل
کله چې اقتصادي فعالیتونه په بیړه ترسره شي او غفلت پکې ترسره شي نو افلاس رامنځ ته کیږي. د افلاس لغوی مانا د تش لاسي په مفهوم هم کارولی شو.
پخوانیو زمانو کې افلاس ډېر اقتصادي ارزښت درلود؛ د ساري په توګه په پخواني روم کې هغه وخت چې مدیون(پوروړي) به په خپل وخت خپل پور ادا نه کړ نو داین(قرض ورکونکي) حق درلود چې خپل مدیون یا پوروړی د خپل پور په بدل کې توقیف کړي او یا یې غلام په توګه خرڅ او یا هم له ځانه سره وساتي؛ حتی تر دې پورې چې خپل مدیون په مرګ محکوم کړي.
د ګران هېواد افغانستان د ۱۳۵۵ه ش کال د مدنی قانون د ۸۴۹ مادې په دوهم بند کې داسې راغلي: د مفلس پوروړي شخص مالونه او درایي چې د کنګل لاندې راغلي یو اعتمادي یا باوري شخص ته چې د ټولو قرض ورکونکیو په دې موافقه وي سپارل کیږي او معتمد ه د دې مالونو حساب محکمې ته ورکوي چې د کنګل کېدو امر یې کړی وي.
د اسلامي فقهې له مخې دمفلس تعریف:
مفلس هغه څوک دی چې د هغه اموال او دارایي یا شتمني د دیون یا د پورونو د اندازې څخه لږه وي نو په دې صورت کې د هغې د کنګل کېدو حکم د محکمې لخوا صادریږي، په دې شرط چې:
۱ مدیون یا پوروړی یو شخص ثابت شي
۲ د هغه دیون مال وي
۳ د هغه پور د هغه له شتمنۍ څخه زیات وي
۴ داین د مدیون د مال کنګل کېدل وغواړي
افلاس په درې ډوله دي:۱عادي افلاس ۲: تقصیري افلاس ۳ تقلبي افلاس
عادي افلاس: هغه افلاس ته ویل کیږي چې سوداګر د تقصیر څخه پرته په عادي ډول نوموړي سوداګر د افلاس سره مخ شوی وي یعنې تقلب پکې نه وي شوئ، نو په دې حالت کې د سوداګر یا تاجر یوازې شتمني په قرض ورکونکو وېشل کیږي او بله کومه جزأ یا نقدی جریمه پرې نه تطبیقیږي.
۲ تقصیري افلاس: هغه ډول افلاس ته ویل کیږي چې د سوداګر د قصور او بې پروایۍ په صورت کې رامنځ ته شوئ وي، یعنې تاجر مصارف زیات کړي وي نسبت خپلو عوایدو ته، نو په دې صورت کې برسېره پر دې چې د سوداګر یا تاجر دارایي په قرض ورکونکو باندې وېشل کیږي په سوداګر باندې محبس یا قید او نقدی جزاوې هم د محکمې لخوا صادریږي.
۳تقلبی افلاس: د هغه افلاس څخه عبارت دی چې سوداګر په حقیقت کې د افلاس سره نه وي مخامخ شوي بلکې تقلب له مخې یې ځان مفلس ښودلي وي، یا یې خپله دارایي له دې خاطره پټه کړي وي چې د قرض ورکونکو د قرضې د بېرته تادیې څخه ځان خلاص کړي، نو په دې صورت کې هم پر سوداګر قید او نقدی جریمه هم ترې اخیستل کیږي.