پوهیالی عبدالرحمن درد د ننګرهار ولایت،کامې ولسوالۍ د ګوشته والو له کلي څخه دی. ښاغلی درد د ۱۳۶۶ ل کال د ثور ( غوايي) د میاشتې په پنځلسمه نېټه د هجرت پر مهال په پېښور کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په پېښور کې ترسره کړي دي، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې له ننګرهار عالي لیسې څخه فارغ شوی دی بیا دکانکور له لارې دننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوی چې په کال ۱۳۹۱ل یې له همدې پوهنځي څخه د لسانس سند ترلاسه کړئ.
له فراغت وروسته د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون د اقتصادي مشاور په توګه وګمارل شو بیا د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د ملکي خدمتونو د ریاست د څېړنو او انکشاف په برخه کې د کارپوه په توګه مقرر شو، د ۱۳۹۲ کال په وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د یوې ازادې سیالۍ له لارې د علمي کدر غړی شو او په یاده پوهنځي کې د استادۍ دنده په غاړه لري.
ښاغلی درد لا د اتم ټولګي زده کوونکی و چې د شهاب په نامه د یوې جریدې د مسوول مدیر مرستیال وټاکل شو. کله چې لسم ټولګي ته ورسیدو د ( ننګ) په نامه یوه خپرونه یې پېل کړه. په ۲۰۰۷ ز کال دشهاب الدین غوري لېسې ښوونکی وه، د زدکړو پر مهال یې هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ. په ۱۳۹۰ لمریز کال په ننګرهار کې د ټول افغان خبري ویبپاڼې د همکار په توګه پاتې شو. چې ورپسې یې د ننګرهار ولایت د محصلینو د ټولنې لخوا د ( موخه) په نامه د یوې مجلې بنسټ کېښود او د هغې د مسوول مدیر په توګه د خپلې تحصیلي دورې تر پایه پاتې شو.
لیکلي اثار یې:
- د دفتر مدیریت – چاپ
- کاروباري مفاهمه – چاپ
- د خورو ورو اقتصادي، سوداګریزو او مدیریتي مقالو ټولګه – نا چاپ
- کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ – نا چاپ
- شعري ټولګه – نا چاپ