لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړن: ذبیح الله رحیمزی
دوه ويشتم قانون:
د خپل ټيم لپاره مقابله او هڅه وکړئ!
((دا يو ستونزمن کار دی او يواځينۍ لاره دا ده، چې د يو ټيم په توګه سره کار وکړو او د هر کار کولو، چې زه وايم تاسې سرته ورسوئ.))
مايکل کين
ځینې وختونه اړتیا د دې وي، که موږ غواړو ډېر څه لاسته راوړو، اړینه ده، چې ډېر کارکوونکي، ډېرې پیسې، زیاته راکړه-ورکړه، لویه اداره او مبارزه وکړو.
د خدماتو د ترلاسه کولو او د خپل ټيم د خوښ ساتلو لپاره هڅې وکړئ، دا په دې مانا چې تاسې په خپل نفس باور لرئ. نو د دې اسانتیاوو او خدماتو د ترلاسه کولو لپاره باید تاسې د خپل رئيس څنګ ته ولاړ شئ، د خپل ټیم ستاینه ورته وکړئ او ورته ووایاست؛ ستاسې ټيم تر ټولو ښه ټیم دی او هڅولو ته هم اړتیا لري او هغه مبجور دی، چې له دې سترګې پټې نه کړي، نو د هغې له اجازې سره سم ورته د هر څه زمینه برابره کړئ. او په مقابل کې باید تاسې ځواب ویونکی واوسئ، مانا دا چې ستاسې د ټيم لاسته راوړنې باید ښې وي او خپله هم ښه مدیر واوسئ.
رښتیا هم په همدې اساس ډېر مدیران د خپل ټيم لپاره ډېره مبارزه او هڅه نه کوي، د دې له امله نه؛ چې ګواکې ټيم یې شایستګي له ځانه سره نه ښايي؛ بلکې د دې لپاره چې په خپل ځان باور نه لري، چې دا ډول غوښتنه دې وکړي، وېرېږي او په خپل نفس بې باوره وي.
نو د همدې پراساس خپل ټيم لومړی جوړ کړئ، بیا خپله موخه په نښه کړئ، چې وکولای شئ ښې او لوړې غوښتنې ولرئ. تاسې باید وکولای شئ، په ډېر ادب خپلې لوړې او ښې غوښتنې ولرئ او د هغه څه په لټه کې چې یاست په لاس مو نه وي راوړي، زړه ماتي کېږئ مه، یواځې ترې وپوښتئ«څه وکړم، چې خپلو غوښتونو ته ورسېږم!؟»
او که هغوی درته په ځواب کې ووايي:«خپل توليدات ٪١٠ سلنه زيات کړه.» کامیابي به ترلاسه کړئ.
د خپل ټیم لپاره مبارزه يانې هغوی دې ته رابلل او د هغو اداره کول، ګوا کې د خپل ځان لپاره مبارزه کوي.
((لومړی ټيم جوړکړئ، بيا موخې معلومې کړئ او بيا د ښه کېدو لپاره يې لاس پکار شئ.))
درويشتم قانون:
پر خپلو کارکوونکو باوري اوسئ!
پر خپلو کارکوونکو باوري اوسئ او هغوی ته ښکاره هم کړئ، چې تاسې پرې باور کوئ.
((که چېرې پرتاسې، څو تيږه ږدي، غوره ده پر تاسې باور ونه کړي.))
ساموئل جانسون
ځینې وخت د دې امکان شته، چې تاسې به خراب وسایل لرئ، لکه موټر چې هر وخت پنچر وي. دا ستونزې کېداى شي دومره د ارزښت وړ نه وي، ځکه تاسې د دومره لوی تاوان سره نه مخ کېږئ. دغه ډول کارکوونکي ستاسې سامان الات دي، شاید چې له تېروتنو سره مخ شي یا هم ستړي او زړه توري شي یا هم بل څه پرې وشي، په داسې حال کې چې موږ په (۱۰ قانون) په اساس باید هغوی ته د تېروتنو د کولو لپاره وخت ورکړو او (۱۱ قانون) په اساس، باید چې د هغوی ستونزې وزغمو او حالتونه یې درک کړو.
موږ مخکې هم منلي، چې هغوی ډېر ونه څارو؛ بلکې د هغې د کار څارنه وکړو. نو د همدې له امله باید په دې وتوانېږئ، چې د هغوی پام ځانته راوړوو او په دې هڅه کې شو، څو هغوی ته د خپل ځان پر وړاندې باوري کېدا وښایو.
باور یواځې په زړه هم نه کېږي یا نه وي؛ بلکې په ظاهري کړه وړو او سلوک کې هم ښکاره کېدای شي. ځینې وخت دا باور په دې ډول هم وښودل شي، چې هغوی پرېږدو ترڅو خپله کارونه ترسره کړي. په پوره توګه که چېرې تاسې د هغوی په سر ولاړ یاست او هره شېبه یې د کار څارنه کوئ نو څه به ترلاسه نه کړئ. نو باید ارام واوسئ او اجازه ورکړئ، چې خپل کار ترسره کړي. تاسې اوس هم کولای شئ، چې په اونیز راپور ورکونه کې يې تشویق کړئ او ترې وغواړئ، چې شته ستونزې له تاسې سره شریکې کړي.
هغوی ته ښکاره کړه، چې په هر ځای او هر وخت کې تاسې د هغوی ملاتړي یاست او تاسې به ورسره په هره ستونزه کې مرسته کوئ او ورته به حاضرېږئ.
((روښانه کړئ، چې پر هغوی باور لرئ او د باور د هغوی د وروسته پاتې والي او پرېښودلو د مخنيوي په توګه ګټه ترې واخلئ او ويې کاروئ.))
اورم چې له ځانه سره وایاست:«زه رښتيا هم پر هغوی باور نه لرم او څه وکړم؟» که چېرې هغوی تنبل، سست او ارامتیا خوښوونکي واوسي څه وکړم؟ که چېرې رښتیا هم حالت همدا ډول وي، څه باید وکړې؟ دا د چا ټيم دی؟ دا چا استخدام یا په کار ګومارلي؟ او دا چا داسې یوه بې کاره ډله پر ځانه راټوله کړې؟
وبښه! ځينې خبرې مې ترخې وې، مګر ځينې وخت باید واقعیتونه ومنو. که چېرې تاسې نه شئ کولای پر خپل ټيم باور وکړئ، بیا نو د خپل مدیریت په مهارت بیا فکر وکړئ یا هم کولای شئ د کتاب مطالعې ته دوام ورکړئ.
د یو ټیم ښه مشر، چې تاسې اوسئ او یو ښه ټیم هم له ځانه سره لرئ او په داسې حال کې چې د ټیم له تېروتنو ګوته ورته نیول کېږي، باید چې د ټيم مشر په اړه قضاوت وشي، البته تاسې داسې نه یاست.
که چېرته یو ښه ټيم مو جوړ کړی وي، باید پر هغوی باور وکړئ او که چېرې تاسې پر هغوی باور نه شئ کولای (پر دې ځان پوه کړئ، چې دا ډول ده که نه) او بیا په هغوی کې بدلونونه راولئ.