ليکنه او څېړنه: شارل کيفر، ۱۹۷۲
ژباړنه او کرونه:پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار
اکسفورډ ۲۸اکتوبر۱۵
پايليکونه (زيار)
۱– کلان، کولېنز ډېکشنرۍ (Col. Dic.) له درو ماناوو سره راخېستی دی: ۱) هغه وگړډله چې يوې گډې پلرگنۍ (يا نيکه گنۍ) او يا واده سره تړلې او پېيلې وي،۲) داسې وگړنی غونډ چې د گډو لوښو(کرکټرونو)، موخو يا لېوا لتياوو پر بنسټ سره يو موټی وي او ۳) د داسې کورنيو يو غونډ يا ټولگه ده چې په يوه پلرگنۍ اړه لري، پر يوه سرغنه (مشر) سره راټول وي او يوکورنی نوم لري، په ځا نگړې توگه، لکه سکاټلنډي او اېرلنډي کلان (clan). له همدې لامله د کلان ويي آره هم په سکاټلندي کې گيېليک Gaelic> او لان (-lan) پسې وړل کېږي.
په زړه پورې داچې دغه دواړه وگړډلې له وېلسيانو سره ، گډ سېلتي ياکېلتي ټبر رغوي چې تر ژرماني(انگلېسي،جرمني…)، روماني (فرانسي، سپانيي، اېټاليي، پورتگالي) او نورو اروپايي ټبرونو مخکې له (آرياييانو سره) له گډ لرغوني اسيايي ټاټوبي(اناتوليا) څخه اروپاته راکډوال شوي دي(← ۱– څپرکی)، حال داچې په نورولرغونو ، لکه يونا ني، رومي…ټولنو کې د ورته ټولنيز يوون (کلان) بېلگه نه وړاندې کوي، لويه الماني ډېکشنري (Gros. W ) هم په دې تړاو د همدغو دووکېلتي ټبرونو بېلگه راوړي).
ښاغلی کيفر د خپلې ليکنې د روستي مخ (۶۲ ۴) په پا يليک کې، تر هغې روسته چې(د استاد مورگنستيرن پر اخځ ) پښتو د ژبنوم ترڅنک، په دويمه ((پښتونولي)) مانا هم راپېژني، ورته پېژند (تعريف) راغبرگوي:
د پښتني ولس رغښتي (سرشتي، ماهيوي) ځانگړواله داده چې پر بېلابېلو وړو لويو يوونونو(واحدونو) وېشل کېږي:
کورنۍ سره په کهول (کلان) کې راټولېږي، کهولونه په ټبر ونو (خېلونو، زييونو، تپو) کې او ټبرونه په يوه ټولگه کې چې دا درست سره يوه يوازېنۍ (ژبتوکميزه) وگړډله ((پښتنی ولس)) جوړوي.
او بيا وايي،د غه ټول لوی او واړه يوونونه(واحدونه)د يوه ځانگړي ټولنيز قانونغونډ((پښتونولي))، (the Pashtun code of honour) يايې الماني Ehrenkodex انډول تر چتر لاندې خپل خپل ټولنيز ژوند و ژواک پر مخ وړي. بيا زياتوي چې په دې جاج هر نرينه وگړی چې پښتو( پښتونولي) ولري، ((پښتون)) دی او هره ښځمنه يې چې(پښتونو لي) ولري ((پښتنه)) بلل کېږي، او هر هغه څوک چې پښتونولي ونه لري ،((بې پښتو)) دی. په همدې تړاو (پښتو نولي) له (پښتونوالي) سره گډول بېځايه بولي ځکه په کړن کې پښتونوالی د ((پشتون بودن)) ما نانه ښندي، کټ مټ ، لکه د استاد مور گنستيرن (۶۱) راوړي متل چې کټ مټ يې په پښتو وايي: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)).
په هره توگه موږ ته د دغو ټولوڅرگنداويو له مخې د کلان پښتو انډول ((کهول )) وړنده ښکاره شو.که څه هم دغه ويی اوس زياتره له (کورنۍ) سره هممانيز کارول کېږي، لکه پق (پښتو قاموس) چې (خاندان، اهل بيت، عشيره) مانا کړی او ورسره رامنځته شوی جوړه تړنگ(کوراوکهول) يې (طايفه).
خو په هره توگه، کهول له آره د(کلان) ورته جاج (مفهوم) رانغاړي، په نورو ټکو،کهول دکورنۍ او ټبر تر منځ يو نرواکی (پدرسا لار) ټولنيز يوون (واحد) دی. له پارسي خاندان، خا نواده يا دودمان سره هم يوازې له لېکزيکوگرافييکي (قاموسي) پلوه انډول کېدای شي، نه له ژبتوکميز(اېتنو- لېنگوېستيکي) پلوه، ځکه پارسيوانو د پښتنو پر خلاف ټبرنی او ورسره تړلی کهولي نظام تر شا پرېښی او يوازې يې نرواکي او پلرواکي (مرد سالا ری و پدرسالاری) هغسې خوندي ساتلې دي.
ما پر۱۳۴۲ ل. کال د جانيخېلو منگلو د گړدودکښنې په ترڅ کې له کليوالو واورېدل: ((پاينده کول روغلی دو))، پوه شوم چې دوی ټول سرکار (دولت وحکومت) ، هر چارواک وکارمند(مامور) په دغه نامه يادوي که څه هم د محمدزي-بارکزي شاهي لړۍ د ورنيکه ( سر دار پاينده محمد خان) له کهاله سره خپلوي ولري، يا و نه لري. مانا داچې ډېر پښتانه، په تېره غرني کرلانيان او ان له لويه سره گرده پښتني- افغاني ټولنه پرکهولو نو وېشلې انگېري!
استاد حبيبي(لويکان ۳۱–۳۰) هم ليکي چې د پکتيا خلک محمدزي شاهي کورنۍ ته پاينده کهول وايي او په ار غستان کې چې د د غه ټبر دنيکونو ټاټوبی دی، محمدزيانو ته (مامد کهول) وايي. همدراز استاد د (کهول) بل (زوړ) ليکدود(کول) د اميرکروړ په وياړنه او د سلېمان ماکو په تذکره کې راښيي. د پپتلي پا چا(مهراکولا) له دويم ټوک (کولا) سره همريښه بلل يې هم ناشوني نه برېښي چې ټول نوم يې هم (لمرکهول) او بيا پارسي (ازخاند ان آفتاب و آفتاب زايی) مانا کړی دی؛ په زړه پورې داچې وگړنوم (ميرگل) يې ورسره د انډول په توگه په (ميرگله جانانه) سروکي کې راښوولی دی!
هرگوره، استاد حبيبي يوازې دغلته د(مهراکولا) فيلالوجيکي او سېمانتيکي اړخ راسپړلی او (وجه تسميه ) يې ته پام نه دی شوی. هغه داچې د يپتلانو يا د ده په ليکدود(ابدالانو) د کوشانيانو او نورو ساکه ټبرونو په توگه له هماغو پلرو نيکو غوندې د مزدايي او را روسته بيا د بودايي، ماني…هرې نوې نوې گروهې ترڅنگ اورپرښتي او لمر پرښتې (مېترايېزم) هم لږوډېر ساتلي دي، نو په دې توگه يې لږوډېر په نومونو، ان د (مېرگل) غوندې په پښتني نومونوکې اغېز راپاتې دی، کټ مټ لکه اسلامي نومونه چې ترهرڅه له مخه له(الله ج) سره تړاوورکول کېږي(شمس الله،نورالله…) ؛
داچې په ډېرو سيمو او په تېره، شمالختيځ کې د (کورته ځم) تر څنگ لږوډېر (کاله ته ځم) هم ويل کېږي، د هماغه پخواني جاج استازندويي کوي؛ په (کور-و-کهول) تړنگ (ترکيب )کې، هم اړينه نه ده چې دواړه رغنده وييونه سره هممانيز اوسي. هرگوره، په ټوليز کلا سيک پښتو شعروادب کې دغه جاج پوره څرگند ښکاري، لکه: د شېخ رضي (او امير نصر لودي په سوال و ځواب کې:
… نصره نه مويې له کهاله لودي نه يې په کاوه… …
د لودي زوی سنتي يم د حميد له لوړ کهاله يم…(پخ ۷۲) د يوسفزيو په پخوانو نومونو کې کولا، کالا… هم ډېر را غلي دي. لکه له مخه چې وويل شو، سکاټلنډي يا سکېتي گيېليک (Gaelic) هم دغلته همريښه برېښي. په هندوآرياني (آريايي) کې يې بيا گڼې بېلگې سهي کولای شو، لکه: ساکي گلو ( ggalū= کورنۍ)، اوېستا گرذه (gƏrƏɗa =کور)، زرتشتي پهلوي گېلشاه (gilšāh= کورڅښتن)، منځنۍ پارتي گريهچگ ( gryhčg=غوچک) ، زړه هندي گړهه (gṛhá= کور څښتن)… د نيمې وچې ان پېښور خواته گلي (کوڅه)،او بيايې ورسره رغېدلو ځاينو مونو کې، لکه مارگلۍ، باړه گلۍ، کاسه گلۍ… چې تر ننگر هار هم رارسېدلې، لکه د شېرشاهي چوره گلۍاو د کامې دار گلۍهمداسې په دردي- نورستاني ځاينومونو (نورگل، دېوگل، وايگل، شيگل، باشگل، کړنگل…) کې؛ (گړ) پق هم دخپلواک ويي په توگه (قلعه، حصار) مانا کړی، او هم يې د تونروستاړي په توگه راښوولی، لکه په (ياغي گړ) کې نورې بېلکې لکه د کامې (شېرگړ)، د عزيز خان کڅ (تراگړ) او گړۍ د څو ماناوو ترڅنک د يووستوي او تړښتي ځاينوم په توگه د ننگرهار او پېښورخواته گڼې بېلگې مخې ته راځي. گله په پښتو او پارسي گړدودوکې پر څارويو سربېره د وگړو گڼې گوڼې ته هم ويل کېږي: يوه گله خلک راروان دي، يوه شنه گله راغله… په پارسي فولکلورکې وايي، يک گله مهمان دارم- شوی نادان دارم. د کونړ خواته له وگړو،کورنيو او ټبرونو سره راځي : ببري گَل-گلې(ببري دوی)، زماني گَل- گلې (زماني دوی) چې ځينې يې د(-گلې) پرځای (-دَلې) کاروي. (←پښتو آرپوهيز سيندگی ؛ وييپو هنه: ځاينومبېلنگونه (اشتقاقونه) له (گېټ، -گاه، -غالي، -غلی) سره.
کېدای شي، کلی، کلا، کوله، پکول يا پارسي کلاه هم ور سره گډه آره ولري؛ که په دې لړ کې، کور،کوډله، کوړم ، کوړمه، گور،گورنډه کنده، کندې کوندې، کندی، کاند، کاندی، کندو، کاندۍ (قاشق)، کونډۍ، کولنگ، کيندي ، کالي کودي او داسې نور چې ورته جوړښتونه او اوزار ورته آره ريښه ولري، هغه لرغونی مهال را پرزړه کوي چې لا په سمڅو او غارونو کې مو له دومره لنډو گنډو اړتياوو، په نورو ټکو، هماغودرېگونو بنسټيزو، خو، شاړو شډلو اړتياوو(ډوډۍ-کور-کاليو) سره ژوند کاوه، او هممهاله مو ورسره ژبه هم دومره لنډه تنگه وه چې هغه ټول پانگه يې له هماغه يېکي يو ويي څخه آره اخېسته!
(۲)استاد مورگنستيرن(EVP 61؛ لکه وار له مخه وويل شو، پښتود دويم جاج (the Pathan code of honour) په تړاو پر ۱۹۲۴ ز. کال د خپل پښتو ښوونکي ارواښاد منشي احمدجان له خولې دامتل په غږيزه ابېڅې ليکلی دی: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)). استاد(۶۱) د پوښتېدل (پوښتل) د آرې په تړاو بيا دامتل راوړي: پښتون د پوښتنې وږی دی، د روټۍ وږی نه دی.
(۳) اېلفنباين (۶۷) هم پر خپل وار د استاد مورگنستيرن، مېکنزي… پر پليونۍ پښتو په دويمه مانا ،غيرت (honour=γayrát) له (پښتونولۍ) سره د هممانيز په توگه (the Pashtun code of honour) مانا کړی، او په دې تړاود خپلې څېړنې له مخې داهم ليکي چې د گردېز ختيځ ته مېشت اندړ پښتو د ژبنوم په توگه د نورو منځنيو ټبرونو په څېرادا کوي او د غيرت (honour) په جاج پښتيو (Paxtyo)؛ هسې خو له گردېزه مخ پر لويديځ له (پشتو والا) مينز يو پرته له زرملې نيولې، د غزني تر اندړو نورگرد ټبرو نه ورته تو پير راښيي (زيار: ۲۰۱۱ز. ۲۳۹)!
(۳) دا لنډۍ استاد له برن مېشتي لوگري دوست (ثناؤلله سنا) يادښت کړې، داسې چې آره دويمه مسره يې ورسره له يوې بلې لنډۍ څخه راخېستې ده،د پوره پوهاوي لپاره دواړې لنډۍ دلته وړاندې کوو:
تر توريالي جانان به جار شم
چې د غليم په وينو سره کاندې لاسونه
جانان مې سر پر وطن کېښود
په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه
(۴) دهمسايه لومړی ماناگاونډی (همجوار) او دويمه مانايې کراوالا(کرايه نشين) ده، خو د پښتونولۍ د نومونې(ترم) په توگه هغه نا پښتون وگړي يا وگړو ته وايي چې له آره په کوم بل توکم يا ټبر اړه لري او له لږوډېر مهال راهيسې د کهول يا کهولونو تر پيلوړ (حما يت) لاندې کارو روزگارکوي. دا يا مزدور، شپون، ورهڼگر (کسبگر)، لکه ډم، تېلي، نداف، پښ، ترکاڼ، خټگر، بزگر او داسې نور بېوزله، بېکوره، بې ځمکې زيارکښان وي. که څړه (جره) وي له ځمکوال ياپانگوال سره، په يوه څېرمه کوټه يا پياده خانه کې اوسي او که کورنۍ والا وي ، يو کور کوډله ورته وړيا په واک کې ورکوي. په دوی کې ډم (نايي، گلابي…) بيا هرکاره وي: د(دلاک، barber) په توگه د بادار کورنۍ په گډون د گرد شاوخوا ولس د نرينه غړيو سرونه او ږيرې سموي او ياخريي؛ هلکان سنتوي؛ د دوديز درملگر په توگه د ناروغانو وينه پزوهي، د اوږو تر منځ ښکرور لگوي؛ د پخليکار په توگه په وير و ښادۍ کې خوړه پخوي؛د سازي او سندرغاړي په توگه په واده، سنتگرۍ او نورو ښاديو کې د ټنگ ټکور چاره پرمخ وړي؛ د ډاگي په توگه لرې نژدې خلکو ته د مړي ژوندي يا غونډو جرگو خبر رسوي…؛ د جنگ او بلې هرې بېړندويه پېښې، پگړې (اشر، حشر) انگروز (اعلان) لپاره ډول يا نغاره وهي؛ همداسې يې نرينه او ښځينه لوی او واړه کورني غړي هم د بادار په گډون د گرد کهول په چوپړ کې وي؛ ښځمنې يې بياد ډمگۍ يا نايڼې په نامه ناوي سينگاروي) او ښځينه ټنگ ټکور، ساز و سندرې او نڅاوې ترسره کوي… له دې ټولو چارو او چوپړونو سره سره په ځينو سيمو ټبرونو کې کال پر کال کور ورتالا کوي او هماغه کاراوزار ورپرېږدي چې پورتنۍ چارې او خدمتونه ورسره ترسره کوي، لکه د ډمگرۍ، پخليکارۍ، موسيقۍ او داسې نور هغه. هرگوره، د نورو ورهڼگرو همسايه وو پر وړاندې د ورته چال چلند څه نه دي ويل شوي!
لولنگر(آواره) جټان (مسليان، بنگړيوال…) او ښايي،( شېخ مامديان) هم چې له ډېرو پېړيو راهيسې د هند له نيمې وچې را شړل شوي او تر لوېديزې نړۍ رسېدلي او ډېر لږ يې دلته او هلته د نورو مېشتو تو کمونو او ټبرونو غوندې په پښتنوکې راگډ شوي، له پاسنيو دندو سره د ((همسايه وو)) يوه برخه گرځېدلي دي.
په شمال ختيزو پښتني سيمو، ننگرهار، پېښور… کې ډم ته له دغو ټولو دندو سره ((نايي)) وايي او د ډم ويی يوازې د((نڅاگر)) په جاج ومانا د تېرمهال په کيسو او گړنو کې هغسې راپاتې دی. ما پخپله د مخيني پښت له پوخمنگو کليوالو داکيسې اورېدلې چې د دوي د ځوانۍ پرمهال په ودونو کې بې کوم ساز اوازه تش ډمان گډېدل او همدا چې به خبر شول، چېرې واده دی، په توره شپه کې به ډله ډله ور تلل، که هرڅومره به لرې هم وو. په گړنو څرگندنو(محاورو – اصطلاحاتو) لکه:
لکه ډم ټوله ورځ گډېږې، د ډم غوندې راته مه گډېږه، د ډم زويه،ځه ورکېږه، خپله ډمگري دې کوه.. .!
پر دې خو څه ناڅه رڼا واچول شوه چې د پښتونولۍ او بيا کهول په چوکاټ کې همسايه څه ټولنيز دريځ او ارزښت لري، خو توکمپوهيز سپيناوي يې هم پاموړ دی او هغه داچې له ډېر مهال تېرېدنې او جغرافيايي او بيا ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصا دي) ادلون بدلون او اېنتېگرېشن سره يې کرښپل (څرک) څنگه و موندل شي؟
لکه، د پېښور شاوخوا د نورو سيمو او ټبرونو په لړکې له کوز تاکاله تر بر تاکاله د خليلو سيمه بلل کېږي، خو له بل ځا يه هر راغلی پښتون يا پښتون شوي ځان (خليل) بولي او کورنی نوم يې گرځولی، خو د رنگ و سروتنې له مخې له خليلو څخه له ورايه توپيرېدای شي.
هن،که په دې لړ کې گړ سره نا پښتني او نا آريايي لږه کي، لکه (تورک- مغول) اوسي، نو بيا يې نومېرنه او پېژندنه کومه ستونزه نه لري، لکه واخلې د غزني خواته د واغز د جلا لزيو اندړو په منځ کې له پېړيو راهيسې اوسېدونکې جلالي کورنۍ،او په لره-بره پښتونخوا کې +داسې نورې ډېرې بېلگې.
همداراز د استاد کيفر پايليک (۶۱۷) او د ډم په اړه يې هغه څېړنه بيا د اروپايانو، په تېره خپلو فرانسيانو ته خورا په زړه پورې ده چې په لوگرکې يې له روستنيو ډگر څېړنو (فيلدريسرچونو) او خپرونو څخه گڼل کېږي: A propos de la circoncision a Caboul et dans le Logar.
(۵) دغه زړه ويلوونکې پېښه زما(زيار) هم داسې پر ياد ده، لکه نن پرون چې تېره شوې وي. رووف قتيل خوگياڼي، بياداهرڅه د سر په سترگو ليدلي او هما غه مهال يې پرې بشپړه کيسه کښلې وه چې څه نا څه يې داسې راپيلوله: زه د ننگرهار لېسې ښوونکی وم. يوناڅاپه بهر شوروځوږ پورته شو او له نورو استادانو او شاگردانو سره راووتو. گورو چې د سړک آغاړې ته يوه سخته گڼه گوڼه جوړه ده او ټول همدا نارې وهي: ويې بښه، ويې بښه…! هغه دې ويې باښه… . هغه مهال لېسې او همداراز زندان او محکمې ته مخامخ، د شاهمردخان خور وورشگلن ډاگ وو، او ډاگيز اعدا مونه همدغلته ترسره کېدل. خو دومره گڼه گوڼه پرې نه جوړېده. گرم ځوان بې زولنو ولچکو، پخپله خوښه براب براب غځېدلی او پر سترگو يې دخپل پټکي ول راکښته کړی وو او همدا يې ويل: ترورې راشه او ژر تر ژره دې د خپل يو يوازېني نازولي زوی بدل واخله!
هغه يې له آره نژدې ملگری وو او دواړه د خوگياڼو اوسېدو نکي ول، او هسې په ټوکو ټکالو کې ترې په چاکو نېغ پر زړه لگېدلی وو او يوه ناقصدي يا په لويديزه جرمي نومونه (manslaughter) وژنه وه چې نيم قتل گڼل کېږي او پښتونولي او اسلامي شريعت او قضايې هم جزا تر قصاص او اعدامه نه رسوي او وينې بيه تر هرڅه غوره گڼي.
(۶) (مېلمه پالنه، هغه هم دپارسي (مهمانی) تر کوم ځايه چې زما پر ياد دي، استاد کيفر دغلته لومړی سمه نومونه مهمان نوازی) يا انگرېزي (hospitality) د نوي رادود شوي پور ژباړويزي په توگه د اړوندې ليکنې د چاپ په ترڅ کې همداسې راغلې وه، خو ښايي، را روسته به کوم ((ويښيار پښتانه)) پر (مېلمستيا) وراړولې وي، حال داچې د دې مانا ( مهمانی،دعوت، ضيافت) راځي . له بده مر غه، زما همدا اوس د دويم ځلي ژباړې پر مهال ورپام شو او نور هغه ژوندی نه دی چې مې پرې بيرته (مېلمه پالنه) کړې وای. الماني ژباړلی انډول (Gastfreundschaft) يا (مېلمه دوستي ) يې هم له دويم ترم سره ښه ترا اړخ لگوي. – همداسې استاد کيفر ته په کار وه، د((خون)) پرځای يې ((بدل، غچ يا کسات)) نومونه کارولی وای، ځکه هم زيات دود لري او هم هومره دکرکې وړ نه برېښي!
نور بیا