ژباړه : عطا محمد میاخېل
یوه ورځ، یو ځوان خپل پلارته راغی او ورته وې ویل : یوه نجلۍ مې لیدلې او غواړم، چې ورسره واده وکړم، د هغې په بېسارې ښکلا او جادوګرو سترګو مین شوی یم. پلار په ډېرې خوشالۍ وویل : دا نجلۍ چېرته ده، ترڅو یې درته وغواړم ؟
پلار او زوی په ګډه لاړل، ترڅو نجلۍ وویني، مګر پلار د نجلۍ په لیدو؛ په هغې زړه بایلود او خپل زوی ته یې وویل : ګوره زویه ! دا نجلۍ ستا وړ نه ده او ته نه شې کولای، چې هغه نېکمرغه کړې؛ هغه زما په څېر سړي ته اړتیا لري، چې تکیه پرې وکړي . ځوان په حیرانتیا وویل : پلاره ! هېڅ امکان نه لري، هغه څوک چې له دې نجلۍ سره واده کوي، هغه زه یم نه تاسو !!!
پلار او زوی په خپل منځ کې له یو بل سره په جګړه شول او خبره یې قاضي ته ورسېده؛ قاضي ته یې ټوله کیسه وکړه . قاضي امر وکړ، چې نجلۍ را وغواړئ، تر څو له هغې څخه پوښتنه وکړي، چې په دې دواړو کې له کوم یوه سره واده کوي .
قاضي چې کله نجلۍ ولیدله، نو پرې مین شو او وې ویل : دا نجلۍ ستاسو له پاره مناسبه نه ده، بلکې هغه څوک یې وړتیا لري، چې زما په څېر د لوړې رتبې خاوند وي، دا ځل درې کسان په خپل منځ کې په جګړه شول او د ستونزې د حل په موخه وزیر ته ورغلل.
وزیر د نجلۍ په لیدو، وویل : هغه باید زما په څېر له یوه وزیر سره واده وکړي او قضیې دوام وکړ، تر دې چې پاچا ته ورغلل .
پاچا هم هغوی ته ورته خبره وکړه او وې ویل : دا نجلۍ یوازې له ماسره واده کوي !!!
بحثونه او جګړه لوړې کچې ته ورسېدل، تردې چې نجلۍ راغله او وې ویل : د دې مسلې د حل لاره له ماسره ده، هغه دا چې زه منډې وهم او تاسو به په ماپسې منډې وهئ، لومړنۍ کس چې وتوانېږي ما ونیسي، نو له هغه سره به واده کووم !!!
پرته له ځنډه هغې منډې کړې او دې پنځه کسانو، پلار، زوی، قاضي، وزیر او پاچا ورپسې منډې وهلې، ناڅاپه پنځه واړه کسان یوې ژورې کندې ته ور وغورځېدل، نجلۍ د کندې له پاسه هغوی ته ور وکتل او وې ویل : آیا پوهېږئ، چې زه څوک یم ؟ !!
زه دنیا یم !! زه هغه څوک یم، چې ډېری خلک په ما پسې منډې وهي او زما د لاسته راوړلو له پاره له یوبل سره رقابت کوي او ماته د رسېدو په لاره کې له خپل دین او پېژندګلوي څخه تېرېږي او تر هغه وخته د دوی د حرص طمعه پای ته نه رسېږي، ترڅو چې په قبر کې ایښي نه وي، په داسې حال کې، چې هېڅکله ماته نه را رسېږي .
طمعه د تروو اوبو په څېر ده هر څومره چې وڅښل شي، په همغه اندازه تنده زیاتوي .
هر څوک چې د طمعې ځنځیر لرې وغورځوي، نو بدمرغۍ ترې لرې کېږي . لکه د اوبو د څاڅکي په څېر، چې د ګل پرپاڼه ښوېیږي او توېیږي .