ليکنه: مانع بن حماد
ژباړه: محمود سعيد
حزب تحریر یو سیاسي اسلامي ګوند دی چې د بلنې په ترڅ کې د اسلامي خلافت د بیرته راتګ پر وجوب ټینګار کوي او د نظام په بدلون کې یوازې د فکر پر ځواکمنتوب او اغیزمنتوب باور لري. دې ګوند شرعي فتواګانې او اجتهادونه هم صادر کړي دي چې دا ګوند ېې دجمهورو مسلمانو علماوو له نیوکو سره مخ کړی دی.
پنځیدنه او نومیالي
د دې ګوند بنسټ ایښودونکی شیخ تقي الدین نبهاني (۱۹۰۹-۱۹۷۹ز) فلسطیني دی چې د حیفا د اجزم قضا په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې ېې په خپل کلي کې تر سره کړې؛ وروسته له الازهر سره یو ځای شو او په قاهره کې ېې زده کړې بشپړې کړې. بيا بیرته فلسطین ته راوګرزید او هلته ېې په ځینو ښارونو کې د ښوونکي او له هغه وروسته د قاضي په توګه دنده تر سره کړه.
د ۱۹۴۸ ز کال د پیښې له کبله له خپله کورنۍ سره بیروت ته ولیږدید. وروسته د بیت المقدس د استیناف په شرعي محکمه کې د غړي په توګه وګمارل شو او له هغه وروسته ېې په عمان کې د اسلامي پوهنځي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه.
په ۱۹۵۲ ز کال ېې د خپل ګوند بنسټ کیښود او د هغه د ریاست لپاره ېې له نورو کارونو څخه ځان وایست. په همدې مهال ېې ځینې کتابونه او لیکنې خپرې کړې چې هغه په ټولیزه توګه د ګوند د کلتوري او ثقافتي سرچینې په توګه پیژندل کیږي.
نوموړي د اردن، سورېې او لبنان تر منځ تګ راتګ کاوه تر څو چې په بیروت کې ومړ او همالته خاورو ته وسپارل شو.
د دې ګوند د مخکښانو پيژندنه ډیره ستونزمنه ده ځکه پټیدنه او د پردې تر شا کړنې په دې ګوند کې ډیر دود دي. د نبهاني له مړینې وروسته، عبدالقدیم زلوم د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د فلسطین د الخلیل په کلي کې زیږیدلی دی او د (هکذا هدمت الخلافه) د کتاب لیکونکی دی.
د هغه وړاندیز پر بنسټ چې د علي فخرالدین، طلال بساط، مصطفی صالح، مصطفی نحاس او منصور حیدر له خوا وړاندې شوی وو؛ په ۱۳۷۸-۱۰-۱۹ نیټه په لبنان کې د دې ګوند یوه څانګه پرانستل شوه.
شیخ احمد داعور په ادرن کې د دې ګوند د یوې څانګې مشري په غاړه درلوده؛ په ۱۹۶۹ ز کال کې د ګوند له لوري د واکمنۍ د لاس ته راوړلو لپاره پړ وبلل شو او په اعدام محکوم شو خو وروسته ېې د اعدام حکم لغو شو.
د ۱۹۸۳ز کال د اګست په میاشت کې د دې ګوند ۳۲ کسان په مصر کې محاکمې ته وړاندې شول او اعلان شوه چې دا کسان په کودتا او د نظام د بدلون لپاره پر هڅو پړه دي. له مخکښانو څخه ېې لاندې کسان د یادونې وړ دي: عبدالغني جابرسلیمان (انجینر)، صلاح الدین محمد حسن (د کیمیا ډاکټر)، چې دواړه په نمسا کې اوسیدل؛ په آلمان کې میشت کمال ابو لحیه فلسطیني (د بریښنا ډاکټر)، او د قاهرې د جامعې زده کړیال علاالدین عبدالوهاب حجاج.
عبدالرحمان المالکي چې د ګوند له لارښوونکو او د سورېې اوسیدونکی وو؛ نوموړی د (العقوبات) کتاب لیکونکی دی.
ګروهنې او باورونه
دا ډله د اسلامي ډلو څخه یوه ده او د اهل سنت او جماعت د مفکورې خاوندان دي او بلنه ېې پر همدې بنسټ ولاړه ده. موخه ېې لومړي په عربي او بیا په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي دولت په جوړلو سره د اسلامي ژوند بیرته راګرزول دي او له هغې ورووسته به د بلنې کار د مسلمان امت په مټ غیر اسلامي هیوادونو ته رسول کیږي.
هغه نښه او ځانګړتیا چې دا ګوند ېې درلودونکی دی؛ د ګوند له لوري په لومړیو کې د مسلمان شخصیت او بیا د مسلمان امت د جوړونې په لار کې د ثقافت، کلتور او باور لور ته زیاته پاملرنه ده او له ګوند سره د ښکیلو کسانو د ثقافتي اړخ د پیاوړتیا لپاره زیاته هڅه کیږي.
دا ګوند پر اسلام باندې د بیا باور لپاره ډیره هڅه کوي؛ هغه که د ثقافتي او کلتوري اړخه وي او یا هم سیاسي اړخ ولري. د ګوند ثقافتي او سیاسي کړنلاره په دې ډول ده:
۱- ثقافتي او کلتوري کړچار: دا کړچار پر اسلامي ثقافت د میلیونونو وګړو د روږدي کولو له لارې تر سره کیږي او د ګوند غړو ته اړینه ده چې د عامو وګړو تر مخ دریدلو، خبرو اترو، د پوښتنو ځوابونو، د شکونو لرې کولو، او تاییدونو لپاره تیار وي تر څو هغه د اسلام په د ننه کې ویلي کړي، (د مفاهیم اساسیة له کتاب څخه، ۸۷ مخ).
۲- سیاسي کړچار: د سیاسي کړچار له مخې ګوند او غړي ېې د پیښو په انتظار وي او پیښې او واقعې داسې ارزوي چې د اسلامي افکارو پر روغوالي او د باورونو پر ریښتینولی دلالت وکړي او په دې ډول د میلیونونو انسانانو پر وړاندې پر اسلام باور پیدا کیږي. (ندأ حار، ۹۶ مخ).
د تحریر ګوند موخې ته درسیدو لپاره خپله فلسفه په دې ډول څرګندوي: په هره ټولنه کې وګړي د دوو لوړو دیوالونو تر مینځ ژوند کوي: د باورونو او فکرونو دیوال او د هغو نظامونو دیوال چې د ژوند غوښتنې او ورځنۍ چارې په خپله لمن کې رانغاړي؛ ځکه نو هر کله چې وغوښتل شي په یوه ټولنه کې د هماغه ټولنې د وګړو له لوري کوم بدلون رامنځته شي نو تر ټولو لومړی په بهرني دیوال (د فکر او ګروهې اړخ) برید کوي چې د دې برید په توګه فکري مخالفت رامنځته کیږي او په پایله کې ېې فکري اوښتون (انقلاب) رامنځته کیږي چې بیا وروسته دا اوښتون د یوه سیاسي اوښتون لامل ګرځي.
ګوند د بدلون او اوښتون پړاوونه په دریو برخو ویشلې دي:
- لومړی پړاو: فکري او کلتوري مقابله د هغه کلتور او ثقافت په مټ تر سره کیږي چې ګوند پنځولی او رامنځته کړی وي.
-
دوهم پړاو: فکري اوښتون چې د سیاسي او ثقافتي اړخونو په مرسته له ټولنې سره د ګډون او یوالي له لارې رامنځته کیږي.
-
دریم پړاو: د ملت او خلکو له لوري په بشپړه توګه د حکومت واګې په لاس کې اخستل.
ګوند پر دې باور دی چې د دریم پړاو په ترڅ کې د یوه دولت یا ډلې له مشر، د یوه ټبر له مخکښ یا سفیر او نورو څخه د مرستې غوښتنه اړینه ده.
ګوند په لومړیو کې د حکومت د لاسته راوړلو لپاره د بنسټ ایښودنې له نیټې څخه دیارلس کاله وخت تعین کړ او وروسته ېې د ستونزو او حالاتو په پام کې نیولو سره دا نیټه دیرش کلونو ته وغزوله تر څو هغه او دا دواړه تیرې شوې خو هیڅ هم تر سره نه شول.
ګوند په روحي چارو سترګې پټوي او هغو ته په سربیرنه توګه ګوري او وايي: په انسان کې روحي هوښ او جسدي غوښتنې شتون نه لري؛ بلکې په انسان کې اړتیاوې او غرائز شته چې باید ماړه شي. کله چې دا غوښتنې او اړتیاوې د هغه نظام پر بنسټ چې د الله له لوري راغلی دی پوره شي نو د روح لور ته مخه کوي او د هغه د ځواکمنتوب سبب ګرځي. کله چې دا غوښتنې او غرائز له نظام پرته او یا د یو داسې نظام په مرسته پوره شي چې د الله له لوري نه دی نو د ا مړښت مادي مړښت دی او د انسان د بدمرغۍ سبب کیږي.
شیخ تقی الدین پر دې باور دی چې د اسلامي دولت د رامنځته کیدلو پر وړاندې لاندينۍ ستونزې شتون لري:
۱- غیر اسلامي فکرونه او د اسلامي نړۍ سره د هغوی مقابله.
۲- د یرغلګرو ځواکونو د حالت پر بنسټ ولاړې ښوونیزې خپرونې.
۳- د ځینو دودونو او کلتورونو لوی ګڼل او هغو ته د نړیوالو علومو په سترګه کتل.
۴- په دوامداره توګه د یرغلګرو د حالت او لارې پر بنسټ د ښوونیزو کړنلارو پلي کول.
۵- په اسلامي نړۍ کې په غیر اسلامي توګه د ټولنو ژوند کول.
۶- د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو تر منځ لرېوالی؛ په ځانګړې توګه په سیاسي واک او مالي سیاست کې چې په بیلا بیلو برخو اغیزه لري او له اسلامي ژوند څخه د مسلمانانو اخیستنه کمزورې کوي.
۷- په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ پر بنسټ راټوکیدلې هغه واکمنۍ چې د شتمنۍ لرونکو (سرمایه دارۍ) نظام پلی کوي.
۸- د وطن پالنې، ټبر پالنې او کمونیستي نظریاتو عامتوب.
ګوند په خپلو غړو باندې د قبر عذاب او د دجال راڅرګندیدلو باور حرام ګرزولی او پر هغه باندې باور کوونکی ګناهګار ګڼي.
د ګوند مخکښان او لارښوونکي په دې پړاو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپل کار لپاره خنډ ګڼي او له هغو څخه ځان ګوښه کوي، دوی دا کار د اسلامي دولت چې رامنځته به شي؛ دنده ګڼي.
ګوند له ۱۸۷ مادو څخه جوړ یو قانون لري چې د هغه دولت لپاره چې دوی ېې د رامنځته کیدو تمه لري جوړ شوی دی چې دا کړنه ېې له شتون څخه لرې او یو فکري چاره ده.
څیړونکي پر حزب تحریر باندې د ځینو کړنو له کبله نیوکې کوي چې ځینې ېې په لاندې ډول دي:
لومړی د بلنې چارې:
سیاسي او فکري لور ته زیاته پاملرنه او روزنیز او روحي اړخ ته نه پاملرنه.
په شخړو او بحثونو کې له ټولو نورو اسلامي ګوندونو سره د ګوند د غړو بوختیا.
په شخصیت جوړونې او ګروهیزو برخو کې عقل ته ډیر ارزښت ورکول.
د مرستې غوښتنې له لارې د حکومت د تر لاسه کولو په لار کې پر بهرنیو عواملو تکیه کول چې ډیر وخت پکې ناڅاپي پیښې او ښکیلتیاوې رامنځته کیږي.
په اوسني پړاو کې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه د ګوند ګوښه توب.
هر څوک چې د حزب فکرونه ولولي نو دې پایلې ته رسیږي چې د حزب لومړنۍ موخه هماغه حکومت او واکمنۍ ته رسیدل دي.
تر ځینو غوښتنو پورې د حزب تړل کیدل او د ځینو اسلامي موخو سره لنډ پاته کیدل او ځینو نورو برخو ته نه پاملرنه.
دا فکر چې د ثقافتي او کلتوري کړنو پړاو به دوی د فکري اوښتون تر پړاوه او دا پړاو به ېې د واکمنۍ تر لاسته راوړلو پورې رسوي، په داسې حال کې چې دا فکر د بلنو په ازمیښت کې د الهي سنتو سره په ټکر کې دی او له هغه ریښتیا څخه لرې دی چې له زرګونو خنډونو سره تړلی دی.
له ټولو هغو ګوندونو سره دښمني چې د دې ګوند په سیمو کې شتون لري، هغه څه دي چې دا ګوند ېې د تل لپاره د شخړو او نښتو سره تړلی دی، ښايي پټې کړنې او حکومت ته د رسیدلو لپاره د دوی حرص یوازینی څیز وي چې له دوی څخه د نورو ډلو د ویرې سبب ګرځي او همدا وجه ده چې له دې ګوند سره نرم چلند وکړي.
دوهم فقهي مسایل:
دې ګوند د ځینو نا آشنا فقهي احکامو او فتواوو لپاره ګام پورته کړ چې د اسلامي فقې او اسلامي روحېې څخه لریوالی لري او خپلو پیروانو ته ېې له هغو څخه د پلي کولو او خپرولو غوښتنه وکړه چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:
د شوری په ناستو کې د غیر مسلمان او ښځو د ګډون اجازه ورکول.
د میرمنو د لوڅو مخونو مباح ګڼل او جواز ورکول.
د بیګانه میرمنې سره لاس ورکول او مچول جائز ګڼل.
د ښځو لپاره د دریشي اغوستل جائز ګڼل او که چیرې ېې د میړه په امر په لرې کولو نافرماني وکړي؛ ګناهګاره نه ګڼل کیږي.
د مسلمان دولت لپاره د کافر واکمن واکمني جائزه ګڼل.
د مسلمانو دولتونو له لوري کفري دولتونو ته د جزېې ورکول روا ګڼل.
د کافر دولت له لوري د ټاکل شوي کس تر بیرغ لاندې د جګړې اجازه؛ په دې شرط چې جګړه خپله د کفارو تر منځ وي.
د مسلمان خلاباز (فضانورد) څخه د لمانځه ساقط ګڼل.
د قطبینو د اوسیدونکو لپاره د لمانځه او روژې ساقطیدل.
د هغو کسانو لپاره د لس کاله بند جزا چې له خپلو تلپاته محارمو سره واده وکړي.
د سویز د کانال په شان د اوبیزو تیرلارو عام ګڼل او له هغو څخه د هیڅ کاروان منع کول جواز نه لري.
د دوی په باور د هغو لیږدوونکو وسایلو (بیړۍ او اولوتکې…) په توګه سپرلي جواز لري چې له پردیو شرکتونو سره تړاو ولري او د هغو وسیلو چې د مسلمانو شرکتونو سره تړاو ولري سپرلي ېې حرامه ده؛ ځکه دوهم ډول د دوی په باور د معاملې اهل نه ګڼل کیږي.
فکري او ګروهیزي جرړې
د ګوند بنسټ ایښودونکی د ټبریزو فکرونو لرونکی وو. له همدې کبله ېې په ۱۹۵۰ز کال د (رسالة العرب) په نوم کتاب خپور کړ. د دې فکر اغیزې په ځینو اولیتونو کې، د بیلګې په ډول تر نورو لومړی په عربي دولتونو کې د اسلامي خلافت رامنځته کیدل تر سترګو کیږي.
نبهاني په لومړیو کې له اخوان المسلمین سره اړیکې درلودې؛ د اخوان المسلمین په غونډو کې ېې ویناوې کولې؛ د اخوان المسلمین د ګوند او د هغه د لارښود حسن البنا ستاینه ېې کوله خو ډیر وخت تیر نه شو چې په ځانګړي او بیل ډول ېې د خپل ګوند د جوړیدلو اعلان وکړ.
ډیرو کسانو له نوموړي وغوښتل چې د دې ګوند له جوړیدلو لاس واخلي. له هغې ډلې څخه استاد سید قطب چې په ۱۹۵۳ز کال ېې له قدس څخه لیدنه کوله؛ له نبهاني سره ېې ډیرې خبرې اترې او بحث وکړې او د یوالي لور ته ېې بلنه ورکړه، خو نبهاني په خپل دریځ ټینګ ولاړ وو. هغه مهال سید خپله هغه مشهوره خبره وکړه: پرې ېې ږدئ؛ د کار پایله به ېې هغه څه وي چې اخوان له هغه ځایه پیل کړی وو.
خپریدنه او د اغیز سیمې
ګوند په لومړیو کې اردن، سوریه او لبنان د خپلو کارونو لپاره مرکز وټاکل. وروسته ېې جوړښتونه نورو اسلامي هیوادونو ته هم ورسیدل چې بیا په وروستیو کې اروپا او په ځانګړې توګه نمسا او آلمان ته ورسیدل.
ګوند په بیروت کې د (الحصارة) په نوم یوه اونیزه هم خپروله.
ګوند هغه هیوادونه او سیمې چې پکې کار کوي د ولایاتو په نوم یادوي. د ګوند لارښوونه په هر ولایت کې د هماغه ولایت د شورا غونډه کوي او دا شورا د (لجنة الولایه) په نوم یادیږي؛ دا لجنة له دریو تر لسو کسانو پورې غړي لري. د ولایاتو لجنې د مشرانو د پټې غونډې تر واک لاندې کار کوي.
اخځونه:
۱- الدعوة الاسلامیة فریضة شرعیة د. صادق امین- جمعیة عمال المطابع التعاونیة- عمان- ۱۹۷۸م.
۲- الموسوعة الحرکیه فتحي یکن- ط۱- دارالبشیر- عمان – ۱۴۰۳ ه/ ۱۹۸۳ م.
۳- الطریق الی جماعة المسلمین حسین بن محسن بن علی جابر- ط۱- دار الدعوة- کویت- ۱۴۰۵ه/۱۹۸۴م.
۴- الموسوعة الفلسطینیة اصدار هیئة الموسوعة الفلسطینیة- طبع میلانو ستامبا ایتالیا- ط۱- ۱۹۸۴م.
۵- هکذا هدمت الخلافة عبدالقیوم زلوم.
۶- الفکر الاسلامي المعاصر غازي التوبه- ط۱- ۱۳۹۹ه/۱۹۶۹م.
۷- مشکلات الدعوة والداعیة فتحي یکن- مؤسسة الرسالة- بیروت- ط۳- ۱۳۹۴ه/۱۹۷۴م.
۸- الدوسیة (د کړچار یوه غونډ چې ګوند د خپل ځان لپاره غوره کړی دی).