لیکوال: ډاکټر پریا
ژباړن: حمیدالله حیمدي
که انسان وکولای شي ۶۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو تمرکز وکړي…
د ډیری بریالیو کسانو په ځانګړې ډول د ((جذب د قانون)) په حوزه کې د (( ایستر هیکس)) د نظریو په ګډون په زړه پورې نورې او دې ته ورته نظریې شته دي. دوی وایي: (( که انسان وکولای شي یوازې ۱۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړي، نو د کائناتو په نړئ کې به یو ستر زنګ وکړنګوي او په اهتزاز به یې راولي. دغه ډول توجه کولای شي ټوله هستي د همدې کس په لوري جذب کړي. که دغه ۱۸ ثانیې ۶۸ ثانیو ته ورسېدې نوره نو خبره خلاصه ده، هغه وخت بیا ټوله هستې داسې کیږي، چې دغه تمرکز شوي فکر ته د حل لاره پیدا کړي. که هيلې وي پوره یې کړي او که پوښتنې وي ځواب یې کړي. په لومړي سر کې کېدای شي ۶۸ ثانیې تاسو ته بې مانا او کم عدد ښکاره شي، ۶۸ ثانیې یعنې یوه دقیقه او ۸ ثانیې! د ډېری خلکو په باور ۶۸ ثانیې تمرکز کول هېڅ کار هم نه دی!
ښه نو تاسې هم دغه ډول فکر کوئ؟ ډیره ښه خبره ده! آزمایښت وکړئ. و به وینئ، چې لا به ۱۸ ثانیې نه وي پوره شوې ستاسو ذهن به منحرف شوی وي او د ذهن له ژورې برخې څخه به مو نوې څه فکر ته راغلي وي نو دغه څه باید جدي ونه نیول شي له دې ډول لوبو تېر شئ او د ژوند په اصلي لارو چارو فکر وکړئ، موږ همداسې عادت شوي یو، چې بې له فکره کلو څخه د عادت له مخې ژوند کوو. کله چې سهار وختي له خوبه پاڅېږو بې له دې، چې ۶۸ ثانیې تمرکز وکړو په سهارنۍ پیل کو او د ندې پر لوري ځو؛ به له دې چې ۶۸ ثانیې د خپلو ورځنیو کارونو په اړه فکر وکړو. د ژوند شوخ آس مو په دې او هغه خوا ځغلوي تر څو غرمه شي او د غرمۍ ډوډۍ وخورو، لږ څه دمه وکړو ورسته بیا کار او تر څو شپه شي، د شپې له ډوډۍ خوړلو ورسته تلوزیون ګورو او ویده کېږو.
هر ساعت ۶۰ دقیقې دی او هره شپه او ورځ ۲۴ شپېته د قیقې لري؛ یعنې،۱۴۴۰ دقیقې. خو ډیر وخت موږ په دې ۱۴۴۰ دقیقو کې نه شو کولای یوازې ۶۸ ثانیې په یوه ځانګړې موضوع فکر وکړو! ريښتا هم دا خېز وهونکی فکر، چې نه شي کولای یوازې ۶۸ ثانیې تمرکز وکړي د څه لپاره دی او څه په درد خوري! نا آرامه او پرېشانه فکر بې له ستړیا له ځان سره بل څه نه لري او داسې څه دی، چې زوړ او ځوان، نر او ښځه نه پېژني، هغه فکر، چې نه شي کولای یوازې د څو لحظو لپاره په ارامه ډول تمرکز وکړي په یوه بحراني حالت کې هم کومه نتجه نه ورکوي او بلاخره فلج کېږي. همدا اوس مو باید ټول کارونه پرېږدئ د خپل نا آرامه ذهن پر لوري ولاړ شئ او د ۶۸ ثانیو لپاره یې مهار کړئ. په دې اولینو ۶۸ ثانیو کې باید یوازې د خپل ذهن د اوسنیو شرایطو په اړه فکر وکړئ ۶۸ ثانیې باید په خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړئ او ۶۸ ثانیې نور په دې فکر وکړئ، چې څنګه کولای شو آرام شو، کله چې په آرامۍ سره د خپل ژوند پر ستونزو فکر کوو، زموږ له وجوده د باندې ټول کائنات زموږ امر ته په تمه وي، تر څو ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړو؛ خو په یوه شرط هغه دا، چې په دې وخت کې یوې او بلې خواته وا نه الوځو. ۶۸ ثانیې باید په یوه آرام ځای کې ودرېږو او له ځان سره په دې فکر وکړو، څه غواړئ؟ ورسته له هغه کولای شئ په یوه ځانګړي ځای کې کینئ او د ۶۸ ثانیو فکر کولو توان په خپلو سترګو و وینئ.
