لیکنه: ضربت ساد رستم خیل
ما په هند کې ډیر ملګري درلودل. له هغوی نه یو کبیر و چې ډیر وخت به يې له ماسره تیرا وه. کبیرد پکتیا ولایت و، پلار یې له بې امنۍ نه په کابل کې له یو سازمان سره موټرواني کوله.
ښه و، کبیر ته یې هم دې زده کړو لګښت رالیږه او کور يې هم پرې چلاوه. کبیر ډیر شوخ و، په هر کار کې به یې کار و اوزما په هم دې خوښ و. له هندوانو سره به يې همیشه په دې بحث کاوه چې ولې تاسې تیږو ته سجده ږدۍ؟ خو هغو به په دې او هغې خبرې ځان ترې خلاصا وه. له عیسویانو سره به يې په دې بحث و چې تاسي ولې عیسئ (ع) ته د خدای زوی وایاست؟ ډیرو بحثونو وروسته به هغوی هم په یو بهانه ځان تیرې خلاص کړ. خو کیبر به بیا هم دا ویل چې په دې موضوع به بیا خبرې کوو. خو هغوی به په سرخوځولو د صحي ده ځواب ورکاوه. د کبیر دا ارمان و چې کله به فارغیږي او په وطن کې به يوه ښه وظيفه پيدا کوي، پلار به بیرته کلي ته لیږي او دا ټکی به يې هم ورسره وايه چې په هیواد کې به سوله کله راځي!؟
کیبرته به ما له ډېرې مینې کبيرا ویل.
دا الف توری ما ځکه ورپسې زیاد کړی و چې دی په هر څه کې اول و. په خبرو کې، په بحث کې، په انسانیت کې، به اخلاقو کې او په درسونوکې، خو دی يې پر معنئ نه پوهیده. ډیره هڅه يې وکړه چې ځان پرې پوه کړي، خو ما ورته دا راز نه وايه،هسې مې ځان سره ژمنه کړې وه چې دا راز به کبیرا ته نه وایم.
په اولو ورځو کې به ډیره غوسه ورتله چې ما به په همدې نوم ياداوه، خو ورسته ورسره عادت شو. داسې وخت راغي چې د کبیرا ارمانونه په پوره کیدو او تحصیلي دوره يې په خلاصېدو وه. زما ازموینې خلاصې شوي او وطن ته را ستون شوم. خو د کبیرا یوه ازموینه پاتې وه. ماته به يې په خندا ويل چې داسې نشي ترڅو زه درځم، په وطن کې دندې خلاصې شي.
ما به ډادینه ورکوله او ورته ويل به مې چې تاته څوک وِظيفه نه درکوي، هغه به له خپل کاروبار سره ناځواني کوي.
يواځې به يې وخندل.
ترڅو کبیرا وطن ته راته نو ما په یو ځای کې وظيفه پیدا کړه. کله چې زما له دندې خبر شو، هلته یې په خلکو شیرني وېشلې وه. په تليفون کې يې په خندا راته وويل چې کله درشم دا د شیرني پیسې به درنه اخلم.
کبیرا وطن ته راغی، ډېر خوشحاله و. ډیر مې ورته وویل چې یوه شپه زما مېلمه شه، بیا به دې کلي ته لاړ شې، خو ده نه منله، ويل يې تر څو چې په کلي کې خپله نيا ونه وينم، هېچېرته هم نه شم تلای.
سهار کلي ته روان شو. ماښام يې په تليفون کې د رسېدو ډآډ راکړ. ما ورته و ویل چې ډیرې شپې ونه کړې، ځکه هلته امنیت خراب ده. راياده يې کړه چې نیا مې بېماره شوې ده اوس یې خوست ته کوم ملا ته بیولې ده چې راشې بیا درځم. خو دا يې هم وويل چې دلته موبایل هر وخت کار نه کوي، صرف ماښام کې د یو ساعت لپاره کار کوي.
په دې کې یو څه موده ووته خو کبیرا نادرکه شو. اوس یې په ماښام کې هم موبایل کار نه کاوه. یو څو ورځې تیرې شوې چې د کیبرا ټلیفون راغی، په ژړا کې يېراته وويل چې نيا او تر مې پر ماين وختل.
خواشينی شوم، کبېرا وويل:
هغه تاته مې چې وویل نیا مې خوست ته تللې وه. چې کله بیرته راتلل ظالمانو کوم حکومتي مامور ته مین ايښي و. خو دوي خوارن پرې برابر شول. زما نیا، تره او د کلي يو موټروان شهیدان شول.
نور مې له خولې غږ ونه ووت.هغه هم موبایل بند کړ. شېبه وروسته مې پیغام ورولیږه چې ته خو راځه کنه.؟
لنډ ځواب يې راکړ!
سمه ده، يو دوې ورځې وروسته.
کبیرا بیا ورک شو او موبایل يې هم کار نه کاوه.
یوه اونې وروسته یې بیا ټلیفون راغی، ویل يې چې به هغه بل سبا خو زه دروان شوم او ورور مې هم راسره و، خو په لاره کې زمونږ موټر د ملې اردو له کتار سره روان و چې په کمين واوښتو، بس ډزې وي، سور اور و، زه خدای وژغورلم خو ورور مې په پښه ولګېد، اوس يو څه ښه دی.
زه غلی شوم په خوله کې مې خبره نه جوړیده. زړه مې غټ کړ، ومې ويل:
نو کله راځې؟
شايد سبا در شم.
کبیر کابل راغی، ډیر خفه و. شپې مو تر ناوخته خبرې وکړې، خو کبیر هغه پخوانی کبېرا نه و چې تل به يې خندل. سهاریې له خپل بکسه دريشي را وايسته ، ومې ويل: خيريت دی.
له ډېر وخت وروسته يې وخندل:
يوې انټرويو ته ورځم، ورشه، يوه نيکټايي راته پيدا که.
ومې ويل:
ته خو سم چوپې رستم یې(یو هندي متل ده).
اته بجې دواړه له کوره ووتو، زه خپل دفتر ته لاړم او کیبرا ته مې دې کامیابی دعا وکړه.
یو دوساعته وروسته یې تلیفون راغی، ویل يې چې ناکام نشم.
څه!!!
په کړس کړس یې وخندل، ويې ويل چې نه یاره په ۴۲ نفرو کې هم دا یو زه اوم.
ما ورته وویل چې شېرني به کله وي؟
ويې ویل چې زه کله ستا له دندې خبر شوم، نو ما نیم پوهنتون ته شېرني ورکړې وه.
او ته یې اوس له ما نه غوړې.
ما ورغبرګه کړه چې غلی کېنه، نیم پوهنتون ته دې شېرني ورکړې وه؟؟. هغه شېرني کې خو یو ته وې، پایل او سني وه. هغه زمونږ ټولګیوال.
ويې ويل: وای تا ته چا ویل.
ما ورته وویل بچیش داسی نه ده چې مونږ نه خبریږو. په خندا يې وويل چې زه اوس پوه شوم چې هغې خدای وهلې په موبایل کې ګوتې واهلي.
څوک یادوې؟
هغه قران وهلې پایل.
ما وخندل.
ويې ويل: مه خانده، په هغه ورځ نور څوک نه ول، ټول ټولګیوال یوه پروګرام ته تللي ول. خو خپلو افغانانو ته مې سمه شېرني ورکړې وه.
ماورته وویل چې له هغې نه دې زه خبر نه یم.
ممم موبایل بنداوه چې ورته ویل چې زه نن سره په شهرنو کې ګورو.!په پای کې مې ورته وويل چې نن ماښام به په شهر نو کې سره ګورو.
ماښام مې په شيريني کې کباب ورباندې وخوړ، کبير خوشاله و، ويل يې چې پلار مې نور سپینږیری ده، په دې راروانه میاشت کې یې کورته لیږم.
ماخوستن شو، ما ورته کلک ست وکړ چې راځه نن شپه له ما سره لاړل شه. وای نه نن شپه شاه شهید ته د پلار خواته ورځم چې له دې نوې وظيفې يې خبر کړم.
ناوخته يې يو اوږد پيغام راغی، ليکلي يې و چې کاشکې له تاس سره تللی وی، پلار مې نشته، يوه واده ته تللی، نه پوهېږم چې څه وخت به راشي.
سهار له لمانځه وروسته مې تليفون را واخيست، د شپې دولس نیمې بجې دکبيرا مسکال راغلی و.
تليفون مې کېښود، د چايو په وخت کې مې کبيرا ته تليفون وکړ، خو تليفون يې بند و.
په دې وخت کې مې د بايسکل زنګ واورېد، پوهېدم چې څه خبره ده، ورځپاڼه خرڅونکی به هر وخت په همدې وخت راته. وره ته ورغلم، ورځپاڼه مې راواخيسته، زړه مې ولړزېد، د ورځپاڼې په اول مخ کې مې په لوی عنوان سترګې ولګېدې ، ليکلي يې وو (( تېره شپه د کابل په شاه شهید سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه )).
زړه مې پښو ته راغی، يو ځل بيا مې تليفون را واخيست، د کبير نومرې کار نه کاوه، د هغه پلار ته مې تليفون وکړ، بند و.
په بېړه مې شاه شهيد ته ځان ورساوه، چاودنه د هغه سرای مخې ته شو ېوه چې د کبير د پلار کوټه پکې وه.
پوليسو نه ور پرېښودلم، اخير مې يوه پوليس ته زاری وکړې، تر لاس يې ونيولم او د چاودنې ځای ته يې بوتلم.
هيڅ هم نه و، د تعمير پر ځای خاورې، د کانکريټو لويې ټوټې او ړنګ ګاډر ښکارېدل. يو بوډا مې تر لاس ونيو، دا بوډا مې پخوا هم پېژانده، د همدې تعمير څوکېدار و، د کبير د پلار نوم مې ورته واخيست، په سترګو کې يې اوښکې ورغړېدې، ورو يې وويل:
زويه، هغه د خپل زوې کبير له جنازې سره کلي ته لاړ، پوهېږې، زوی يې تر نامه پورته نه و.
په سترګو مې تياره شوه، نور په ځان نه يم پوهېدلی، يو وخت چې مې سترګې رڼې کړې، په روغتون کې وم.
اه، زما د کبيرا خوږه ځواني تورو خاورو وخوړه.
پای