لیکنه: پولیس د ټولنې کوم ډول خدمتګار؟!
که چیرته د ټولنې د خدمتګار نوم اخلو، ممکن د جامعې د ډیرو اشخاصو دندې او فعالیتونه راته په زړه شي او په خپل مخ کې یې په کتار سره په خیالي ډول ووینو او ووایو.
ځکه موږ هر یو شخص باندې لازم بولو، چې خپل هیواد، وطن، ټولنې او سیمې ته خدمت وکړي او دا د هر چا مسوولیت، مکلفیت او وجیبه هم ده، خو د نورو په نسبت به د (پولیس) سپیڅلې او پاکې دندې ته مو له ټولو ډیر پام وي، ځکه دا اوس یو متل ګرځیدلی او په ډیره مینه، جذبه، خوښۍ، غوصې او نور حالتو کې ویل کیږي، چې ((پولیس د ټولنې خدمتګار)).
چارواکي یې هم وايي، د ټولنې هر فرد یې وايي او پولیس هم کله چې په دنده پيل کوي او کله هم د خپلې دندې په جریان کې کې په ویاړ سره وايي چې ((زه د ټولنې خدمتګار یم))
خو اوس دا چې څه ډول خدمتګار، یوازې همدا خدمتګاري ده، چې وسله واخله، یونیفورم پر تن کړه او پولیسي کارت جیب کې واچوه!
نه! بلکې دا مانا چې پولیس به دا شعار چې ((پولیس د ټولنې خدمتګار)) ډیر پراخوي او د ټولنې لپاره به عمل کې دا شعار ښيي او لوی خدمت به ترسره کوي.
پولیس به د شعار معکوس او خلاف عمل نه کوي، خو له بدمرغه چې اوس په یو شمیر سیمو کې دا ستونزې شته، چې هلته یو شمیر د خپل شعار پر خلاف اعمال او افعال ترسره کوي.
په تیره بیا نوي ایجاد شوي محلي پولیس.
ځکه یو د شمیر لخوا داسې کارونه کیږي او شوي دي چې خلک یې پر دې شعار چې د پولیس به د ټولنې خدمتګار وي کرکې ته اړویستي دي.
لکه: رشوت اخیستنه، له معافیه ډلو سره لاس، بې ځایه د خلکو په عذابونه.
دا چې اوس په ځینو سیمو کې خلک له پولیس خوښ دي او هر کلی یې کوي، لامل یې همدا دی چې هلته پولیس خدمت کوي، فساد نه کوي، غلا نه کوي، خلک نه ازاروي او نور…
خو دا چې په یو شمیر سیمو کې خلکو ته یاد شوي اضرار رسوي، یا رسیدلي دي، نو وړاندې له دې چې هر کلی یې وکړي، ورته په مخ کې خنډونه جوړوي، همکاري ورسره نه لري، سیمه کې ځای نه ورکوي، چلند یې ورسره بد وي، ورنکارو کړنو مخنیوي کې ورته خبرداری نه ورکوي او داسې نور…
یوه ښه بیلګه یې چې باید یاده کړو، هغه دا ده چې اوس په اکثرو سیمو کې سیمه ایز پولیس ګمارل شوي دي، دوی اکثره داسې کسان دي چې هغوی ددې دندې وړ نه دي، خو مجبوریت دی، بلکې اکثره پوه او وړ خلک هم په کې شته.
هغه چې ناپوهه دي، خپله دنده یې نه ده پیژندلې او یا ورته خپله دنده په سم ډول نه ده تعریف شوې، هغوی له خلکو سره بد چلند کوي، خو دوی ددې بد چلند پایلو ته هیڅ توجه نه لري او دا ورته یوه سرسري مسله ښکاري.
لکه اوس ځینو سیمو کې چې وګړي له اطرافو ښار ته او یا له یوه ځایه بل ته ځي، نو ټول نه بلکې یو شمیر سیمه ایز او نور پولیس په دوی کې هغه خلک چې ګیرې یې اوږدې وي، پټکۍ یې تړلې وي، پکولونه او خولۍ یې په سر وي، په اطرافي سټایل وي، هغوی دروي، ورته وايي چې ته مخالف یې، ته پلانی یې او ته بیستانی.
دا سمه ده چې ته باید هغوی ودروې، پوښتنې ترې وکړې، تلاشي ترې واخلې، پيژندپاڼه ترې وغواړي او خپل نور قانوني چلند ورسره وکړې، بلکې دا هم په یوه لاره او چل سره وکړه، خیر دی، اکثریت داسې وي چې هغه خلک بې سواده وي، له پولیس او نورو سره عادت نه وي، ددوی خبرې پرې تیزې لګي او داسې نور…
که یې درته تونده خبره وکړه، ته ورسره په حوصیله وغږیږه، ورو خبره ورته وکړه او هر سور ږیری ملا شاګل هم مه بوله.
بلکې یوه دا طریقه هم کارولای شې، ددې لپاره چې هغه کس ستا تالاشي ځان ته چیلنج او ږیرې، پګړۍ او له دې پرته نورو سیمه ایزو کلتورونو ته سپکاوی ونه بولي، نو تر څنګ بل هغه کس چې ناست دی، که یې پر مخ یو ډکی ږیره هم نه وي، تالاشي یې کړه، ویې پلټه، پوښتنه ترې وکړې، تر څو دی له ځانه سره د پیښمانۍ او توپیري چلند احساس ونه کړي.
دا د ږیرې او بې ږیرې موضوع مې ځکه یاده کړه، چې اوس زموږ اکثره هغه ملګري چې په سنت طریقه یې ښکلې ږیرې پریښې دي، په یو شمیر سیمو کې له ځینو پولیس سرتیرو شکایت کوي چې دوی ورسره توپیري چلند کوي، هسې بهانې ورته ګوري او تکلیف ورکوي، کله داسې بهانه هم ورته وکړي، چې ته له پلانۍ سیمې نه راغلې یې او هغه سیمه کې مخالفین ډیر دي، نو تاسې ټول د هغوی ملګري یاست، یا دا چې ستا شکل هغوی ته ورته دی او داسې نورې ډیرې خبرې.
باید وویل شي خلک یې په زیاتو سیمو کې د ډیرو جګړو، نا امنیو، ستونزو او پولیسو سره د ولسي خلکو نه همکاریو، یو لامل همدا نه پاملرنې او غیر قانوني چلند بولي.
خو په عین حال کې باید دا هم په یاد ولرو، چې یو شمیر داسې خلک هم شته، چې تلاشي نه ورکوي، ځانته یې شرم بولي، د پولیس پوښتنه ورته پیغور ښکاري او که سم ځواب ورکړي، دا ورته په یوه ډول سره په زړه کې او د ملګرو په مخ کې یو بې غیرتوب ښکاري، خو په حقیقت کې داسې نه ده، بلکې دا د پولیس حق دی، چې له تا وپوښتې، تا وپلټې او تا سره خبرې وکړي، ځکه هغه چې هر څه وايي، د ځان لپاره یې نه وايي او نه یې کوي، بلکې د همدې خلکو او ولس لپاره یې کوي، که چیرته پولیس دا هر څه د خلکو او ټول ولس لپاره نه کول، نو غلی به ناست وو، د هغه یې پرې څه؟
خو خبره دا ده چې لږ به موږ خپله خلک هم ځان نرموو، که ځینې معمولي غیرې اصولي چلند له پولیس کیږي، نو په زور او ځویږ سره به یې جدي نه نیسو بلکې، ارام سره به یې وایو او پوښتنه کول، تلاشي کول، له موټره ښکته کول او پیژند کارت غوښتل به ځان سره یو قانوني عمل څه چې د ژوند یوه برخه او کلتور ګڼو، ځکه که داسې ونه کړو، نو ستونزې ډیریدای شي او کمیدای نه شي.
په اخر کې له ټولو امنیتي ځواکونو منندوی یو، چې دوی د هیواد ساتنې لپاره سرښندنه کوي، قرباني ورکوي او د سر په بیه د خپلو خلکو ساتنه کوي، هیله ده که چیرته دوی دا لولي او یا لوستونکي کولای شي له خپلوانو او نور ملګرو سره چې امنیتي ځواکونو لیکو کې وي، دا ډول او نورې خبرې چې ددوی په نظر اړینې دي، شریکې کړي.
همدرانګه هغه قوماندانان او نور مشران چې دا دندې لري، په ډیر ټینګار سره سرتیرو ته دا په کراتو، کراتو ور واوروي، چې تاسې به له نرمښت، اصولو او ښو اخلاقو نه کار اخلئ، تر څو مو ټولنه کې محبوبیت ډیر او خلک مو په ډاډمن امنیت او سوله کې ژوند وکړي.
شنبې شپه، ننګرهار-جلال اباد ښار-کاریز کبیر 2015-11-30