لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي
په یوې ټولنې کې د خلکو تر منځ مساویانه حقوق د دې لامل کېږي، چې ټول په خوشحاله سره ژوند وکړي او له ژونده خوند واخلي.
د اسلام په اجتماعي اصولو کې یو مهم اصل مساوات دی، ځکه یې عرب او عجم، تور او سپین برابر ګڼلي او انساني کرامت یې هر بني ادم لپاره یو شان منلی دی.
څه شی چې په دغه کرامت کې زیاتوالی راولي هغه تقوی ده او بس.
د اسلام لوی رهبر حضرت محمد(ص) دوه ځله په سوره کهف او بل ځل په سورت فصلت کې د الله تعالی له لورې مامور شوی چې خلکوته ووایي:
ژباړه: زه هر ګوره ستاسې غوندې بشر یم چې وحې راته داځي.
یعنې بې له دې نه چې د الهي دوحې په وسیله مې معرفي نصیب کېږي، نور نو ستاسې غوندې یو بشر یم او له تاسو نه امتیاز نه لرم.
حضرت عمر فاروق (رض) د اسلام دویم خلیفه چې په اسلامي سنتو ډېر ټينګ و، د مساوات رعایت یې په ډېر اهتمام کاوه.
یوه ورځ چې دی په مکه کې ګرځېده، ویې لیدل چې خدمتګاران ولاړ دي او سرداران په ډوډۍ ناست دي، ځکه یې په قهر سردارانو ته وویل: څه وجه ده چې څوک ځانونه له خپلو خدمتګارانو نه غوره ګڼئ او سمدلاسه یې خدمتګاران له سردارانو سره په ډوډۍ کښینول.
الفت صاحب وایي: په ژوند کې یو معتدل حالت ډېر ښه دی او ښه ژوند هماغه دی، چې اعتدال پکې وي، یعنې نه ظالم وي او نه مظلوم، نه د چا بادار وي او نه یې څوک بادار وي. هو! اجتماعي عدالت تل د ژوند لپاره ډېر اړین دی، د ژوند ساتنه، د ژوند وده او د ژوند خوشحالي په همدعسې معتدله هوا کې امکان پیداکوي. چېرته چې عدالت او عدل نه وي هلته ژوند خوښ او ښاغلی نه وي او په دغسې ځای کې ژوند ډېر لوی عذاب دی.
دلته په هېڅ ډول مساوات او برابري نشته.
ځینې کسان د ډېرو ښوښو خوراکونو پر اساس د وینې فشار لري، ورځ تر بلې یې وزن په ډېرېدو دي او هره ورځ ډاکتر ته د معاینې معاینې لپاره روان وي او بل بیچاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او ورځ تر بلې یې وینه په بدن کې کمېږي. د دې خوار او غریب حق هغه مالدار خوړلی، چې هره ورځ په تکلیف کې دی.
په یوې ټولنې کې افراط او تفریط داسې عوامل زېږوي، چې د ټولو لپاره بد عواقب لري.
د چا په سلهاوو مزدوران دي او بل پخپله مزدور دی، تر څو چې د بادار اومزدور نومونه له منځه ولاړ نه شي، مساوات به رامنځ ته نشي.
د مالدارو اولادونه په یورپ کې درس وایي او د غریب او بیچاره اولادونه پر سرکونو کاغذونه ټولوي، ناپوه مالدار ته لوړې لوړې وظیفي شته او پوه بیچاره د وظیفي پسې سرګردانه ګرځي، ډېر مشران مو په خارج کې لوړې لوړې ماڼۍ لري او ډېر بیچاره مو په خیمو کې ژوند کوي.
دلته دمساوات پر نامه هېځ نشته او د فیوډالي نظام وزرې خورې شوي دي او هر مالداره دغریب او بیچاره حق خوړلی او دې مقام ته رسېدلی دی.