لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
مصري څېړونکي ډاکټر او انجينير حاتم فوزي چې له ( ساوت هامپتون ) پوهنتون څخه يې په رنګونو کې دکتورا کړې ، د رنګونو په اړه وايې : ( رنګونه د انسان کړنو او د هغه د ځانګړنو او صفاتو سره ډېرې اړيکې لري …… او د انسان د خوښې له رنګ څخه دهغه ذوق او نفسي اړتياوې مالوميږي .
په همدې بنسټ ارواپوهنه وايې :
(ته راته ووايه چې کوم رنګ دې خوښيږي…. نو مخکې تر دې چې د ځان په اړه نور څه ووايې ، زه درته وايم چې ته څوک يې .)
دا په دې مانا چې د انسان د خوښې رنګ د هغه په اړه ډېر څه وايې .
په راتلونکو څو مخونو کې به د هر رنګ پر ځانګړتياوو وغږيږو، او که تاسو د خپلې خوښې رنګ نه لرئ،نو کولي شې چې له همدې شېبې ځان ته داسې رنګ غوره کړئ چې پام مو ورواړوي . په دې سره به تاسو خپل مزاج او سلوک په سمه توګه وپېژنئ ، او دا به درته مالومه شي چې کوم وخت ، کوم رنګ پر تاسو اغېزه کوي او په اروائي حالت کې مو بدلون راولي . نو له همدا اوسه مو ځان ته رنګ وټاکئ.
آسماني رنګ …. د فيلسوفانو رنګ
هغه کسان چې آسماني رنګ خوښوي په ټوليزه توګه دا ډول کسان ژورې اړيکې خوښوي چې ټول عمر دوام کوي …. دداډول کسانو ملګري ډېر کم وي ځکه دوي تل دداسې کسانو په لټه کې وي چې دهمدوي په څېر وي او له خبرو پرته يې په موخه پوه شي … دا ډول کسان دخپلو مخلصو ملګرو په مرسته کولي شي چې د سختو ګواښونو سره مقابله وکړي،خو کله چې له ناکامۍ سره مخامخ شي نو بې له کومې ګټې ډېر درديږي او اروائي ستونزې ورته پيدا کيږي .
دا هغه رنګ دي چې د فکر، خيال او حکمت پورې ډېر تړاو لري .
د آسماني رنګ ماده په تورو انګورو،اينځر،توت، بانجان او د توتانو په ټولو کورنيو کې شتون لري. داماده د اکسايډ ضد ماده ګڼل کيږي . او ځينې څېړنې وايې چې د آسماني رنګ ماده د بدن په پوستکي کې د کولاجين ماده راتازه کوي چې په پايله کې د پوستکي تازه والي او ښکلا ساتي او پوستکي ژر زړښت ته نه پرېږدي.
زرغون ( شين ) رنګ … آرام طبيعت
دا رنګ د بوټو رنګ دي . .. دا يو مالوم حقيقت دي چې دا رنګ اعصاب آراموي، او هغه کسان چې شين رنګ خوښوي ډېري وختونه هغوي له ځانګړي او خپلواک کرکټر څخه برخمن وي …. دا ډول کسان پر خپل ځان ځانونه متکي ګوري ، نو ځکه ډېري وختونه خپله پرېکړې کوي او د نورو نصيحتونو او مشورو ته غوږ نه ږدي ، که کله ددوي نظر غلط هم وي ، خو بيا هم ورڅخه نه اوړي او ټينګار پرې کوي.
دا ډول کسان تل هغه برياليتوبونه چې په آسانۍ ترلاسه کيږي نه خوښوي . دوي د سختو موقفو او دريځونو په لټه کې وي تر څو ورکې خپل استعدادونه او وړتياوې ثابتې کړې … دا ډول کسان تل په کار کولو ځان ثابتوي ، نه په تشو خبرو!
د شين ( زرغون ) رنګ ماده يا کلوروفيل د سبزيجاتو او شين رنګه مېوورنګ دي.دا رنګ په انسان کې د آرامتيا احساس راپيدا کوي، او د سوکالۍ،توازن،خوش بينۍ او د خير رنګ ګڼل کيږي. او د غذايي پلوه، شنه (زرغونه ) ماده يا کلورفيل په بدن کې په غذايي نظام کې توازن رامنځته کوي . دا ماده خپله هم پاکه ده او د انسان دبدن د حجرو پاکوونکې ماده ګڼل کيږي، همدا راز شين رنګه ماده د بکترياوو په وړاندې د بدن مقاومت هم پياوړي کوي چې يو له دغه باکترياوو څخه هم د “E-CDI” خطرناکه بکتريا ده . همدا راز دا ماده د سرطاني تومورونو د راښکاره کېدو سره هم مقاومت کوي او نه يې پرېږدي چې په بدن حمله وکړي .
نور بیا