لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د دومره پېچلتیا او وسعت سره دا مسئله مهمه ده چې د خپل مغز د دندو او کار د ډول په باب پوه شو؛ هغه که په کار کې وي، که په تفریح کې او که په اړیکو کې. دا چې تاسو د خپل بدن او ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو لپاره ځینې کارونه کوئ، د دې چانس هره شیبه شته چې د خپل مغز روغتیا او تقویه مو هېره شي. که تاسو په هر عمر کې یاست، د لاندې لارو په عملي کولو سره مو مغز پیاوړی کولی شئ:
د دماغ حجرې مو رافعالې کړئ
څېړنو ښودلې ده چې د فزیکي تمرین په صورت کې د دماغ حجرې تر عادي حالته ډېرې زیاتېږي، د دماغ د هایپوکمپس ناحیې حجرې چې د زده کړې او حافظې مسئوله برخه ده، د ورزش په نتیجه کې دوه چنده کېږي، خو ورزش باید د مینې له مخې وکړئ نه د جبر له مخې؛ ځکه د مینې له مخې د ورزش په صورت کې انسان هوښیار، بیدار او خوشاله وي.
دماغي تمرين هم وکړئ
یوازې فزیکي فعالیت کافي ندی، دماغي فعالیت هم زیات کړئ او په نوې او مبتکرانه ډول یې تر سره کړئ. نوی اواز، بوی، رنګ، خوند، فکر کول، لیدل، تصور کول، ډریوري، تګ، سفر، ارت، هنر، خوش اوازي، لیکنه، لوستل او نور ټول هغه دماغي فعالیتونه دي چې ستاسو مغز لا فعالوي او پیاوړی کوي یې.
تل د ولې پوښتنه وکړئ
د انسان مغز کنجکاو او پلټونکی دی. هره ورځ له ځان او نورو څخه د ژورو مسایلو په باب لږ تر لږه لس پوښتنې وکړئ. ځواب یې په داسې ډول ومومئ چې مغز او فکر مو قانع کړي.
تل خندانه اوسئ
خندا په بدن کې اندورفین او نور کیمیاوي مواد ازادوي چې Stress (رواني فشار) له منځه وړي او خوشالي او دماغي فعالیت مو زیاتوي. خندا ته د دماغ د [چټک بیا چارجونکي] نوم ورکړل شوی دی.
هغه غذاګانې وخورئ چې دماغ ته ګټورې دي
ماهیان، د ماهي غوړي، جنغوزي، غوزان (چارمغز)، نورې مغزلرونکي وچې میوې،کوکمن، اومیګا -۳- او نور خواړه چې دماغ پیاوړی کوي، وخورئ. دا خواړه زړه او دماغ ته د وینې جریان ښه کوي او پدې ډول د دماغ د تقویې سبب کېږي. د ژور خفګان، هېرېدو او د تمرکز د مرکز کمزورۍ هم رغوي. د دماغ حجرې لویو خوراکي توکو (پروټین، غوړو، قندونو) او کوچنیو غذایي توکو (ویټامین او منرال) دواړو ته تر نورو حجرو زیاته اړتیا لري. د بدن ۲۰٪ اکسیجن د دماغ له خوا مصرفېږي. قند ورته د عضلي حجرو په نسبت درې چنده ضرور دی. اوبه دماغ ته تر هرې بلې حجرې ډېرې پکار دي، ځکه د دماغ ۷۵ تر ۸۰ سلنه حجرې له اوبو جوړې دي.
تېرې (خوږې) خاطرې مو رايادې کړئ
د انځورونو پخوانی البوم مو مخې ته کېږدئ او د تېر وخت، ځای، حالت، اشخاصو او نورو جزئیاتو خاطرې مو رایادې کړئ. که البوم نه لرئ، هسې له خپل فکر څخه تېرې خاطرې رایادې کړئ. کوښښ وکړئ چې خوږې شیبې او کیسې رایادې کړئ. د بدو خاطرو رایادول ګټور ندي؛ ذهن خفه او پریشانوي.
په بدن کې مو د شحمو (غوړو) ذخېرې کمې کړئ
په وینه کې ډېر غوړ د اکسیجن لرونکې وینې اندازه کموي، د ګلوکوز اندازه چې د دماغ تر ټولو ښه خواړه دي، هم کموي. د ورځنې ضرورت ۳۰٪ انرژي له غوړو واخلئ، خو د زیتون، جوارو، ماهي او نورو تخمونو غوړي استعمال کړئ.
معماګانې حل کړئ
هر څومره پېچلې معماګانې چې حل کړئ، دماغ مو پیاوړی کېږي. دا کار د ساعت تېرۍ په خاطر وکړئ، نه د مجبوریت او جبر له مخې.
خواږه او ارام اوازونه واورئ
که ارام او خواږه اوازونه واورئ، مغز مو اراموي، دمه کوي او تقویه کوي. د قرآن شریف خوندور تلاوت کول او اورېدل تر ټولو زیات دماغ او زړه اراموي.
دموسیقۍ په باب ډېر نه پوهېږم، ځکه په دې باب نظریات بېلابېل دي. ځینو څېړنو ثبوت کړې ده چې ارامه موسیقي مغز اراموي او له شرو شور ډکه موسیقي د بدن مقاومت کموي او مغز نا ارامه کوي. د وخت ضیاع او زموږ په ټولنه کې ترې د ټولنیزو فسادونو د پیدا کېدو خطرونه هغه مسایل دي چې تر بحث لاندې راتلی شي.
په ورځنيو کارونو کې مو مهارت زيات کړئ
که پخپل کار حاکم یاست، د تشویش او سودا څخه خلاصېږئ، د رضایت او سکون احساس درته پیدا کېږي چې دماغ ته مو ګټه رسوي. البته هره ورځ کوښښ وکړئ، پخپل کار کې یوه اسانه او نوښتیزه لار راوباسئ، باغواني، ګنډل، لوستل، لیکل، رسامي، معماري او هر کار چې وي، نوې او مغلقې طریقې پکې را پیدا کړئ، پدې صورت کې مو مغز قوي کېږي او د نوښت قوه مو زیاتېږي.
د الکولو او مخدراتو څخه ډډه وکړئ
الکول د هایپوکمپس حجرې تخریبوي، د دماغ د نوو حجرو د جوړېدو مخنیوی کوي او د ماغ د دندو د اجرا کار ټکنی کوي. سګرټ دماغ ته د اکسیجن په رسېدو کې کمښت راولي، باید له سګرټو، الکولو او نورو مخدراتو ډډه وشي.
لوبې وکړئ
بېلابېلې لوبې مغز ته ګټه رسوي. په لوبو کې د رنګونو او مغلقو شیانو استعمال مغز فعالوي او ستراتیژیک فکر کولو ته یې هڅوي.
د مثبتو مسايلو او زده کړې په باب د فکر کولو په حال کې ويده شئ
کله چې په یوه مهمه موضوع فکر کوئ، درس زده کوئ او یا نوې موضوع لولئ ورپسې متصل ویده شئ. ۲۰٪ – ۳۰٪ معلومات مو د خوب پر مهال زده کېږي. خوب ته په نږدې وخت کې په ویښه کې ناتکمیل زده شوي شیان په خوب کې په کره ډول زده کېږي. که د ویده کېدو پر مهال خوږه خاطره یا ښکلی ځای ذهن کې مجسم کړئ، مغز ته مو ګټه رسوي.
تمرکز وکړئ
تمرکز د مغز قوت ډېر پیاوړی کوي. کوم کار چې کول یې ضرور وي، کولو ته یې لومړيتوب ورکړئ، په دغه شېبه کې نورو فرعي فکرونو ته مغز مه متوجه کوئ. که یو کار ته تیار نه یاست دا پخپل فکر کې ومنئ چې دغه کار بل وخت ته معطلوئ، او اوس یې نه کوئ. یعنې یا یو کار سمدستي پیل کړئ او یا یې مشخص وخت ته وځنډوئ. کوم کار چې بل وخت ته ځنډوئ، په باب یې فکر د هغه کار په باب له فکر سره مه ګډوئ چې اوس یې کوئ. دا کار تمرکز خرابوي، او تمرکز د مغز د پیاوړتیا لپاره خورا ډېر مهم دی.
خپل مغز سره مو مينه وکړئ
د مغز د ارامتیا وسایل او فرصتونه برابر کړئ. ارام کورنی ژوند، له خپل اولاد، مېرمنې/ خاوند او کورنۍ سره فوق العاده مینه، د ژوند له شریک سره تفاهم او موثرې/ مشروع جنسي اړیکي ټول ستاسو د مغز له ارامتیا او تقویې سره مرسته کوي.
د ژورې مينې له مخې کار وکړئ
که هر کار او مسلک پر مخ وړئ په ژوره (لېونۍ) مینه یې تر سره کوئ. د مینې له مخې د کار کولو په صورت کې یې حاصل ۱۲۷٪ زیاتېږي. مشهوره خبره ده چې ځان روښانه کړئ چې جهان روښانه کړئ. که خپل کار ښه نه شئ تر سره کولی، د نورو سره به څه مرسته وکړئ. له خپل کار سره هغسې مینه وکړئ، لکه ماشومان چې له لوبو سره د مینې له امله په ساعتونو نه ستړي کېږي، تاسو هم له خپل کار سره مینه وکړئ.
د شعور دورې وپېژنئ
دا څرګنده شوې ده چې زموږ مغز په دوراني ډول کار کوي. کله چې موږ ویښ یوو، مغز مو ۹۰ دقیقې پوره بیدار او بیا ۳۰ دقیقې د نیمه استراحت په حالت کې وي. دغه دورې باید وپېژندل شي. مهم او جدي کارونه د پوره بیدارۍ پر مهال وکړئ او هنري، نوښتیز او شاعرانه کارونه هغه وخت وکړئ، چې مغز مو د نیمه استراحت په حال کې وي، ځکه د نیمه استراحت په دغه مهال د دماغ د نوښت قوت زیات وي.
هره ورځ يو نوی شی زده کړئ
هره ورځ یو نوی شی یا لږ تر لږه یو نوی لغت زده کړئ چې مغز فعال او ځوان ساتي. که هره ورځ یوه نوې موضوع ولولئ او نژدې کسانو یا د کورنۍ غړو ته یې شرح کړئ، د دماغي ودې پر لور ځئ، نژدې کسانو ته مو خیر هم رسېږي. پر مربوطه موضوع مو پوهه هم زیاتېږي.
داسې څه وليکئ چې ولوستل شي
لیکنه مو مغز تقویه کوي، تنبیه کوي، ظرفیت یې زیاتوي او ټولنیز خیر مو هم رسېږي او هغه شیان در زده کوي، چې لوستي مو وي. که د خپرولو وړ څه نه لیکئ، د ماشومتوب کیسې، ملګرو سره مو وختونه، د کورنۍ خوږې شیبې او دوی ته ورته شیان ولیکئ. که کولی شئ، یو بلاګ جوړ کړئ او خپلې لیکنې پکې د نورو د مطالعې لپاره کېږدئ.
خوشبويي استعمال کړئ
خوشبویي مغز ته ګټه رسوي. که د طبیعي ګلانو او ښو بویونو څخه استفاده درته ممکنه وي، ډېره ښه ده که نه وي ښه اصیل عطر استعمال کړئ، خواوشا مو معطروي، مغز مو تقویه کوي، بیداري مو زیاتوي او تمرکز مو پیاوړی کوي. د نعناع، لېمو او سروې په شان خوشبویۍ انرژی ورکوونکې او د ګلاب، نرګس، جریبن او رامبېل په شان خوشبویۍ ارامونکې دي. البته د عطرو په اخیستو او استعمال کې ډیر احتیاط پکار دی. طبیعي عطرونه ښه دي، خو په زیاترو مصنوعي عطرونو کې د ښه بوی د زیات دوام لپاره د فټالیټ په نوم مواد ګډ وي، چې حافظه کمزورې کوي. باید عطر په دقت انتخاب او وکارول شي.
د دماغ د تقويې درمل هم شته
که ضرور نه وي بې له درملو خپل دماغ تقویه کړئ. خو که خاص ضرورت وي، له ډاکتر سره مشوره وکړئ. کافین موقتي او د کم وخت لپاره دماغ تنبیه کوي. نور له بوټو څخه جوړ او طبي درمل هم شته چې د اړتیا په صورت کې د ډاکتر په مشوره استعمالېږي.
په خپل مغز باور وکړئ
پخپل دماغ باور وکړئ. تاسو هم د ۱۰۰ زره میلیونه حجرو لرونکی مغز لرئ، له هڅوونکو خلکو سره راشه درشه کوئ، چې امید او هیلې درکوي، د مجلو او کتابونو له لوستلو څخه هغه لارې چارې زده کوئ چې مغز مو تقویه کوي. لوستل پخپل ذات کې هم د دماغ له تقویه کولو سره مرسته کوي. د خلکو، شیانو، ځایونو او موقفونو تر منځ اړیکې څېړئ او سبب یې پیدا کوئ. مغز مو له ننګونو (چلنجونو) سره مخامخوئ او کوښښ کوئ چې بریالی ترې راوځي.
د نوو ماشومانو د دماغ قوت ته متوجه اوسئ
د مور په نس کې له لومړۍ ورځې او تر زیږون وروسته د ژوند لومړۍ ۲۴ میاشتې د ماشوم د دماغ د ودې تر ټولو بهترین وخت دی. هیله ده دې ته جدي توجه وکړئ. امیندواره مور باید د امیندوارۍ له لومړۍ ورځې او حتی ترې مخکې د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ او اوسپنه لرونکي خواړه او ایوډین لرونکې مالګه ضرور استعمال کړي. تر زیږون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې او تر هغه وروسته تر ۲۴ میاشتو پورې د مرو د شیدو سره یو ځای قوي، متوازن او ښه بشپړونکې خواړه ماشوم ته ورکړئ. البته پدې صورت کې به د ماشوم دماغي وده ډېره عالي وي او ذهني قوت یې ډېر زیات لوړېږي. البته که پدې موده کې لازمه توجه ونشي، نو د ماشوم په مغز کې منځ ته راتلونکي زیانونه د بېرته راګرځېدو وړ نه دي.
د دماغ ارزښت او ظرفيت
مغز یو کوچنی خو تر ټولو پیاوړی کمپیوټر د ی چې زموږ د ژوند هره برخه کنټرولوي. موږ څه ډول فکر کوو، څه ډول احساس کوو، څه ډول عمل کوو او په څومره ښه ډول له خلکو سره معاشرت کوو، دا ټول کارونه مو د مغز له خوا ټاکل کېږي. مغز مو حتی دا هم مشخصوي چې څه ډول انسان واوسو، څومره فکرمن، څومره مؤدب، څومره متوجه او څومره بامسئولیته. مغز مو د بدن د کړنو او فکر د هر څه د تنظیم مسئول دی.
زموږ مغز تر هر بل کمپیوټر ډېر پېچلی دی چې ۱۰۰ بیلیونه عصبي حجرې لري (سل زره میلیونه). دا هره عصبي حجره له نورو سره څو ډوله اړیکې لري. دومره ډېرې اړیکې چې په کایناتو کې تر ټولو موجودو ستورو یې شمېر زیات دی.
که مو مغز روغ او پیاوړی وي، نو بدن مو منظم او فعال وي او که مغز مو ناروغ او کمزوری وي، ژوند، شخصیت، روغتیا او بریاوې به مو له زیان سره مخ وي.