ژباړه: حامد امیر
ستاسو د اولادونو بې ادبه کړنې تل قصدي نه وي. ځینې وخت ماشومان دا نشي تشخیص کولی چې د نورو په خبرو کې ځان ور اچول، د هغوۍ په مخ یا پوزه لاس وهل او یا هم له کوره بهر په لوړ غږ د نورو په عیبونو کې غږېدل یوه بې ادبه کړنه ده.
نن سبا مور او پلار د ډېر مصروفیت له کبله نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته دا هر څه ور زده کړي. مګر که دا ۲۵ کړنې او عادتونه خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ نو هغه به مو په یو ځانګړي، با ادبه، مهربان او هوښیار ماشوم بدل کړی وي.
۱- کله چې مو له چانه کوم څه غوښتل ورته ووايئ (هیله کوم).
۲- کله چې مو له چانه کوم څه اخیستل ورته ووايئ (منندوی مو یم) او یا (مننه کوم).
۳- که چېرته اړتیا وه چې په بیړنۍ توګه د کوم چا پاملرنه ځان ته واړوئ، د (بښنه غواړم) له کلمې څخه په ګټه اخیستو مو خپلو پاتې خبرو ته دوام ورکړئ.
۴- هېڅ کله د مشرانو په خبرو کې ځان مه ور اچوئ، تر هغو چې کار مو ډېر ضرور او بیړنی نه وو. مطمین اوسه کله چې یې خبرې خلاصې شي، ستاسو ځواب به درکړي.
۵- که د کوم کار د تر سره کولو لپاره زړه نا زړه وۍ، لومړی اجازه واخلئ. دا کړنه د دې لامل ګرځي چې وروسته بیا پښیمانه نشئ.
۶- کله چې کوم څوک ستاسو د روغتیا او حال په اړه له تاسو څخه پوښتي، ځواب یې ورکړئ او تاسو یې هم د حال او حالت په اړه ورنه وپوښتئ.
۷- هېڅکله د نورو د بیروني څانګړتیاو په اړه خپل نظر مه بیانوئ.
۸- نورو ته هېڅ فرق نه کوي چې ستاسو کوم شیان نه خوښیږي، خپل منفي نظرونه مو له خپل ځان سره وساتئ او یا یې هم یوازې خپلو نږدې ملګرو ته ووایئ.
۹- کله چې مو د کوم ملګري په کور کې وئ، په یاد مو وي چې د بېرته راوتو په وخت کې یې حتمن له مور او پلار څخه مننه وکړئ.
۱۰- کله چې غواړۍ هغه اطاق ته ننوزۍ چې ور یې پورې وي، اول د هغه اطاق ور و ټکوئ او مخکې له دې چې ور خلاص او اطاق ته د ننه ورشۍ صبر وکړئ تر څو درته د ننوتو اجازه درته وشي.
۱۱- کله چې درته کوم څوک ډالۍ در کوي، حتمن د هغه قدر او ورڅخه مننه وکړئ. حتا کولی شۍ چې دا کار د یو ایمیل په لېګلو سره هم ترسره کړئ.
۱۲- کله چې مو له کوم چا سره ټلیفوني اړیکه نیوله، تر ټولو لومړی خپل ځان ورپېژنئ او بیا وروسته ورسره خبرې کوئ.
۱۳- هېڅکله د مشرانو په مخ کې بدغونې کلیمې مه کاروئ. مشران له دې ټولو کلیمو سره بلد دي او اصلآ یې اورېدل ورته کوم جدابیت نه لري.
۱۴- هېڅ کله چا ته ښکنځلې مه کوئ.
۱۵- که کومه لوبه او یا هم کومه غونډه مو په نظر بېخونده او خسته کونکې درغله، آرامه کینئ او داسې وښیئ چې ډېره درته جالبه ده.
۱۶- په هېڅ دلیل هم په کوم چا ملنډې مه وهئ. دا کار مو نورو ته ورښي چې تاسو یو ضعیف کس یئ.
۱۷- که په لاره د تګ په وخت کې له کوم چا سره ولګېدې، په بیړنۍ توګه ورنه بښنه وغواړئ.
۱۸- له کوم وره نه چې تېرېږۍ، وه ګورئ شاید اړتیا وي چې ور کوم بل چا ته خلاص پرېږدئ.
۱۹- د پرنچا یا ټوخي په وخت کې مو خپلې خولې ته دسمال ونیسئ او هېڅ کله په عمومي ځایونو کې خپله پوزه مه پاکوئ.
۲۰- که مو وليدل چې ستاسو مور او پلار او یا هم استاد یا ګاونډی په کوم کار بوخت دی، له هغوۍ څخه وه پوښتئ چې ایا کولی شئ چې مرسته ورسره وکړئ که نه؟ که یې ځواب مثبت وو نو هغه کار تر سره کړئ، امکان لري یو نوی کار زده کړئ.
۲۱- کله چې کوم کس له تاسو سره مرسته کوي؛ له هغو څخه مننه وکړئ، دا کړنه د دې لامل ګرځي چې هغه کس بیا بیا له تاسو سره مرسته وکړي.
۲۲- که له تاسو څخه مشر له تاسو څخه غواړي چې کوم کار تر سره کړئ، بدون له کوم دلیله په خندا سره هغه کار تر سره کړئ.
۲۳- د ډوډۍ خوړلو له لوښو څخه په سمه توګه ګټه واخلئ. که مو دا کار سم نه وي زده، د کورنۍ له یوه غړی څخه مو وغواړئ چې در زده یې کړي او یا هم هغوۍ ته وګورې او زده یې کړئ.
۲۴- د دسترخان له سره د کوم څه د را اخیستو لپاره له خپل ځایه مه پورته کېږئ، له کوم بل چا څخه وغواړئ تر څو هغه در کړي.
۲۵- د ډوډۍ خوړلو په وخت کې مو په خپلو پښو (ګونډو) دستمال واچوئ او د ضرورت په وخت کې له هغه څخه د خپلې خولې د شا او خوا د پاکولو لپاره ګټه واخلئ.