ژباړه: حمیدالله حمیدي
کله، چې له یو چا سره روغبړ کوئ هڅه وکړئ د لاس ورکولو په وخت کې مقابل کس ته مثبته انرژي منتقله کړئ.
هڅه وکړئ خلک مو له خولې یوازې مثبتې خبرې واوري.
نیوکه او بهانه کول مو له ژونده یوې خواته کړئ.
د خوراک ګوله مو له مینې سره ګډه کړئ او بیا یې خولې ته کړئ.
چېرته، چې قدم ږدې هڅه وکړه تر څو په شا او خوا کې مثبت موجونه خپاره کړې.
د ژوند له شېبې شېبې خوند واخلئ.
هره ورځ لږ تر لږه د ځان په ګډون د یوه کس لپاره دعا وکړئ.
په هر څه او هر کار کې د ښو په لټه کې اوسئ.
څه چې غواړئ تر لاسه یې کړئ، په ذهن کې یې تصویر او مجسم کړئ.
لږ تر لږه په ورځ کې له یوه کس څخه مننه وکړئ.
هره شپه کورته له تلو مخکې منفي فکرونه له دروازې بېرون پرېږدئ.
له خپل خدای پاک سره راز او نیاز وکړئ.
خپلو هېلو ته مو هره ورځ اوبه ورکړه تر څو وده وکړي.
دخلکو منفي ټکې مه قوي کوئ، هڅه وکړه تر څو په له منځه وړلو کې یې ور سره مرسته وکړئ.
کاري محیط مو داسې تنظیم کړئ، چې د آرامۍ احساس پکې وکړئ
له ځانه وروسته د نورو د بریا په اړه هم فکر وکړئ.
ورځ مو په خوښئ پیل کړئ.
مینه ناک اوسئ او له کینې ځان وژغورئ.
د نورو نظر او خبرو ته احترام وکړئ.
تل بښنه وکړئ او مهربانه اوسئ.
له همکارانو سره مو مینه وکړئ او پرې مهربانه اوسئ.
د خپله زړه له ماشوم سره مو ملګرتیا وکړئ.
له ځان سره مو مینه وکړئ.
هره ورځ مو په خوږه مسکا پیل کړئ.
مسکا تر ټولو ښه درملنه ده.
په خپله ژبه تل مثبتې خبرې وکړئ.
له غوسې ځان لرې وساتئ، ځکه بیا ورسته پېښماني ګټه نه لري.
ځان تل خوښ وساتئ، ځکه خفګان مو د ماتې لامل ګرځي.
همدا اوس، چې څه ډول یې د خدای پاک شکر ادا کړه.
خپلې روغتیا ته اهمیت ورکړئ.
له ټولوخلکو سره صادق اوسئ، تر څو خپلې موخې ته ورسېږئ.
له پرېشانۍ څخه استعفا وکړئ.
وجود مو له مینې او عاطفې څخه ډک کړئ.
هر ورځ لږ تر لږ یو مثبت کار ضرور تر سره کړئ.
له سترګو مو تل مینه و اوروئ.
دا چې ژوندي یئ او ژوند کوئ خوښ اوسئ او د خداي پاک شکر ادا کړئ.
هره ورځ، چې له خوبه پاڅېږئ د خدای پاک شکر ادا کړئ.
له ډېرې نیوکې ځان وژغورئ.
د نورو لپاره تکیه ګاه اوسئ.
